مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ټولنيز زيان څه شی دی؟

محمدالله ارین احمدزی
 
    
  
 ددې لپاره چې په افغانستان کې په ډيرو پړاوونو کې د ټولنې ډيرو پوړونو ډول ډول زيانونه ليدلي دي په دې برخه کې مو په ټولنيز زيان پوهوو او په دې اړه را ټول شوي معلومات درته وړاندې کوو په دې مقاله کې مې د ډيرو کتابونو او سرچينو تر کتلو وروسته د دې زيانونو د پيژندنې په برخه کې يوازې څو ټکي تاسو ته وړاندې کړي دي په دې اړه نورې څيړنې او د مخنيوي لارې چارې د ټولنې د هر وګړي د وس کار دی.
په لومړي سر کې ټولنيز زيان يا social-pathology څه شی دی؟
 ټولنیز زيان يا social-pathology هغه نوی مفهوم دی چې له چاپيريال پيژندنې سرچينه اخلي او پوهان يي داسې يو څه بولي چې له عضوي ناروغۍ يا ټولنيزې بې لارې توب څخه پيل مومي او هره ناوړه کړنه چې په پټه ترسره کيږي او کونکی يي پټول غواړي ټولنيززيان بلل کيدای شي.
پوهان وايي هرهغه عمل چې په فردي يا ډله ايز ډول سره په يوه ټولنه کې تر سره کيږي او په ټولنه کې د داسې کار کولو ته ځای نه وي نو ټولنيز زيان بلل کيدای شي، د دې ډول کړنو کونکي تل کوښښ کوي خپل ناسم کړه وړه پټ کړي ځکه که د دوی دا کړنې يا بيلارې توب ټولنې ته را وزي او څوک پرې خبريږي نو قانوني چلند يا سزا له ځان سره لري.
خو ټولنيز زيان تر ډيره داسې وي چې مخه يي نيول کيدای شي او قانوني چوکاټ هم لري، د دې ډول کړنو د مخنيوي لپاره تر ټولو ښه لار داده چې په لومړي سر کې يي سرچينه وموندل شي .
د بيلګې په ډول جنسي تيری، په نشه يي توکو روږدی والی هغه څه دي چې د ټولنې هر وګړی پرې خبر دی او ډير کسان ترې يو ډول متضرر شوي دي ددې کار د مخنيوي لپاره په لومړي سر کې يي لاملونه موندل په کار دي.
د بيلګې په ډول هغه چې په نشه يي توکو روږدي دي، په لومړي سر کې بايد د دوی د روږدي توب لامل، له ملګرو سره ناسته پاسته، کورنۍ چاپيريال وڅيړل شي وروسته دا وموندل شي چې ولې ياد کس په آساني سره نشه يي توکو ته لاسرسی پيدا کوي.
همداسې جنسي تيری، جنسي تيري په دې وروستيو کې په هيواد کې بيخي ډير شوي دي، چې دا ښکارنده څو لاملونه لري:
۱ـ عقده: تر ډيره ياد کارونه د غچ اخيستنې په موخه کيږي.
۲ـ لوړ او ملاماتونکي ولورونه او د سکسي اړتياوو يا جسي غريزې نه پوره کيدل.
ټولنيز زيان د انسان په اند:
هر وګړی چې د هرې عقيدې لرونی وي خپلو مذهبي کړو وړو ته په کتو سره درناوی په زړه کې لري، د بيلګې په ډول د هر چا خوښيږي چې په يو ماشوم رحم وکړي د مينې خبره ورته وکړي او د يو مشر يا ړانده لاس ونيسي.
ټولنه او ټولنيز اند:
په ټولنيز لحاظ که چيرې دې زيانونو ته په خپل وخت رسيده ونشي نو شونې ده غميزه يا ناورين له ځان سره ولري.
له سياسي پلوه:
که چيرې له سياسي پلوه ټولنيزو زيانونو ته رسيده ګي ونشي نو هيواد د پردي پالو په لور بيايي او د خپلو دودونو پر ځای پر هيواد پردی فرهنګي يرغل دوام مومي ان تر دې چې ديني باورونه هم تر خپل بريد لاندې راولي، چې ښه بيلګه يي په شته افغاني ليدنيو رسنيو کې پردي سريالونه، او پر کورنيو د دې سريالونو ناسم اغيز دی.
دا ډول کړنې په لومړي سر کې په اسلامي هيوادونو کې پر اسلامي ارزښتونو بريد کوي او په دې سره يو ډول ټولنيز دوه ډلې والی رامنځ ته کيږي هغه چې پياوړي ديني باورونه لري له نورو کرکه کوي او په پای کې تندلاري توب ته موکه برابريږي.
تندلاري يوازې مذهبي نه دی بلکه تندلاري توب دواړه پوړونه کوي، هغه چې پياوړې عقيده لري اوو هغه چې کمزورې عقيده لري، نو ښه به وي چې شته سياسي نظام هم دې کړنې ته پوره پام وکړي.
په ټولنيزو زیانونو او مخنيوي کې يي له پرديو تقليد ناسم کار دی ځکه هره ټولنه او ټولنيز کړه وړه يي له شته وګړو او د دوی له کړو وړو سره نيغ په نيغه اړيکې لري.
حکومتونو ته په کار دي چې د ټولنيز زيان او پردي کلتور د مخنيوي په برخه کې ښه مديريت ولري او شته ښو دودونو ته وده ورکړي ، د ټولنې له اندونو سره سم د ناسمو کړو وړو مخه ونيسي، ځکه ټولنه او وګړي يي له سياست سره نيغ په نيغه اړيکه لري او د همدې سياستونو په ټاکلو کې له دوی سره د هو او نه رايه ده.
په اسلامي هيوادونو کې د ليبرال ټولنې په پرتله ټولنیز زيان یوازې يو جرم نه بلکه يوه ګناه هم ده، د بيلګې په ډول جنسي تيری، يو لوري ته جرم دی او د يو وګړي حيثيت تر پښو لاندې شوی دی او په اسلام کې زنا هم ده چې د جرم ترڅنګ کناه هم شوه.
همداسې د پردیو د کړو وړو منل له هم هغه قوم سره مشابهت دی نو مخنيوی يي بايد له اسلامي او ټولنيزو اررښتونو سره سم وشي، د بيلګې په ډول ولور اوس ټولنه د بحران خواته بيولې خو د مخنيوي په برخه کې يي بايد ټولنه پريکړه وکړي، ځکه دلته امريکايي،روسي او اروپايي ودونه هم ناشوني دي.
په ننۍ عصري ټولنه کې تمايل دې ته دی چې سياست تر ډيره د روزنيزو او علمي ادارو پر مټ جوړيږي او بيا د کورنيو ادارو له لوري ټولنې ته ترزيق کيږي، او سياست يو ډول پکې دخيل دی، خو په هغو ټولنو کې چې يوازې سياست پکې حاکم دی، دا کار د يوې ادارې له لوري کيږي او ټولنې ته ورکول کيږي خو تر دې دوهمې لومړۍ کړنه کولای شي تر ډيره ټولنيززيانونه مهار کړي، ځکه يو لوري ته سياست د خلکو له کورونو را وتلی دی او بل لوري ته يي د حل لارې چارې هم زده دي.
اوس اوس که ته يو چاته د کورني نظام، ولور يا بل ټولنيز زیان خبره کوي، دا چې دی پوه نه دی په يو غوږ يي اوري په بل ترې وزي، خو که چيرې ياد کس له ماشومتوبه د دې ډول کړو وړو پر وړاندې حساس و روزل شي نو دی بيا د ځواني، مشرتوب او سپين ږيرتوب پر مهال کولای شي په آساني سره دا ډول زيانونه مهار کړي.
همداسې د ټولنيز زياتي له ښکار شوي کس څخه ملاتړ تر ډيره اوس په سياست پورې تړل کيدای شي، خو که چيرې له دې قرباني څخه ټولنه او وګړي ملاتړ وکړي نو درملنه يي ډيره ژوره کيږي ځکه خلک په دې پوه وي چې د دې زيان د سبا ورځې قرباني همدی دی.
د دې زيان د مخنيوي په برخه کې نادولتي ادارې چې په ټوله نړۍ کې منل شوي دي کولای شي ډير ښه رول ولوبوي، دا ادارې کولای شي د دولت د مشاور، نيوکه کونکي او ان ځينې وختونه د دولت د سياسي مټ يا بازو په توګه د دې ستونزو په حل کې رغنده رول ولري او ولسونه سره منسجم کړای شي.
د ټولنيز زيان په برخه کې ډيری موضوعات شته دي چې بايد پرې بحث وشي، يو دا چې لامل يي روښانه شي، بل دا چې کوم شی ټولنې ته زيان دی؟ کچه يي څومره ده؟ د ټولنې په کوم پوړ کې ډير دی؟ په کوم عمر کې ډيريدونکی دی؟
 ولې د ټولنيز زيان پيژندنه همه ده؟
 هره ټولنه له خپلو شرايطو سره سم فرهنګ کړه وړه لري چې دا کړه وړه يي سم ناسم او ان انخرافات او خرافات هم له ځان سره لري چې په خپل وار سره د ټولنې د ودې مخه نيولای شي. چې ددې کړو وړو پيژندل کولای شي ټولنې ته دا موکه ورکړي څو د ترقي پر لور ولاړ شي.
که چيرې په نشه يي توکو روږدي توب په پام کې ونيسو، دا کړنه تر ډيره د ټولنې ځواک له منځه وړي، يانې هغه چې په دې توکو روږدی کيږي د ټولنې ځواک دی،د يوې کورنۍ سرپرست دی، چې په دې کار له اخته کيدو مخنيوی يي له يوې کورنۍ او يوې ټولنې سره مرسته کوي.
د دې لپاره چې د ټولنيزو زيانونو پيژندنه وکړو، ښه به وي د پوښتنو يو ليست جوړ کړو، د بيلګې په ډول څومره خلک له لوړ ولور سره مخالف يا موافق دي؟ څومره خلک ګډ ژوند غواړي؟ څومره خلک د دې ډول کړو وړو مخنيوي ياد ودې ته ژمن دي؟ ولې يوه ټولنه وروسته پاتې ده؟ ولې په ډيرو برخو کې له پرديو تقليد کوو؟
 په دې پوښتنو کې بايد ټولنې ټول پوړونه په پام کې ونيسۍ او شته ستونزې لکه، فقر، تورم، د بيو لوړوالی، بيکاري، د امنيت نشتون، حقوق او محروميتونه په پام کې ونيول شي، په دې ډول کړنو سره شونې ده د ځان وژنې، له کوره د تيښتې، په نشه يي توکو د روږدي توب، کورني زور زياتي، له ژوند څخه د خوند نه اخيستلو ډير لاملونه وموندلای شو.
په يوه ټولنه کې ټولنيز زيان له څلورو خواوو څيړلی شو، فرهنګ، سياست، اقتصاد او ټولنه. چې په دې کار سره ټولنيزه برخه کولای شي په ټولنه کې زيان وپيژني، سیاسي برخه کولای شي سياسي اړو دوړ ته حل لاره پيدا کړي، اقتصادي برخه کولای شي د اقتصادي رکود مخه ونيسي.
در پزشکی به مطالعه و شناخت ریشه بی نظمی های ارگانیسم( موجود زنده) آسیب شناسی
 د دې لپاره چې خبرې ډيرې نشي په اوسني عصر کې تر درملنې مخکې مهم شی دا دی چې بايد د ناروغي مخه ونيول شي، نو د ټولنې د سمون په موخه د دې لپاره چې وګړي ناسم لوري ته ولاړ نشي ښه به وي چې ټولنيز زيانونه وموندل شي، حل لارې او وړاندوينې وړاندې شي.
په څو غندونو،لاريونونو،خبرونو او دې ته ورته کړو وړو باندې حل لاره نشي موندل کيدای، ديني علما تر ټولو مهم دي، ځکه له دوی سره شته د مسجد منبر او د جومات لوډسپيکر داسې يوه وسيله ده چې د ټولنې ډير وګړي ورته لاسرسی نلري، ښه به وي چې ديني علما د ټولن پوهنې په برخه کې پراخه مطالعه وکړي او وروسته ديني، ټولنيزې،نړۍ والې او فرهنګي تجربې سره يو ځای کړي او ټولنې ته حل لاره وښيي، همداسې مشران، راج چلونکي، ځوانان، مدني خوځښتونه، څيړنيز او علمي مرکزونه هم بايد په خپل وار سره د رسنيو له لارې خپل لنډ پيغامونه په غږيز، انځوریز، ليکلې يا هم د وګړو پر مت تر کورونو پورې ورسوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery