مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دټاکنوکمېسیون ته سرخلاصی لیک !

شهزاده عاصم

 
 دغزني ولایت دمقر ولسوالۍ د ولس پرسر په سودا کي که دټاکنو دخپلواک کمېسیون لوی لاس نه وي نو ولي یې تراوسه پوري د مقرولسوالۍ دولس غوښتنوته غوږ ونه نیول؟
 دغزني ولایت دمقر ولسوالۍ دوسلواو طالبانوپه ضد پاڅون وکړ، ځوانانو ته یي دقلم پرځای ټوپک په لاس کي ورکړ نیمايي ځوانان په محلي پولیسوکي ځای پرځای شول او نیمایي په ولسي پاڅون کي ودرېدل.
په مقرولسوالي کي پرته له خارجیانو، د ملي پولیسو او ملي پوځیانو شمېره کابو ( ۱۰۰۰) تنوته رسېدله، همداډول دلته خورا زیات خارجي پوځي ځواکونه هم مېشت وو خو کله چي به دغه ګډې قواوي له بازار څخه ووتلي بازارته په نږدي کلیوکي به دطالبانوله لوري پري سپینه ورځ توره شپه شوه، دوۍ به پرته له کومي لاسته راوړني څخه بېرته باروګرزيدل، داسي هم شوي دي چي په بازار کي دطالبانوله لوري مسلح پولیس ویشتل شوي دي...
خوکله چي دمقر ولس دطالبانو پر وړاندي پاڅون وکړ، هغه سیمي چي هلته به خارجیان هم پرته له الوتکو دعملیاتوپه موخه په زغروالو ټانکونو کي نشو تلای، دهمدغه پاڅون او محلي پولیسو پرمټ له طالبانوڅخه پاکي شوې. هغه سیمي چي پخوابه پکي د طالبانو محاکمې وي،اوس دهمدغوولسي خلکوپرمټ هلته دنجونو ښوونځۍ شتون لري(داچي ودانۍ ورته نه جوړېږي علت یي دادی چي هغه خلک نه وردګان دي او نه دحزب اسلامي کسان).
دمقر ولس په خپل مټ دولسوالۍ لیري پرتې سیمي له طالبانو څخه پاکي کړې، اوس خلک پخپله خوښه ژوندکوي، دهیڅ ډول ظلم احساس نه کوي،... دخلکو ستره هيله داوه چي د ولسمشرۍ، او ولایتي شوراګانو په ټاکنوکي به پخپله خوښه برخه واخلي اودخپل راتلونکوي لپاره به دخپلي خوښي نوماندانوته رایي ورکړي خوبدبختانه د ټاکنو کمېسیون ورته دومره ستر خنډ شو چي دمقر ولس یي اړکړترڅو دطالبانوپه شتون شکر وباسي.
۱- کله چي په مقرکي درایي دکارتونو دوېش لړۍ پیل شوه نو یوسترخیانت دټاکنوکمېسیون دا وکړچي سره له دي چي دولسوالۍ په لیري پرتو سیموکي دسیمي دخلکوپرمټ امنیت په بشپړډول خوندی وو اوخلکوپه وار وارغوښتنه وکړه چي په لیروپرتو سیموکی دکارتونو د وېش لپاره مرکزونه جوړشي خودټاکنودخپلواک کمېسیون دکارکوونکو له لوري دغه ټول ولس په نن اوسبا تېرایستل شول، اوتراخېره یي ورته بل مرکز جوړنکړ، همدارنګه کله چي یي د مرکزونو د ګرزنده کېدو اعلان وکړ بیاهم ټول په نن اوسبا دوکه ورکړه شوه او مرکز تر پایه پوري ګرزنده نه شو.
۲- دکارتونو دوېش په مرکز کی دیوې کورنۍ کسان په دنده وګمارل شول، دمقر سپنږیري ( بازګل، شاه محمد، مرادخان کاکا............) وایي چي، کله چي موږته کارتونه راکول کيدو نو له موږ نه یي شپږ شپږ عکسونه واخیستل، په (۳) عکسونوبه یې موږ ته کارتونه راجوړول او نورپاتي درې به یي له موږنه ګرزول. مرادخان کاکا وایي: کله چي ما ورنه دپاتي عکسونو غوښتنه وکړه نو د کارتونو د وېش دمرکز دکارکوونکوله لوري راته وویل شوو چي، ته ډیر شري سړی یې، ستا پاتی عکسونو موږپه کتاب کي رسوو. حال داچي دوۍ به دځان لپاره بل کارت جوړول چي په پای کي له همدغو کارکوونکو څخه یو تن د غزني ولایتي شورا ته نوماند شو او له همدغو جعلي کارتونو څخه یې ګټه واخیسته چي اوس یي نوم په لست کي راوتلی دی.
دهمدغه نوماند له یوه کلېوال نه ما درې اونۍ مخکي پوښتنه وکړه چي، ستاسو کلیوال عبدالقادرخو هم کاندید دی، هغه په ډیر تعحب راته وویل چي، موږ( کلېوال ) لانه یو پرې خبر نو ته بیا څرنګه پرې خبرسوي....
دوهم نوماند امیرشیرخان چي اوس یي په نوم کي څه زیاتوني هم کړې دي ( حاجي ملا شیرخان احمدي) له غزني څخه ځان د مقرولسوالۍ دولس استاذی ټاکلی دی، نوموړی د ډاکټر عبدالله عبدالله پلوی دی او دهغه پرمټ په داسي حال کي نوم دنوماندانوپه لست کي راوتلی دی چي په د نوماندۍ دموې له پیل نه تراوسه یي دمقر ولسوالۍ په سترګوهم نه ده لېدلې، داچي د ټاکنو خپلواک کمیسیون محترم مقام ورته په څه ډول کارتونه جوړکړي دي موږ هم نه یو پرې خبر.
همدغه نوماند دطالبانو دومره پلوی دی چي څه موده وړاندي يي یوزوی له څو طالبانو سره یوځای له محلي پولیسوسره په مخامخ جګړه کي ووژل شو او ددې لپاره چي ټول ولس یي وویني، دپولیسو له لوري یې مړی په عام سړک دڅه وخت لپاره کښېښودل شو...
۳- دریم ستر خیانت چي که دټاکنو کمېسیون وغواړي نو فورآ یي مخنیو کولای شي دادي چي:
نن دټاکنو دخپلواک کمېسیون هیآت دمقرولسوالۍ ته تللی او هلته یي خلکوته ویلي چي، درایي ورکولو لپاره به یوازي یو مرکزوي او هغه به په بازارکي وي، که یي دوهم مرکز ورکول نو دبازار له شا به دهزاره ګانو په سیمه کي چی له بازارسره مښتي سیمه ده شتون ولري.
د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه دمقر ولس غوښتنه کوي او یاد هیآت ته یي هم یادونه کړې ده چي؛
 موږ دسیمي دامنیت دخوندي کولو په موخه تر څلوېښتو زیات شهېدان ورکړل، اوس هغه سیمي چي هلته ملي پاڅون او محلي پولیس شتون لري تربازار هم دښه امنیت جوګه دې، همدا راز د رایي ورکولو مرکزونه موږ پخپله ساتو، که تاسو هرډول ضمانت ستاسو دکارمندانوپه اړه وغواړۍ هم موږچمتو يو... خو.
دخدای اوقرآن په پار ! دهغه چا په پار چي تاسو ته له هرچا او هرڅه نه زیات د درنښت وړدي! زموږ دبچیانو له وینوسره خیانت مه کوۍ!
بس دی چي موږ دپنجاب له لاسه تر نهایي حده پوري ځورېدلي یو، تاسو مو مه ځوروۍ! دخدای کتا ب قرآن درته وړاندي کوو چي زموږبچیانوته حق ورکړۍ ترڅو خپل سرنوشت پخپله وټاکي، دګوندونو دغړو اودرغلګرو په خوله زموږ پرسر معامله مه کوۍ، هغوۍ به یوازي خپل دګوند کسانو ته درایي ورکولو په موخه خپلي درغلۍ او جعلکارۍ کوي خوله تاسو څخه هیله کوو چي مخنیوی یي وکړۍ...
کنه نو!
مخکي له مخکي لا خبر درکوو چي که تاسودهمدغي ستونزي دجوړولو مخنیوی ونکړۍ نو په مقرولسوالۍ کي بیا هغه کسان چي نن تاسو یا ورنه وېرېږۍ اویا مو دڅه په مقابل کي ددوۍ په خوښه پرېکړي پیل کړې دي، دومره نران نه دي چي بیا د رایي ورکولو په ورځ میدان ته راشي او رایه وکاروي،
 کيدای شي درایي ورکولو مرکز ته مو د رایي ورکولو په ورځ اور واچول شي او خلک ستاسوپرضد پراخ لاریون وکړي، داچي په دغه کارسره به د مقر ټول ولس له رایي ورکولو څخه بې برخي شي او داچي دمقر ولس ستاسو له لوري مخکي هم ځورېدلی دی نو که دلاریون پرمهال هرڅه پیښ شوو مسؤلیت به یي د ټاکنو په خپلواک کمېسیون پوري اړه ولري.
 ( دا پیغام د مقرولسوالۍ د انکشافي شورا او د ځوانانو دټولني وو چي ماته یي د رسنیو له لوري ترتاسو پوري د رسېدلو په موخه را استولی وو، نور تاسو پوهیږۍ او قضاوت مو).

ترپرونه رقیب ستاپرسروهلم
 نن مي ته ورته وهي چي درنه خوښ شي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery