مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اسلامی مافیا(دامپریالیزم تالی څټې )

عبدالرووف لیوال

 

دوه ورځې وړاندې دننی افغانستان په ورځپاڼه کې د(مافیا)په نوم یوه غوره او په زړه پورې لیکنه خپره شوه ، په دې لیکنه کې ښاغلی لیکوال افغان ولس دیوې شل میلیونرانو(مافیا) په لومه کې ایسار ولس بللی .
داشل سرې بلا (افغان اختاپوت) دیرش کاله وړاندې هیڅ شی نه درلودل ، دپلۍ ټک ته ناست ول او دجوماتونو له لیارې ورته څوري رارسیدو ، خودافغان ولس دجهاد له برکته دې ناولی مقام ته ورسیدل ، لیکوال له بد مرغیواو کړاونوڅخه دافغان ولس خلاصون ددې مافیاپه ماتولوکې وینی.
باید وویل شی چې دا مافیا یواځې د خدای (ج) په زوردهغه ځواک له خواراپرځیدلای شی چې ، څو کاله وړاندې یې دشراو فساد په نوم ، نومولی وه هغه چې وایی (بد پیر ته بد مذب جوړیږی یا کږه خوله سوک سموی ).
ددې ځواک وزیرانودخپلې واکمنۍ په مهال په شکنې ګوزاره کوله ، کله چې ددې شل سرې بلا له یوه تن سره ، یوې رسنۍ مرکه درلوده ، اوله هغه نه د جایداد او شتمنۍ په هکله پوښتنه وشوه ، هغه د ( له مافی السموات والارض ) مبارکې آیې ته په اشارې سره وویل چې ، دافغانستان مځکې او کانونه دې خدای (ج) ملکیت دی ، داملکیت باید دزورواکوله خوا تصاحب یاغصب اوبیاوپلورل شی ، ترڅومسلمانان ترې ګټه پورته کړی ، چې ددې خرڅلاو له برکته دی هم ددې شل سرې بلا یو سر ګرځیدلی ، خوده ته باید وویل شی چې ، ستا ماندینه خو هم دخدای بنده او ملکیت دی ، هغه هم باید وپلورل شی ترڅونور مسلمانان ترې ګټه پورته کړی .
بل مهم ټکی دادی ، هغه چا چې داشل سرې بلا (مافیا) ته وده ورکړه اوپه خپل حکومت کې یې راګډه کړه باید دافغانستان په تاریخ کې دستر جنایتکارپه نوم وپیژندل او محکمه شی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery