دخپریدو نیټه : 2014-01-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ا فغا نستان ته د زړه او سر په سترګو وګوري
ع.شريف زاد
زه به دلته يو ډير ساده مطلب راوړم واېې چې د سعودي عربستان په يوه ستره دښته کې يو شپون د خپلې رمې لپاره د اوبو په لټه کې وه . په دې سوچ کې چې اوس به چيرې د څښاک لپاره اوبه پيدا کړي.نا څا په له رمې سره يو ځاى ته ورسيد ګورى چې ځمکه له ورايه ډير لنده ښکاري نو فکر ېې وکړ چې دابه اوبه وي . کله چې دې سيمې ته ورسيد ګوري چې يوازې نمجنه خاوره ده او اوبه نه دى او په عين وخت کې دغه خاوره بوى لري چې دا بوى هم د مځکې پر سر د خاورود تيلو دى.شپون ډير خفه شو او له ځانه سره ېې وويل چې لويه خدايه په دې وچه دښته کې له دې رمې سره هم پاکې اوبه دې را باندې پيرزو نه دى او دا څه ډول قسمت دى؟ دا خو ډيره بوينه سيمه ده په دې څه وکړم.دغه خبره کلي ته ورسيده او د هر چا د ورځې خبره شوله لکه زمونږ مشورتي جرګه / او يا د امنيتي تړون لاس ليک کيدل او نه کيدل ورڅخه جوړشو . دا خبره په دري ژبه کې ډيره عامه ده چې واېې : چرا عا قل کند کارې که عاقبت ارد پشيماني ! اوس دلته بايد د چرا،عاقل او عاقبت معادله وڅېړل شي چې هريو ځا نته استد لال غوړي. .په هر حال په دې وخت کې د امريکايانو متخصصين له خوشالي نه په جامو کې نه ځايدل دوى پوه شول چې هغه څه يي په سعودي کې پيدا کړل په کوم پسې چې له ډيرې مودې راهيسې سرګردانه وو. هو! دا تيل وه او د تيلو سياست وه چې په سيمه کې د اوپک په غړيو پورې راورسيد.
شپون د سر سترګې لرلې په کومو چې ېې يوازې ساده سپينې اوبه پېژندلې ، خو د هغه د ليد او پوهې سطحه بابيزه وه او يا په بله اصطلاح ډيره محدوده وه.د امريکا يانو ليد ژور او تر يوه حده پورې مايکروسکوپي وه.هغوي دغه ځاى بوى او بيا ېې مچ کړ. ځکه هغوي دلته تيل پيدا کړه او په ميلياردونو خاوندان شول خو شپون هماغسې شپون پاتې شو!
افغا نستان چې کلونه کلونه له نړۍ څخه په هر نوم چې وه با طرف يا بې طرف ډيرې جلا شپې اوورځې تيرې کړي او يوازې پاتې وه.اوس ددې وخت نه دى چې په هره برخه ېې نظر ور کړو که څه هم په غيره مستقيمه توګه د لويد يزو هېوادونو او په تيره بيا د روسانو پورونو، پروژو، اوږدمهال او لنډ مهال قرار دادونو ، د خلقي او پرچمي ماشومانو روزل او د هېواد په ګېډه کې د هغوي لپاره د مارکسيزم او مرداخور ليننيزم ايدايالوژي زمينه برابرل او له بلې خوا د انګريزانو سياست هم د هند او پاکستان له لارې په دې سيمه کې مطرح وه ځکه چې په هندوستان او پاکستان کې انګريزان تر ١٩٤٥ کا له پورې مېشت وه. په دې وخت کې په افغانستان کې کله چې د غواېې بده څيره راڅرګنده شوه غواېې له ځانه سره ډير ناببره توفانونه راوړل چې لا تر اوسه د افغانستان په مظلومه خاوره کې دوام لري چيرې چې امنيت د نړيوالو لخوا هم په اساسي توګه تر سره کيداى نشي. نود داود خان نو بنياده جمهوري نظام د بې کفايتو جنرا لانو، کمزورې اردو، پا رلمان، وزيرانو له خوا او په تيره بيا د کابل د خاين ، خودخوا، بې دانش امنيه قومندان له خوا د کمونستانو داراودستې ته چې په ولايت کې دده په مخ کې کلا بند وه هېڅ نه پيښيږى او په ډير کم وخت دغو ډارنو غلو ته چې ځينې مردار او ورک شول او ځينې هغو هېوادو ته پناه يو ړله چې دوى ورته د امپرياليزم په نو بد ويل. خو همدا کمونستان اوس د سر مايه داري نظا مونو په لمنه کې دومره خوښ ژوند لري چې مثالونه ېې له شمېرې اوړي. ځينې ېې بيا ځانونه نه پوه کوي او داسې ښيي چې دوى د هورا هورا د ډلې نه وه . دلته دداود خان ګناه څه وه. نو طبيعي خبره ده چې دولس او داود خان تر منځ فاصله د چا په واسطه مينځ ته راغله د همدې بې کفايته ادارې دې کې شک نشته چې داود خان هم ځينې اشتباه ګانې وکړي د کمونستانو په مشوره د افغانستان پخوانئ صدراعظم هاشم ميوندوال د مساوات د جرېدې مشر وواژه چې دا کار په هيڅ صورت بايد نه واى شوى ماما زرغون شا ه شينواري باتور افغان ېې ور سره ملګرى کړ. او هغه په دغه کاسه پاکو باور کړي وه او نورو غښتلو پاکو افغانا نو ته ېې غوږ ونه نيوه ځکه د قدرت خبره وه او دى معمولا په زړو نومونو پسې ګرځيده د ځان تباهي ېې له همدې خودخواهي څخه پيل شونو داود خان يوازې پاتې کيږي اوبيا هم د يوه مېرنئ افغان په نوم د شهادت جام پر سر پورته کوي.
اصلي مطلب څخه لېرې نه ځم . دې کې شک نه شته چې انسان د دوه سترګو سره دې د سياستونو، دروغجنې، مکارې، له تزويرو ډکې نړۍ ته راځي او دوه نورې سترګې ېې د ژوند په لومړيو وختونو کې کار نه کوي او يا ړندې وي چې دغه ړندې سترګې ورو ورو د ژوند په تجربو، زده کړو، پوهنې اوتعليم سره روښانه کيږي او د ليد وړ ګرځي.نو لومړۍ دوه سترګې طبيعي دي خو دوه نورې په زحمت او پوهې سره لاس ته راځي.
اى افغا نا نو ، سياست مدارانو، منتقدو، پوهانو او دعالي سوچ خاوندانو، لرو ابرو، ليرې او نيږدو هرڅه چې کوى او هره تګلارې ې غوره کوى راځې د ډير و انتقا دونو نه تيرشي او شخصي هوسونو مو پر ځاى پريږدي .خو د افغانستان موقعيت او اهميت کلک په نظر کې وساتي چې ډير، ډير او ډير مهم دى نو مونږ څو ډيرو عاجل او مهمو رسالتونو ته اړه لرو چې د ددې هېواد لپاره ډير حياتي اهميت لري چې دا بيا يواځې د کرزي شخصي پروتوکول او داعيه نه ده په کومه چې دده سر نه خلاصيږي : لومړي سوله زمونږد ټولنې لپاره يو ستر قوت او صفت دى. ٢د افغانستان موقعيت په سيمه کې دنړۍ بام دي او اوس ېې له تيلو څخه ېې هم ارزښت ډير دى .٣ملي حاکميت، د خاورې تماميت او ملى صبغه د ټولو افغا نانو غوښتنه ده چې ددې غوښتنې احترام او عزت يوه ملي وجيبه ګڼل کيږي. اوس ددې وخت راغلي مخکې له دې چې بل ته ګوته ونيسو مونږ په کورني او نړيواله سطحه څه بايد وکړو او دولس ګټي د کومې لاري څخه په ناممکنه شرايطو کې د امکان لاره رامينځ ته کوي. پام ساتي اوس هم سر وخت دى او د نړي سره د حل لاره لري او په محدود سياست کې ګټې نه شته.
په درناوي