مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خالد افغان او الحاج استاد بيانزي ته يوه مشوره

سيدحسين پاچا


زموږ مساله سياسي ستونزه ده نه مذهبي چې سياسي هواری غواړي نه مذهبي يو بل ته مذهبي گوتڅنډنې ښه خبره نه ده. که ښاغلي بيانزي د ملحد کلمې نه کارولی او د خپل قلم د عفت خيال يې ساتلی، نو نن به ولې ورته دغسې مذهبي گوتڅنډنې کېدلې. مفسر صاحب خو شهيد داود خان ته کافر ويل، خو پر بوټو او نصيرالله بابر بيا تر پايه غلی پاتې شو. کله يې چې نوي بچي وزېږول، نو نوموړی يې له پامه وغورځاوه او وريرې يې ورپسې واخېست او ايران ته ورسېد. له هغه ځايه د مجاهدين خلق په تبادله کې بيرته خپل د هجرت ټاټوبي ته راغی

د کلاسيک، عصري وماډرن يا اوسنيو منافقينو کلمات کارول ښه خبره نه ده. نه يوازې دا چې اخلاقي کمزورتيا او تېروتنه ده، بلکې دنيوي واخروي مسووليت هم لري. که بيانزي د الحاد او دېته ورته نور ټکي نه کارولی او بېځايه تورونه يې نه لگولی، نو ولې به پرې اوس داسې توره ټاپه لگېدله

ښاغلی خالد گرم نه دی. حزب له پخوا نه د ځانځانۍ او نه زغم پر ارثي رنځ اخته دی او رواني ستونزې لري. ښاغلی ارغنديوال، استاد محمد زمان مزمل او ځينې نورې مخورې څېرې چې هغه وخت له حزب نه ماڼيجڼ او خوابدي شول، نو خپل مشرتابه ((مرجفين)) او ((بېمار زړونه)) وبلل

که څوک د چا خوښيږي او يا نه يا ورسره د نظر اختلاف لري درست ده، خو يو بل بايد په داسې ستوغو کلمو تورن نه شي. د الهي ارشاد له مخې ابراهيم عليه السلام خپل پلار ته بار بار د درناوي لپاره ((يا ابت)) کليمه کارولې، نو ځکه خو زوی اسماعيل عليه السلام هم ورته ان د ذبحې په وخت کې په درنښت د ((يا ابت)) کليمه کارولې چې همدارنگه نور آل يعقوب هم د ((يا ابت او يا ابانا)) کليمې چې په سورة مريم او سورة يوسف کې يې پوره بيلگې تر سترگو کيږي.

حقپال :
مړه ولسونه خپل زعماء په هديرو کې لټوي - ژوندي قومونه ژوندي قيادتونه غواړي
http://www.tolafghan.com/posts/24200

استاد محمد زمان مزمل :
افغانستان تاريخ لري، رهبر نه

استاد مزمل :
صمد حامد
په زړو سياستوالو کې يو پاک سياستمدار
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%D8%A7%D8%AA%D9%84%D8%A7%D9%86&article=10388

ظريف افغان :
گلبدين حکمتيار، ناکامه ماضي او ناجوت راتلونکې
اوس د مزمل صاحب وار شو!
http://www.dawat.no/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=8113&page_order=1&act=print

ښاغلی محمد زمان مزمل د مرحوم عبدالصمد حامد د غمشريکۍ په پيغام کې ليکي :
کله چې د ماښام د لمانځه وروسته له هغه سره مشوره وشوله هغه د ټليفون پر کرښه په صفا صفا ټکيو کې وويل :
« نه مونږ امريکا غواړو او نه هم امريکا مونږ زغملی شي. په روانو او له درغليو ډکو انتخاباتو کې به هغه څوک په يقيني ډول راځي چې امريکا يې غواړي‎.
داسی په کابل کې به مونږ هم د دغو جعلي او غير ملي انتخاباتو ميدان تود کړو نو هغو ته به پخپل حضور اعتبار ورکړو. دا به مو له ملت سره خيانت کړی وي.
زما له نظره له دې نه دا ښه ده چې يوه ابتدائي حلقه په کوم جومات يا مدرسه کې ولرو چې د دغه نظام او د دغه اشغال پر ضد خپله واضح خبره پرګنو ته ورسوي »
کله مې چې ټليفون د هغه خوريي خالد صاحب ته ورکړ، نو د تأثر نه په ډکه لهجه مې وويل، دغه باايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اخوانيانو نه سل ځله دروند وخوت چې د کابل رژيم او امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل.
روح دې يې ښاد وي ياد دې يې باقي (آمين)
*** *** ***

ښاغلی مزمل د مرحوم مولوي خالص د شعر په ځواب کې وايی :
يه خالصه مولوي! بلا دې ليرې
توند هوس د اقتدار ته څنګه تم شوې
مؤمنانو د ملحدو بې نياز کړې
د کثرت په انډوخر کې نه د خلق نه د پرچم شوې
په ايمان د ډېرو زيات شوې باک يې مکړه
که په شمېر کې د ډلګيو لږ څه کم شوې
دا ګټلې نوم دې بس دې ښه يې ساته
شې بدنام به که د نورو په شان خم شوې
بزرګان پکې لغړ شول له ايمانه
څومره ښه چې بې نياز د ګلم جم شوې
*** *** ***

محمد افضل :
حزب اسلامي له جدي خپلمنځي کشمکش سره مخ دی
http://www.benawa.com/pashto/print.php?id=42775

خالد افغان :
د بيانزي اوتې بوتې
د قطب الدين هلال په اړه د بيانزي څرگندونې
ښايې بيانزی صاحب له ليکولو پرته بله دنده هم وه نه لري هغه د عربي متل دلته ښه صدقيت کوي چې وايې (اللي هو فاضي يعمل قاضي) څوک چې بې کاره وی هغه په قضا وتونه کوي، دا وخت بيانزی صاحب د خير په غونډي ناست او د ملت د سرنوښت په هکله قضاوت کوي او مشرانو ته مشورې ورکوی ، دا چې دی د پخواني حرکت (دمولوی محمد نبي محمدي او يا هم مولوی نصرالله (منصور) او يا هم د مولوي رفيع الله (مؤذن) د حرکتونو غړی دی او که د سرخوړلی کمونېست ګوند (خلق) غړی او يا د اوسنی سيکولارېزم پلوي او د ډالرو غلام دی معلومه نه ده، خو د دغه مواصفاتو لرونکی حتما له غيرمسلمينو سره په عقيدو او فکری لحاظ ملګري وي، بلکی هغوي پرې پا نګونه کوي او دغه ډول لوډ سپيکرونه ساتي، خو دی دې پوه شي چې دوی د مال او طاغوت په خدمت کې دي او طالبان هم بايد پوه شي چې ځيني د دوی کاذب مداحان دوی له بېخه ويستل غواړی او په داسې جګړو او مشکلاتو کې يې راګېرول غواړی چې طالبان ورته اړتيا نه لري، بلکی د طالبانو په زيان ده.
[الفاضي يعمل القاضي يا فاضي يعمل قاضي]

ظريف افغان :
گلبدين حکمتيار، ناکامه ماضي او ناجوت راتلونکې
اوس د مزمل صاحب وار شو!
يو د دغو (رهبر) ډولو د ګلبدين حکمتيار په نامه د کابل د پولي تخنيک له دويم ټولګي تښتېدلى پخوانى ځوان او اوسنى زوړ دى. که د تېر وياړلي جهاد پر مهال په موږ کې پرديو لاسوهنو ګوتې نه واى وهلې، ګلبدين ډلو ته په هېڅ صورت د دې بدمرغه هېواد رهبري نه رسېده. که د ګلبدين حکمتيار ژوند له جهاده تر دې دمه تر نظر لاندې ونيسو، ده هېڅ د وياړ کار نه دى چې څوک ورته د رهبرۍ رايه ورکړي. ده پرون شهيد سردار محمد داؤد خان کافر باله، خبرې يې ورسره نا روا بللې؛ خو په دې نالايق رهبر داسې سپېرې شېبې راغلې، چې د افغانستان دوو سخت زړو کمونيستو جنرلانو (تڼى، دوستم) سره يوځاى شو، څو خپل پخوانى آرمان (رياست جمهوري) ته ورسېږي. حزب اسلامي کې ډېر محترم، نوميالي او درانه خلک وو، خو نن هاغه حزب اسلامي پر حزب ډلګۍ بدل شوى، نن حزب ګلبدين، عابدي، سعيد، بهير، حکيم، کريم او داسې نورو ته پاتې چې په هېڅ ډګر کې د حساب خلک نه دي.

د ګلبدين حکمتيار د ضد او نقيض کردار په نتيجه کې دښمانو وځپه او دوستانو منزوي کړ. اخر حکمتيار حزب يوازې خپلې کورنۍ او زومانو پورې محدود کړ. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پرمهال دى د احمد شاه مسعود په مرسته ايران ته په تېښته بريالى شو. ايران ته له تګه سره حزب نور له منځه ولاړ. طالبانو ته يې څو څو ځلې وړنديزونه وکړل، چې که ده ته کومه څوکۍ ورکړي. داسې اوازې شته، چې ملا محمد عمر مجاهد تر يوه بريده موافق شوى هم و، خو په طالبانو کې د شهيد مولوي نصرالله منصور، زوى شهيد ملا سيف الرحمن منصور (چې هغه مهال قومندان و) ملا صاحب ته تر غوږ تېره کړې وه، چې د ګلبدين حکمتيار په يو ځاى کېدو به دوى خواشيني شي. شهيد مولوي نصرالله منصور د ګلبدين حکمتيار له خوا په ډېرې ناځوانۍ شهيد کړاى شو، د دې خيانت له امله د شهيد مولوي صاحب زوى د پلار د قاتل راتګ کله زغملاى شواى. له دې امله ملا صاحب ويلي وو، چې که زما يو عادي مجاهد د ګلبدين حکمتيار په راتګ راضي نه وي، موږ يې نه غواړي، ملا سيف الرحمن منصور خو پر خپل ځاى چې لوړ پوړى قومندان و.

پر مزمل صاحب د حکمتيار نقدګي يو ځل بيا موقع برابره کړه، چې ده او پلويانو ته يې څه يادښتونه تر غوږ تېر کړم. په دې هيله چې د ده پلويان په خود راشي او پر خپل نظر بيا کتنه وکړي.

نيلسن مانديلا :
که دوی ونه بښو، نو د کرکې او غچ يا انتقام احساس به پاتې وي. موږ وايو راځئ چې تېر هير کړو، راځئ ځانونه له اوس او راتلونکې سره وتړو، خو چې دا ووايو چې پخواني ناورينونه به هېڅکله تکرارېدو ته پرې نه ښودل شي

ايف ډبليو ډيکلير :
د جنوبي افريقا پخوانی سپين پوستی ولسمشر :
فکر کوم د هغه لوی ميراث او پر جنوبي افريقا يې لوی اغېز په دې کې دی چې موږ له دومره ژورې رنګارنګۍ سره سره يو له بل سره په سوله کې يو او اوس به يې بيا پر مړينه په خپل ګډ غم او وېر کې يو بل ته سره لاسونه ورکوو.

مانديلا اګر چې اسلامي بګرونډ نه لري، مګر کړه وړه، انصاف، سلوک، زغم، لوريېنه او بښنه هغه کريکټرونه دي چې له اسلامي اخلاقو نه سرچينه اخلي. زغم، صبر او بښنه دا ابراهيمي ميراث دی چې يوسف عليه السلام خپل وروڼه د ټولو ناکرديو باوجود وبښل ((لاتثريب عليکم اليوم)) او محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم هم خپل قوم قريش د مکې په فتحه کې د فزيکي او ژبني ضرر باوجود دوی د يوسف عليه السلام په شان وبښل

زموږ جهاديانو هم بښنه وکړه، ولې د بښنې سره يې د نورو په لمسون داسې نښتې وکړې چې کمونيستي جنايات يې له خلکو هېر کړل چې پخپله په بشري او جنګي جرمونو کې ښکېل شول

د نظر د اختلاف لپاره ځينې پېښې شته چې سړی بايد ورته لږه کتنه وکړي. د بېلگې په توگه :
د حضرت بريرة رضی الله تعالی عنها کيسه
د حباب بن منذر واقعه په بدر کې
د حضرت خضر او د موسی عليه السلام واقعه
د قابل وهابل پېښه او داسې نور.

نظر محمد مطمئن :
قطب الدين هلال د ترکستان پر لاره
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=روانېچارې&article=11359

عصمت قانع :
څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟
د افغانستان د جهاد سياسي نماينده ګي د مملکت خداداد پاکستان حق و، د داسې حق نه منل شين کفر وو، دغه شين کفر بايد له مېنځه تللی وای، د شنه کفر د له منځه تللو مجاهدين غازيان وو او وژل کېدونکي شنه کفار ټول جهنميان، دوزخيان او ګناګاران وو.

د پاکستان افغاني باغيان د ورسک ډېم ته ولوېدل، د کبانو خوراک شول، د اټک په خېبر اباد کې د اباسين څپو په مخه واخېستل او د شمشتو په دښته کې د هوا کارغانو او مرغانو وخوړل.

مجروح، شګېوال، الفت، غروال، کټوازی، پکتيانی، همدم او نور بې شمېره افغاني روښانفکران له روس څخه را وتښتېدل، خو پنجاب ته د بغاوت په تور په توره تياره کې و وژل شول.

د دې افغانانو ګناه داوه چې د روس پر ضد د افغاني وينې زور يې د ازادۍ پر رڼا ګانو باندې پيرزو کاوه او نه يې غوښتل چې د افغاني وينو په زور د پاکستان د اټومي پروګرام د موټور څرخونه واوړي، بلکې غوښتل يې چې خپله وينه د ازادۍ هغې ډيوې ته د تېلو په توګه ورکړي، کومې ډيوې چې د روان توپان په څپو کې د افغان هويت او افغان موجوديت پر څلي رڼاګانې جوړولې، خو پاکستان لګيا وو د افغانانو په وينو يې د خپل اټومي پروګرام يورانيم غښتلي کول.

د حکمتيار صاحب پير کامل مولانا ضياء الحق په هماغه وخت کې په ډاګه وويل، چې پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

ضياء الحق به ويل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي. ډګروال محمد يوسف چې په هماغه وخت کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر جنرال عبدالرحمن سکرتر وو په خپل کتاب (د خرس تلکه) کې ليکي: يوه ورځ جنرال اختر عبد الرحمن تلېفون راته وکړ او ويې پوښتل، چې همدا اوس د امريکا سفير چېرته دی؟

 يوسف ليکي، چې ما ورته وويل: زه نه يم خبر، خو جنرال په غوسه او قهر راته وويل، دا نا خبري د بښلو وړ نه ده. همدا اوس د امريکا سفير د اټک پر پُل واوښت او پروګرام لري، چې د افغانستان د مجاهدينو له مشرانو سره وګوري.

تا ته په غوڅه لهجه امر کېږي، چې نور بهرني ديپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدينو رهبران وويني او نه د مجاهدينو رهبران اجازه لري، چې له غربي ديپلوماتانو سره ملاقات وکړي.

حکمتيار صاحب په هماغه وخت کې ستا نشراتو ټول هغه افغانان د کفارو په ډله کې وشمېرل چې غوښتل يې د خپلې داعيې نماينده ګي په خپله وکړي.

د پژواک ګناه همدا وه، چې له پېښوره وشړل شو، د جنت ګل غروال جرم هم همدغه وو، چې د جهاد د سياسي نماينده ګۍ لپاره يې د پانګې تابيا کوله، چې و وژل شو او تر اوسه يې قبر چاته نه دی معلوم.

د مجروح ګناه داوه چې په يوه ګروېږنه او پلټنه کې يې دا نتېجه اعلان کړه، چې افغان مجاهد ملت د لويې جرګې او پخواني پاچا په وسيله غواړي د خپل جهاد د زعامت لپاره ملي پلاټ فارم جوړ کړي.
خو تا د ISI په سلنګسري تومانچه باندې په سپينه ورځ وويشت او بيا دې د هغه سپين ږيری پلار شمس الدين مجروح ته لاس پورته کول او فاتحه ورکول هم کفر بللو.

جناب حکمتيار صاحب، د مجاهدينو په رهبرانو کې يوازې ته وې چې د ISI په وساطت به دې د CIA له مامورينو سره کتل.

خو هماغه ISI بيا د طالبانو په امبور باندې خصي کړې او د مسعود رحم او کرم ته يې کښېنولې، د ايران اُخندانو بېرته د پنجاب د ويالې پانياب ته ورشوټ کړې.

حکمتيار صاحب تا تر هغو پورې پښتانه و وژل، چې د ISI ورته اړتيا وه، تا تر هغو پورې پښتانه ووژل، چې د سر سړی په کې قحط شو.

http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=ګډوډمعلوماتمختلف&article=13928
http://www.tolafghan.com/posts/28641

خبري اترې : گلبدين حکمتيار
http://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D8%A8%D8%B1%DB%90_%D8%A7%D8%AA%D8%B1%DB%90:%DA%AF%D9%84%D8%A8%D8%AF%D9%8A%D9%86_%D8%AD%DA%A9%D9%85%D8%AA%D9%8A%D8%A7%D8%B1

نوټ : د يو خپلواک شنونکي په توگه دلته نورې کورنۍ او بهرنۍ سياسي لاسوهنې او د تربگنۍ ستونزې پرتې دي، لکه څنگه چې ورته اشاره شوې ده نه مذهبي، نو د سياسي وتربگني ستونزو لپاره د مذهب کارونه او يو بل ته مذهبي گوتڅنډنې درسته او معقوله خبره نه ده، بلکې زغم او سياسي پوهه په کار ده.  سياسي ستونزې سياسي هواری غواړي نه يو بل ته مذهبي گوتڅنډنې. زه د هلال راتگ هېواد ته او ټاکنو ته ودرېدل د يو خپلواک کانديد په توگه ستايم. اگر چې حزبی بيا هم حزبی دی، خو بيا هم په دې هيله چې يو ښه وطنپال ترې جوړ شي. دا چې بريالی کيږي او يا نه، خو همدا شهامت يې هم د درنښت وړ دی چې نور د پنجاب له منگولو ځان راجلا او د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پر خپل ملي واسلامي رسالت فکر وکړي. همداسې ښاغلي حکمتيار، حقاني و مشر ملا صاحب ملا محمد عمر ته. درنښت او عزت په خپل وطن کې دی.
نتېجه :
پرته له شکه ښاغلي حکمتيار د بنگالي ملا عبدالقادر غوندې چې په خپل وخت کې ځوان وو. گرم (توند) او احساساتي وو ځينې سختې تېروتنې ترې پخپله او يا د بل په ترو شوي دي، خو د دې علاج لکه څنگه چې مانديلا ورته اشاره کړې او هم په الهي ارشاد کې ((لاتثريب عليکم اليوم، يغفرالله لکم وهو ارحم الراحمين)) د حضرت يوسف عليه السلام بښنه خپلو وروڼو ته او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مکې مکرمې په فتحه کې خپل قوم قريشو ته بښنه چې زه به تاسو د يوسف په شان وبښم او هم خپل ملي واسلامي رسالت درکول په کار دي. تېر تېر خو پر خپلې راتلونکې باندې يو جامع فکر په کار دی او بس.
انه من يتق ويصبر فان الله لايضيع اجر المحسنين

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery