مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ښاغلی ولسمشر !!

 
 
سیاست ته نه، سیاسي قمار ته مو لاس اچولای او داسې برېښي، څه مو چې د واک په بهير کې، موږ ته ګټلي، په روان سیاسي قمار کې به يې، له موږ وتروړې !
په دې قمار کې ستاسې کامیابي او ناکامي دواړه ستاسې د ملګري خان په لاس کې ده چې تاسې  ورسره ډېر ناوخته او بې وخته، دې سیاسي قمار او ډغرو ته زړه ښه کړی دی.
د کلي د خان پر لاس په دې مانا چې که خان ستا غوښتنې او شرطونه ونه مني او د خان پر وینا افغانان د خان او کليوالو له ميلیاردونو ډالرو محروم پاتې شي او ټولې هغه لاسته راوړنې چې افغانانو د همدغه خان او د خان د ملګرو پر مرسته، د سولې، تعليم، روغتیا، کلیوالي سیاسي او سوداګريزو اړيکو په ډګرونو کې لرلي، پر سیند لاهو شي، په خواشينۍ سره چې یوه ډېره  بده ماتې او بد تاريخي نوم به تاسې ته ليکل شوی وي!
که تاسې د اسبابو پر بنسټ د دنیا په نوم جوړ کلي کې، خپل کوچني کور ته د سولې او کرار د راګرځولو په لار کې، د دې کلي د لوی خان د مرستو له را خپلولو  پرته، بله کومه لاره لرلای او یا خو مو، د ناکرارۍ له کورنیو او بهرنیو عاملینو سره مشوره او تفاهم شونی وای، کېدای شوای چې په ننني نا سیاسي دريځ کې مو د ګټات امکانات لرلي وای، خو اوس چې له یوې خوا له خان سره د سیاست پر مېز، پر سیاسي قمار بوخت یاست او له بلې خوا د همدغو نا کراریو د دوام پر عاملینو چې سر له اوسه د ټولو پرمختګونو پر وجود د قاتلانه بريد تابیا نيسي، هېڅ نيوکه نه لرئ، له ناکامۍ پرته، بل برخليک به چېرې ولرئ !
تاسې په خپل اوسني دريخ او یو طرفه شرطونو سره راتلونکی حکومت، د خان او کليوالو له ملاتړ او مرستو خلاصوئ، د کورنیو او بهرنیو غلیمانو ګوزار ته يې یوازې کوئ او ملي اردو او ملي پوليس د اکمالاتو او معاشونو د تاديې په برخه کې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخوئ .
که مو په یاد وي د روسانو له وتو وروسته ملي اردو له وسله والو مخالفتونو سره مقابله ونه شوه کړای او له منځه ولاړه، نو د دنیا د کلي د لوی خان او د هغه د ملګرو د مرستو پر بندېدو سره، د اوسنۍ ملي اردو له منځه وړل به مخالفینو ته تر پخوا اسانه کار وي.
په دې دليل چې هلته اردو د مکلفیت د دورې پر اساس جوړه وه او د وخت حکومت ته یوازې د سرتېرو لګښت ور له غاړې و، خو که راتلونکی حکومت د دنیا د کلي د لوی خان او کليوالو له مرستو محروم پاتې شي، د سرتېرو او د سرتېرو د کورنیو نفقه (معاش) دواړه ور له غاړې شي، له دواړو غلیمانو سره په مقابله کې به د بریا چانس ونه لري !
دا تحليل او باور چې د بهرنيو پوځونو وتل د جګړې جواز ختموي او خپلمنځي تفاهم او سولې ته لار هواروي، ځکه ناسم دی چې د روسانو له وتو وروسته، جګړه په افغانستان کې کمزورې نه، بلکې ځواکمنه او کورنۍ شوه.
بل دا چې د جګړې لپاره خو مخالفين په روژه کې هم د جواز دلایل لري او تر نورو میاشتو زیات په روژه کې د جګړې په کولو د زیاتو ثوابونو د ګټلو باور لري.
همدغه راز د مسجد د شهيدولو لپاره هم دليل لري، چې دا مسجد، ضرار مسجد دی او خپل عمل او خپل هدف د پیغمبرانو له عمل او هدف سره یوه ذره، په توپیر او ټکر کې نه بولي .
لنډه دا چې که مخالفین نن د جګړې د دوام لپاره دلایل لري، د خارجيانو له وتلو وروسته، سبا به يې هم ولري.
دلته یو لوی مشکل دادی چې د یوه کار او عمل د جواز لپاره خپل نیت او عمل نه، بلکې د خدای ج د سپېڅلو استازو او دوستانو سپېڅلي عملونه او حکمونه دلیل راوړل کېږي او جواز خپل ناسمو عملونو او هدفونو ته ورکول کېږي.
همدا وجه ده چې په روژه کې جګړه له ثوابه ډکه بلل کېدلای، لا ځواکمنېدلای او مسجدونو ته د ضرار د کلمې په کارولو سره، د شهيدولو لار هم برابرېدلای شي.
په وروسته پاتې او له علمه خلاصو اسلامي ټولنو او هېوادونو کې مخالفین او مبارزین د خپلو عملونو پر زیانمنو پایلو فکر نه کوي او دېته نه ګوري چې د مرستو او زکات پر پیسو ښوونځی جوړېږي، که سوځول کېږي، پول جوړېږي او که له منځه وړل کېږي !؟
بلکې په دې هېوادونو او ټولنو کې د عربستان پر پیسو که ښوونځی او روغتون ړنګېږي، تر دې فایده من او ثواب من کار بلل کېږي چې د هندوستان پر پیسو جوړېږي!
دلته د عمل سپېڅلتیا او د عمل پایلو ته نه کتل کېږي، بلکې ځای او مرسته کوونکي لوري ته ارزښت ورکول کېږي، نو ځکه د مکې مکرمې، پر پیسو ورانول او الوځول، ثواب ګڼل کېږي او د کلکتې پر پیسو يې جوړول لویه ګناه بلل کېږي.
تر څو چې ستا په کوچني کور کې ستا د کورنۍ غړي، پر خپل عمل د جواز د ترلاسه کولو اراده او استدلال پیدا نه کړي، ټولې نا رواوې به روا او ټولې ګناه وې به ثواب بلل کېږي.
ښاغلی ولسمشر !
ستاسې دې، دېته پام وي چې د دې خاورې داسې بچي هم شته چې د خپلې مدرسې او ښوونځي د ړنګولو او سوځولو په کار کې د پردي فزيکي حضور او مرستې ته اړتیا نه لري، بلکې یوازې او یوازې پردي کلنګ او اورلګيت ته اړتیا لري او دا ځکه چې د وزګارتیا له دې دومره لوړې سلنې سره، د ړنګولو په کار کې د پردي شريکول، پر ړنګېدا ولاړ خپل کورني اقتصاد ته زیانمن ګڼي، نو تاسې ته اړینه ده چې د همدغسې بچیانو شتون ته په پام سره نن خپل سیاست او دريځ ولرې !
که د خان په پېنځو سیاسي او سهوي عملیاتو کې د پېنځو تنو وطنوالو مرګ ژوبله بندېږي، دا بندېدل باید د یوې داسې غوښتنې او سیاست له لارې ممکن نه شي چې پر ځای يې خپلمنځۍ جګړه رامنځته شي او د خپلمنځۍ جګړې په رامنځته کېدو سره، پر یوه ځل د ۵۰۰ افغانانو ډليزې وژنې او ډليز تېري ته لارې هوارې شي !
نه اوس ابابیل د خدای په امر هوا ته پورته کېږي چې یوازې او یوازې د ابرهه پر ماموت ( Mamm0uth) او د پوځیانو پر پیلانو يې کوچني کوچني  کاڼي را وغورځوي او نه هم د تورو جنګ دی چې د جګړې پر مهال، پر تورو یوازې د حریف غاړه ووهي، بلکې نن هوا ته له وسپنو جوړ مرغان (الوتکې) له توغندیو او بمونو سره پورته کېږي، د تورو او غشو پر ځای توغندي او د کوچنیو کوچنیو کاڼو پر ځای پېنځه زره کېلويې بمونه را غورځول کېږي، نو  یقيني ده چې د ډېری دښمنانو د کورونو ورانولو په کار کې، د یو څو تنو بې غرضو کورونه هم نړيږي، ژوند يې ختمېږي او اولادونه يې یتيمېږي.
په نننیو جګړو کې د شهامت او شفقت ټول اصول تر پښو لاندې کېږي، جګړه کوونکی، خپله جګړه، د جګړې پر ډګر نه، بلکې د ماشومانو په ښوونځي، د ناروغانو په درملځي، د سپین سرو او سپین ږيرو په استوګنځي کې کوي او ترڅو چې جګړه غر ونه لري، جګړه سنګر ونه لري او جګړه ډګر ونه لري، هره ورځ او هره اوونۍ به له همدغسې خواشینوونکو پېښو سره مخامخ یو!
پرون به جګړه، د ځان د ژغورون لپاره نه، بلکې د خلکو د ژغورون لپاره کېدله، نو ځکه به جګړه کوونکي له کوره وتل او ډګر ته به رسېدل او پر حریف به يې غږ کاوه چې لومړی ګوزار ته کوه، خو اوس جګړه کوونکی له شا وار کوي، د معصومو او مظلومو ماشومانو پر اوږو ټوپک ږدي، خپل  ډال يې ګرځوي، ځان نه، خو ماشوم د مرګ کومي ته ټېل وهي.
نننۍ جګړه د فرعون پرخلاف د موسی ع، د نمرود پر خلاف د ابراهیم ع، د جالوت پر خلاف د داؤد ع  او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص له خوا د ابوجهل پرخلاف غزا نه ده او نه هم پر هماغو سپېڅلو انساني او اسلامي موخو او هوډونو ولاړه ده چې یوازې او یوازې به په کې اسلام او انسانیت ته زیانمن کرکټرونه له منځه ځي.
دا جګړې خو په بېلارۍ او خپلچارۍ کې د اوسنۍ زمانې تر ستوني غرقو خوارانو او خانانو ترمنځ دي چې خامخا به اسلام او انسانیت په کې زیانمنېږي او د خیر تمه ترې، بېځایه ده.
که د جګړو انساني او اسلامي قوانينو ته وکتل شي، باید د مرګ ژوبلې تر غندلو د مخه، په یادو ځایونو کې د جګړو د رامنځته کولو عاملين او جګړه کوونکي په ټینګه وغندل شي .
جګړه په کلي کې، د کليوالو، پر لاره د لارويو، په  ښوونځي کې، د زده کوونکو او په بازار کې خامخا د هټيوالو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
ښاغلی ولسمشر !
پر بل به ډېره نيوکه نه کوو، تاسې هم ډېره هڅه کوئ چې ملي اردو ته درنې وسلې راپیدا کړئ، زه یوه پوښتنه کوم، چې د ملي اردو سرتېري که اړ شي چې بیا همدغه درنې وسلې په خپلو کلیو کې د غليم پر خلاف وکاروي، څه فکر کوئ، چې د ملي اردو سرتېری به د فيلمي ستوري په څېر، د زرګونو کليوالو په منځ کې یوازې ورانکاری پر تندي وولي او د ورانکاري پر لاس د یرغمل شوي انسان یوه وېښته ته به هم تاوان ونه رسېږي !؟
ښاغلی ولسمشر !!
که نن تورې نه، توغندي کارول کېږي، که نن ډبرې نه، بمونه راغورځول کېږي او که نن پر ښيښه ناست مچ، پر پوکي نه، پر کلنګ وهل کېږي، خامخا به ښيښه ماتېږي، بې ګناه او پر خوب بيده معصوم ماشومان به له خواږه خوبه را ويښېږي.
په دویمه نړيواله جګړه کې چې یوازې ۲۰ میلیونه انسانان په شوروي کې له منځه ولاړل، دا ټول د جرمني پوځونو ته په جنګ ورغلي وو او که په خپلو خونو کې پر خوب بیده وو، په خپلو هټیو کې د پېرېدونکو په تمه ناست وو، په خپلو ښوونځیو کې په تعليم بوخت وو او په خپلو کارخونو کې په کار اخته وو !؟
په جنګونو کې خو کمزورو او تش لاسو ته، تر زورورو زیات د سر و مال زیان اوړي، دا ځکه چې زورور یوازې یو دښمن لري او کمزوري دوه  دښمنان لري چې د دواړو د ټوپکو شپېلۍ يې سینو ته سمې شوې وي !
ښاغلی ولسمشر !!
خپه کېږه مه !
 دا د ټولو انسانانو ارمان او فطرت دی او ستا هم دی چې پر ډيلي دې حکومت کړی وای، که په دې ارمان پوره کېدو کې په زرګونو ماشومان بې پلاره شوي هم وای!
چې کله د شیطان پر ... سپور انسان ته، زور په لاس ورغلی، بیا يې له شنه زوره پر مچ هم د کلنګ وار کړی، خو خدای دې، دې انسان ته کلنګ په لاس نه ورکوي!
ښاغلی ولسمشر !
څنګه خوند درکوي چې نيکه مو ګرګين وژلی، شاه محمود، اصفهان نيولی، ابدالي پر هندوستان حکومت کړی او غزنوي، سومنات مات کړی !
دا راته ووایه چې زما او ستا د همدې زرین تاريخ په جوړښت کې په زرګونو خپل او پردي په خواږه خوب کې تر پښو لاندې نه دي شوي !؟
تاسې د کرار د راوستو په لار کې دومره ناکراره ياست چې د خپلو ولسونو کرار دې له یاده وتلی او د ناشکرۍ تر خطرناکې ناروغۍ رسېدلی یې !
ستا د کرار لپاره یوې خبرې ته اشاره کوم چې تر تا دمخه د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي له خلکو پوښتلي و چې اسلام، که ډوډۍ ؟
او دا خبره ليکوال او څېړونکي ښاغلي زبیر شفيقي د قلم څار په نوم خپله طنزي ټولګه کې خوندي کړې ده !
اسلام او که ډوډۍ پوښتنې ته په پام سره، تاسې هم خپلو خلکو ته ووایاست  چې له ما یوازې کرار غواړئ، او که ورسره  توده ډوډۍ، یخې اوبه، تعلیم، روغتیا، اقتصادي پرمختګ، د دنیا د کلي له ټولو کليوالو سره تګ راتګ، متقابلې اړيکې او ...
که خلکو یوازې کرار وغوښت، خو همدغه اوسنی سیاست دې د ناکرارۍ د ناروغۍ د له منځه وړو تر ټولو ښه نسخه ده او دې دومره اردو او پوليسو ته اړتیا نه لرې، یوازې یوې ... او یوې ... ته اړتیا لرې، خو که خلک له کرار سره دا نور هم غواړي، بیا خو ورته ووایه چې د ټولو لپاره نو زه هم  له تاسې  وخت او زغم دواړه غواړم !
ښاغلی ولسمشر !
ستا وروستۍ خبرې رښتينې دي خو سیاسي نه دي او له سیاست مدار سره باید د راز ساتنې زغم ملګری وي او تا په دې برخه کې د راز ساتنې زغم او ملګری له لاسه ورکړی دی.
تاسې نورو ته د بیان د ازادۍ حق ورکړئ چې تاسې ته خپل مشکل ووايي خو خپله له دې ازادۍ ځان وساتئ او ځان ته د ازادۍ حق مه ورکوئ، چې د سیاست له بنسټونو او علم سره ټکر لري.
هغه خبرې چې په بندو خونو  کې د  دوو سیاستمدارانو ترمنځ کېږي هغه پر واقعیتونو او شته امکاناتو ولاړې وي، خو هغه خبرې چې له بندو خونو بهر بیا له رسنیو سره کېږي هغه سیاسي وي چې سیاسي خبرې او تګلارې د ملتونو اقتصادي حالت، د هغوی ضرورت او قوت ته په پام سره پر لاره اچول کېږي او عملي کېږي .
ښاغلی ولسمشر !!
که د دنیا د کلي خان، په خپل ټول اقتصادي، پوځي او سیاسي ځواک ستا شرطونه نه مني، خو دېته دې پام وي چې بد، بدترولای شي او په خپل دريځ کې د طالبانو برابر ټینګ نه شې چې د اسامه په نه سپارنه کې يې هم خپله پاچايي له لاسه ورکړه او هم يې د یوه په دفاع کې په سوونو مېلمانه د مرګ کومي ته  ورکړل !
پاچايي خو هسې هم اساسي قانون له تاسې اخلي خو سیاسي قمار نه، سیاست وکاروه، له خپلو لاسته راوړنو په ټینګه دفاع وکړه چې ټول تاريخ او هست و بود دې همدغه لاسته راوړنې دي !
تاسې چې پر دې باور یاست چې خان هر څه کولای شي، خو چې نه يې کوي، څه ورسره کولای شې !؟
دا یقيني خبره ده چې خان به دومره کوي، څومره يې چې زړه غواړي، خو دا کله مني څومره چې خوار غواړي !
که یو څوک په کومه اندازه جوړوونکی ځواک لري، تر هغه زیات به ورانوونکی ځواک ولري، دا ځکه چې ورانول د شیطان کار دی او شیطاني ډېر زور او زیار نه غواړي.
هغه زیان چې تاسې ته د کلي د خان  په دښمنۍ او مخالفت کې ستا د سرماتو بچیانو خوار کور ته اوړي، د دنیا په کلي کې د هېڅ یوه خوار پر دوستۍ به جبران نه شي او له څڅکه  تر ناوې لاندې يې دروې!!
اوس د دنیا کلی یوازې یو خان لري او بل داسې خان نشته چې له لوی خان سره دې لار ونه لري.
د دنیا د کلي د خانانو ترمنځ، د لوی خان د نه پېژندلو ستونزه له منځه تللې، لوی خان مالوم دی او د خانانو ترمنځ  د لوی خان په مالومولو کې خپلمنځي دښمني پایته رسېدلې او خانانو نور د دنیا د کلي د خوارانو په اړه د خپلمنځي تفاهم لار نيولې ده .
پرون د کلي د لوی خان د نه پېژند ګلوۍ په ستونزه کې، دا ممکن وه چې که خان به له خواره لاس اخېست، بل خان به خوار ته لاس ورکاوه.
ښاغلی ولسمشر !
تا چې د مشکلاتو د هواري په لار کې کومه لار نيولې، دا لار پرونۍ لار ده او پر پرونۍ لاره، نننۍ ناکرارۍ له منځه وړل، بې له شکه له ناکامیو ډکه لار کېدلای شي او خطرناکې پایلې هم لرلای شي.
که غواړې چې د افغانانو د نا طبیعي مرګونو کچه راکمه شي، له دې لارې هم کېدای شي چې د روغتیا ساتنې او د ناروغانو د درملنې په برخو کې، د پرمختګ زمینه برابره شې، د ترافيکي پېښو د راکمولو اړينې لارې چارې ولټول شي، د تربګنۍ پر ځای ورورولي رامنځته شي، د خپلمنځیو جنګونو مخه ونيول شي، قاتلانو ته سزا ورکول شي او ...
خپه نه شې !
ولس خو ستا په پاچايي کې په ننګرهار کې پر ۴۰ بې ګناه افغانانو د زر عجم د ګوزار خواشینوونکی خبر واورېد، خو د زرعجم د دار خبر يې کله واورېد!؟
نو کرار له کومې لارې راشي او د کرار د راوستو په لار کې ستا وروستی دريځ به څنګه رښتینی ثابت شې !؟
که د کونډې خاوند او که د معصوم ماشوم پلار، د کلي خوار او یا د کلي خان وژلي وي، که خپل وژلی وي او که پردي وژلی وي، مسلمان وژلی وي او که نا مسلمان وژلی وي، کونډه، کونډه او یتیم، یتیم دی او غم يې د زغم نه دی!
تا د وطن خواران، د خپلو له ظلمه کله خلاص کړل، چې اوس يې له پردیو خلاصوې !؟
تا په خپله مرکه کې وويل چې راتلونکي نسلونه به زما په اړه دا فکر کوي چې (( کرزی افغانانو ته پسه او خارجیانو ته زمری و )) !
خو تر څو چې افغانانو ته زمری نه شې او خپل افغان پسه له افغان شرمښ څخه ونه ژغورې، د ملت پر وړاندې خپل مسؤولیت نه شې ادا کولای او موجوده مشکلات یوازې د خارجیانو پر سمېدو نه شې حلولای !
د یوه هېواد قانون، قانون پلې کوونکې ادارې، بنديخانې، پولیس او درې ګونې قوې په حقيقت کې د خپلو شرمښانو او شیطانانو د بندولو او ماتولو لپاره وي!
ستا په پاچايي کې ولس هره ورځ د لسهاوو جرمونو د ارتکاب او د مجرمينو د نيونې خبر اوري، خو، په کال کې هم  مجرمانو ته د سزا ورکولو یو خبر نه اوري او په پاچايي کې دې د مجرمانو د نيونې او مجرمانو ته د سزا ورکونې د خبر ترمنځ بېلانس ډېر ګډ وډ دی او دا بېلانس در سم کړه !
داسې برېښي چې د لوی خان پر خلاف وروستی دريخ ستا خپل دريځ نه دی، دا خکه چې ستا غوښتنې او دريخ د یوه منتخب نظام د شتون او په خپلې خوارۍ کې د خان د همکارۍ د را خپلولو له سیاست او پولو اوښتی دی. او هم یو خوار د خپلې لا خوارۍ له وجې کله د خان رازونه، کليوالو ته ویلای شي .
دا به په نامستقيم ډول د دنیا د کلي د لوی خان، د هغې ناځوانۍ د مرتکبېدو هڅه وي چې دی يې د کليوالو په مخکې په ارتکاب شرمېږي.
لوی خان به د عراق په ډول له افغانستان څخه وتلو ته ځان برابروي او همدې هدف ته د رسېدو لپاره به تاسې په سیاسي او ذهني لحاظ دېته چمتو کوي چې له خپل دريځ څخه یو انچ شاته نه شئ او بیا دې د دريځ پر زیان کليوال خبروي او خپلې غاړې هم خلاصوي.
کېدای شي د دې کار لپاره نور هېوادونه هم دېته هڅول شوي وي او یا وهڅول شي چې تاسې ته شنه څراغونه درکړي، تر څو ډاډمن شئ چې د لوی خان له وتو وروسته یوازې نه پاتېږئ او ستا وروستي بهرني سفرونه دا ګومانونه د باور خواته نژدې کوي!
ښاغلی ولسمشر !
که دې په یاد وي همدغه چل او سیاست د عراق او کویت په پېښه کې له صدام سره هم وشو او پرانسې ( فرانسې ) به ويل  :
که د عراق پر خلاف په امنیت شورا کې پوځي بريد تصويبېږي نو موږ يې وېتو کوو، پر عراق پوځي بريد تصويب شو، خو وېتو نه شو او د صدام انجام ټولو کليوالو وليد !
ستاسې مسؤولیت د عراق تر اوسني ولسمشره زیات دی، ځکه تاسې هم سیاسي کار کړی او د تړون په اړه مو ملي مشوره اخېستې او هم مو د واک وروستۍ ورځې دي چې په خپلو وروستیو ورځو کې د راتلونکي واکمن په لار کې د اغزو کرل نه دي په کار !
یو خوار کله خپلې ګتې خپلولای او خوندي کولای شي چې د خان  پر ګټو او مقصد پوه شي !
پر دې خو هر یو خوار پوهېږي چې خان وايي څه، خو پر دې پوهېدل چې خان غواړي څه، خوار ته د خپل  ۱۰۰ کاله وروسته علم د را خپلولو هڅه په کار ده !!
که د خان هدف لکه د عراق په څېر د وتلو وي، بې له شکه تاسې به ډېر دوستان پیدا کړئ او د دوستۍ پېشنهادونه به تاسې ته وشي، خو پر دوستۍ او وعدو يې باور مه کوئ !
په اېران کې د افغانانو پر وړاندې د اېران وروستی نرم دريځ، له اېران سره د امنیتي تړون د لاسليک پروتوکول، د روسيې له لوري د پوليسو او امنیتي ځواکونو د روزلو وعده او د هند د وروستیو همکاریو ژمنه، کېدای شي همکاري نه، بلکې د دوی له لوري په وروستي دريځ کې ستاسې د ساتنې کوښښونه وي.
تاسې د خان پر خلاف د هغو بزګرانو د مرستې تمه مه کوئ چې هغوی همدا اوس د خان پر سلهاوو جریبه ځمکه خړوبوي !
تاسې چې له کومو بزګرانو د مرستې تمه کوئ، هغوی له خان سره د خپل ټکر پر تاوان پوهېږي او له خپلو ګټو نه تېرېږي! 
د دنیا د کلي خواران چې نن تاسې ته  د همکارۍ وعده درکوي، هېڅکله به تاسې ته د کلي د خان د همکارۍ ځای ونه نیسي او ستا په کلي کې به هېڅ داسې یو خوار پیدا نه شي چې د خان له بزګرۍ لاس واخلي او له بزګر سره بزګري د ځان پر ګټه وبولي!
ستا اوسنی سیاست پر اېران د لوی خان له لوري د لګېدلو اقتصادي تعزیراتو په بدل کې اېرانيو هم ازمېیلی خو خوند يې ځنې نه دی اخېستی !
اېرانیو د دنیا د کلي د خان پر خلاف کله هند او کله چین ته ځغاستلي، خو هر یوه ورته په نا مستقیم ډول ويلې چې موږ څه لېوني یو چې خپله ۹۹۹ روپۍ نغده ګټه، ستا پر یوه روپۍ له لاسه ورکړو !
تاسې د لويې مشورتي جرګې په پرانېستې وینا کې پر ملي ګټو خبرې وکړې او دريځ مو ملي وو خو اوسنی سیاست او دريځ مو له ملي ګټو سره په ټکر کې دی او پر ځای يې د فردي ګټو په دفاع کې راوتلي یاست !
تاسې له رابلل شوې مشورتي لويې جرګې څخه د ځان لپاره مشوره وغوښته او که د راتلونکي حکومت له غمه مړه واست !؟
یو شپون له دې نه ډارېږي او پروايې نه لري چې پېنځه سره مال يې په شنه ورشو کې شرمښان خوري، بلکې شپون ته دا مهمه ده چې د پېنځو مړو پر تاوان، پېنځه سوه ماړه وساتي.
تاسې چې ملي مسؤولیت لرئ، نو ستاسې سیاست، ستاسې جذبات، ستاسې احساس، ستاسې غوښتنې او ستاسې موخې، ټول باید د ملي ګټو د لاسته راوړو پر شاوخوا وچورلي خو داسې نه چې، ننني ړانده مطبوعات او ړندې رسنۍ مو خطا باسي، پر جذباتو مو راولي، خپلې تولې لاسته راوړنې درته هېڅ کړي او د فرد په دفاع کې مو له ملي ګټو سره په ټکر کې راولي !
تاسې کله خپلې لاسته راوړنې ليدلای شئ چې شاته وګورئ، تاسې نن شکر اېستلای شئ چې پرون ته وګورئ او تاسې نن د دې فردي وژنو زغم پیدا کولای شئ، چې پرونیو ډليزو وژنو ته وګورئ او تاسې کله په تبه شکر اېستلای شئ چې له ځنکدنه را خلاص شوي یاست !
زما پر باور تاسې چې نن څه غواړئ، دا مشکلات نه، بلکې ستا فطري ارمانونه او د دنیا په کلي کې له خانانو او سیالانو سره موجود توپیرونه دي.
د مشکلاتو او ارمانونو ترمنځ توپیر دادی چې مشکلات موږ شاته کړي دي او ارمانونه دا وي چې موږ هغو هوساینو ته رسېدل غواړو چې ورته نه یو رسېدلي!
ځورېږه مه او د سیالانو پر وړاندې شرمېږه مه  !
ارمانونه یوازې ستا نه، د هېچانه نه پوره کېږي او توپیرونه نه ختمېږي او دا ځکه چې که ارمانونه پوره شي او توپیرونه ختم شي، انساني پرمختګ او خوځښت له منځه ځي، ژوند له رنګ او خونده خلاصېږي!
ته چې د دنیا د کلي همدغه موړ خان ويني او له هغه خپلو وږو ته ډوډۍ او کرار غواړې، دی هم د خپل فطرت او ارمانونو له مخې دومره وږی او ناکراره  دی چې زما او ستا په څېر بسته بسته خواران يې د خېتې دوزخ ته ولوېږي، ډکېږي به، خو مړېږي نه !
که څوک نظام ولري او ځان منتخب ولسمشر وبولي، ایا داسې به خان ته ووايي چې هم پیسې راکړه، هم امنیت راوله او هم راڼه انتخابات !
ستا وزيران پر دې استيضاح شوي چې کلنۍ پرمختیايي پانګه يې ولې له پېنځوس سلنې کمه لګولې خو ته لا نوره له خانه غواړې!
نه پوهېږم، که ستا وروستی دريځ او سیاست د دې لپاره وي چې یوځل د کلي له خان څخه د کليوالو په مخکې د همکارۍ ژمنه واخلې او له ژمنې وروسته یو ناڅاپه ۱۸۰ درجې بدلون ومومې او په دې توګه د کلي خان له یوې سیاسي ماتې سره مخامخ کړې، نو ښه خبره ده او رښتیا هم چې د ميز پر ډګر به افغانانو ګټلې وي، خو ګومان نه کوم چې خان دې دومره خوار شي چې د خوار د ناڅاپي ۱۸۰ درجې بدلون په صورت کې، د وتو کومه بله ابرومندانه لاره نه وي سنجولې !
د خان مجبوریت به دومره نه وي چې زموږ خوارانو استوګنځی سوق الجیشي موقعیت او اهمیت لري، دا ځکه څومره چې علمي پرمختګ رامنځته کېږي، پر هماغه اندازه سوق الجیشي موقعیتونه بې اهميته کېږي.
د غرونو او غرنیو هېوادونو سوق الجیشي اهمیت په هغه وخت کې و چې دښمنو لوریو هڅه کوله چې د غرونو سرته وخېږي، د غره له سره د دښمن پر سر دبرې را وغورځوي او خپل دښمن پر ډبرو ووژني.
خو نن د دښمن پر سر بمونو راغورځولو، د سمندر له تل څخه، د غره پر سر د ناست دښمن وژلو او له سپوږمۍ څخه پر ځمکه ګوزار کولو، د غرونو سوق الجیشي اهمیت هېڅ کړی دی او نور باید پر سوق الجیشي لحاظ د غرونو پر اهمیت ونه نازېږو او غرونه له سوق الجیشي پلوه د خپلو غوښتنو په لار کې ونه کاروو.
پر سپوږمۍ د انسان له راکوزېدو سره، غرونو خپل سوق الجیشي اهمیت بایللای، خو په اقتصادي لحاظ لا با اهمیته شوي، دا ځکه چې د غرونو زړونه، له زرو او زمردو جوړ وي او خانان د همدغو زړونو د راخپلولو ارمان لري.
ښاغلی ولسمشر !
مطلب مې دادی چې تاسې باید د خپلو غرونو د پوځي اهميت له لامله نه، بلکې د خپلو غرونو د اقتصادي ارزښت پر اساس سیاست ولرئ او د همدې اقتصادي ارزښت د څومره والي او اړتیا له مخې له خان څخه غوښتنې ولرې !
که یو خوار د خان پر اصلي اړتیاوو او موخو وپوهېد، وروسته خپلې غوښتنې، خپل دريځ او خپل سیاست د خپلو ګټو پر اساس خپلولای او چورلولای شي!!!
نو راځه چې لومړی له خان سره په اړيکو کې د خان پر اړتیاوو او موخو ځان خبر کړو او وروسته خپلې غوښتنې او دريخ ولرو !!
پر ملي هوډ او ملي دريځ د مشکلاتو د ختمډو په هيله !!

 

یوسف فهیم 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery