دخپریدو نیټه : 2014-01-07 مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن
کرزی صاحب ، ددې ماشومي سپوږ مۍ جاني قاتل به ته یې !
حبيب الله غمخور
درنوهيوادوالو! ددې لس کلني ماشومي ژوندته نجات ورکړئ اودکرز ی ددې بې مسوليته او ساده لوحانه امر پر خلاف راپورته اوهغه په کلکه وغندئ .
دافسوس ځاي دي چې دالس کلنه سپوړمۍ جانه کرزی صاحب قاتل ته سپاري ،خوټول ئې پر وړاندي چوپ پاته دي .
په ډله ايزورسنيوکي مې واورېدل او ولوستل چې ښاغلي کرزی دکورنیو چارو وزیر ته امر وکړ چې لس کلنه سپوږمۍ د هلمند د مشرانو په حضور کې د ضمانت او اطمینان له ترلاسه کولو وروسته دا نجلۍ خپلې کورنۍ ته وسپاري .چې د هیواد د نورو ماشومانو په شان له خپلې کورنۍ او د خپلې مور و پلار په سیوري کې ژوند وکړي .»
کرزی صاحب دادماشوم په دود امرپداسي حال کښي کي وي چې دکرزی صاحب د کورنیو چارو وزارت ویلي چې سپوږمۍ په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهور قومندان خور ده او د یکشنبې په مازدیګردجنوري پر پنځمه مخکې تر دې ونیول شوه چې د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې پر سرحدي پولیسو ځانمرګی برید وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د ویندوی په وینا پولیس وايي دا نجلۍ د خپل ورور له لوري هڅول شوې وه چې پر پولیسو حمله وکړي.صدیقي وايي: نجلۍ، چې د ځانمرګو واسکټ یې په تن و، د یوه سرتېري له لوري وپېژندل شوه. تاند 01.07.2014
زه نه پوهېږم چې کرزی دافغانستان په امنيتی حالت او دادده دسپينږېروپه واک اوعتبارخبردی کنه ؟ فکرکوم کرزی صاحب په کومه رواني ناروغۍ اخته سوئ او اوس لا رترېنه ورکه ده ،کله چپه اوکله راسته امرونه کوي . جالبه خو داده خپله له ارگ نه تربل کوم ځاي پوري دکابل پښارکي په چورکه کې ځی،خويوه ماشومه په هغه سيمه کښي چې ۹۵ سلنه دولت پکښي واک نلري اونه دکرزی امرڅوک منی دارگ له دربارنه امرکوی ،دانيول سوې انجلۍ بيرته دهغې کورنۍ ته وسپارئ چې ارام ژوند وکړي .
کرزی صاحب وايي هغه ماشومه چې مشر ورورئې دطالبانو قوماندان دی اوددوي په وينا همدې مشرورور دټولواسلامی ،انسانی ،اخلاقی اوافغانی اصولوپر خلاف دغه ماشومه ځانمرگی بريد ته چمتوکړې وه چې دپوليسو لخوادځانمرگی واسکټ سره نيول سوېده .او دکرزی صاحب دخپل دحاکميت دکورنيو چارو دوزارت دوينا پرخلاف داماشومه دتش په نامه د ضمانت ترنامه لاندي بياهمدې کورنۍ ته سپاري کوم چې ځانمرگی بريد ته هڅول سوې وه .
زه پدې باوريم چې دا ماشومه ددې لعنتي واسکټ دانفجارنه خداي وساتل ،خو اوس ئي کرزی صاحب بياهم دکومې غيرانساني معاملې له مخې دا ماشومه دخپلي کورنۍ قاتلانوته دده په وينادمشرانوتر ضمانت وروسته سپاري .
پدې ټول خبردی هغه کسان چې کرزی صاحب ورته مشران وايي هغوي دطالبانونه په غلا گرځي ،خوکرزی صاحب چرگ يوه پښه لري اوهغه داچې په موږ افغانانو اونړيوالو دامنی چې دولايتونوپه مرکزکي څودلالان دقوم او ولس مشران دي ،چې داسي نه ده اوس دا ټولنيز جوړښت وران سوخی ،اوس هغه مشردی چې ټوپک ،پيسې اوبهرنۍ ملاتړاودهغوتر همېشني هدايت لاندي فعاليت کوي ،نه دادولتي دسترخوانوکي ډوډۍ خواره .داسختې خبرې ځکه ليکم چې ديوه انسان په توگه مې پردې ماشومي زړه سوځي اوله دې ځاي نه پرې پوهيږم چې ژوند ئي تباه سو اوکرزی صاحب پردې ماشومی يوه بله سوداگري کوي .که سباخدانخواسته دا ماشومه په شهادت ورسېږي ،چې هرومرورسېږي .په هغه صورت کي که چير ي دکومي لاري ددې ماشومي دشهادت خبر ترمېډياپوري ورسېږي ،نوکرزی صاحب به ژورنالستانوته ووايي ،گوری ماداسلامي او افغاني دودله مخې دمشرانوپه ضمانت دهغې کورنۍ ته وسپارل ،خو هغوي داده وژلې ده ،زه داوژل کېدل په کلکو ټکو غندم .نوزه به همدا اوس ورته ووايم ،کرزی صاحب ستاسو غندل پرچاکوم تاثير نلري،غنده یې حوچې دي وس وي . خودا ماشومه تاسو په شهادت ورسول .
زه پدي ډاډه يم ،مياشت به نه تېره چې دا ماشومه به په شهادت رسېدلی وي اوبياچي پر دي شهادت څه نوم اېښود دادکرزی اودهغه دمشرانو کاردی .خو داماشومه کورنۍ ته نه بلکی دمرگ گودال ته ورټيل وهل کيږي .
ددې ماشومي دژوند دنجات په خاطر بايد ټول قلموال ږغ پورته کړی اوکرزی پرې نږدي چې ديوې ماشومي پر معصومانه ژوند معامله گری وکړي .دالس کلنه ماشومه دټول افغان ملاتړته جدی اړتيالري .