مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

يوه ولس ته دوه ډالۍ

صفي الله باران

لغمان ته په غځېدليو لويو لارو پوليس ولاړ وو، د تالاشيو په پوستو کې کلکه تالاشي کېده، ښار کې ګڼه ګوڼه کمه تر سترګو کېده، بې ځايه يې کراچۍ نه پرېښودې، موټرو ته هم هر ځای د ودرېدلو اجازه نه وه، په مهترلام مرکزي روغتون کې اداري پرسونل په بيړه ښکاريده، داسې اوتر- اوتر ښکته پورته کېدل لکه د ليسې شاګردان چې د ازموينې په ساحه کې د ښوونکي انتظار باسي، د روغتون په انګړ او خونو کې کلکه صفايي روانه وه لکه د چاپيريال ساتنې ورځ چې وي، د روغتون د ريس خونې ته ورغلم او د خپل ناروغ په اړه مې ورته وويل، هغه ډاډ راکړ او راسره یې ژمنه وکړه چې متخصص ته به د ناروغ د مکملې معاينې او جدي مراقبت هدايت کوي، په خپله يې بخښنه وغوښته او ويي ویل: زموږ وزير صاحبه راځي زه لږ بيړه لرم که اجازه دې وی زه به لاړ شم. ما ويل وزيره صاحبه لغمان کې څه کوي خير خو به وي! زياته يې کړه له خيره سره د يو سل بيستريز روغتون ډبره ږدو که د خدای جل جلاله رضا وي ډېرې ستونزې به مو ورسره کمې شي.
 که څه هم د روغتون د جوړېدو چارې به درې کاله نيسي خو خلک ورته ډير زيات ليواله وو، د روغتون په انګړ کې د ټولو خلکو په خوله کې لکه د اختر مبارکي د روغتون خبرې اوښتې را اوښتي. ډاکټرانو د امکاناتو د لږ شتون څخه د خلاصي يواځينی هیله ګڼله او ناروغانو د خپلو ناروغيو د درملنی يواځینی مرکز.
 د کرزي صاحب حکومت او عامې روغتيا وزير صاحبې ته مې زړه دعا وغوښتي، په شفاخانه کې مې لا د خلکو سترګو کې دومره خوښي نه وه ليدلی، فکر مې کوه د کوم واده په مراسمو کې یم.
 د روغتون ډبره کېښودل شوه، مراسم پاي ته ورسېدل، د روغتون د اداري پرسونل زړونه هم ولګېدل، وزير صاحبه بېرته کابل ته لاړه، ما هم مازيګر مهال غوښتل کابل ته لاړ شم، غوښتل مې يو ځل بيا د خپل ناروغ پوښتنه وکړم او د وروستي ځل لپاره خپل دوستان يو ځل بيا د روغتون له ډاکټر صاحبانو او ريس صاحب سره معرفي کړم، په همدې موخه روغتون ته لاړم، په روغتون کې د پوليسو رنجر موټرونو ولاړ وو، ګڼه ګوڼه بيخي زياته وه، ماويل لکه چې وزير صاحبې د امنيتي ملحوظاتو له مخې موږ ته د کابل د تلو وويل خو دا روغتون ته راغلې ده.
 لږ وړاندې لاړم د دروازې پهره دار راته د موټر د پارک کولو اشاره وکړه، موټر مې پارک کړ او روغتون ته دننه شوم، کشری ورور مې په مخه راغی ترينه مې د حال احوال پوښتنه وکړه راته يې وويل: شيبه وړاندې د مراسمو د خرابولو لپاره اماده شوي توغوندي په يو کور را وتوغول شوي، درې ماشومان او يو شل کلن ځوان يې ټپی کړی ده، پوليس د مخکې تګ اجازه نه ورکوي نه پوهيږم چې وضيعت به يې څنګه وي.
 ما چې د روغتون له نږدې ټول پرسونل سره پېژندل له ډاکټرانو سره مل د عاجلې خونې په لور وخوځېدم، په هماغه څوکۍ چې سهار پرې د روغتون د ډبرې ايښودنې ګرم بحث روان وو درې ميندې ناستې وې ټول بدن يې لړزې اخیستی وه او د خپلو تنکيو ماشومانو او ځلمی ځوی د سر خير يې غوښته، اوتر – اوتر يې کله بيړنۍ خوني او کله د عمليات خوني ته کتل، له هر اواز سره به له چوکۍ پورته شوې او بيا به بيرته کښيناستلې، ځمکې ورته ځای نه ورکاوه.
 د عمليات له خونې يو ډاکټر را ووت او ماته يې سر وخوځاوه، دا د دې ولس حال دی، تا خو وليدل دا دواړه ډالۍ همدې يوه ولس ته دي نور څه يې هم غوښتل چې و يې وايي خو ښايي کور يې له ښار نه کومه لويشت فاصله لرله ځکه خبره يې نيمه کې پرېښوده او بېرته د عمليات خوني ته ننوت.
 د جدي ۱۴ مه مهترلام
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery