دخپریدو نیټه : 2014-01-13 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ښاغلی کرزی ته بیړنی ملی مشوره!
!السلام علیکم
وروره ستاسی دولسمشری په دولس کلنه دوره کی ځینی سرچپه اوغیرملی کړنی وشوی اوکیږی.
اوس چه اورم دهویت په تذکره کی ځینی خلک هم بدلون راولی؟
ښاغلی اولسمشره په افغانستان کی چه دلمړی ځل لپاره دهویت تذکره په کومه ژبه (پښتو) لیکل شویده، باید په همدغه پښتو ژبه اوس هم ولیکل شی، کوم اسناداوکلیمی چه ملی دی باید ملی پاتی شی، که څوک غواړی دغی ملی سند ته بدلون یا تغیر ورکړی نو تاسی ښاغلی ورته باید اجازه ورنکړی.
مثلاّ مونږ په تعلیم دعسکری کی وضعیت اساس په دری ژبه وایو، داولی وایو؟ ځکه چه د پخوا څخه منل شوی کلیمی دی. همداسی تذکره هم دپخوا څخه منل شوی ملی سند دی.
آیا داتاسو ته مناسبه ښکاری چه دیو ملک ملی سند یا تذکره دیی په دریو ژبو ولیکل شی، په ټوله دنیا کی تذکره په یوه ملی او بین المللی ژبو لیکل کیږی
په افغانستان کی تذکره په پښتو اواینګلیسی ژبه باید ولیکل شی، ځکه تذکره دپخوا څخه په پښتو ژبه لیکل شویده، اواینګلیسی یوه بین المللی ژبه ده.
بیا هم وایم چه په راتلوونکی کی دغه ملی سند دافغانستان داکثریت خلکو لخوا دمنلو وړ نه دی، اونه به یی څوک ومنی، ځکه دغه سند دافغانستان په خلکو تاسی په جبری ډول سره منۍ اودا ډیر غت ظلم دی..
وروره په راتلوونکی کی دافغانستان ولسی جرګی اومشرانوجرګی ته څوک دملامتی ګوته نه نیسی، په دي ښه خبر شه چه ملامتی بیا ولس اوځوانان په ولسمشر (عبدالحامد کرزی) وراچوی، ځکه داافغانستان دی.
بل داچه دافغان(افغان) کلیمه چه په تذکره کی ونه لیکل شی نو دامعنی لری چه مونږ ډیر بی غیرته، بی ملته اوورک خلک یاستو.
بیا هم خواست کووم چه دافغان کلیمه هیڅکله دتذکری څخه ونه باسی، بیا هم وایم چه دافغان کلیمه دتذکری څخه ونه باسی، که چیرته دافغان کلیمه په تذکره کی نه وی لیکل شوی،نو ټول افغانان به واقعی اوریښتنی فکر وکړی چه ښاغلی کرزی خدای ناخواسته دافغانستان نه دی؟ اوپرمونږ افغانانو تپل شوی ولسمشر دی؟
وروره که دیو تاجکستانی نه څوک پوښتنه وکړی چه ملت دی څه دی؟ هغه ورته په ځواب کی وای زه تاجک یم، همداسی ازبکستان ورته وای زه ازبک یم اوهمداسی دنړی ټول هیوادونه په خپله تذکره کی دملت کلیمه ذکر کوی، ځکه دملت دکلیمی لیکل په تذکره کی یو بین المللی ستندرد دی. .
زما سوال دادی که زه په بهرنی هیواد کی تحصیل ته لاړ شم او زما تذکره ترجمانی ته ضرورت ولری، نو دملت پر ځای به دغه بهرنی هیواد زما په تذکره کی څه ولیکی؟
آیا مابه بی ملته ولیکی؟ او آیا دهغه بهرنی هیواد مامورینو ته به .زما هیواد بی حیثیته اوبی اتفاقه معلوم نشی.
خدای دی هغه بده اوتاریخی شرماوره ورځ په افغانانو نه راولی چه په ملی سند (تذکره) کی دافغان کلیمه نه وی لیکل شوی.
زه وایم که زمونږ په لس هاووزره افغانان نور هم مړه شی، خیر دی مړه دی شی، خوچه ملی سند مو مړ نشی.
زه وایم زمونږ مملکت دي هیڅ پرمختګ ونکړی خو چه ملی هویت مو بدلون ونه مومی.
خیر دی که تاسی دتذکیری په افغان کلیمه دولسمشری څخه هم منفک کیږی ورسره ویی منه، مګر بی افغانه تذکری ته په خپل پاک وجدان کی ځای مه ورکوه.
ښاغلی کرزی صاحب په اخر کی دافغانستان ټول خلک ستاسی څخه لویه هیله لری چه داحمدشاه با با تاریخ او دافغانستان ملی کلیمی اوسندونه خوندی او بی لاس وهلو وساته، پدی سره به تاته خدای لوړ شخصیت اوآجر درکړی.
الله ج دي توفیق اوهمت درکړی
په ډیر احترام
عبدالله کابلی