دخپریدو نیټه : 2014-01-12 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دکلات ښاروال دپنځه کلونو کار په درې میاشتو کې وکړ!
زابل دافغانستان په جنوب کې پروت یو ناارام ولایت دی چې دګاونډي هیواد
پاکستان سره ځلورشپیته (۶۴) کیلومتره پوله لري او اکثره وخت وسله وال
طالبان پردغه لویه پوله باندي دزابل ولایت او نورو سیمو ته ځي او
دتاوتریخوالو پيښو لامل کیږي خو په ډیر ویاړسره باید یادونه وکړم چي
دتیرو ۱۴ میاشتو راپدې خوا دافغان ګډو ځواکونو لخوا دزابل ولایت په امنیت
کې په زیاته اندازه مثبت بدلون راغلی دی، چي ډیری زابلیان ورڅخه خوښ
بریښي.
دزابل ښاروال ښاغلی کریم الله حکیمي چي دتیرو ځلورو میاشتو راپدې خوا
کلات ښاروال ټاکل شوی ، په زیات شمیر مثبت بدلونونه راغلي دي.
دښاغلي حکیمي صیب کارونه چي هغه په تیرو درو میاشتو کې ترسره کړي دي ،
نورو ښاروالانو په درو کلونو کې هم ندي کړي ځکه دښاغلي حکیمي په راتګ سره
دښار دبیلابیلو برخو سړکونه په اساسي ډول رغیدل، ښاریانو ته دکار زمینه
برابرول، دښار دننه ددرملتونونو دپاره ځانګړۍ ځای معلومول او ددرملتونونو
په خاوندانو پلورل، دښار دداخیلیدولو دپاره دپنځه دروازو دپاره پلان
جوړول (په نیږدې راتلونکي کې به يي رغول پیل شي)، دښاروالي دننه دښاریانو
دغونډو دپاره تعمیر رغولو کار پیلیدل، دښار دعمومي چوک درغولو کار پیلول،
دښاروالي او ولایت مقام دغونډو تالار په عصري ډول بیارغول او هلته یو لوی
میلمستون جوړول، دښار دپاره دکورونو دادرسونو معلومولو دپاره فلیټونه
ویشل، دښاروالی په میلمستون کې دوالیبال دپاره تفریحي میدان جوړول،
دځارویو دپاره ګنج جوړول، دښاروالي او میلمستون په بیلابیلو برخو کې
تفریحي ځایونو جوړول ( لکه فواره، دلامبو دپاره ځای)، دښاروالي ټول سیسټم
دکاغذ څخه کمپیوټر ته اړول، دښاروالي پروژی وزابلي شخصي شرکتونو ته
ورکول، دښاروالي په میلمستون کې نندارتون جوړول (ډیر ږر به يې کار بشپړ
شي)، دښاریانو دزیاتو خدماتو دپاره په ښاروالي کې دخدماتو ځانګي
پرانیستل، دښاروالي په چوکاټ کې مسلکي انجینرانو مقررول ( چي تردې مخکي
هیڅ ښاروال دا کار ندی کړی)، دښاروالي دخدماتو او عوایدو لوړولو دپاره
دعامه پوهاوي پروګرامو دایرول، دمیرمنو دپاره دپردو جوړولو درې میاشتۍ
کورس دایرول، په نوې ښارګوټي کې دتفریحي پارک پلانول (ډیر ږر به يې کار
پیل شي) ، دښار دټولو کورونو ثبتول اوداسي نور کارونه کول هغه څه دي چې
نورو ښاروالانو دمیاشتو پرخای په کلونو کې کول (خو بدبختانه دزابل نورو
ښاروالانو داکار ندی کړی).
نواړینه بولم چي دزابل ټول خلګ دښاروال سره دښار په رغولو کې مرسته وکړي
نه داچي په هغه پسي بې بنیاده خبري وکړي چي هغه ټول دټولنې دپرمختګ پرځای
دشاتګ لامل کیږی او ان دیو چا دشخصیت دشخصي دشمنۍ او کرکې یوه برخه بلل
کیږي.
زابل کې داسي خلګ ډیر لږ راځي او باید دخپل ښار په ودانولو ، ځوانانو ته
دکار فرصت برابرولو او ظرفیت لوړولو په موخه ورڅخه کار واخلو کنه نو بیا
به مو راتلونکی خراب وي.
دزابل دابادولو دپاره دښاروال صیب حکیمي ملاتړ وکړئ ....
په مینه،
دزابل دژورنالستانو دټولنې موقت ریس
احمدولي سرحدي