دخپریدو نیټه : 2014-01-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دافغانستان محیطی ستونزی اوعلتونه يې
پوهیالی عبدالناصر آخندزاده
افغانستان یوغرنیزهیواد دی چه د هیواد اکثره برخه یی غرونو نیولی ده او په ګڼو اوپه قسم قسم اورنګ رنګ ځنګلونو پوښلی ده چه ډیر پاک او ښکلی اوبه او هوا درلودله خو بد بختانه چه د دری لسیزو تپل شوو جنګونو په نتیجه ګی د هیواد زیات شین پو ښ لمنځه لاړ او ګڼ او په ښکلو وحشی ژوو ډک اود رڼواوبو بهیدوونکو چینیو او شرشرو مسکن په شړو او دشتو بد ل شو چه په کتو یی د یو با احساسه انسان زړه زخمی کیږی او همدا ډول ورته دا خبره رایادوی چی په دی ښکلی هیواد کی څومره طبعی منا بعی اوسرچینی د لمنځه تللو په حال کی دی اوزیا تره د لمنځه تللی دی او د سیمی اوسیدونکی یواځی ننداره کوی او د بچولو او ساتلو هیڅ هڅه هم نه کوی دا ځکه چه په اوسیدونکو کی یی د وطن پالنی داحساس کمبود دی الله جلاله مونږه ته ډیر ښکلی طبعی محیط رابښلی دی چه په نړی کی ساری نه لری خو بدبختانه هیڅ زړه سواندی هم نه لری او په ډیره بی دردی سره د خپلو بچیانو لخواپه بی بانونو بد لیږی اوشتمنی د یو څوپیسو په مقابل کی په بهرنینو پلوری او بهرنینان پری بیا خپل نوم ګدی او د خپل هیواد په نماینده ګی په نړیوال بازار کی پلوری او پدی توګه نړیوالو ته ځان دتولیدوونکی هیواد په نامه معرفی کوی او زیاته اندازه خارجی اثارلاسته راوړی او پدی توګه ملی اقتصادیی پیا وړی کیږی او پدی توګه دتولید اصلی ټا ټوبی ته هیڅ فایده نه رسیږی بغیر د څو پیسو او په نتیجه کی زمونږه ښکلی چاپیریال ویجاړیږی او سیمی مو له ژوند کولو وځی زمونږ طبعی شتمنی لمنځه ځی او پدی توګه زمونږه ځنګلونه یعنی شنه طلا چه زمونږه د طبعی چاپیریال تر ټولو ستره پانګه وه د لمنځه تللو له خطر سره مخامخ کړی دی
له یوی خوا څخه مو طبعی شتمنی لمنځه ولاړی او له بلی خوا مو ګلالی چا پیریال ویجاړ شو او حاصلخیزه ځمکی مو په شړو او دشتو بدلی شوی او له بلی خوا وحشی حیوانات چه زمونږه د چاپیریال ارزښتمنه برخه جوړوله لمنځه لاړل او یا نورو هیوادونو ته کډه شول او زمونږه دملی کلتور له یوی غټی ضایع سره مخامځ شو
مهمه ستونزی چه دطبعی چاپیریال او طبعی شتمنیو د لمنځه ووړلو څخه وزیږیدی عبارت دی له :
۱ : د سیلابونو ډیریدل ه په نتیجه کی ډیری کرنیزی ځمکی لمنځه لاړی
۲ : د پرلپسی وچکالیو منځته راتلل
۳ : دحا صلاتو کمیدل
۴ : دسیمی د اوسدوونکو بی کوره کیدل
۵ : دتودوخی زیاتیدل
۶ : دڅارویو په شمیره کی کمبود راتلل
۷ : دخلکو بی کاره کیدل
۸ : د سیمی د طبعی ښکلا لمنځه تلل
۹ : د چټلوالی زیاتیدل
۱۰ : دامراضو زیاتیدل
۱۱ : د سیمی تاریخی اثارو لمنځه تلل
۱۲ : د سیمی د خلکو بی وزلی کیدل
۱۳ : قبیلوی شخړو رامنځته کیدل
۱۴ : د سیمی بی ثوباته کیدل
۱۵ : دملی اقتصاد زیانمنیدل
۱۶ : دپناءګانواو کورونودجوړولو لپاره د لرګینوموادو کمیدل
۱۷ : دځمکی دسطحی اوبو کمووالی
۱۸ : دسیمی دطبعی ښکلا او ځلا لمنځه تلل
۱۹ : دسون دموادوکمیدل
۲۰ : د اوبو دطبعی زیرمو لمنځه تلل او په تدریجی ډول کمیدل
۲۱ : دخاورودحاصلخیزی لمنځه تلل
۲۲: د هوا اوبواو خاوری چټلیدل
۲۳ :د ورښت کموالی
۲۴ : دناڅاپی اوغیرمترقبه طبعی حوادثو منځته راتلل
۲۵ دژوند د عادی بڼی ګډوډوالی
د پورته ذکرشوو ستونزو علاوه یو لړ نوری ستونزی هم د شین پوښښ د لمنځه تللو په پایله کی رامنځته کیږی
۱ : د افغانیستان ددولت د موثرو اقداماتو دنشتوالی له امله ۲ : د ځنګلونو او نورو طبعی زیرمو د ګټو او فوایدو څخه دعامه خلکود بی خبرتیا دوه مهم عاملونه دی چه دافغانستان طبعی زیرمو لمنځه تلل یی تیز کړی دی
هغه مهم عاملونه چه د افغانستان د طبعی چاپیریال د ګډوډی سبب ګرځی عبارت دی له
۱:د ځنګلونو بی دریغه قطع کول
۲ : دقومی شخړو په نتیجه کی دځنګلونو سوځول او لمنځه تګ
۳ :دبهرنیو اوګاونډی هیوادونو لاس وهنی او محلی اوسیدونکو هڅونه چه ځنګلونه قطع کړی
۴ :له حده زیاته او بی پلانه څر د څارویو په ځنګلونو او څرځایونو کی
۵ : دلرګیو او اونورو دځنګل د محصولاتو بی پلانه اخیستل او خرڅول
۶ :ددولتی چارواکو او قومی مشرانو د لرګیو په قاچاق او فساد کی ککړوالی
۷:دمحیطی ستونزواو دهغه دعواملو څخه دعامه وګړو بی خبرتیا
۸ : دسواد د کچی ټیټوالی
۹: د ناقانونه بازار شتون
۱۰: ددولت دکنترول نشتوالی
۱۱:دکرنی دوزارت لخواد موثره اوپایښت لرونکو پلانونو نشتولایی
۱۲:دمسلکی تخنیکی اوعلمی موثره وطنپالی او بااحساسه کدرونو نشتوالی
د پورته ذکر شوو ستونزو او د هغه د عواملو په موثره توګه د مخنیوی او لری کولو لپاره لاندی سپارښتنی په نظر کی لرو
۱: ددولت لخوا باید دځنګلونو په بی قانونه قطع کولو په مکمل ډول بندیزلګول
۲: د ځنګلونو دساتنی اوعلمی استفادی لپاره باید قوانین جوړ شی
د جوړیدو (Afforestation) اونووځنګلونو(Reforestation) ۳:دځنګلونود بیا رغونی
لپاره باید پلانونه جوړشی
۴: دناقانونه دځنګلونو د قطع کوونکو د مخنیوی لپاره باید خاصی محکمی جوړی شی او دلرګیو دقاچاقبرانودمحکمی لپاره باید زمینه برابره شی
۵:دځنګلونوپه ناقانونه قطع کی لتاړ دولتی چارواکی باید له دولتی دندو لری شی او علنی محکمه شی تر څو نو چارواکی تری عبرت واخلی
۶:دځنګلونو د سا تنی په خا طرباید په محلی توګه دځنګل ساتنی ساتونکی
وروزل (Forest Guard)
۷: ځنګلپوهنی لپاره باید پوهنتونونه او انستیتونه قا یم شی
۸:دځنګل دمحصولاتو د خر څلاو نا قانونه بازارونه باید وتړل شی
۹ :دځنګلونوداهمیت اوګټو په هکله د عامه وګړو دخبرتیا لپاره باید د عامه پوهاوی پروګرامونه د هیواد ولایت او والسوالیو په سطح جوړشی
۱۰:دافغانیستان دولت باید یو نوی وزارت په نوم د( د افغانیستان دځنګلونو او چاپیریال د پرمختګ اوساتنی وزارت) جوړ کړی