مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

راځی چی د ریښتینولی پلوی وګړو

مینه صابر
 
 دا یوه ښکاره خبره ده چی د نړی ټول پرمختللی ملکونه د خپلو اوسیدونکو دې زیار او زحمت په مرسته دې پرمختګ دې پړاونو ته رسیدلی دی . دې نوموړو هیوادونو اوسیدونکی په ریښتینی ډول دې خپلو هیوادونو سره مینه لری او دې هغو دې آبادی او پرمختګ لپاره دې خپل توان سره سم هڅه او کوښښ کوی . دا ددوی په ریښتینی توګه د زیار پایله ده چی نن یی هیوادونه د پرمختللیو ملکونو به سر کی راځی .په دغه هیوادونو کی هر څوک ددې کوښښ کوی چی په ریښتینی توګه په هر هغه کار کی زیار وباسی چی ور ته سپارل کیږی. دې هر هیواد دې وګړو دې فعالیت ساحی بیلی بیلی وی .په دې برخه کی ځوانانو ته دې زده کړی دنده ورسپارل کیږی له همدی امله ځوانان باید دې زده کړی په اوږدو کی ریښتینولی او له هیواد سره مینه دې ځان له ډیرو مهمو دندو څخه وشمیری. ځوانان په دې پوهیږی چی دی هیواد راتلونکی په دوی پوری اړه لری . دوی خپله راتلونکی دنده هله په ریښتینی ډول سر ته رسولی شی چی دی زده کړی له پړاو څخه ریښتینولی په ځان کی وروزی . یو ځوان چی دی درغلي ،بی عدالتي،بی قانوني،فساد او نورو منفی کړنو څخه یوازی دې خپل ځان او ده ته دې ورته کسانو دېګټی په منظور دفاع کوی دې هغه څخه دی ریښتینولی او هیواد ته د خدمت تمه بی ګټی ده .
زمونږ هیوا دې په دی وروستیو کلونو کی دې فساد او بی عدالتی اتلولی ترلاسه کړی ده. دا اتلولی دې حد ته رسیدلی چی اوس دی درغلی، بی قانونی ،فساد، زور واکی او نورو منفی پدیدو دې مخنوی هڅی هم په بی رحمانه ډول انتقاد او نوښتګر یی په ډیره بی انصافی تر نیوکو لاندی راځی.
دوه ورځی مخکی می د شمشاد ټلویزون له لاری له استاد ساپی سره مرکه کتله. په دغه مرکه کی له سر نه تر پایه پوری دې ټلیفونی اړیکی له لاری زموږ ځوانانو او پیغلو له استاد څخه دا غوښتنه لرله چی باید دې لوګر له زده کوونکی نه بښنه وغواړی او دا چی دې لوګر دې زده کوونکی دې کانکور دې آزموینی پاڼی یی په اوبو کی غورځولی دې دغه زده کوونکی په حق کی یی ظلم کړی .او دوی په خپل سر هیڅ حق نه درلوده چی پاڼی اوبو ته وغورځوی .
زه په خپله چی د لوړو زده کړو زده کوونکی یم . زما په نظر ددغه کار کړل دې لوګر دې ولایت له زده کوونکو سره جفا نه بلکه ددوی له حق سره وفا ده او دې هغو زده کوونکو په ضرر ده چی غوښتل یی دې درغلی، واسطی او زر او زور له لاری لوړو زده کړوته لاره پیدا کړی . که چیری څو کاله مخکی دغه کار شوی وای نن به دې افغانستان دې هر ځوان او پیغلی حق خوندی وای . حق به حقدار ته رسیدی .او اوس به هم په لوګر کی دې لوګر دې ځوانان حق دوی ته ورګړل شوی وای . په دی کی حق ورګړل شوی حق نه دی خوړل شوی . دې لوګر دې هیڅ یوه ځوان او پیغلی حق چی غواړی په خپل لیاقت او وړتیا لوړی زده کړی وکړی نه دی تر پښو لاندی شوی او نه یی هم سپکاوی شوی بلکه د هر ځوان او پیغلی حق ته په درنه سترګه کتل شوی .
زه دې هر چا نظر ته درناوی لرم خو دې خپل نظر څرګندول باید په داسی شکل وی چی دې هغه په مرسته دې چا دې شخصیت بی احترامی ونه شی .خپل نظر په سپکو او بی ځایه کلیمو څرګندول دې نظر ورکونکی د شخصیت ټیټوالی ښیی . دې شمشاد له لاری په دغه مرکه کی زمونږ ځینو پیغلو او ځوانانو استاد ته داسی الفاظ استعمال کړل چی باید نه یی وی استعمال کړی .
دې استاد ساپی دغه کار دې لوګر دې ځوانانو لپاره او دې حق لپاره یولوی خدمت دی. او زه دې یوی افغانی پیغلی به توګه دې هغو ټولو ځوانانو او پیغلو له خوا تری مننه کوم چی کلونه کلونه یی حق تر پښو لاندی شوی .همدا رنګه دې لوړو زده کړو دې وزارت څخه په ډیر درنښت هیله کوم چی په خپل ټول توان د لوګر ولایت دې کانکور به مسله کی دې خپل پلاوی کلکه ملا وټړی .د لوړو زده کړو د مسسو ټول محترم او د حق او روڼوالی ملاتړ استادان دې دې لوګر د پلاوی په څیر د کانکور په آزموینه کی روڼوالی او عدالت را ژوندی کړی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery