دخپریدو نیټه : 2014-01-08 مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن
دامريکا ددفاع دپخواني وزير پرڅرگندونولنډه تبصره !
حبيب الله غمخور
دازادی راډيو په پښتو ويب پاڼه کي د(( ګیټس : اوباما د افغانستان په اړه د خپل پوځ پر وړاندیزونو باور نه درلود.)) تر نامه لاندي مي داخبر ولوست .
د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګیټس په یوه نوي کتاب کې د افغانستان په اړه د ولسمشر باراک اوباما پر تګ لاره انتقاد کړی دی . امریکايي رسنیو د ډیوټي یا وظیفې په نامه د دې کتاب چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ خپور شي، ځیني خپرې کړي دي.
رابرټ ګیټس ویلي، ولسمشراوباما د افغانستان او عراق د جګړو په اړه چې ده ته د پخواني حکومت څخه په میراث کې پاتي وې، ناراحته و.
دښاغلي گيټس له څرگندسونو نه له ورايه ښکاري چي دبارک اوبامادسياسي ماتولواوځان دامريکا دممکنه مشرپه توگه دامريکا په سياسي اوټولنيز ژوندکي دمطرح کولو لپاره دا ډول خبري کوي .
دبېلگې په توگه ښاغلی گيټس د ډیوټي په نامه کتاب کې لیکلي : ((ولسمشراوباما د افغانستان جګړه خپله نه ګڼي او د هغه لپاره یوازې دا مهمه ده چې څرنګه له دې جګړې اووځي .د رابرټ ګیټس په وینا باراک اوباما د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د پوځ پر پیشنهادونو او انتخابونو باورنه درلود.په کتاب کې دا هم راغلي سپینې ماڼۍ په دوامداره توګه د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون په چارو کې مداخله کړې ده.))
زه پدي پوهېږ م چې په راتلونکو ټاکنو کي به نه بارک اوباما اونه ډيموکرات گوند دامريکا دسياسي تعمل سره سم دبرياليتوب چانس ولري ،ځکه خو دادی اوس له وړاندي دامريکا جمهوری غوښتونکو گوند دښاغلي گيټس دنوی چاپ سوی کتاب په پلمه داډول کمپاين پيلوې . زه ددو ي دټاکنو دقانون دپلي کولوپه هکله ديوه افغان په توگه دکوم نظر ورکولو سره علاقه ځکه نلرم ،ډارېږم چې يو امريکايي به راته وليکی،چي تاسو دومره هوښيار ياست او موږ ته چي ددموکراسی اوپرمخ تللي ژوند اوږد تاريخ لرو لارښودنې کوی ،نوداخپل وطن ولي نسی جوړولاي؟
زه فکر کوم چي دامريکا دجمهوری غوښتونکو لپاره به يوله ډيرو مهمو کانديدانو نه همد ا رابرت ګیټس وي .
ځکه خو سرله اوس نه غواړي چې په ميډياکي مطرح اودده نوم او ويناوی له دي لاري دخلکوپر ژبه وي .
غواړم دامريکا جمهوری غوښتونکی گوندته ديوې گيلې په توگه دا څرگنده کړم ،چې تاسو دافغان ولس دبرخليک ټاکلو په وخت کي دافغانانولپاره دمعقول مشرتابه په انتخاب او ټاکلو کي پاته راغلي ياست ،چې دادي اوس یې نه يوازي افغانان بلکی ټوله نړۍ پور پرې کوي .
زموږ افغانانو دامريکا اوټولی نړئ له هغو چارواکو چي په خپلو هيوادونوکي یې ولس ته هر ډول بسيا ينې برابر ي کړي ،هيله داده چې دبشريت پدې نوې دسياسي لوبواوسياليو په شرايطوکي دنړيوال بهير دسياسي باريکو شرايطوپه نظر کي نولوسره زموږ دولس لپاره هغه څه ولوروئ کوم چي ددې هيوادونو دولتی چارواکو افغانستان ته دراتگ په لمړنيو ورځوکي د نړيوالو ډله ايزو رسنيو داستازوپه وړاندي له افغان ولس سره وعده کړې وه . ومن الله التوفيق