دخپریدو نیټه : 2013-12-26 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ستر لرغونپوه سریانیدی له نړی سترګی پټی کړې
لیکوال : رسول باوری
( ۱۹۲۹ - ۲۰۱۳ )
په نړی کی د يو شمیر نامتو لرغونو سیمو پیژندنه د هغو لرغونپوهانو د زیار له امله سویده چی د سپړنو زبړ یی ګاللی دی . د لرغونی مصر پیژندنه او فرانسوی لرغونپوه ماریت د ایجن د لرغونو سیمو پیژندنه او شلیمین ، بین النهرین او انګلیسی لرغونپوه لیونارد وولی ، د سیند د حوزې مدنیت او انګلیسی لرغونپوه مارشال د چینی زیړ مدنیت او فی وینګ جون او داسی نوری لرغونی سیمی او لرغونپوهان یو له بل سره یوځای یادیږی ، په افغانستان کی هم د سر یانیدی او طلاتپې نوم سره تړلی دی .
د شلمی پیړی د دوهمی نمایی تر ټولو زیات پیژندل سوی لرغونپوه سریانیدی ګڼل سویدی . دا شهرت د هغه زیار پایله ده چی نوموړی د خپل خورا ارزښتمن ژوند په ترځ کی ګاللی دی . سریانیدی ته د هغه د علمی هڅو او د لرغونپوهنی په ډګر کی د ښو خدمتونو له امله یو شمیر نړیوالو علمی ادارو او فرهنګی موسسو ځانګړی ستاینلیکونه او القاب ورکړیدی . ددې ستاینلیکونو او القابو یو شمیر یی د ښاغلی داکتر لطیف بهاند په یوه لیکنه کی سته چی لنډون یی دلته را وړم :
(( ويكتور ايوانوويچ سريانيدي روسي لرغونپوه، د۱۹۲۹ كال د سپتمبر په درويشتمه د شوروي ازبكستان په پلازمينې تاشكند كې پيدا شوی و .په ۱۹۶۳ كال كې د تاشكند د دولتي پوهنتون د منځنۍ آسيا د لرغونپوهنې په څانګه كې داکتري دفاع كړې وه .په ۱۹۷۵ كال كې يې دویمه يا لوړه داكتري دفاع كړې ده.
د هغه د داكترۍ اثر (( افغانستان د وسپنې او برنجو په پړاوکې )) نوميده . د هغه د همدغې پوهې له كبله وه چې ويې كړای شول له خپلو افغاني او شوروي ملګرو سره په افغانستان کې تر خاورو لاندې د طلاتپې غږ واوري.د لومړې داكټرې نه وروسته يې دا څرګنده كړه چې لرغونپوهنه یوه رښتينې ، ژوره او پوهنيز دريځ ته رسېدلې پوهه ده. سریانیدی د یونان دانترو پالوجی ټولنی افتخاری غړیتوب درلود،دامریکا لرغونپوهنی ټولنی علمی غړی وو . د یونان دولت څخه یی د علمی څیړنو په ویاړ دسروزرو مدال ګټلی وو، د ترکمنستان هیواد څخه یی د مخدومقلی لوړ دولتی مدال تر لاسه کړی وو ، د افغانستان دولت هغه ته د سید جماالدین افغانی مدال لورولی وو اوپه دې ډول نور مدالونه او ویاړنی یی په برخه سوی وې . ))
سریانیدی د خپلی پوهی تر څنګ یو شمیر داسی ځانګړنی درلودې چی هغه ته یی د ویاړ دریځ ور په برخه کړی وو. ښایی ډیری داسی څانګړنی به وی چی د نورو لرغونپوهانو د پام وړ به ګرځیدلی وی خوزه په دې لیکنه کی یوازی د هغو ځانګړنو یادونه کوم چی زما له نظره ځانګړی او د درنښت دی .
لومړی : سریانیدی یوازی یو لرغونپوه وه ؛ هغه مهال چی سریانیدی په افغانستان کی د طلا تپې په سپړنو بوخت وو ، د هیواد فضا بشپړه انقلابی سوې وه شپه او ورځ به انقلابی ویناوی ، میټینګونه ، مارشونه او انقلابی خبرونه لیدل کیده او اورول کیده . هغه مهال شونې نه وه چی رسمی او یا غییر رسمی غونډی دی د انقلابی ویناو پرته جوړه سی، خو د سریانیدی هغه غونډه ځانګړې وه چی په ۱۳۵۸ لمریز کال د وری په میاشت د افغانستان په ملی موزیم کی جوړه سوې وه .دې غونډ ته د خپل استاد پوهاند ضمیر ساپی په لارښونه او زما دوست ګلاب منګل (د هلمند پخوانی والی ) درې سره یوځای ملی موزیم ته ولاړ و. دا لومړنی غونډه وه چی د هر ډول سیاسی وینا او انقلابی تشریفاتوپرته پیل او پای ته ورسیدل ، سریانیدی خپله وینا د همدې ټکی پیل کړه چی ، زموږ سره یوه مزدور د طلا تپې لومړی آثار وموندل ... او په دې ډول یی د اثارو د سپړنو بهیر حاضرینو ته وړاندی کړ.
دوهم : خپل مسلک ته سپېځلی و؛ سریانیدی په همدې کنفرانس کی د ټولو هغو اثارو یو په یو یادونه کول چی تر لاسه کړی یی وه .د آثارو د شمیر ، وزن ، شکل او نورو ممیزاتو یادونه یی کول . هغه ته د آثارو تر پولی ارزښت د هغو آثارو معنوی او هنری ارزښت زیات و،او د خپل بحث په هره برخه کی به یی حاضرین دې ته هڅول چی د آثارو هنری او معنوی ارزښت ته پام وکړی ، نه د هغو آثارو پولی او مادی ارزښت ته . د آثارو د توضیح پر مهال به یی ټول هغه ظرافتونه یادول چی په آثارو کی یی لیدلی او ځیړلی وه .
دریم : مدبر او صمیمی و ؛ د هغو لرغونپوهانو ، مامورینو او کارګرانو خاطرې چی یو شمیر یی تر اوسه لا یادوی ، خورا په زړه پوری او نه هیریدونکی دی. د بیلګی په توګه د علی توفیق حاطرې یادوم چی د هلند هیواد په اوتریخت ( اوست ) ښار کی یی راته ویلی دی ، د علی توفبق په وینا ، سریانیدی د وخت او تفسیم اوقات خورا پابند وو. د خپلو ملګرو سره یی د یوه مشر ورور په توګه کار کاوه ، په خاص انداز به یی د ستړی سوی کارګر خیال ساته او همدا لا میل وو چی د سر یانیدی سره به د هغه ټولو ملګرو تر هغه کار کاوه چی سریانیدی به د کار پریښودلو هیله ترې کوله .
لنډه دا چی سریانیدی د افغان لرغونپوهانو لپاره یواولګو او د لرغونپوهنی مسلک یو باوری سر لاری دی . زه د لیکنی په دې برخه کی د درنو لوستونکو پام هغه لیکنی ته را اړوم چی اته کاله وړاندی می د طلا تپې په اړه لیکلې وه او په دې ډول غواړم چی د افغان لرغونپوهانو له لوری د هغه ستر لرغونپوه یاد تازه کړم .
http://www.salaamtolana.org/fullstory.php?id=3228