دخپریدو نیټه : 2014-01-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ترافیکي اشارې که مثبت بدلون
لیکوال:هدایت الله زاهد
د ملتونو پرمختګ، ترقي د ښو قوانينو په ابتکار او تطبيق کې دی تل پر مخ تللي ملتونه له عادي خلکو څخه نيولې تر لوړې کچې ، عالي رتبه حکومتي او دولتي چارواکو پورې پر خپل ځان قوانين پلي کوي او ورته درناوی لري.
زه نه غواړم چې مقدمه اوږده کړم بلکه غواړم د مقالې موضوع ته راشم.
د کورنيو چارو اوسني وزير صاحب جناب عمرداودزي په هغه ورځ چې په رسمي ډول سره د کورنيو چارو د وزير په توګه د ياد وزارت منسوبينو ته ور پيژندل کيده، زما په دفتر کې يي تشريف درلود.
کله چې جناب وزير صاحب د کورنيو چارو وزارت ته روانيده د دفتر عالي رتبه مامورينو نوموړی تر وزارت پورې بدرګه کړ، دا چې ښاغلی داودزی صیب زموږ هم مشر پاتې شوی و نو وزارت ته له تګ، لنډې وينا او خبري ناستې وروسته د وزارت منسوبين په خپل وار سره راتلل او هر يوه به خپل ځان ښاغلي وزير صاحب ته ورپيژانده، چې د دوی په منځ کې د کابل د ښاري ټرافيکو اوسنی مدير چې هغه وخت د ښار د ټرافیکي اشارو مدير و هم راغی او چا غږ کړ چې ښاغلی اسدالله خان د ښاري اشارو مدير، نو وزير صاحب تر روغبړ مخکې ورته وويل چې په خير راغلۍ د ښار اشارې ولې کار نکوي.
د جنرال صاحب ځواب دا وو چې د ښار شته سړکونه له نړۍ وال معيار او د ټرافیکو له اصولو سره سم نه دي او د اشارو په لږولو سره ګڼه ګوڼه جوړيږي چې اوس ټرافيک ګڼې ګوڼې ته په کتو سره موټرو ته د تګ يا نه تګ اجازه ورکوي.
خو دا چې ما له وزير صاحب سره تر دې وړاندې کار کړی و راته معلوم و نو په زړه کې مې تير شو چې د ښاغلي اسدالله خان ځواب يي قناعت حاصل نشو کړای.
خو د وزير صاحب تر ګمارل کيدو وروسته له دې سره سره چې په کورنيو چارو وزارت کې د پراخ سمون شاهدان يو په ښار کې هم ټرافيکي څراغونه جوړ شول او د ښار په ډيرو سيمو کې اوس دا څراغونه لګيدلي دي چې دا په خپل وار سره د ښاري او متمدن ژوند مظهر دي.
د کابل د نورو ښاريانو په توګه دې ټرافيکي اشارو ماته هم ډير خوند راکړ چې د دې خوند ترڅنګ مې په نوره نړۍ کې ځينې ليدلې تجربې او خاطرې را یادې شوې چې د بيلګې په ډول به د څو يادونه وکړم:
زه يو وخت جاپان ته په يو رسمي سفر تلی ووم،په تصادفي ډول په هم هغه ماښام چې زه په جاپان کې ووم تر ډير وخت وروسته واوره وشوه او تر واورې وروسته سخت باران وريدل هم پيل شول، د توکيو ښارچې ډير پاک دی، منظم خلک پکې وي، لوړې او اسمان څکې ودانۍ او له غږيزې ککړتيا پرته ښار دی پکې شته ښاري نظم ډير خوند راکړ، ومې غوښتل څو د شپې ناوخت له هوټل څخه را و وزم او يو څه قدم و وهم، په يوه تنګه کوڅه کې په دې وريا کې مې يوه ډله خلک وليدل چې چترۍ يي په سر دې ولاړ دي، دې خلکو ته مې پام شو چې ور نيږدې شوم ومې لیدل چې د ټرافیکو اشاره سره شوې او دوی په تمه دي څو اشاره شنه شي او بيا له سړکه تير شي چې متاسفانه ياد کار په کابل کې ستونزمن دی، هیره دې نه وي چې ياده کوڅه د خلکو لاره وه او امنيتي کامرې هم پکې نه وې خو قانون ته ژمنتیا او درناوي په موخه خلک يوازې يوې سرې او شنې اشارې په تمه کړي و.
زه چې د شپې ډير ناوخته شوي و بيرته هوټل ته راغلم په ذهن کې خپل هيواد او خپله پلازمينه يانې کابل را وګرځيد، چې ټرافیکي نظم پکې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، تاسو باور وکړۍ چې تر سهاره مې ارام خوب ونکړ او تل به مې د نورو ارمانونو تر څنګ دا ارمان هم کاوو چې کله به زموږ ښارونه هم د دې اشارو شاهدان وي او خلک به ورته پوره درناوی کوي.
خو په تيرو څو اونيو کې مې يو ډول دا ارمان پوره کيدو ته نيږدې شو او اوس اوس د ښار په ډيرو سيمو کې يادې شنې او سرې اشارې وينم، له دې اشارو سره د خلکو غبرګون هم ډير مثبت دی، ډير وارې داسې شوي وي چې يو تر سرې اشارې تير شوی وي يو بل موټرچلونکي پرې نارې کړي يا يي د موټر څراغونه ورکړي دي چې ولې له سرې اشارې تير شوې.
يو بل ملګري مې کيسه کوله چې يو دوست مو اشارې ته له ور رسیدو سره سم خپل موټر په لار کې داسې کوږ ودروي ترې مې پوښتنه وکړه چې ولې موټر داسې کوږ دروې ده راته وويل چې د نورو خلکو مخه نيسم څو له سرې اشارې تير نشي، يا يو بل موټر چلونکي د شپې له سرې اشارې د يو موټر تر تيريدو تیر شوي موټر ته څراغونه ورکړل ما ورته وويل چې ولې داسې کوې نوموړي راته وويل که دی انسان وي او پوه شوی وي د څراغ ورکول يو ډول کنځلې وې چې ده ته مې وکړې.
زه له دې سره سره چې د ښاريانو د دې ډول کړو وړو سره موافق نه يم خو د دوی له دې کړو وړ راته داسې ښکاري چې ښاريان تر ډيره ټرافیکي نظم ته يو ډول ژمن دي او دا کار هم د همدې نظم د مراعت په موخه کوي.
زه چې له قانون سره د خلکو دا مينه ګورم، ډير وارې مې په سترګو کې اوښکې راشې او د جاپان هغه توره شپه او ولسي نظم را ياد شي.
اجازه راکړۍ په لومړي سر کې د کورنيو چارو وزير صاحب ته د دې نوښت مبارکي ورکړم او له لوی خدای څخه ورته لا زياتې برياوې غواړم، منندوی يي ځکه يم چې زموږ ستر لارښود حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرماييلي دي(( من احسن الیکم معروفا فکافئوه))(( يانې هغه چې له تاسو سره ښه وکړل ښه مکافات ورکړۍ)).
زه هيله من يم چې ټول وزارتونه په خپله کاري ساحه کې نوښتونه وکړي، او ډاډه يم چې د افغانستان خلک به يي د کړي نوښت ستاينه کوي او د دوی کړنې به هم راتلونکي نسل او تاريخ ته پاتې کيږي او شته چارواکي به په دې کار سره خپله وظيفه او د وطن دوستۍ حق آدا کړي.
زموږ حکومتي او دولتي چارواکي بايد د قوانينو درناوی وکړي، ترڅو عام خلک هم د قوانينو متابعت وکړي او له دوی څخه تقليد وکړي،لکه څنګه چې په پرمختللو هيوادونو کې دود دی او په ډيرو حالاتو کې که چيرې دوی د قوانينو درناوی نه وي کړی، له خلکو يي بخښنه غوښتې او ان تر دې چې استعفا ته اړ شوي دي.
همداسې علما، روحانيون او کورنۍ هم بايد په دې برخه خپل فرض آدا کړي او په دې برخه کې دې پوهای ورکړي.
د افغانستان خلک مسلمان دي او زموږ ټول قوانين له قرآن، سنت،اجماع ، قياس او غوره عرف څخه استنباط شوي دي.
عدالت او په ټولو د قوانينو تنفيذ زموږ د دين له اصولو څخه دي.
فاطمه بنت جحش غلا کړې وه د خدای پيغمبر ته د قبایلو مشران راغلل او ورته يي وويل چې دا له يوې ډيرې لويي قبیلې څخه ده ښه به وي که وبخښل شي.
د خدای پيغمبر په ځواب کې ورته وويل: په خدای تعالی قسم فاطمي د محمد لور هم که چيرې داسې جرم کړی وی د خدای قانون به پرې پلی شوی وی.
څو ورځې مخکې د آسيا په چارو کې د جاپان يو افسر يا special Assistant for southwest Asian issues تکيوروتمورا زما څخه يي تر ډيره پوښتنې دا وې چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان څه کوي؟
ما ور څخه وپوښتل چې يو وخت جاپان هم له همدې ستونزو سره مخ و د جاپان خلکو هم د خپلو ټولو انساني منابعو پر مټ خپل هيواد دې مقام ته ورساوو. هيڅ بل ملت او هيواد، بل ملت ته د دوی هيواد نه ساتي او نه هم له کومې موخې پرته ورته کار کوي. موږ افغانان يو، افغانستان مو يو واحد کور دی نو ابادول يي زموږ دنده او مسوليت دی.
دا د ژوند طبیعت دی هغه چې زيار وباسي کوښښ کوي، ژوند د هغوی دی، اوسپنه زما او د ټولو انسانانو په خدمت کې ده، څوک ترې الوتکې جوړوي او څوک ترې وسلې يا نور پرمختللي وسايل............... الله تعالی فرمايي(( ان الله لايغیرما بقوم حتی يغیرو ما بأنفسهم)) ژباړه: الله تعالی تر هغه په يو قوم کې بدلون نه راولي تر څو چې هغوی په خپله په ځان کې بدلون نه وي راوستی.
دې ټولو خبرو ته په کتو سره د شته ټرافيکي اشارو جوړښت او ګڼ نور بدلونونه زما په څير خلکو ته ډاډ ورکوي او هغه د جاپاني
پروفيسور تنکاچي خبره را ياده شي چې يو وخت يي زما د پوښتنې په ځواب کې ماته کړې وه ، ما ترې پوښتنه وکړه چې د جاپان د ترقۍ او پرمختګ راز په څه کې دی، نوموړي راته وويل: د يو نسل قرباني او فداکاري او د نورو نسلونو ساتنه