مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ۶ جدي په مناسبت د ورور حکمتيار پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

د 6 جدي په مناسبت

 

وَ لَقَدْ كتَبْنَا فى الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الأَرْض يَرِثُهَا عِبَادِى الصلِحُونَ * إِنَّ فى هَذَا لَبَلَغاً لِّقَوْمٍ عَبِدِينَ * صدق الله العظيم

او يقيناً چي له تورات وروسته مو په زبور كي هم وليكل چي زمكه به زما صالح بندگان په ميراث وړي. يقيناً چي په دې كي عابدو وگړو ته يو (اغېزمن) تبليغ دئ.

وروڼو خويندو! گرانو هېوادوالو!

د اسلام د سنگرونو سرلوړو مدافعينو!

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

نن يو ځل بيا هغه توره او كرغېړنه ورځ رايادوو چي 34 كاله وړاندي په همدې ورځ او د جدي مياشتي په شپږمه د شوروي اتحاد وحشي ځواكونو زموږ پر هېواد يرغل وكړ، د يرغل په لومړۍ شپه ئې يو غلام كمونيست او د مسكو لاسپوڅى واكمن ووژلو او بل ئې پر ټانكونو سپور ارگ ته ورسولو. روسانو تر بريد وړاندي د دوو عسكري كودتاگانو له لاري خپل لاس پوڅي كمونيستان قدرت ته رسولي ول، موږ د كمونستانو په ضد جهاد پيل كړ، كله چي كمونستان له ماتي سره مخامخ شول او موږ په دې وتوانېدو چي اكثر ولايات آزاد كړو، كابل تر محاصرې لاندي ونيسو او د كابل د نيولو لپاره وروستى گام اوچت كړو، روسانو په افغانستان تېرى وكړ، د ټولو انگېرنه دا وه چي د شوروي ځواكونو په وړاندي د مقاومت دوام او د افغانستان آزادي محال ده، د سيمي هېوادونه خو پرېږدئ امريكا هم دا تصور نشو كولى چي افغان مجاهدين به د شوروي ځواكونو په وړاندي تر اوږدې مودې مقاومت وكړى شي، د تېري په مهال د امريكا د هغه وخت جمهور رئيس كارټر اعلان وكړ چي كه روسان د نور مخكي تللو هڅه وكړي نو امريكا به ئې تحمل نه كړي، د كارټر د وينا معنى دا وه چي د افغانستان پر نيولو اعتراض نه لري خو كه روسي فوځونه تر دې مخكي ولاړ شي نو امريكا به ئې تحمل نه كړي او تاسو ته معلومه ده چي د كارټر دا خبره هم هسي تش او بې بنسټه گواښ وو، امريكا په ويتنام كي ماته خوړلې وه، په هېڅ ځاى كي ئې له شوروي اتحاد سره د بيا مخامخېدو جرأت نه درلود، هغه مهال ما ته له كابل زموږ پلوي افسرانو احوال لېږلى وو چي موږ د وروستي گوزار لپاره تيار يو خو معلومات مو دا دئ چي روسانو په اوزبكستان كي ډېر فوځونه ځاى په ځاى كړي، ښايي تېرى وكړي، كه ممكن وي تاسو له امريكايانو وپوښتئ چي په دې اړه د دوى معلومات څنگه دئ او كه مسكو تېرى وكړي د دوى غبرگون به څه وي؟ ما د حزب د سياسي چارو يوه مسئول ته وظيفه وركړه چي له امريكايانو پوښتنه وكړي، هغه په پېښور كي د امريكا له قونسل سره خبري وكړې، هغه ورته وويل: زه له واشنگټن پوښتنه كوم او تاسو ته ځواب دركوم، څو ورځي وروسته د واشنگټن ځواب دا وو: موږ گمان نه كوو چي روسان به پر افغانستان تېرى وكړي، داسي معلومات مو نه دي ترلاسه كړي چي وښيي مسكو د تېري لپاره ځان چمتو كوي، كه احياناً دا كار وشو نو موږ به دوه كارونه كوو: له مسكو سره د سالټ ټو د مذاكراتو لړۍ به متوقف كوو او پر روسانو به د غلې مرستي بندوو!! د دې ځواب معنى كاملاً څرگنده وه او هغه دا چي امريكا هم د مسكو له اقداماتو بې خبره وه او هم  د روسانو په خلاف د څه كولو په موقعيت كي نه وه.

د مسكو په لاس روزل شوو ذليلو او وطن پلورو كمونستانو د خپل تور تاريخ په اوږدو كي درې كودتاگاني درلودې او دوه ځلي ئې د يرغلگرو ځواكونو د ملگرتيا له لاري قدرت ته د رسېدو هڅه وكړه، دا كرغېړني كودتاگاني او دا خونړي بريدونه ټول د دې لپاره وو چي په افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د يوه واقعي اسلامي حكومت د جوړېدو مخنيوى وشي، هر اشغالگر چي زموږ پر هېواد د بريد پرېكړه كړې نو له كمونيستانو ئې د مليشو او اجيرو جنگياليو په توگه استفاده كړې، په تېري نږدې يوې پېړۍ كي افغانستان د دريو سترو يرغلگرو ځوكونو د يرغل نښه شو، له انگرېزانو سره ئې درې خونړۍ نښتي درلودې چي په پاى كي ئې د نړۍ هغه ستر ځواك له ماتي او زوال سره مخامخ شو چي سيال ئې نه درلود، څو لسيزي وروسته د شوروي ځواكونو تر بريد لاندي راغى، شوروي ځواكونو داسي اوږده جگړه پر مظلومو افغانانو وتپله چي په ترڅ كي ئې يو نيم مليون افغانان شهيدان شول او نږدې شپږ مليونه هجرت او د خپل كور كلي پرېښودو ته اړ شول، په لسم كال ئې زموږ له هېواد د وتلو پرېكړه وكړه او په همدې سره د دې يرغلگر ځواك عبرتناك زوال پيل او په پنځلسو مستقلو هېوادو ووېشل شو، شوروي ځواكونه زموږ له هېواده ووتل خو جگړه ئې يوې داسي ائتلافي جبهې ته په ميراث پرېښوده چي كمونستان، غربپال او منافقين په كي راغونډ كړى شول، واشنگټن او مسكو ئې ترشا ول او په دواړو پوري تړلو ملكونو د هغې ملاتړ وكړ. د جبل السراج دا ناولې ائتلافي جبهه د واشنگټن او مسكو په وينا او د ايران په وساطت جوړه شوه، مجاهدينو د حزب اسلامي تر مشرۍ لاندي په هوښيارتيا، مېړاني او استقامت سره د دې توطئې مقابله وكړه، كله چي د مسكو او واشنگټن گډه توطئه شنډه او ائتلافي جبهه له بشپړي ماتي سره مخامخ شوه، د طالبانو تر نامه لاندي بله جنگي ډله ميدان ته راوايستل شوه، چي له شا ئې د حزب پر مؤمنو مجاهدينو بريد وكړ او د شمال ائتلافي جبهه ئې له حتمي مرگ وژغورله، دې جنگي ډلي ته الله تعالى دا سزا وركړه چي له همدې جبهې سره په اوږدې او خونړۍ جگړي كي ښكېل شي، شپږ كاله ئې دوام وكړ، په پاى كي هغه هېوادونه د دوى د مجازات لپاره راوړاندي شول چي د دوى ملاتړي ول، له دوى سره ئې مالي او نظامي مرستې كولې او په پراخه پيمانه ئې دوى ته تبليغات كول. لا د زخمي او جنگ ځپلي افغانستان ټپونه نه وو رغېدلي چي د امريكا تر مشرۍ لاندي د صليبي ځواكونو تر وحشيانه او پراخ بريد لاندي راغى، افغان مؤمن او آزادي غوښتونكي ولس بيا هم د جهاد لار غوره كړه، دا دئ ديارلس كاله ئې له دې مغرور زبرځواك سره په مېړانه ډغري ووهلې، د نابرابري جگړي ټولي ستونزي ئې وگاللې خو نه تسليم شو، نه مأيوس او نه ستړى، داسي معلومېږي چي الله تعالى اراده كړې زما ولس او زما هېواد ته د شوروي له ماتولو وروسته د امريكا د ماتولو شرف او افتخار هم ورپه برخه كړي، دا ځكه چي الله تعالى د زمانې ډېر لوى او مغرور ځواكونه، د خپل غرور او مستۍ په اوج كي، زما د هېواد درو ته راوستي او دلته ئې د دوى غرور مات كړى او له همدې ځايه ئې زوال پيل شوى. د سكندر اعظم، چنگيز، انگرېز او شورويانو ماتي او زوال له دغو سردرو شروع شوى، ډېرو دلته خپل سرونه خوړلي او دلته ئې ژامي ماتي شوې. پر افغانستان باندي د صليبي ځواكونو يرغل او د مجاهدينو د مقاومت پيل مي د دې انتظار د تحقق مقدمه گڼله.

حقيقت دا دئ چي پر افغانستان د امريكا بريد له ډېرو اړخونو كټ مټ همغسي دئ لكه پر افغانستان د شوروي اتحاد بريد، تر كومي ورځي چي شوروي اتحاد د كارگرانو او بې وزلو پرگنو د ناجي په بڼى كي ځان څرگنداوو، د كور، كالي، ډوډۍ شعارونه ئې وركول، د استعمار او امپرياليزم مخالفت ئې كولو، ورځ په ورځ مخكي روان وو او د نړۍ په گوټ گوټ كي د دوى په گټه انقلابونه كېدل، خو چي د انقلاب صادرولو لپاره ئې د نظامي تېري لار غوره كړه او په افغانستان ئې تېرى وكړ، نو زوال ئې پيل شو، امريكا هم د ويتنام له جگړي وروسته مؤقتاً د تېري لار پرېښوده ( كه څه هم د بې وسۍ په وجه وه) او د آزادۍ، ديموكراسۍ او انساني حقوقو شعارونه ئې خپل كړل، د دې له كبله د دوى په ضد مخكنۍ كركه راكمه شوه او ډېرو غولېدلو خلكو د دغو غولوونكو شعارونو د تحقق په طمعه دوى ته مخه كړه، خو په افغانستان او عراق د دوى بريد حالت بېرته بدل كړ او د دوى په خلاف ئې داسي عمومي كركه راولاړه كړه چي اندازه ئې له هغو جنگ ضد او امريكا ضد مظاهرو لگولى شو چي د نړۍ په گوټ گوټ كي په مليونهاوو خلكو په كي برخه واخيسته، هومره ستري ستري مظاهرې چي په تاريخ كي ئې مثال نه شو موندلى. دا به لويه اشتباه وي كه د دې دواړو بريدونو او دواړو استعماري ځواكونو پايلي ورته ونه گڼو.

شوروي اتحاد د افغانستان د اشغال په لسو كلونو كي شاوخوا څلوېښت زره مړي او زخميان درلودل او ټول مالي لگښت ئې اتيا مليارده ډالرو ته ونه رسېدو خو په همدې سره ئې ملا ماته او ټغر ئې ټول شو، كه د افغانستان او عراق په جگړو كي د امريكايانو مالي او ځاني تلفات د افغانستان په جگړي كي د شوروي له تلفاتو او د ويتنام په جگړي كي د امريكا له تلفاتو سره مقايسه كړئ وبه گورئ چي د دې جگړي مالي او ځاني تلفات تر هغوى ډېر زيات دي. هلته امريكا په ټول جنگ 600 مليارده ډالر ولگول، خو په دې جگړي كي ئې تر يو نيم زر مليارډه زيات مصرف شوى!! ځاني تلفات ئې هم د هغه وخت په پرتله زيات دي، تر نن پوري ئې د مړو او ټپيانو شمېر تر پنځوس زره اوشتى، امريكا به څنگه وتوانېږي چي تر شوروي اتحاد څو برابره زيات تلفات د اوږدې مودې لپاره تحمل كړي؟ نن په ټولي نړۍ كي خلك سپينه ماڼۍ د جگړو، ورانۍ، فساد او بې امنيو باعث گڼي او له امريكا او امريكايانو هومره كركه او نفرت لري چي د بشريت په تاريخ كي د هيڅ استعماري ځواك په ضد، داسي كركه او نفرت نه دئ تر سترگو شوى، د ويتنام له ماتي وروسته امريكا تر شلو كلونو پوري له هجومي حالت لوېدلې وه، د كمونيزم په وړاندي ئې په هر ځاى كي تدافعي حالت وو او ورځ په ورځ په شا تمبېده، غرب په مجموع كي دفاعي حالت درلود، ورځ په ورځ شاته روان وو، يوه په بلي پسې ئې د شوروي اتحاد په گټه خپلي اډې له لاسه وركولې، د وسلو د خرڅلاو بازارونه او د مصنوعاتو تجارتي ماركيټونه ئې كمونستي بلاك ته تخليه كول. كمونيزم نه يوازي په آسيا، شرقى اروپا او افريقا كي په ډېره چټكتيا مخكي روان وو او د غربى حريف سنگرونه ئې فتح كول، بلكي په لاتيني امريكا كي هم د غربي ځواك د مشرتابه د غوږ تر څنگ ئې د خطر زنگونه اوچت وو، ټوله شرقي اروپا، شمالي كوريا، ويتنام، كمبوديا، يمن، سوريه، عراق، مصر، سودان، كيوبا، چلي او گڼ شمېر د بري په حال كي سياسي احزاب، د وارسا پكت سره تړلي او له مسكو خړوبېدل، پېښي د كمونيزم په گټه او د غرب د مزيد كمزورتيا په لور رواني وې، امريكا د پېښو له مهارولو عاجزه وه، په ويتنام كي د امريكا شرموونكى ماتي د غرب روحيه په كلكه ځپلې وه او د كمونيزم د مقابلې او په دې مقابلې كي د بري طمع ئې ترې سلب كړې وه. د اسلامي نړۍ په سترو سترو مهمو هېوادونو د كمونيزم سلطه او په مصر، سوريې، الجزائر، يمن او عراق كي د اسلامي ډلو ځپل، كمونيزم ته له اسلام سره په منازعې كي هم د برلاسي احساس وربښلى وو. كمونيزم له غرب سره په خپلي مقابلې كي تل برلاسى وو، هيچېري ئې ماته نه وه خوړلې، خو له اسلام سره په خپلي مقابلې كي هم له فكري لحاظه او هم له نظامي لحاظه له ماتي سره مخامخ شو.

نن د ډېرو د انتظار خلاف يو ځل بيا د مجاهدينو په وړاندي د يوه بل يرغلگر ځواك د ماتي او زموږ له هېواده د نامراد او سركوزي وتلو انگازې خورې دي، هيچا دا گمان نه كولو چي د امريكا زبرځواك او د ناټو ستر نظامي پكت به د شوروي اتحاد او وارسا په برخليك اخته شي، ډېرو داسي انگېرله چي د دې ستر او په مډرنو وسلو سمبال نظامي ځواك په وړاندي نه مقاومت ممكن دئ، او نه د ناټو له منگولو د افغانستان آزادي، نن موږ هم او زموږ په څېر ډېر نور هم د خپلو هيلو تحقق ته داسي په انتظار يو لكه د يوې توري شپې په آخري شېبو كي د روڼ سباوون راختو ته انتظار!! إن شاء الله د ناټو ځواكونه به د شوروي ځواكونو په څېر سرټيټي او نامراد وځي، امريكا به د شوروي اتحاد په برخليك اخته كېږي او زموږ په خپلواك او آزاد هېواد كي به د شهيدانو نيمگړي آرمانونه ترسره كېږي.

دې ته بايد متوجه وو چي د امريكا نظام د بډايانو نظام دئ، خواران په كي ځپل شوي، هرڅه د څو بډايانو او د لويو لويو شركتونو خاوندانو په لاس كي دي. كمونيزم په اصل كي د دغه نظام په ضد په اروپا كي وزېږېدو او محرومو كارگرانو هغه له ظلم او بې عدالتۍ د ژغورني وسيله وگڼلو، خو كمونيزم د اختناق، سانسور، استبداد او له حزبي ديكتاتورۍ د فردي ديكتاتورۍ په لور ولاړ او ناكام شو، كمونيزم د غرب په وړاندي ماته نه ده خوړلې، له غرب سره په خپلي مقابلې كي تل بريالى وو، له اسلام سره په مقابله كي مات شو، خو متأسفانه له دې ماتي د دې پر ځاى چي مسلمانان گټه واخلي غرب ترې گټه اوچته كړه. د ملگرو ملتونو په راپور كي ويل شوي چي د امريكا 37 مليونه وگړي په خوارۍ كي ژوند كوي، نه كار روزگار لري او نه د ژوند عادي امكانات، د امريكا اصلي اوسېدونكي ريډ انډين تر پروسږ كاله له دې منع وو چي د تكزاس په څېر ښارونو ته داخل شي، له دې وروسته دا قانون لغو شو او دوى ته اجازه وركړى شوه چي هغو ښارونو ته ننوتى شي چي د انگرېزانو په لاس د امريكا له اشغال مخكي د دوى ښارونه وو.

د امريكا متحده ايالات په حقيقت كي يو هېواد نه بلكي د شوروي اتحاد په څېر د 52 هېوادو مجموعه ده، داسي مجموعې د برلاسۍ په وخت كي متحد پاته كېدى شي، خو د ماتو او كړاوونو په وخت كي له يوه بل بېلېدل ئې حتمي وي، مخصوصاً چي ولسونه ئې نه د كومي گډي عقيدې او مفكورې په مزي سره تړل شوي وي او نه عدالت او انصاف د يوه بل څنگ ته ودرولي وي. د دې خبري په حقيقت هغه څوك ښه پوهېدى شي چي د امريكا په گڼ شمېر ايالتونو كي له آزادۍ او خپلواكۍ غوښتونكو خوځښتونو خبر وي، په امريكا كي د موجوده نظام د مخالفو غيرقانوني ډلو شمېر تر دوو سوو زيات دئ. كه د امريكا ظالمانه پانگوال نظام، كومي ستري ماتي وجړكاوو، يقيناً چي دا زړه ماڼۍ به رانسكورېږي، دغه حقيقت ته په پام سره، جان كيري د بش انتخاباتي حريف ده ته په هغه پيام كي چي د بش له بري وروسته ئې ورولېږو وويل: د جورج بش په وړاندي تر ټولو مهمه مسئله دا ده چي د امريكا د تجزيې مخنيوى وكړي!!  كه امريكا په افغانستان كي ماته وخوري او زموږ له هېواد ووځي نو له شكه پرته چي دا ماته به د ويتنام تر ماتي  امريكا ته ډېره خطرناكه او نه جبرانېدونكې وي، وضعيت په ډاگه شهادت وركوي چي په افغانستان كي د امريكا ماته او له دې هېواد د دوى وتل حتمي دي.

گرانو هېوادوالو!

موږ د جهاد د پرتمين تاريخ په ډېر حساس پړاو كي ولاړ يو، ناټو ځواكونه خپلي بسترې راغونډوي، ځيني وتلي او نور ئې د وتلو لپاره تيارى نيسي، ډېرى ئې داسي انگېري چي د دوى له وتلو وروسته به د كابل لاس پوڅى حكومت ډېر ژر رانسكورېږي، د شوروي اتحاد له وتلو وروسته پېښي به تكرارېږي او افغانستان به بيا د مجاهدينو په خوندي سنگر بدلېږي، راشئ نن او په دې حساس پړاو كي له خپل رب سره په څو خبرو ژمنه وكړو:

جهاد ته به د خپل هېواد تر بشپړي آزادۍ او د ټولو بهرنيو ځواكونو تر بشپړ وتلو دوام وركوو.

په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړوو.

د مجاهدينو د يووالي هڅه به كوو، د هغه چا له تأييد او ملگرتيا به ډډه كوو چي د مجاهدينو په ليكو كي اختلافات راولاړوي او داسي كارونه كوي چي د مجاهدينو نېك نوم بد كړي.

هيچا ته به دا حق نه وركوو چي زموږ ملت ووېشي، زموږ هېواد تجزيه كړي، پر افغانانو پرديپال او استبدادي رژيمونه مسلط كړي او د سرلوړو افغانانو دا مسلم حق سلب كړي چي خپل مشران په خپله خوښه او له هر راز فشار او گواښ پرته غوره كړي.

مړه دي د اسلام دښمنان

سرلوړي دي وي افغانان

ژوندي او بريالي دي وي مجاهدين

حكمتيار

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery