لیکوال:دکتورمصطفی السباعی
دویمه برخه
د معراج پېښه
کله چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له طايفه راوګرځيد، نو د (اسرا او معراج)پېښه وشوه، او په شپه کې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له مسجدالحرام نه مسجدالاقصی او له هغه ځايه اسمانونو ته عروج وکړ، او په همدې شپه کې بېرته مکې ته راوګرځيد.(اسرا: په شپه کې تګ).
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم قريشو ته وويل: نن شپه معراج ته لاړم.
هغوی رسول الله صلی الله وعليه وسلم مسخره کړ، کله چې خبره خليفه رسول الله صلی الله وعليه وسلم حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ته ورسېده، نو هغه بې له درنګه وويل: چې رښتیا وايی، ځکه خو يې د رښتيني (صدیق) او د قوي ايمان څښتن لقبونه وګټل.په معراج کې پر مسلمانانو پنځه لمنځونه فرض شول.
د قبېلو بلنه
حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم به د حج په ورځو کې له بېلابېلو قبيلوسره ليدل، یوه ورځ يې د اوس او خزرج چې د مدينې اوسېدونکي وو، له اوياوو نفروسره وليدل، هغوی ته يې د اسلام بلنه ورکړه، او هغوی هم مسلمانان مدينې ته ولاړل. يو کال وروسته دولسو انصارو په مکه معظمه کې له حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم سره د يوې ژمنې خبرې وکړي، او هم يې ورسره بيعت وکړ.
حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم حضرت مصعب بن عمير رضی الله عنه له دوی سره د ښوونکي په توګه ولېږه، چې نوموړي به هغوی ته اسلامي احکام ورښودل، چې پر مټ يې په مدينه منوره کې نور هم خپور شو. کال وروسته اويا سړي او دوه ښځې مکې معظمې ته د حچ پر نيت راغلل، چې له حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم سره کلکه ژمنه وکړه چې دوی به ورسره مرسته کوي او هغه څه چې پر خپلو اولادونو نه لوروي، حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم به هم ترې ساتي.
مدينې ته هجرت
کله چې قريش په مدينه منوره کې د اسلام له ډېره خپراوي خبر شول، نو د مسلمانانو ځورونې ته يې لا زور ورکړ، ځکه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانانو ته امر وکړ، چې مدينې منورې ته هجرت وکړي. مسلمانان به پټ ـ پټ د مدينې په خوا وتل، مګر کله چې امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د هجرت نيت وکړ، نو نېغ د کعبې شريفې خوا ته ورغي او ښکاره اعلان يې وکړ: که څوک غواړي چې خپله مور پر ځان بوره کړي، نو د وادي خواته دې راپسې راووځي.
هيچا يې مخ ته د ورتلو جريت ونه کړ. کله چې مشرکينو په مدينه منوره کې د مسلمانانو عزت درک کړ، نو په مکه کې يې په خپل ځای ناستې (دارلندوه) کې ناسته وکړه، سره ويې ويل: بايد له هرې قبيلې يو ـ يو تکړه ځوان وټاکل، شي چې پر محمد بريد وکړي، نو (بني مناف) به له ټولو سره د جګړې توان نه لري، هغوی به په ديت راضي شي. او دغه ديت به په ټولو سره ورکړو.
هغوی دغسې تړون سره وکړ او له هرې ډلې يو ـ يو تکړه ځوان رامخکې شول، هغوی د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د هجرت په شپه د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم کور محاصره کړ، او شاوخوا يې کمينونه ونيول، مګر حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم په دې شپه حضرت علي کرم الله وجهه په خپل ځای کې څملاوه، او ورته ويې ويل، چې سبا بيا د خلکو امانتونه
په خلکو وويشي. په خپله د کفارو ځوانانو د کمينونو په منځ کې روان شو او د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه کورته يې تشريف يووړ، خو کفارو ونه ليد.
حضر ابوبکر صديق رضی الله عنه د ځان او حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم لپاره تيارې دوه سورلۍ درولې وي، نور نو د مکې تګ ته تيار وو، حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه يو سړی اجاره ونيو، چې دوی بايد مدينې منورې ته په داسې لار ورسوي چې کافران پسې ورنه شي.
هو! د نړۍ ستر انسان حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم او د نړۍ ستر رښتوني حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه مکه په داسې حال کې پرېښوده، چې پرتګ يې له کورنيو او حضرت علي کرم الله وجهه پرته بل څوک نه وو خبر.
دوی د خپل لارښوونکي سره د يمن له خوا مدينې ته روان شول، چې د ثور غارته ورسېدل، نو درې شپې پکې پاتې شول. له مرګه د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم خلاصون مشرکينو ته سمه د قيامت مانالرله، نو د مکې او مدينې ترمنځ په مشهوره لار يې ګزمې شروع کړې، آن د يمن له لارې د ثورد غار خولې ته ور ورسېدل، چاويل ممکن هغوی په دې غار کې وي، چابه ويل: ولې، نه يې
وينې، چې غڼي يې په خوله تارونه غځولي او هلته کبوترې ځاله او په هغې کې هګۍ شته، دا ټول دامانا لري، چې دلته له ډېر مودې را په دې خوا څوک نه دي ورننوتي.
حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د کفارو پښې لېدلې، پر حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم وډارېده، ورته ويې ويل: یارسول الله صلی الله وعليه وسلم! که يې پښو ته وکتل موږ ويني!
حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ډاډ ورکړ: ای ابابکره! دهغو دوو په اړه څه وايې، چې درېيم پکې الله جل جلاله وي؟
مشرکينو په ټولو قبيلو کې اعلان وکړ، چې که چا حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم او حضرت ابوبکر صديق رضی الله وعنه يا ووژني يا يې هم ژوندي ونيسي، ډېره لويه جايزه (سل اوښان)به ورکړو.
هر چا يې د نيولو لپاره هڅې پيل کړې، خو سراقه بن جعشم کلک نيت وکړ، چې دغه جايزه به ګټي. حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم او حضرت ابوبکر صديق رضی الله وعنه له دريو شپو وروسته خپل تګ د سرې دريا له لارې خپل تګ بيا پيل کړ، مګر سراقه په هغوی پسې اس نږدې کړ، خو آس يې تر زنګونو پورې په مځکه کې ننوت، درې واره دغه د ځمکې زغم تکرار شو، وروسته سراقه وعده
وکړه چې زه به چاته په مکه کې ستاسې حال نه وايم، او بېر پټه خوله مکې ته وګرځيد.
مدينې ته د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ننوتل
لومړی وار حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د قبا کلي ته ورسېد، هلته د اسلام د لومړني جومات بنسټ کېښود، وړاندې لاړ او د جمعې لمونځ يې په بنی سالم بنی عوف کې وکړ، او مدينې ته ورنږدې شو. د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ملګري او دوستان په ورځو ـ ورځو د هغوی تشريف ته په تمه وو، هره ورځ به سهار دمدينې غونډیو ته ختل، کله چې يې رسول الله صلی عليه
وسلم وليد، دغه بيتونه ورته وويل:
طلع البدر علينا
وجب الشکر علينا
ايها المبعوث فينا
من ثنيات الوداع
مادعا الله داع
جيت بالامر المطاع
په مدينه کې د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم لومړی کار:
په هغه ځای کې چې د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم اوښې ګونډه ووهله، هغوی مبارک يوجومات پکې راپیل کړ، دغه ځمکه د دوو يتيمانو وه،
رسول الله صلی الله وعليه وسلم يې په قيمت ورسره وغږيده، هغو هلکانو ورته وويل: موږ دربخښلې يا رسول الله صلی الله وعليه وسلم!
خو حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم يې خبره قبوله نه کړه،تر دې چې دغه ځمکه يې په لس ديناره ترې واخېسته او صحابه يې دجومات پر جوړولو امر کړل. چې په جوړولو کې يې په خپله حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم هم مرسته کوله.
د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم دويم کار داو، چې د ورورولۍ بې مثاله تړون يې وکړ، دغه تړون يې د انصارو او مهاجرينو تر منځ وکړ، چې هر مهاجر يې يوه انصاري ته ور ورور کړ، او هغوی پکې تر دې حده اخلاص وښود، چې انصارو خپل ټول شته او آن کورونه له خپل مهاجر ورور سره نيم کړل.
د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم غزاګانې په مدينه منوره کې لا دحضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم دومروخت نه
و، وتلی، چې له قريشو او دهغوی له نورو ملګرو ډلو سره يې جنګونه يې پېښ شول، د تاريخ ليکونکو ترمنځ هغه جنګ چې په خپله کې حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ګډون کړی وي، غزا؛ او هغه چې رسول الله صلی الله وعليه وسلم پکې ګډون نه وي کړی، د (سريه)پر نوم يادېږي.
د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ټولې غزاګانې شپږويشت او سريې يې اته دېرش دي، مګر په ټولو کې يې يوولس غزاګانې ډېر مشهورې دي:
د بدر غزا
د بدر مشهوره غزا د هجرت پر دویم کال د روژې مبارکې مياشتې پر اوولسمه نېټه پېښه شوه؛ د بدر د غزا دپېښېدو علت دادی، چې حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم څو تنه صحابان د ابوسفيان(د قريشو د مشر) پرقافلې د بريد لپاره ولېږل، چې بايد ټول مالونه يې ترې غنيمت کړل شي.
اصلاً حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د جګړې نيت نه درلود، مګر ابوسفيان د مکې مشرکينو ته حال ولېږه، او هغوی له زرو جنګياليو سره چې سل اسونه او اووه سوه اوښان ورسره وو، له مسلمانانو سره د جګړې لپاره راووتل؛مګر مسلمانان ټول څلور نيم سوه نفره وو،چې ډېری يې انصار وو، د دوی په ټول لښکر کې اووه اوښان او دوه اسان وو.
حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم له خپلو ملګرو په تېره انصارو سره د جګړې اړوند مشوره وکړه، مهاجرينو د جګړې پر پلوي خپله خوښه څرګنده کړه، وروسته انصار هم پوی شول، چې زموږ نظر هم پوښتي، نو د انصارو مشر حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه وويل: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! موږ پر تا ايمان راوړی، تاسې مورښتيني ګڼلي ياست او پر دې مو شاهدي ور کړې، چې
څه شی مو راوړي هغه حق دي، او په مقابل کې يې موږ له تاسې سره ژمنه کړې، چې خبرې به مو اورو او امر به مو منو، نو يارسول الله صلی الله عليه وسلم! هرچېرته چې ځئ حرکت وکړئ او موږ درسره يو؛ قسم مو دې پر هغه ذات وي، چې تاسې يې پر حقه رالېږلي ياست، چې که په اوبو کې دغرقېدو راته وواياست، یو به هم مخ وانه ړوو، بلکې ټول به ځانونه درسره ډوب کړو، موږ
به په جګړه کې مقاومت کوو، او خپله رښتينولي اعلاموو، تمه موده، چې الله جل جلاله زموږ پر کړنو ستاسې سترګې يخې کړي، نو د الله جل جلاله په خوښه او برکت موږ روان کړه!
ټولو انصارو يې د تايد غږونه پروته کړل، حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم خوشال شو او ويې فرمايل:
نو د الله جل جلاله پر برکت حرکت وکړئ، زېری مې درباندې، چې هماغه ذات موږ ته دبري يا شهادت وعده راکړې ده.
حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم حرکت وکړ، د بدر تر اوبو لاندې يې واړول، یوصحابي حباب ابن منذر رضی الله عنه ورته وفرمايل: يارسول الله صلی الله وعليه وسلم! آيا د الله جل جلاله پر آمر مو دلته واړول، او که ستاسې شخصي نظراو جنګي تکتيک دی؟
حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم وفرمايل: نه، دالله جل جلاله له اړخه وحی نه ده، بلکې شخصي نظر او جنګي تکتيک دی.
حباب ابن منذر رضی الله عنه تر دې یو مناسب ځای ورته په ګوته کړ، چې هغلته مسلمانانو اوبو په خپله استعمالولی اوله مشرکينو ساتلی شوای. حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د یاد صحابي خبره ومنله او همالته يې واړول، چې رسول الله صلی الله وعليه وسلم ته يې يوه خېمه جوړه کړه، او هغه مبارک صفونه برابرکړل، او د مشرکينو پر مخامخ کېدو، جګړه پيل شوه.
د بدر د غزا پايله
دغه غزا د مسلمانانو پر بري تمامه شوه، چې پکې اویا نفره مشرکين مړه او اويا نور ژوندي ونيول شول. د مړو له دفنه وروسته حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم مدينې منورې ته تشريف يووړ او د بنديانو اړوند يې له اصحابو سره مشوره وکړه، امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله وعنه وفرمايل: هغوی بايد ټول ووژل شي.
حضرت ابوبکر صديق رضی الله وعنه وفرمايل: هغوی بايد د فديې په بدل کې پرېښودل شي.
حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د ابوبکر صديق رضی الله وعنه مشوره قبوله کړه، او هغوی يې د فديې په بدل کې خوشي کړل.
د احد غزا
د احد غزا د هجرت په درېیم کال د شوال پر پنځلسمه پېښه شوه، ځکه چې مشرکين تل د بدر دغچ اخېستنې په فکر کې وو، نو يو لوی درې زره کسيز لښکر يې تيار کړ، چې اوولس نورې ورسره ښځې وي، او په دې ښځو کې د عتبه لور او د ابوسفيان مېرمن هنده هم وه، چې پلار يې د بدر په وژل شويو کې وو. ټول لښکر د احد پر لوري وخوځيد.\
د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم او ځينو اصحابو دغه مشوره وه، چې دوی بايد له مدينې ور ونه وځي، که چېرته مشرکينو پر مدينه حلمه وکړه بيا به يې دفاع وکړي. مګر ځينو نور هغو انصارو او مهاجرينو اصحابو ـپه تېره هغو چې د بدر په غزا کې يې ګډون نه وکړی ـ ټینګار کاوه، چې بايد دښمن ته مخې ته ورووځي او ورسره وجنګېږي.
حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د هغو خبره ومنله او له زر کسيز لښکر سره وړاندې ور روان شول، کله چې د حرکت په وخت کې حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د منافقينو له ريس عبدالله بن ابی سره ځينې يهودان د مسلمانانو په صفونو کې وليدل، نو ويې فرمايل: آیا هغوی مسلمانان شوي دي؟
چاورته وويل: نه.
ويې وفرمايل: دوی دې بېرته وګرځي، موږ له کفارو پر کفارو مرسته نه غواړو.
دلارې په اوږدو کې يې هم له لښکره درې سوه نفره د ابن ابی سره بېرته راوګرځېدل، چې مسلمانان يواځې اووه سوه نفره پاتې شول.
کله چې د احد دښتې ته ورسېدل، نو حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم غره ته شا او دښمن ته مخ کړه، د مسلمانانو صفونه يې برابر کړل، او يو يو قوماندان يې پرې وټاکه، وروسته يې پنخوس تنه غشي ويشتونکي د عبدالله بن جبير رضی الله وعنه پر مشرۍ د غره په يوه کنډو کې کېنول، او ورته ويې، وفرمايل، چې له شانه بايد مسلمانان وساتئ او پر مشرکينو غشي واووروئ، تر څو چې آمر نه وي درته شوی، په هيڅ صورت کې باید دغه ځای خوشي نه کړئ!
جګړه پیل شوه او الله جل جلاله مسلمانان بريالي کړل، ځينې مشرکين يې ووژل او ځينې وتښتېدل، مسلمانان د هغوی د تعقيب پرځای په غنيمت ټولونې اخته شول، د کنډو مسلمانانو چې دغه حالت وليد، نو ځينو يې وويل:چې الله جل جلاله خپل پیغمبر کامياب کړ، نو موږ دلته څه کوو، درځئ چې غنيمتونه راټول کړو!
مشر يې د رسول الله صلی الله وعليه وسلم آمر ورياد کړ، چې بايد سنګر خوشي نه کړو، خو هغوی ويل: جګړه تمامه شوه، نو دلته څه کوو؟
حضرت عبدالله رضی الله عنه، له لسو نفرو مجاهدينو سره پاتې شو، نورڅلوېښت نفره ترې د غنيمت راټولولوپه پارښکته شول. او مورچل يې خوشي کړ.خالدبن وليد، چې د مشرکانو قوماندان و، دغه کنډو تش وليد، له شايې پر مسلمانانو بريد وکړ او مسلمانان يې رامحاصره کړل، داسې اوازې خپرې شوې، چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم شهيد شو، ځينو مسلمانانود دې خبرې پر اورېدو،
صحنه پرېښوده او د مدينې په خوا يې مخه ونيوه، په همدې وخت کې مشرکين حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ته ډېر نږدې ورغلل، اد تېږوباران يې پرې جوړ کړو.رسول الله صلی وعليه وسلم بې هوښه پر ځمکه ولويد،زري خولۍ يې ماته شوه، لاندينۍ شونډه او بدن او مبارک يې زخمي زخمي شول.مشرکين نږدې پرې راغلل مګر بېرته حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له څومسلمانانو سره یوځای پرمشرکينو غبرګه حمله وکړه، ابی بن خلف مشرک قسم وخوړ، چې تر هغو به بېرته نه ګرځي، چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم يې نه وي شهيد کړی.مګرد رسول الله صلی وعليه وسلم د نېزې کلک وار، هغه د ګور مېلمه کړ، په ټولو جنګونو کې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم همدا يو کس وژلی دی.
له مسلمانانو نه په اويا نفرو شهيدانو کې یو هم د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم تره، حضرت حمزه رضی الله وعنه و،چې د ابوسفيان مېرمن هندې يې سينه مبارکه وروڅيرله،حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم پرې ډېرزيات خپه شو.
په دې غزاکې د کفارونه درويشت نفره ووژل شول.
پاتې لري...