مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

موږ دانتقاد او شکایت په لهجه کې خطا یو؟ !!

عبدالمتین حمیدي
   
په افغانستان کې که له یوې خوا لسیزو جګړو اوافراطي فکرونو دعقده یي اوسلیقوي نیوکو بازار تودکړ،له بلې خواددیموکراسۍ او دبیان د آزادۍ له ډول وډنبک سره جوخت په رسنیو کې مصنوعي پړسېدلي کارپوهان اوسیاستمدارن راوټوکېدل،دغوکارپوهانو اوسیاستمدارانو د ډيموکراسۍ له روش نه دغلط تعبیرپر اساس سترګې پټې او خولې وازې کړې،هاخوا دېخوا يې دنیوکو اوشکایتونو دومره ډزې وکړې چې په ګردونو یې دچارواکو سترګې ډکې او غوږونه کاڼه شول.داصلاحاتوپرځای دنيوکې او انتقاد پر وړاندې ټولیز معافیت رامنځته شو،ځکه داکار وشوچې دبې مسولیته آزادۍ پدیده خپله یوه سیاسي لوبه وه،دلوبې کیزه دبل په لاس کې وه، پر موږ را وتپل شوه.
زموږ په ټولنه کې ستونزې او نیمګړتیاوې دومره دې چې خوله نه پرې چوله کیږي،خوموږ نه پوهیږو چې څه ډول چلند ورسره وکړو،نیوکې مو دومره سولېدلې او زنګ وهلې چې ، نیمګړتیاوې نه اصلاح کوي،بلکې له بدبدتره یې پر وړاندې معافیت رامنځته کوي.ښه بېلګه یې له امریکاسره دامنیتي دفاعي تړون په باب دسیاسي چارودکارپوهانو دخلاصو شویو خولو شکایتونه و اودي چې هیچا پرې غوږ ونه ګراوه.
پوښتنه داده چې ولې داسې کیږي ؟ ممکن ترډېره یې ځواب داوي چې موږ دانتقاد اوشکایت په اصلي مفهوم اولهجه کې اشتباه شوي یو،ترډېره مو نیوکې دملي ګټو پر بنیاد نه بلکې دعقدې او سلیقې پر بنیاد وي . انتقاداوشکایت سره بېل او ښکار توپیر لري،دا چې شکایت له نیمګړتیاوو سرټکول دی،یاپه بله وینا هرچاچې زیان لیدلی وي دشکایت حق لري،شکایت یوازې دروان حالت څرنګوالی په ډاګه کوي. ولې انتقاد دروان حالت دښوولو ترڅنګ داصلاح اوښه کولو لارې چارې په ګوته کوي،دانتقادحق هغه څوک لري چې په روان یا موجوده حالت کې دسمونې یابهترۍ راوستو صلاحیت ولري، دې اصل ته په کتوسره زموږ په اصلاح کارپوهان او... یوازې شکایت کوي، انتقاد نه کوي ځکه له دوی سره ملي طرحې ډېرې کمې یاخو هیڅ نه وي. که یو یونیم بیا له انتقاد سره طرحه وړاندې کوي،طرحه یې نه علمي وي اونه هم عملي ځکه دعملي کولو توان او اجرائيوي صلاحیت یې نه لري. داچې ټولټاکنې راروانې دي،ښه به داوي چې نوماندان مو دشکایتونو له بوړبوکیو ځانونه راوباسي او درېښتني انتقاد عصر ته ورودانګي زموږ دټولنې نیمګړتیاوې په پوره ځيرکتیا سره په ګوته کړي، دنیمګړتیاوو دله منځه وړلو لپاره عملي او علمي طرحې وړاندې کړي،دوی (کاندیدان) باید په دې پوه وي چې داځلې رائیه ملي طرحوته ورکول کیږي نه اشخاصوته. دودان اوسمسور افغانستان په هيله 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery