دخپریدو نیټه : 2013-12-25 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
که مراد حاصلول غواړۍ
روغوال
که مراد حاصلول غواړۍ نو بابا خرنډی زیارت ته لاړ شۍ
په پخوا زمانه کښی یو غریب او مسکین سړی وه۰ چی اصلی نوم یی ګورجین خان
وه ۰چی ټول عمریی په عریبۍ او مزدورۍ کښی تیر شوی وه۰د ټول عمر لویه سرمایه یی تنها یوه زاړه خره وه۰چی ګورجین خان به پدی خری باندی د خلکو تجارتی مالونه د یو ځای څخه بل ځای ته په مزدورۍ باندی وړل۰د ګورجین خان
دژوند ټول ضرورتونه ددی خری د بار پوری تړلی وه ۰ یوه ورځ ګورجین خان د کوم تجار مالونه د یو ځای څخه بل ځای ته انتقالول۰ د تقد یرکار وه۰ چی په لاره کښی ورته خره د لنګوال په مریضۍ مرداره شوه ۰او د ګورجین خان خری یو نرکوټی دنیا ته راوړو۰ګورجین خان د یوی خوا د تجارمالونواو دبلی خواد خری
۰ کوټی ته هک او حیران پاتی شو۰چی اوس څه وکړم ۰د ډیر فکراو سوچ څخه ورسته یی د ځانه سره داسی تصمیم ونیوه ۰چی راشه مونږ په یوه داسی ټولنه ژوند کوو– چی دعلم او پوهی مورپکښی بی له دی نه مړه شوی ده ۰زیاتو غواموخلکو اومریضانو بی لدی څخه هم د ډاکترانو اویونانی طبیبانو څخه پوزی ته راغلی دی ۰ او د مګړواو زیارتونواو پیرانوطرف ته یی مخه کړی ده۰ او د مړو او زیارتونو څخه د مرادونو پوره کول غواړی۰ ته هم ضغیفه بی وسی سړی یی۰ بی ددی خری نه بل هیڅ سرمایه نلری ۰راشه دا مرداره خره ددی لوی لاری په څنګ کښی د شپی له خوانه ښخه کړه ۰او زیارت پری جوړ کړه۰ ګورجین خان همداسی وکړل ۰خره یی دعمومی لاری په یوه خوا کښی ښخه کړه ۰او زیارت یی ورباندی جوړ کړو ۰ ښی ډیری جنډی پری ود رولی – لوحه یی پری ولګوله ۰او د زیارت نوم یی بابا ډانکی خان کیښود ۰ ګورجین خان چون د انګریزۍ سره لږو ډ یره اشنایی درلود له ۰او پوهیده۰چی ډانکی د خره په مغنی دی ۰ خو افسوس چی غوام د ډانکی په مغنی نه پوهیدل۰او خری ته یی د لوی پیر او زیارت فکر کولو۰ ګورجین خان خپله ګیره څڼی اوږدی کړ لی ۰سپین کالی یی په ځان کړل۰او تسبوو لوی امیل یی په غاړه کښی واچولو۰ اود ځان څخه یی لوی پیر جوړ کړو ۰د شا وخوا اطرافی خلک د نوموړی زیارت څخه خبر شولو۰ ډلی ډ لی نراو ښځی به د لری اونیژدی څخه بابا ډانکی زیارت ته راتلل۰ ورځ تر بلی یی د زیارت کونکی شمیرزیاتید لو ۰باباډانکی خان ښه شهرت پیدا کړو۰ ګورجین خان ډی منجاوران اومزدوران په مزدورۍ د ځانه سره ونیول ۰د ورځو څخه یوه ورځ وه۰ د ګورجین خان یو زیرک منجاور چی د ګورجین خان په ټول رازښه پوه شوی وه ۰ نو د خپل پیرڅخه یی خپل کورته د تللو اجازه وغوښتلو۰ او خپل پیر ته یی ورته یی وویل۰چی زه خپل کور او وطن ته ځم ۰ ګورجین خان خپل مرید ته د مزدورۍ پیسی وکړی ۰او د سورلۍ لپاره یی ورته هغه کوټی چی اوس ورنه لوی خرجوړشوی وه ۰ د بخشش په ډول ورکړو ۰ مرید د خپل پیر څخه رخصت واخستو۰او د خپل کور په لور روان شو ۰ د تقد یر لیکلنی نه بد لیږی ۰ دلاری په اوږو کښی ورته خر مردار شو ۰ مرید چی ډیر زیرکه او د خپل پیر په راز پوه شوی وه ۰ په ډ یرغاجلانه توګه یی خپل خره ته یی دلاری په څنګ کښی کنده وویستله ۰ او خریی پکښی ښخ کړو ۰اوسری او شنی سپینی جنډی پری وځړولی۰ او نوم یی پری بابا خرنډی کیښود۰ مرید د خپل استاذ پشانی لویه ګیره او څڼی پریښودی ۰ او ښه ښایسته سپین کالی یی واغوستلو اوډیر منجاوران یی په مزورۍ سره ونیول ۰او په او لسونه او ښارونو کښی د تبلیغ لپاره خپاره کړه زیارت
دومره مشهور شو۰چی د لری لری وطنونو خلک به د زیارت لیدلو ته را تلل ۰ که چا به تش په تش د زیارت نوم خرنډی واخسیتلو۰ اوچی بابا به یی ورسره ونه ویلو ۰ نو بل نفر به ورته وویل ۰ چی بابا ورسره و وایه ۰ ګندی خوله به دی کاږه شی ۰ دخلکو په منځ کښی بابا خرنډی دومره شهرت پیدا کړو۰ که هرچا ته به کوم حاجت اویا مریضی پیدا شوه ۰اوچی په ډاکترانواو یونانی طبیبانوبه ښه ستو مانه شو۰ نوبیا به یی بابا خرنډی زیارت مخه کړه ۰او په بابا خرنډی زیارت کښی به یی پسونه او غوایان خلالول۰ او لنګر خانی به یی جاری او ګرمی ساتلی۰د بابا خرنډی زیارت په منځته راتګ سره د (باباډانکی خان) د زیارت کوونکی شمیر کښی ورځ تر بلی کمید لو۰ نو پیرګورجین خان په فکر او سوچ کښی شولو ۰چی اوس څه کار کول پکار دی ۰نو تصمیم یی د ځان سره ونیولو۰چی راشه د دغه نوی زیارت لیدلو ته لاړ شه ۰ او په خپلو سترګو دا زیارت وګوره۰ او دا علت به یی هم معلوم کړی ۰ چی د بابا خرنډی زیارت څنګه د ومره ژر دا شهرت حاصل کړلو ۰نو بابا خرنډی زیارت ته لاړلو۰چی هلته ورسید لو۰ ګوری چی زیرک مرید یی لویه ګیره پریښی ۰ او سپین کالی اغوستی دی۰ او د زیارت سره یی نیژدییی یوه ښکلی او لوکسه پیرخانه ځانته جوړ ه کړی ده ۰ او ډ یر مریدان تری را تاو دی ۰ نوی پیر چی خپل استاذ ولید لو ۰نو د خپل استاذ یی ډ یر غزت او احترام وکړلو ۰نو زوړ پیر چی د خپل شاګرد کش او پش ولیدلو ۰نو پوښتنه یی ورڅخه وکړه ۰ چی ګرانه شاګرده! ته څنګه پیر شولی ۰ اوبابا خرنډی د چا زوی اود چا لمسی دی۰ نوی پیر چی د ښه شهرت خاوند شوی وه ۰ ورته یی وویل ۰ چی دا خبره دی له تاسره وی ۰ دا ستا هغه خر دی۰ چی تا ماته د بخشش په قسم راکړی وه ۰ او پدی ځای کښی راته مردار شو ۰ او ما پری زیارت جوړکړو۰ او ښی ډیری پیسی می پری وګټلی۰ نو زوړ پیر (نوی پیرته) ورمخ کړو۰او ورته یی وویل ۰ګرانه شاګرده ! هغه زیارت چی ته پکښی شاګردی کوله ۰ اونوم یی بابا ډانکی وه ۰ او ما تری په کلونو کلو نو ډیره ګټه وا خستله ۰ او زه یی د ښه زند ګۍ خاوند کړم ۰ هغه ددی خر مور وه ۰ چی ماته هم د یو سفر په ترڅ کښی د لاری په اوږدو کښی مرداره شوه۰ او هغه خر چی ما تاته د بخشش په قسم درکړی وه ۰ هغه هم د همدغی خری بچی وه ۰ راشۍ ګرانو لوستونکو پخوانی وخت داوسنی وخت سره مقایسه کوو۰ پدی یویشتمه پیړۍ کښی چی د ساینس او تکنا لوژۍ دنیا ده ۰ د نیاوال او دعلم مینه وال د اسمان په لویو لویو سیارو کښی چکرونه واهی ۰ او زمونږ اولس د پخوا پشانی د زیارتونو او مړو شا ګانی نیولی دی ۰حال دا چی ژوندی انسانان چی لږوډ یر د علم او خاوندان دی ۰ دداسی خلکو سره چی حاجت مند اونا علاجه مریضان دی۰ هیڅ شی نشی کولی ۰ نو مړی او زیارتونه به کومک ورسره وکړی۰ نو راځۍ ورونو! چی ټول دعلم او پوهی لاره غوره کړو ۰ پدی لاره کښی د د نیا او اخیرت د واړو کامیابی ده ۰ زیارتونه خواران خو خپله د ژوند یو دغا ګانو ته ضرورت لری۰ پس لدی څخه د خپلو مړو او هدیرو بی غزتی ونکړو۰ او هر څه چی غواړۍ ۰نو هغه یوازی د پاک او بی نیازه رب (ج)څخه یی وغواړۍ ۰ نه د مړو او زیارتونو څخه ء
ما زیارتو ته د تللو په باره یو شعر ویلی ء چی مقطع دا رنګه دهء
که مزار ته می راتلي حمد و ثنا سره راشه
که دی یار ته دی راتلی سوال او دغا سره راشه
د څلورخوامحاصره یم شا اوخوا می تاریکي ده
را حصار ته چی راتلي نو د رڼا سره راشه
د وریښمو په پالنګ می همیشه کول خوبونه
اوس نادار ته که راتلي نو د بها سره راشه
ملا ویلي مونږ سر کشو مسلي کله منلي
ګنا هګا ر ته چی راتلي نو په رښتیا سره راشه
رب ته وکړه ډیرسوالونه چی اسانه می منزل شی
دی بیمار ته چی راتلي نو د د وا سره راشه
ای (روغواله) تو ښه واخله د رپه غاړه لوی سفردی
دایمی د ار ته چی راتلی نو د سخا سره راشه .