مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کورنۍ جګړې اندېښنې

عطاءالله خان حیران
په دې ورستیو کې د کورنۍ جګړې اوازې خورا اوج ته رسېدلي دي، په ځانګړي توګه غربي میډیا ورته له حده زیات تبلیغات کوي ،که دا ونه شي کورنۍ جګړه به پيل شي او... ددوی په اند که چېرته نړيوال ځواکونه له ۲۰۱۴ کال نه وروسته له افغانستان څخه وځي نو دکورنۍ جګړه به پيل شي.
کله، چې موږ په حال باندې خبره کو نو اړینه ده، چې مازي ته لاړ شو موږ خپل تېرته په کتو سره کولی شو دحال په حالتو خبرې وکړو،ایا نن ۱۳۹۲ او۱۳۷۰ اویا۷۱ کلنو سره پرتله کېدای شي ایاافغانستان او افغان ولس همغه شان دی لکه په ۷۰ او یا۷۱ په کلنو کې، چې و؟ بل دا ۷۰ کلنو چاپېریال او دولس سیاسي شعور او له نن سره پرتله کېدای شي.؟ هرکزنا.
که موږ تېرته ځو  نو دنني حال هرڅه راته معلومیږي یووخت  په همدې  واحد هېواد کې څوډوله  کرنسي چلېدله په یوکابل کې ټول هېواد به پرځای پرېږدو د کابل يوه دروازه به له یوګوند سره وه او بله دروازه به یې له بل ګوند سره او نورې یې له نوروسره هیچانشو کولی چې له خپل کوره سره بېرون کړي ایران، پاکستان او روس دکورنۍ جګړې ددوام لپاره ترحده زیاته هڅه کوله افغانستان یې لوټې لوټې کړ دافغانستان تاریخي خپلواکي او ملي یوالي ته هغه وخت هیچاکار نه کاو دقدرت جګړه وه  دافغانستان دښمنانو په بیاهم هڅه کوله، چې دجګړې ددوام او دبدلون په هکله نوي نوي پلانونه ترح کړي  په دې جګړه یې زړه تسلي نه کوله چې ترڅنګ یې مذهبي او قومي تفرقې ته هم لمن وهل هم پيل کړل لنډه دا، چې دافغان ولس او دافغانستان دښمنانو ایران، پاکستااو روس ترخپلې وسې هڅه وکړه او خپل ګوډاګیان یې  تمویلول چې لا دې اور ته پوکی ورکړي خو بیا یې هم ونه شوکولی چې افغان ولس سره وویشي بیا هم دوی ونه توانېدل دوی به بیا هم ونه توانیږي، دافغان ولس اراده هیڅ ځبرځواک بدله نه شوی کړی .
په پای کې بیا هم افغانان په یوټغر سره راټول او یوه میځ ته کېناستل
 ( خانان به بیا سره  خانان وي
 ـــ رقیبه ستا بدنیته نیت مې ژړوينه.
 له نېکه مرغه دکورنۍ جګړې لوبغاړي هم که په خوله څه نه وايي خو په خپلو کړنو خوار پېښمانه دي چې ولې مو د بل په خوله خپل ښکلی هېواد په کنډوالو بدل کړ نن موږ یو واحد ملت یو او هیڅوک نه شي کولی چې دغه واحد ملت سره په یونوم او په بل نوم وویشي هغه وخت موږ یو واحده کرنسی نه لرله نه یو واحده کرنسي لرو چې دهمغو ګاونډیانو دچاله لاسه چې موږ ښه ورځ نه ليدله دهغو کرنسي زموږ ترنیمه یی هم کمه ده هغه وخت موږ یو واحده ملي اوردو نه لرله اوردو له منځه تللې وه نن موږ يوه ښه پياوړې ملي اردو لرو چې ډېری برخه یې ځوانان دي همدارنګ ملي پولیس لرو چې په هرډګرکې یې خپله  مېړانه د هېواد دښمنانو ته ښودلې،  قوي ملي امنیت لرو چې د هېواد د دښمنانوپټې او ښکاره دسیسې یې تل شنډې  کړي او د ګران هېواد او و لس دخدمت لپاره خپل سرونه په تلي کې ګرځوي نن موږ یو نظام لرو حکومت لرو په دې کې شک نشته دی چې کمزوری به وي  ولسي جرګه لرو د مشرانو جرګه  لرو  که یې رالنډه کړم یو خپلواک هېواد یو په سلګونو مدني ټولنې قومي شوراګانې همدارنګ د ځوانانو ټولنې چې شپه ورځ د هېواد دخدمت لپاره هلې ځلې کوي او وروڼه او قومونه سره اوبي او په هېواد کې چې هرډول کومه ستونز را ولاړیږي یادې ټولنې یې دحل لپاره خپلې هڅې کوي پردې اساس میډیا چې اوس دیوه څلورم ځواک نوم ورته ورکړل شوی دی په تصویري برخه کې په لسګونو تلویزونونه  په لسګونو چاپي رسني او همدارنګ غږیزې رسنۍ لرو هرکال په سوونو محصلین مو لوړو زده کړو ته جزبیږي په زرګونو له دولسم صنف نه پراغت مومي همداسې ډېر ځوانان مو دنړۍ نورو هېوادونو ته د لوړو زده کړو په موخه په بورسونو روان وي.
اوس څنګه امکان لري چې کورنۍ جګړه به رامنځ ته کیږي؟
افغانستان ته باید دغرب له عینکو ونه کتل شي د نن او پرون ترمنځ  دزمکې او داسمان هومره واټن دی .
دغه تبلیغات ټول بې ځایه دي هیڅ امکان نه لري اوس هغه و خت نه دی چې په پټو سترګو دې خلک یوچاپسې لاړ شي نن د فکري خپلواکي په ارزښت باندې زموږ ټول ولس پوهیدلی دی دا ولس د ژوند هرډول لوړې او ژورې تجربه کړي دي هیڅوک چاته دا جازه نه ورکوي چې دکورنۍ جګړې په هکله حتافکر قدرې و کړي کوم خلک چې دکورنۍ جګړې په نوم موږ اندېښمن کوي دوی دا نه ده درک کړې، چې افغانستان اوس هغه افغانستان نه دی او نه افغان ولس هغه ولس دی کوم، چې ۱۳۷۰ او... کلنوکې و دا یو حقیقت دی او داباید ومنو چې، اوس په افغانستان کې کورنۍ جګړه یوخوب دی اوبس ځکه ،چې اوس د ولس سیاسي شعور هغه شعور نه دی بل په دې لسوکلنو کې دځوانانو تعلیمي سویه ډېره لوړه شوې ده.
د کورنۍ جګړې ارمان که د هرچاوي له ځان سره به یې ګورته وړي که په داخل کې څوک دکورنۍ جګړې خبرې  کوي ترټولو زیات زیان به هغه ویني .
موږ دکرزي صاحب له اوسني دریځ څخه ملاتړ نه کو موږ وایوچې له امریکې سره دې تړون لاس لیک کړي خو دهېواد ټولوګټو ته په پام سره کومه جرګه چې ددې تړون لپاره راغوښتل شوې وه امریکا باید هغه ټول شرایط چې جرګې ورته وړاندې کړي دي ولسمشر باید له هغه نه ملاتړ وکړي او امریکایې باید ومني او که یې نه مني دا هېواد ډېرکلنو د چاله ملاتړه پرته هم ژوندی پاتې شوی دی له دې نه وروسته به هم ژوندی او سرلوړی وي.
که چېرته امریکا او په ټوله کې نړۍ واله ټولنه له افغانستان څخه خپل پوځ اوباسې او خپلې مرستې ورباندې بندوي امریکادې په یاد ولري چې دا به ددوی په تکراري ډول دویمه تېروتنه وي چې په افغانستان کې یې کوي یوځل هغه چې د روس په جګړه کې امریکا په لومړي سرکې افغانستان سره ډېره مرسته وکړه خو کله چې روس مات شو نو امریکا خوشاله شو چې ګوندې خپلې موخو ته ورسېد ځکه چې هغه و خت روس ددوی په وړاندې لوی خنډو خو دوی ټولې نړۍ ته په زباد ورسوله چې امریکا دافغان ولس له غمه دامرسته نه کوله بلکې دخپل سیال د ماتې لپاره یې دا هرڅه کول امریکا افغانستان په داسې حال کې پرېښود چې هرڅه ددې هېواد له منځه تللي و امریکا بېرته شاته ونه کتل افغانستان یې  همداسې پرېښود چې هرچاپه کې ترخپلې وسې هغه څه وکړل چې دانسانیت په تاریخ کې په هیڅ هېواد کې نه دي شوي.
خو داځل که امریکا افغانستان یوازې پرېږدي افغان ولس په دې ډاډه دی چې هغه حلات له  کوم نه چې موږ یادونه کړه په هیڅ ډول نه رامنځته کیږي 
غرب او غربي میډیا او همدارنګ جمع ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان که هرڅومره د کورنۍ جګړې تبلیغات کوي دا هڅه ددوی بې ځایه ده افغان ولس قوي عظم او قوي اراده لري په دې هېواد کې وروڼه قومونه اوس په دې حقیقت پوی شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery