دخپریدو نیټه : 2014-01-02 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
په افغانستان کې د وژلو معیار
کمونستان
د افغاني کمونستان چې اکثریت یې هغه خوار او غریب اطرافي ځوانان و چې د شاهي حکومت په لګښت باندې د زدکړو لپاره شوروي ته تللي و. دوی ډیر د غربت ژوند تیر کړی و او شوروي کې د نوي چاپیریال سره مخامخ شول، کمونیستي نظریاتو ډیر زر اغیز پرې وکړ او بې له دې چې پایلې یې په پام کې ونیسې افغانستان کې یې د پلي کولو هڅه پیل کړه. د کمونیزم له اکثریت اساساتو بې خبره و. یواځې حورا نعرې یې یې زده کړې وې. په پخوانۍ شوروي کې کمونستانو یواځې ۵۶ فیصدې رایې ګټلې وې. امان الله خان یواځې یو څه لوڅ لباس رایج کړ نو د کفر ټاپه د انګریز له خوا پرې ولګیده نو د کمونیزم پر ضد خو د ټاپو کمی نه و. خو بیا څه ددې باعث شول چې افغانان کمونیستې نظام لپاره په افغانستان کې انقلاب وکړي !
یواځینی علت یې هغه لوږه او غربت و چې په شاهاي نظام کې دوی تیر کړی و. همدا لوږه، غربت او د قدرت نه درلودل ددوی ژوند لنډ کړی و. کله یې چې قدرت ترلاسه کړ ددوی مشکل حل و خو د راتلونکې د تضمین کولو لپاره یې دومره خلک ووژل تر څو دوی ته خطر پیښ نه شي.
پاتې اولسي وګړي چې په ژوند کې تر کابله هم نه و راغلي د کمونیزم له نعرو خبر شول دا چې د دوی د مذهب سره یې اړخ نه لګولو نو عکس العمل یې یو طبیعې حق و. ددوی مقابل کې کمونستانو له تشدده کار واخیست.
که به څوک په وسله واله مبارزه یا په ډاګه د کمونیزم مقابله کوله نو د هغوی وژل خو د کمونستانو لپاره یو دلیل کیدای شي. ولې که به څوک ورځ کې په منظم ډول مانځه ته تللو، له پخواني شاهي نظام سره یې کوم سلام درلود، حتا که به کومه شاهي ماڼی کې باغوان هم و نو د کمونستانو له خوا به د اشرار ټاپه پرې لګیده او وژل کیدو. نیږدې دوه لکه افغانان پدې توګه د کمونستانو په وسیله ووژل شول. راځی داسې فرض کړو چې کمونیزم ښه نظام و او د خلکو وژل چې په هر نامه و ښه کار و، نو بیا د کمونیستانو له شکت وروسته ولې همدغه کمونیستان غرب ته لاړل او د امپریالیزم او کپیټالیزم لمن یې ونیوه؟
دوی خو کولای شوی اوسنۍ روسیه، شمالي کوریا، چین، کیوبا او نورو کمونیستي هیواد ته پناه وړې وی. خو دوی له اوله چندان په کمونیزم او ورسره بدمرغیو سر نه و خلاص، بیا یې یواځې پدې باندې خلک وژل چې دوی په قدرت کې پاتې شي، ځکه قدرت د انسان د ژوند د اوږدیدو سبب کیږي. نور چې څومره خلک ووژل شول د هغوی وژنې نه له کمونیستي نظریه سره مرسته وکړه او نه یې افغاني کمونستانو ته ګټه وکړه.
مجاهدین
دوی اکثریت کلیوال خلک او جذباتي محصلین او استادان و چې کمونیزم یې د خپل دین سره په ټکر کې ولید. چون مونږ له زیږیدو یوه ورځ وروسته په غوږ کې آذان آورو، لومړی د الله پاک نوم او دین په هکله معلومات راکول کیږي، پلار او مور د قرآن ذکر کوي،د جومات ملا، انا او بابا مو د قبر لړم او ماران یادوي نو همدا زمونږ مغز بدلوي او طرز د فکر مو همداسې کیږي. که چیرې افغان ټولنه لکه د مرکزي آسیا ډیر مذهبي نه وی شاید د کمونیزم سره عکس العمل نه و ښکاره کړی. د اولس عکس العمل یو طبیعي حق و!
کمونستانو ددوی مقابل کې د وژنې او ټاپو لګونۍ سیاست را واخیست. کله یې چې زور ونه رسید نو روسي عسکرو څخه یې مرسته وغوښتله او خبره نوره هم خرابه شوه. مجاهدینو هم خپل ژوند او مذهب په خطر کې ولید. دوی د جګړو له میدان څخه اخوا په زرهاو عام خلک ووژل. که به د ورور هم حکومت کې چیرته مامور و ستا مرګ مجاهد ته روا و. حتا که به چیرې له نیکټایې او نیکر سره ګیر شوې هم کمونست شمیرل کیدې او وژل کیدې. نن ورځ همغه مجاهد ګیره کلوي، نیکټایې اچوي، نیکر اغوندي، رشوت خوري، د خلکو په ناموس تجاوز کوي، د بیت المال ځمکه غصبوي...نو بیا خو هغه په زرهاو بیګناه خلک چې دوی ووژل بې ځایه وژل شوي!
طالبان
طالبانو له تیرو دولس کالو د افغان حکومت سره اندک اړیکه هم کافي بولې چې یو څوک ووژني. نه مامور پریږدي نه انجینر، نه ډاکتر. پولیس او ملي اردو واله خو داسې وژني لکه دوی ته چې الهام کیږي. که د طالبان همدا پالیسې له نظامي نظره مناسبه وګڼل شي بیا خو افغان پوځ ، پولیس او استخباراتو ته هم پکار ده چې طالب باندې پل چرخي او نورو زندانو کې بې ځایه مصرف ونه کړي. ځای په ځای یې ووژني. طالبان امریکایی بندي څلورکاله کیږي چې ساتي خو د افغان امنیتي ارګانو مربرط خلک بیا یوه ورځ هم نه ساتي. پکاره ده چې طالبان هم د بندیانو له وژلو لاس واخلي یا خو عین عمل له طالبانو سره وشي. افغان دولت بیا طالبان له کالو کالو راهیسې ساتي، ښې ډوډی ورکوي،زندان کې ټیلیفون کاروي او ډیر شمیر یې په مختلفو بانو بیرته خوشي کیږي. طالب هم لوږده، تنده، بې قدرتي لیدلې کله یې چې امارت تر لاسه کړ ټول اولس له بې کاری، لوږې، وچکالۍ او نارغیو کړیدو خو طالب غوږونه کاڼه اچولې و. ځکه طالب نه غوښتل خپل لاس ته ورغلی قدرت له لاسه ورکړي کوم چې ددوی د ژوند د اوږدیدو سبب ګرځیدو.
http://www.youtube.com/watch?v=J0x4MjYH0Gc
http://www.youtube.com/watch?v=kPUhPAe6Weo
لرې نه ده چې همدا طالب د امریکایې خوا کې ناست وي او لکه کمونستان چې غرب ته لاړل، مجاهدینو په جنایت او فساد کې ریکارډ ټینګ کړ. افسوس د هغه چا په حال چې یا د کمونستانو په صف کې ووژل شو یا یې د کمونستانو لپاره نور ووژل ، هغه خلک چې د مجاهد په صف کې ووژل شویا یې نور ووژل او د هغه چا په حال چې د طالب په صف کې وژل کوي یا وژل کیږي.
کمونستانو کمونیزم بد نام کړ، مجاهدین د اسلام او مجاهد نوم بدنام کړ او طالبانو د ملا، طالب او اسلام نوم بد کړ. د دری واړو ډلو مشران د ځانو لپاره ښه هوښیار دي !
کمونیستي مشرانو ځانونه او اولادونه غرب ته و ایستل، مجاهدینو هم یا د بیت المال له چور څخه میلیونر شول یاغرب ته لاړل او ملا هم په اسلام آباد او کویټه کې بنګلې لري او بچیان یې پاکستانې ښونځیو کې عصري زدکړې کوي. بدبخته هغه افغان دی چې اولاد یې لاړ شي د پنجاب لپاره جنګ کوي. له لواطت وروسته بیرته افغانستان د خپلو وروڼو د وژلو لپاره لیږل کیږي. که لواطت د پنجابي جهاد برخه وي نو آیا ټول کشرانو او مشرانو همدا ټریننګ کړی؟
ښونځی، پوهنتون، کسب او نورې لوړې زدکړې هغه څه دي چې له هر انسان څخه ښه انسان ، ښه مسلمان، د ټولنې خدمتګار او دنیا او آخرت د ګټلو لپاره لاره هواروي. د خپل نسل تولید، اوږد عمر کول او قدرت هغه څه دي چې راتلونکې کې به هم انسانان د مذهب او نورو بانو لاندې جنګ پرې کوي. د کمونیزم، مجاهد او ملانو تر ترخو تجربو وروسته باید هیڅ افغان خپل ځان او اولاد ددغه دوکه بازانو قرباني نه کړي. اوس چې لواطت دپنجابي ټریننګ برخه شوه نو بیا؟
احمدشاه وردگ، فرانسه