مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

قضاوت ستاسی قصابان که ډا کتران !

روغوال

 

دا خو ټولو خلکو ته معلومه خبره ده ۰ چی قصابان ډیر تیره تیره تبرونه – چړی اوچړوکۍ لری۰ اوپه یوه ساعت کښی هر څومره لوی لوی څاروی چی وی حلال او ټوټی ټوټی کوی ۰ دا خو ددوی پدری او میراثی کار دی ۰ بی انصافی پدی کښی ده ۰ چی بعضی قصابان د غوایی غوښه د خوسي د غوښی پنوم اود میږی غوښه د پسه د غوښی پنوم او همدا رنګه د حلال شوو حیوانانو د ککری غوښه چی په نورو غوښو کښی ګډوی ۰او بعضی قصابان چی ډیر بی انصافه وی۰ نود مریضی حیواناتو غوښی په غوامو خلکوباندی خرڅوی۰ اوکه ددی څخه نور هم زیات بی انصافه وی ۰ نود مردار شوی حیواناتو غوښی په خلکو باندی په چل او ول سره وپلوری ۰ خو بیا هم که هر څومره خرابه غوښه ورکړی ۰ بیا یی هم د اور لمبی او شدت د غوښی میکروبونه یی د منځه وړی ۰چی شاید دومره زیات ضرر انسانانو ته پپیښ نکړی۰ دا کار خوهم ډ یره بی انصافی ده ۰ چی بعضی قصابان یی د بی ګناه غوامو سره کوی ۰ یوه ښه خبره خو داده ۰ چی خلک خو دلاری څخه نه راګرزوی ۰ چی راشه زما څخه غوښه واخلۍ ۰اوس راځو بعضی محترمو ډاکترصاحبا نو ته ! یو خو پدی ملک کښی د ډاکترصاحبانو مسلک او ریشته چا ونه پیژند له ۰هر ډاکتر جامغ الکامالات دی ۰ چی د هررنګی مریضۍ مریض ورباندی ور برابر شی ۰نو داسی ورته نه وایی ۰چی دا مریضی زما د مسلک او تخصصی ریشتی سره ارتباط نلری ۰ ځه وروره ! پلانکی ډاکټر ته لاړ شه ۰او زه ددی مریضۍ په علاج نه پوهیږم ۰ ځکه چی دا مریضی زما د ریشتی سره تغلق نلری۰ نوپه توکلی ډول سره مریض معاینه کوی ۰ که په غلاج یی پوهیږی اوکه نه پوهیږی ۰نو بس په توکلی ډول ورته بی کیفیته دوا ګانی ولیکی۰ ددی په ځای چی مریض ښه شی ۰ نور هم د خدای په قهر ککړ شی ۰ بعضی ډاکتر صاحبانو دری څلور د مکتبونو شاګردان د ځان سره په شاګردۍ نیولی وی ۰چی لږو ډ یرد خط په لوستلوباندی پو هیږی۰ دوی په لارو او سرکونو او چوکونو کښی خپل ځانته د مریضانو راوړلولپاره ود رولی دی ۰ او د خپل مربوطه ډاکتر صاحب کارتونه ورسره وی ۰ او بله دا چی ددی شاګردانو څخه چی کوم مریض د یوکوم بل ډا کټرصاحب پو ښتنه وکړی ۰ نو دوی بی چاره مریض غولوی ۰او خپل مربوطه ډاکتر ته یی وړی ۰ او ورته وایی دا هماغه داکتر دی ۰چی تا یی پوښتنه کوله ۰ او چیرته مریض با سواده او یا یی پخوایی خپل هغه معالج داکتر لیدلی وی - نوکه یی وویل چی دا خو زما معالج اویا پلانکی ډاکټر ندی ۰نودا داکتر صاحب ورته وایی ۰ زه خو د هغی داکتر څخه چی تاته یی چا صفتونه کړی دی ۰څه کم نه یم ۰ هغه داکتر په څه پوهیږی ۰ ما په لندن –امریکا – فرانسه او جرمنی کښی تحصیل کړی دی ۰ او د هغی داکتر استاذ یم ۰هغی خو لا تر اوسه پوری لواړګی هم نه دی لیدلی ۰ ته یوځل زما څخه دوایی واخله ۰ او ویی خوره ۰ زما لیاقت او پوهه به درته معلومه شی ۰اود بی چاره مریض مریضی چی ددی د مسلک او ریشتی سره هیڅ ارتباط نلری ۰معاینه او د دواګانو پنډونه ورپه شاء کړی ۰ د یوی خوا د فایدی په ځای ورته ضرر رسوی ۰ اود بلی خوا یی جیبونه د پیسو څخه داسی خالی کړی ۰چی بیرته خپل کورته د تللو پیسی ورسره هم په خپل جیب کښی پاتی نه وی ۰ بیا په ښار کښی خپل کلیوال او وطنداران لټوی ۰ چی قرض ور څخه واخلی۰ چی بیرته پری خپل کورته لاړ شی - بعضی داکتر صاحبان خپلی شخصی دواخانی- لابراتوار – تلویزونی ماینات - اکسری ۰- سی ټی سکین ۰ او ختی! شفاخانی جوړی کړی دی۰ نو چی پری هر مریض وربرابر شی داسی لوڅ کړی ۰چی یوه روپۍ ورسره په جیب کښی پاتی نوی ۰او بی چاره ګان داسی لوڅ کړی که بیا مری هم داکتر ته نه راځی۰
 بعضو داکتر صاحبا نو تش پنوم شفاخانی جوړی کړیدی ۰ چی نتیجه یی تر اوسه پوری ډ یره منفی او حتی! صفر ده ۰ او بیدون لدی څخه چی د خلکو جیبونه د پیسو څخه خالی کړی ۰ بل کومه خاصه لاسته راوړنه نلری - د کامی اولسوالۍ څخه یوی ښځی چی بی چاری په مزورۍ سره پردۍ پنبی ټولی کړی وی ۰ او هغه پنبه یی په دوه زره پاکستانیو کلدارو خرڅه کړی وه ۰ راته داسی قیصه وکړه ۰ پردۍ پنبی می په پنډولیۍ او مزدورۍ سره راټولی کړی۰ د تقد یر کار وه ۰ د ګرمۍ او ستومانۍ له وجی مریضه شومه ۰ پنبه می په دوه زره پاکستانیو کلدارو خرڅه کړه ۰ اود ځان سره می وویل۰ راشه جلال اباد ته لاړه شی ۰ ملاریا به دی معاینه کړی۰ چی شاید شل یا دیرش روپۍ د ملاریا داکتر د رڅخه واخلی ۰ اود لس یا شل روپیو به د ملاریا ګولۍ ځانته واخلی ۰ چی جمله می پنځوس روپۍ خپلی مریضۍ لپاره ویستلی ویی ۰ د جلال اباد ښار ته راغلم۰ د ډاکترانو راستی ته ورغلم ۰ او غوښتل می چی خپله وینه مغاینه کړم ۰په لاره کښی د یو لوی متخصص دوه زیرکه شاګردان ولاړ وه ۰ دواړو په خوږو او نرمو ژبو راته وویل۰ چی موری جانی مریضه یی ۰ ما ورته وویل ۰ چی هو زامنوأ ۰ډ یره مریضه یم – تبی کوم۰غواړم چی خپله وینه معاینه کړم ۰ او که چیرته ملاریا اوم ۰نو یوپاکټ ګولۍ به ځانته واخلم ۰ دوی دواړو راته وویل – چی موری جانی ستا د رنګه داسی معلومیږی ۰ چی ته ډیره زیاته مریضه یی ۰ او رنګ دی د نارنج پشانی زیړ دی ۰زه یی دومره په تشویش او وارخطا کړم ۰چی ماغزو می کار پریښود لو ۰ نو بیایی راته وویل ۰ چی راځه مور جانی۰یو داسی تکړه متخصص صاحب ته به دی بوزم ۰ چی ډ یر تکړه متخصص دی ۰ فیس به هم د ر نه کم واخلی ۰او مراعت به دی هم وکړی ۰ – نو راساً د متخصص صاحب د معاینه خانی ته بوتلم ۰ چی د متخصص صاحب د دروازی مخی کښی یو بل ډیر زیرکه شاګرد ولاړ وه ۰ او زه یی په هغی وروسپارلم ۰او په شفر کښی هغی ته څه وویل ۰ چی زه پری پوه نه شوم ۰او خپله بیرته هغه خپل مخکینی ځای ته لاړلو ۰ دی شاګرد خو اول رانه د ری سوه کلداری فیس مخکی د داکتر صاحب د معاینی څخه واخستلو ۰ او بیا یی متخصص ته ور وړم ۰ هغی چی راته د ورایه ولیدل ۰ ما غوښتل چی د خپلی مریضۍ قیصه ورته وکړم ۰ هعی راته وویل ۰چی ته چپ شه ۰ ماخو خپل ویښتان چټی سپین کړی ندی ۰ زه خوچی مریض د ورایه وګورم ۰ په مریضۍ باندی پوهیږم ۰موری تاته چی ګورم ۰ ډیره مریضه یی ۰ موری یو چیکف ته ضرورت لری۰ چی مرضیي دی ښه معلومه شی۰ داسی دوا به درته درکړم ۰ چی بیرته به ځوانه شی ۰ نوهعی بیدون د پوښتنی او معاینی څخه راته اول لابراتواری معاینات- تلویزنی معاینات ۰ ای سی جی – سی ټی سکین - اکسری ۰ دواخانه او داسی نور معاینات چی دا ټول ددی خپل وه ۰ اود بغضو سره یی سره یی لاره او جوړ امد لرلو۰راته یی ولیکل۰او د خپل شاګرد سره مل هعو و ځایونو ته ورولیږلم ۰ لابراتواری مغاینات یی چی بیدون د ضرورته یی راته یو خروار لیکلی وه ۰ پوره څوارلس سوه روپۍ واخستلی ۰او بیایی تلویزونی مغاینات راباندی وکړل ۰او پوره دری سوه روپۍ راڅخه واخستلی ۰ د وه زره روپۍ راڅخه لاړلی ۰ای سی جی- سی ټی سکین – اکسری۰ او دوا ته راسره هیڅ پیسی پاتی نشوی۰ داکترصاحب په خندا خندا کښی داسی حلاله کړمه ۰ چی وینه می هیچا ونه لید له ۰د خفګانه می زویه زړه نورچوی ۰ چی څه بد کارمی وکړل ۰ چی ښار ته راغلم۰او بیا دوړو هلکانو می ومنل۰ چی داکتر ته لاړم۰ اوس راسره خپل کور ته د تللو یوه روپۍ هم په جیب کښی نشته دی ۰ خپل څپټی می دد ی سرک پر غاړه غوړولی دی ۰او خیرات غواړم ۰ خیرات خوره نه یم ۰ مزدوری می تل عمر کړی او حلاله روزی می ګټلی او خوړلی می ده۰ نن ورځ ددی بی انصافه ډاکټر دلاسه سوال ته مجبوره شوم ۰ دومره کومک راسره ای د ښاراوسیدونکو خلکو وکړۍ ۰ چی یو پاکټ د ملاریا ګولۍ ځانته پری واخلم ۰ اوهم پری بیرته خپل کورته لاړه شم۰ زویه الله(ج) دی مریضان د داسی بی انصافه داکترانو څخه په امان کښی وساتی۰
 دوی خو د قصابانو څخه بد تر دی ۰ دا خو د یوی مریضی مورریښتینی قیصه
 چی مونږ ته یی وکړه ۰خدا خبر د نورو مریضانو به څه حال وی!
غبدالمتین د ارسلاح خان زوی د بهسودو اوسیدونکی چی اوس په یوی زړی کراچۍ سبزی خرڅوی ۰ خپله قیصه یی داسی راته وکړه- د مخابراتو په چوک کښی می د خوراکی موادو دوکان لرلو ۰ ښایسته کار می روان وه ۰ د کور ټول خرڅ به می ددی دوکانه څخه برابرولو ۰ د تقد یر کار وه ۰ یوه ورځ یوولس بجی وی۰ چی پلار می د کوره څخه دوکان ته راغللو ۰ ماته یی وویل- چی زویه سرمی ډ یر د رد کوی ۰ یو ډاکتر ته می یوسه ۰او دوا راته واخله ۰ دوکان می بند کړو ۰نو څرنګه یوولس بجی وی – شخصی معاینه خانی هم بندی وی ۰ نو صحت عامی ته روان شو- هلته یوولس نیمی بجی ورسید لو ۰ داخلی سرویس ته لاړو ۰ هلته نوکریوال ګارګر راته وویل ۰ چی وروره په داخله سرویس کښی دا وخت یو داګتر موجود او نوکری دی ۰چی دا یوازی د بسترد مریضانو خد مت کوی ۰ ته کلینیک ته لاړشه – هلته دداخلی بل داګتر شته دی – هغه به دی پلارمعاینه کړی ۰او پدی اوهعی کښی را باندی دولس بجی شولی ۰ نو د کلینیک خواته ورغلو ۰ بیدون د یو چوکیدار څخه بل هیڅوک پکښی مو جود نه وه- پلار اوزوی دواړه خواشینی ودریدلو۰چی اوس چیرته لاړشو۰ – چی په دی وخت کښی یو ناا شنا ځوان راغلو۰ او مونږ ته یی وویل ۰ چی ورونو څه غواړۍ ۰ ما ورته د خپل د پلار د سر د ردۍ قیصه وکړه ۰ هغی راته وویل ۰ د لته داګتران چیرته دی ۰ ټول ستاژران دی ۰ او یا هغه بی کاره داګتران دی ۰ چی نوی راغلی دی ۰ او اوس په دی شفاخانه کښی په مریضانو داکتری یادوی۰ لوی داګتران خو ټوله ورځ عملیتونه اونورو وړو داکترانو ته کنفرانسونه ورکوی ۰ زما او ستاغوندی خلکو معاینی ته بی کاره ندی ۰ راشه توکل په خدا (ج) وکړه ۰ یو ی ښی شخصی شفاخانی ته به ولیږم ۰ چی په کښی ښه او تکړه داکتران داخلی او خارجی کار کوی ۰ او ډ یر ښه وسایل لری ۰او ډ یری کمی رو پۍ به دی ولګیږی ۰ مونږه ډ یر ستومانه او پلار می هم د رد وارخطا کړی وه ۰ ادرس مو د نوموړی نفر څخه واخستلو۰ پلار او زوی دواړه په خپلو ښپو نوموړی شفاخانی ته لاړلو ۰ په شفاخانه کښی ناست داکتران ډیر خوشحاله شول ۰اودومره خوشحالی یی وکړه ۰ لکه چی بی خبره پری وړوکی اختر راشی۰ نو زما د پلار ټول معاینات یی په یو ساغت کښی تکمیل کړل ۰ او مشر ډاکتر راته داسی وویل ۰ ستا د پلار د معایناتو څخه داسی معلومیږی ۰ چی ددی په سر کښی یو لویه دانه موجوده ده۰ چی مونږ ورته تومور وایو ۰ عملیات غواړی ۰ او دری نیم لکه پاکستانۍ کلداری پری خرڅه راځی ۰ او که چیرته نوموړی دانه وچاود ید له ۰ پلار به دی په ځای په ځای مړاو ختم شی – پلار اوزوی دواړه وارخطا شوو۰نا غلاجه شوو۰ نوخپل پلار می سمد ستی بستر کړو ۰ او زه تری بازارته د پیسو د قرضولو پسی لاړم ۰ او د یو صحراف څخه می دری نیم لکه پاکستانۍ کلداری په قرض څخه راواخستلی۰او هغه می تحویل کړی۰ او مشر ډاکتر ته ورغلم ۰ هغی ته می وویل ۰ تاسی دومره وسایل لرۍ۰ چی زما د پلار د سر عملیات پری وکړۍ ۰ هغی راته وویل – ته غم مه کوه ۰ مونږ داسی د عملیاتو نیورو سرجری سامانونه لرو ۰ چی پاکستانی او هندی ډاکترانولا تر اوسه لید لی هم نه دی ۰ ماهم د نوموړی ډاکتر په خبرو او وینا باندی باور وکړو ۰ مخکی د غملیاتو څخه می پلار راته داسی وویل ۰ زویه مرګ مردن دی ۰ د ټولوهمسایه ګانواو خپلوانو څخه راته بخشش واخله ۰ اودا زما د پلا ر اخری خبری وی ۰چی ماته یی وکړی ۰ما ورته ډیره تسلی وکړه ۰ چی پلاره ته خو جوړ سړی یی ۰ انشاالله ډیر ژر به ښه شی- نو د خپل پلار د غملیاتو سره می موافقه وکړه –او ګوته می ورته ولګوله ۰ زما پلاریی غملیات خانی ته یوړلو۰ او د سرغملیات یی اجراشو ۰ پلار می څلور ورځی په دغه شفاخانه کښی بستر وه ۰ حالت یی ورځ تربلی خرابیده ۰ په څلورمه ورځ راته مشر ډاګټر وویل ۰ چی پلار دی پیښور ته یوسه ۰ ځکه چی دهغی د سر په مغزو کښی وینه خپره شوی ده ۰ هلته به یی د محصوص ماشین په ذریغه وینه د مغزو څخه جلا کړی ۰نو ما ورته وویل ۰ تا خو ویل ۰چی مونږ ډیر غصری ماشینري لرو۰ داګتر راته وو یل هو وروره !ستا خبره رښتیا ده ۰ خو دغه ماشین چی وینه د مغزو څخه راټولوی۰ مونږ ه اخستی ۰د کراچۍ بندر ته رارسیدلی دی۰ خو د لته لاتراوسه ندی را رسید لی ۰چی څو ورځی وروسته به را ورسیږی۰نوزه مجبورشوم– پلار می په مرګانی حالت کښی په شخصی امبولانس کښی واچولو ۰ او د پیښور په لور روان شو۰ لنډی خیبر ته نارسیده می پلار ساه د لاسه ورکړه ۰ او بیرته می د خپل پلار مړی بهسودو ته راوړلو ۰ نوری پیسی می هم د خلکو څخه د خپل پلار خیر خیرات لپاره په قرض راواخستلی ۰ او ډیر زیات قرضدار شوم ۰ د پلار د څلویښتۍ نه وروسته راڅخه قرضدارانو خپل قرضونه وغوښتل– مجبور شومه ۰او دوکان می خرڅ کړو۰ او قرضونه می پری خلاص کړل ۰او اوس په یوی وړی لاسی کراچۍ ترکاری خرڅوم ۰ هغه هم د شاروالۍ مسوولین راپسی دی ۰ د یو ځای څخه بل ځای ته می زغلوی ۰ غریبی او مزوری تری نشم کولی – ډ یر مجبور یم ۰او نه پوهیږم چی څه وکړم ۰پلارمی مړ شو ۰قرضدار شوم ۰پیسی راڅخه داګتر مفتی او په چل ول واخستلی۰ دوکان می خر څ شو ۰ د پلۍ پرک ته یی کښینولم ۰نو اوس ای افعانانو تاسی قضاوت وکړۍ – چی قصابان بی انصافه دی که ډاګټرانءأ
 غزل
 انصاف په دوی کښی کم دی ملا مته قصابان دی
 دا څه رنګ ډاکټران دی دا څه رنګ ډاکټران دی
 په لارو او کوڅو کښی دوی خپل معاینه خانو کښی
 هر ځای کښی یی ود رولی ډیر زیرکه شاګردان دی
 دا څه رنګ ډاکټران دی دا څه رنګ ډاکټران دی
 مریض چی ورته ورشی بیایی په شل معایناتویی سرشی
 په څو ځایونو یی خرڅ کړی خو مجبوره مریضان دی
 دا څه رنګ ډاکټران دی دا څه رنګ ډاکټران دی
 چپنی لری سپینی زبیښی د خلکو وینی
 مړښت د بعضو نشته ډ یر بی شانه حریصان دی
 دا څه رنګ ډاکټران دی دا څه رنګ ډاکټران دی
 هر چا تر خپلی وس غولولی دا اولس
(روغواله) نا امیده د هر چا نه افغانان دی
 دا څه رنګ ډاکټران دی دا څه رنګ ډاکټران دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery