دخپریدو نیټه : 2014-01-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دځمکې نړيواله و رځ
ع.شريف زاد
(دړانده له نيـــولو او د کاڼه له وهلــو د خـــداي ســـاته).
دا ډيره ښه ده چې د ځمکې نړيواله ورځ زمونږ هېواد کې لمانځل کيږي. مونږ هم دغه لمانځنې ته په ډيره خوښۍ ښه راغلاست وايو . ښه ده چې دافغانستان په ګوټ ګوټ کې بې له ريا، تشريفاتو ، لاپو پټا کو په ډيره ساده وضعه ولمانځل شي . ځمکه د مالداري او کر لپاره ډيره ښه سرچينه بلل کيږي او د افغانستان په شان هېوادکې يوه ستره زېر بناده چې د ډيرو کورنيو ملي، اجتماعي، اقتصادي ، ديني او عنعنوي برخې له ښو نه ښې په کې خوندي کيږي. پښتنو ته د ناموس او ننګ بڼه لري او پښتنو سر او کار د ځمکې سره ده.د افغانستان په ډيرو برخو ليرې دي او که نژدې د ځمکو لپاره د حکومت له خوا يو داسې کار نه دى شوى چې د بزګر او خاوند د خوښۍ سبب ګر ځيدلئ وي او يا دولت په خپله دولتي سيمو کې يو څه بدلون راوستي وي. حتى په هغو سيمو کې چې اوبه وړيا دى او هسې هم کومې خوا ته روانې وى .له بده مرغه کله چې د ملي پيوستون مشر بيا په ټولو ولايتونو دکليو د پراختيا پر کچه ، انکشافي بودجې ، لګښتونو او داسې نورو مرستو باندې په ملي تلوېژن کې خبرې کوي داسې ښکاري چې دابه کوم بل هېواد کې وى نه افغانستان . زمونږ د سيمو کلي خو په داسې پروژو او انکشافي بودجو لا خبر هم نه دي کيداى شي چې دا مشر هسې له خوب نوى را پاڅيدلي وي. يا داسې ښکاري چې مونږ له خپل هېواد سرپېژند ګلوي نه لرو او يا داد اريانا نړيوال پروګرام دې چې يوه خبره له بلې سره هېڅ اړيکي نه لري . د تاريخ په اوږدو کې څو پرګنې مونږ په دغه ځمکه کې اوسيدلې يو او ددې ځمکې دايمي اوسيدونکى يو چې تقريبا يوه لرغونې بڼه ځانته غوره کوي چه په لمړي سر کې مونږ ددغې سيمې له قو مونو او قبيلو سره په ډير ښه فضا کې، سوله او وروري، ، يووالي، خواخوږى ، عزت او مېړانه کې شپې او ورځې تيرې کړى دى او د اسلامي او ديني عقايدو په رڼاکې مو مړئ او ژوندئ پاللئ . موږ ته ددغې سيمې خلکو ګاونډيتوب ډير ارزښت لري دهغوي سره په يو ښه چاپيريال کې ژوند کول او له هغو سر ټول ملي، ديني او اجتماعي مسايل ،د ځمکې نړيوال ورځ لمانځل ، نور اجتماعي برخې مخ ته بيول زمونږ د کليو ، ولسوالي، د(کابل) ولايت او با لا خره دټول هېواد پيا وړتيا په کچه پرمختګ او ا بادي يوازينۍ هيله ده. دا خبره رښتيا داده چې پښتانه وايي ځمکه سره زر ده!
پښتانه پوهيږي چې د سرو زرو ساتنه څنګه وکړي؟ پښتانه ددې ګاڼې په اهميت ډير ښه پوهيږي..خو زمونږ سر زر بيا په سيمه ايزه ، شخصي ، مالي ، تاريخي ت او د پېژند ګلوي په توګه بل ډول زر دى چې نه دوبۍ ته وړل کيږي او نه ساختګي کاغذونه جبران کولئ شي. له دې امله د بيروکراسيو په لړۍ کې بايد په خپلو زرو په هېڅ توګه ونه ځوريږو او نه د چا د ځوريدو هيله لرو ځکه چې زمونږ زر بې ازاره ، شرعي او قانوني دى او ملکيت بڼه نور څه نه مني .ددې سيمې ذيصلاح حکومت او اداره به خامخا په دې باره کې کافي معلومات لري او د هيچا په خبرو بايد تېر ونه وځي او په دې باره کولاى شي چې له مونږ سره تماس کې شي.
مونږ د کابل په زړه کې پراته يو يعني دغه ولسوالي د کابل ښار په ٤٠ کيلومتري کې پرته ده .د روسانو له کاره لويد لي تا نکونه په دې حساسه سيمه کې لا ويجاړ ولاړ دي او د غرونو تاڼې ېې هم په زغرده ړنګې شوې دي ،خو داسې ښکاري چې ديوه ډير ليرې ولايت سيمه وي او له هرڅه څخه محرومه ده . د سرکونو برخه ېې ډيره ناوړه ده په داسې حال کې چې د کرنې اومالداري وزارت په اختصاصي توګه د کابل ولايت کې د٤٠٠ پروژو چې لګښت ېې٣١ مليونه دالرو ته دوړا نديز خبر يادوي ، دا صلاح شو تخمونو لاپې پټاکي وهي، داوبواو اوبو خور واحدونو ، سيستمونواو د بندنو او کاريزونو پراختيا او زمينه برابرولو باندې خبرې کوى نو مخکې له دې چې دغه نيک اقدام ته د عمل جامه ور واغوندي ښه به داوى چې د ځمکو او جايداد حقوقو په اړه هم عا دلانه قدم واخلي او هم د هرسيمې تا ريخي برخې ته پاملرنه وکړي. په هر حال خبر واېې چې:
\'\'د دې ترڅنګ د سړو خونو او مسلخونو جوړول او د واکسيناسيون موضوعات هم د دغو ۴۰۰ پروژو يوه برخه ده چې په پام کې نيول شوي دي\'\' داډير ښه خبردى دغه خلک خو دا ډول عمراني کارونو ته تل سترګې په لارې دي .کاشکې دغه کارونه د هېواد په ټولو برخو کې عملي شوي واى.
متوسط يا منځني بندونه ، نه بلکې خورد، پاو او چارک باندې هم په دي سيمه کې نه چا تر اوسه پورې کوم کار کړي او نه تر اوسه پورې چا ليدلي . زمونږ کلا د روسانو پوسته وه او تقريبا څو کال ېې دلته تيرکړل چې په سيمه کې حتي يوه ونه او تاک ېې هم نه دى پريښي ټول ېې په ژمې کې سوي دي. او ټولې ځمکې په څو لسيزو کې په ډاګ او راغه باندې بدلې شوى په زياترو سيمو کې نه پېژندل کيږي چې کومې ابې ځمکې دي او کومې بيا للمي زارې ؟ اوحتي تر دې پورې چې د کورونو مخې ته وحشي بوټي دومر غټ شوي چې د هغوي پاک کاري هم اسانه کارنه دى او زيات کار ته اړه لري.
ښاغلئ حشمت الله عنايت دکا بل ولايت د کرنې ريس د منځنې کچې بندونو جوړيدو ژمنې کړې حال داچې د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض هم د بند د کار له پڅيدو او شاته پاتې کيدو څخه شکايت لري ښه به داوي چې د بند غازي لرغونئ ،تاريخي، او زړه بښونکئ بند بيرته فعاله کړاي شي او له سره داټوله سيمه د معدن او طبيعي ښکلا لپاره سروې شي داسې سړي ېې سروې کړي چې پوهه ېې دديزاين ، سمپل ، تخنيکي مودالتي په برخه کې د کار او مصرف د مکانيزم په تناسب پياوړې وي. دغه وړوکى ښايسته بند په هغه وخت کې ډېر عالي ديزاين شوى خو د ساتنې برخه ېې بيا هېره شوې ده چې د بند په عمر کې د اهميت وړ خبره ده. دغه ځاى د کابل خلکو لپاره د تفريح ، ښکار، او دشاتو مچيو ، مالداري او څړلپاره ډير ه منا سبه سيمه ده. که دولت وغواړي کولاى شي چه دغه سيمه په يوه ګرځندويه مرکز باندې بدل کړي او ددې لاري څخه ډيرې پيسې لاس ته راوړي او بيرته ددې سيمې د بريښنا، سرک، محلي کلينيک، ښوونځي او مسلکي پروګرامونو او پرمختګ سره مرسته وکړي. زما مشوره د سيمې د خلکو د هوسايي او د پروګرامونو لپاره مجاني ده او په هېڅ ډول فردي سياست ، فساد،اختلاس ، او د خلکو بې ځايه ځورونو او ستوماني پورې اړه نه لري .
او س به مقا يسوي توګه د چهاردهي، ده سبز، سراى خوجه او پغمان ولسوالي له خا کجبار ولسوالي سره د نفوس، قومونو ،قبيلو، موقعيت او بيا نوروتوپيرونو په هکله و څېړو او قضاوت به د کرنې او مالداري وزارت يا هغه چاته پريږدو چې دغه انصاف او عدالت ښه پېژني.
دا څه ډول زمينه برابرول دي چې يوه لرې ولسوالي حتي د ولايت په سطحه او بيا د هواېې ډګر مستحق ګرځي او بيا په مرکز کې يوه بشپړه کتله له خپل حق د فاع نه شي کولاى او دا څه ډول د انصاف تله ده چې زمونږ په برخه کې د امکان په لا امکان کې کلک نښتئ دى؟
دا مهال د کابل يو شمېر ولسوالۍ د کابل ښار د سبزيجاتو لويه برخه توليدوي په تيره بيا د بګراميو چې د لوګر دسيمې اوبو څخه ګټه اخلي ، خو زمونږ په ولسوالي کې زياتره بزګر او کلي د اوبو او مناسبو کرنيزو آسانتياو له نه شتو، نه ېوازې شکايت کوي. بلکې له ډير پخوا نه ورسره لاس او ګريوان دى دولت پوهيږي چې په پخوا کې د يو ه کاريز مصرف څومره کيده .او مونږ خو بايد ډير شکايت وکړو.....ځکه هومره مرسته مونږ چې عرفاني او امنې برخه کې ددې لسيزو له لانجو او بحرانو څخه مخکې له محلي حکومت سره کړي فکر نه کوم چې بل چا به کړي وي. دولت قادر وه يانه وه خو زموږ خاوره لا تر اوسه پورې د کر لپاره نه ده تست شوې چې څه بايد وکرو؟ په خپل زوړ سيستم پاتې ده . په تيره بيا ددې لسيزو د بحران په وخت کې ټول کاريزونه په ډبرو بند او يا ترلي باتې دي بېرته پاک کاري او بشپړې رغونې ته اړتيا لري.
کله چې بهر ته د محصولاتو د توليد او صادراتو خبره کيږي او د کچې د لوړيدو هيله هم کيږي نو بيا ولې دغه چارواکي ددې سيمې د محصولات ظرفيت په نظر کې نه نيسي؟
دا څومره مناسبه سيمه ده او د څومره بزګرانو لپاره هم د استوګنې او هم دکار او بار زمينه رامنځ ته کيږي.
ډيره مهمه خبراه چې د نړيوالې ځمکې د ورځې په منا سبت ياد ول غواړم داده چې:
د حېرانتيا خبره ده په داسې حال کې چې حکومت د شخصي ملکيت په اړه په مدني قانون کې چې په ١٩٠٠او ١٩٠١ تشريح شوى څه واېې ؟ شرع او قانون څه ډول بيروکراسي ته ددې اجازه ورکوى چې په رڼا ورځ حکومت د خلکو ځمکه نيسي .دولت بې له هېڅ ډول معلومات شفاهي او يا تحريري مفا همې ځخه څو جريبه ځمکه احاطه کړي خو پته نه لږيږي چې د څه لپاره او ولې ؟ او د کوم سند پر اساس ؟ که د زور خبره ېې خوبيا جلا خبره ده او زور قالب نه لري. سند په لاس او محکمه په محکمه بيا له سره د شخصي ملکيت او جايداد ثبوت د بيروکراسي لاري ته ټيل وهل کيږي په کاغذ پرانيو ددې سيمې د استملاک چې دلت ور ته ضرورت لري نشي فيصله کولاى اوپه پلمو کې په نن او سبا کې شپې او ورځې ور باندې تيروي. هغه ځمکه چې په لسيزو ېې د ملکيت مسله حفظ اوماليه ېې ورکول شوي او دغه سيمه چې کاريزي کرکيله بڼه لري ټولې ابي، للمي زار او پرتې الحاقې د همدې کاريزونو له خوا په کلونو خړوبه شوى دي . محلي اداره او کاشانه ددې سيمې په ډموګرافيک ماهيت باندې څنګه نه پوهيږي؟مګر دلته دکمونست ترکې فرمان شماره چند ..... په دري ژبه کې داخبره ډيره عامه ده چې وايي: بګيرش که نه ګيردت دولت همدا لوبه پيل کړې! اوس د دولت لخوا عملي کږي او يادولت دومره غريب دى چې د ځمکې بيه نشي ور کولاى نو بيا دې د خلکو ځمکې په خپل سر نه نيسي
ښه به داوى چې بې له هر ډول ستونزې اوبې له هرډول پلمو څخه دمالکينو سر ه خبرې وکړي او د غه لانجه نوره پاى ته ورسيږي او د بيروکراسي او فساد له جنجالو نو څخه ووځي چې ګټه نه لري دا زمونږ د پلرونو نيکونو ميراث دى او مونږ په همدې سيمه کې په همدې ځمکو په کلونو خپل ژوند، تاريخ، کلتور او فرهنګ غنى ساتلي چې له سرو زرو هم مونږ ته اوچت اهميت لري . حکومت بايد د سيمې په جنجالونو کې له خلکو سره مرسته وکړيى او نه داډول محنت راوړي په ډاګه نا روا او له عقل لير ې کار د هرې ټولنې لپاره سترې بربادي له ځانه سره راوړي نو په کار ده چې له هر ډول چل او فريب څخه ډډه وشي او زمونږ پلرني ميراث او فرهنګ خپل غنيمت ونه شمارى او د پريکړې پاى ته دقضاوت سرټکې په عادلانه توګه وټاکي .په پاى کې ..شپه که تياره هم ده مڼې په شماردى!
په درناوي