دخپریدو نیټه : 2013-12-25 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د لویې مشورتي جرګې د سترګو لیدلی حال
محمدولي مینه ناک
لویه مشورتي جرګه د نورو جرګو په توپیر ډیره مهمه او ارزښتناکه جرګه وه چې د نورو بیلابیلو ګډون والو ترڅنګ تکړه بااحساسه او پوهه ځوانانو ته هم برخه په کې ورکړل شوې وه، چې د همدې ځوانانو له ډلې ډیرۍ حقوق پوهان وو زه هم د دافغانستان قانون پوهانو ټولنې غړي په توګه د جرګې ۴۰ کمیټې غړی وم. لومړی ورځ ولسمشر ریښتوني او تاریخي وینا وکړه چې د ټولو ګډون والو پام یې ډیرو ممهو موضوعګانو ته رواړه. کله چې ماسپیښن بیرته د غونډې تالار ته راغلو غړو غوښتل چې د مشورتې جرګې دټاکنو کړنلارې سره سم د لویې مشورتي جرګې رئیس وټاکي مګر څنګه چې مونږ غوښتل هسې ونشول صبغت الله مجددي ځان په خپله کاندید کړ کله یې چې خلکو ته وړاندیز وکړ چې ماته د مشورتي جرګې د رئیس په توګه راکوئ ټولو غړو غبرګون وښوده او وویل چې نه مونږ تا نه غواړو مګر د مشورتي جرګې تنظیمه پلاوي دا لاره جوړه کړې وه چې په هر ډول کیږي باید مجددي رئیس وټاکل شي، خلکو لاسونه پورته کړل چې نه مونږ تا نه غواړو مجددي صاحب په مایک کې غږ پورته کړ ”تشکر از اینکه بحیث رئیس مرا انتخاب کردي”، ټول غړي له صحنې راووتل په خپله یې ځان ته مرستیالان او منشي هم وټاکل او هیچا هم نور غوږ په ونه ګراوه، ښاغلي مدبر هم د دویم ځل لپاره دا خبره تکرار کړه چې ټول پوه شي چې مجددي صاحب رئیس شو غړو ولې ځان غلی ونیو ځکه هغوی د مشورتي جرګې د ټاکنو کړنلارې په اړه هیڅ معلومات نه لرل او نه هم هغوی ته کوم سند ورکړل شوی وو، چې د مشورتي جرګې رئیس به څنګه ټاکل کیږي؟ ټولو همداسې فکر کاوه چې مجددي مخکې له مخکې انتصاب شویدی نو څه ضرور ده، چې دا مسئله یاده کړو او زه هم په همدې باور وم چې مجددي صاحب مخکې له مخکې انتصاب شوی کس ده، مګر د دارالانشا، کسانو ښکاره پلوي ماته ډیرې پوښتنې پیداکړې د مشورتي جرګه له اصلي موخې څخه په بل خوا راونه نه کړي؟ چې همدې پوښتنې ځواب به په پای کې روښانه شي.
د مشورتي جرګې کمیټې د همدې لپاره جوړې شوې وې چې په هر ماده نظر ورکړي د بیلابیلو ډلبندیو کسان په کمیټو ویشل شوي وو مګر په کمیټو کې د بیلابیل نظر لرونکي خلک وو مګر تر ټولو خواشینونکي صحنه زما لپاره داوه چې د ایران او پاکستان جاسوسان له لارې معلومیدل چې هرې مادې ته به یې سور کارت پورته کاوه مونږ په یوې مادې بحث کاوه چې” آمریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په کلکه پام وکړي\" مګر دوی همدې مادې ته هم سور کارت پورته کړ. هغوی له دلیل پرته هرې مادې سور کارت پورته کاوه. زمونږ کمیټې د هرې مادې لپاره د تعدیل بیلابیل وړاندیزونه وکړل چې د مشورتي جرګې د دارالانشا کارکوونکو وویل چې مونږ ستاسې وړاندیزونه دارالانشا ته سپارو مونږ ټولو په یوه خوله همدا خبره کوله چې که چیرته په هره ماده دا تعدیلات منل کیږي سند دې لاسلیک شي او که چیرته دا وړاندیزونه نه منل کیږي سند دې نه لاسلیک کیږي. په عمومي ډول تړون ډیرې حقوقي ستونزې لرلې ډیرۍ مادو تشریفاتي بڼه لرله له هسې سند لاسلیک کولو څخه د سند نه لاسلیک کول دیر غوره خبره ده، مګر مونږ خپلې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په کتو سره خپلې مشورې او وړاندیزونه دارالانشا ته وسپارل او ټولو دا خبره کوله که چیرته امریکا هیواد د زمونږ ولسمشر د دوو وړاندیزونو په څنګ کې دا زمونږ مشورتي وړاندیزونه هم په نظر کې ونیسي بیا دې ولسمشر د ټاکنو مخکې تړون لاسلیک کړي مګر که چیرته اجرائیوي ضمانت افغانستان ته نه ورکوي او یا هم زمونږ مشورو ته د قدر په سترګه نه کتل کیږي هیڅ دې نه لاسلیک کیږي. زمونږ په کمیټه د ګوتو په شمار غړي چې هیڅ د تړون په مانا نه پوهیدل او یوه چیغه به یې وهله چې لاسلیک دې شي.
د مشورتي جرګې په وروستي ورځ ما داسې فکر کاوه چې په پریکړه لیک به یوازې د کمیټو وړاندیزونه او مشورې وي مګر له بده مرغه د مشورتي جرګې د دارالانشاء شخصي وړاندیزونه په کې ځای په ځای شوې وو زما ملګرو په هره کمیټه کې شتون لاره هیڅ یو کمیټې داسې وړاندیز نه دي کړئ چې زر تر زره دې دا سند لاسلیک شي هغه ټول د مدبر صاحب شخصي وړاندیزونه وو، نه د مشورتي جرګې د غړو زه په ډاډ سره وایم که چیرې د هرې کمیټې وړاندیزونه وکتل هیڅ داسې وړاندیز یا مشوره به په کې پیدا نشي چې په پټو سترګو دې سند لاسلیک شي هرې کمیټې همدا وړاندیز لاره چې د مشورتي جرګې د وړاندیزونه په پام کې نیولو سره دې تړون لاسلیک شي. ما خو چې سر تر پایه پریکړه لیک واوریده او ولوست زمونږ د کمیټې یوه وړاندیز ته هم په کې ځای نه وو ورکړل شوی. کله چې ولسمشر په وروستي ورځ دوه وړاندیزونه بیا تکرار کړل ټولو ورسره په یوه خوله وویل چې ترڅو آمریکا شرطونه ونه مني تړون مه لاسلیک کوه.مګر دا خو د مشورتي جرګې د دارالانشا، چال وو چې مشورتي جرګه یې بدنامه کړه او شخصي وړاندیزونه یې په پریکړه لیک کې ځای په ځای کړي چې هیڅ غړي ترې خبر نه وو د نمونې په ډول یې یو ماده درته یادومه هغه داوه په ټولو کمیټو کې هیچا وړاندیز نه وو کړی چې بامیانو کې دې اډې جوړې شي دا یوازې د مدبر شخصي وړاندیز وو چې په پریکړه لیک کې یې ځای په ځاي کړی وو، زیاتره غړي د لست شویو اډو سره مخالف وو بیا یې څنګه د نورو آډو غوښتنه کوله؟ د پورته معلوماتو په بنسټ زه ویلی شم چې مشورتي جرګه د ولسمشر کرزی ګمارل شوي د مشورتي جرګې د دارالانشا، رئیس او اړونده کسانو بې ارزښته کړه نه د مشورتي جرګې غړو ځکه غړو ته کمیټو کې ویل شوي چې ستاسې وړاندیزونه پریکړه جوړه وو مګر بیرته د غړو سره هیڅ شریک نشو ترڅو نظر پرې ورکړې چې په پریکړه لیک کې کومو شیانو ته ځای ورکړل شویدی ټولې مهمې موضوعګانې په پریکړه لیک کې له پامه غورځول شوې وې. زه اوس هم په ډاډ سره وایم که چیرته د هرې کمیټې وړاندیزونه وکتل شي او ټولو وړاندیزونو یو لست جوړ شي او په تړون کې ورته ځای ورکړل شي نو زه باور لرمه چې افغانستان به په تړون کې ګټه وکړي او که چیرته د مشورتي جرګې د کمیټو وړاندیزونه له پام وغورځول شي د تړون ټول مادې ما لوستلې دي بیا غوره خبره داده چې هیڅ لاسلیک نشي