مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کابل سره خدای په امانی:

نوزادي

   لیکوال او باروت ناول

 اتم څپرکی : 

وحید او مور یی سهار وختی د موټرو تم ځای ورسیدل، هغه موټر چی معلم قدیر دوی ورته پیژندلی و، پر لین ولاړ و، زوړ ۲۰۳ موتر و، زوی او مورهم موټر ته وختل، په وروستی سیټ کی کښیناستل، په څو شیبو کی موټر د سوارلیو ډک شو، موټروان مخ د سوارلیو لورته واړاوه او، ویی ویل: حرکت کوو، یوه د خیر دوعا وکړی، ددی سم موټر د پیښور په لور یی حرکت وکړ. وحید او موریی د موټر په اخر سیت کی ناسته و، موریی غټ تور څادر په سر کړی و، سترګی د کابل سوو دیوالونو ته پاته وی، خو فکر یی د موټر نه دباندی یو ګړندی سفر پیل کړ، ماشومتوب یی ورپه زړه شو، د خاپوړو کوڅی یی و سترګو ته ودریدی، د ماشومتوب خورلڼی یوه، یوه، ذهن ته راغلل، ځوانی او پیغلتوب یی رایاد شو، مور، پلار، خپلوان او کلیوال، یی یو یو د فکر نه تیر شول، خپل کورنی او خوشحاله ژوند ته راورسیدل، د کابل پاکه فضا او د لوړ کلتور لرونکی اوسیدونکی، ګاوڼدیان او دهغوی سره راشه درشه یی ورپه زړه شول، داسی ښکاریدل لکه خوب چی وینی، جګړی هر څه بدل کړی و، اوس ددی خیالونو نه یوازی خیالونه پاته و، د مامور فضلو میرمن په یوه نا معلوم سفر وتلی و، نه پوهیده چی بیا به څه وخت کابل ته راشی کنه، مړی اوښکی یی یوه یوه د مرغلری په څير د سترګو نه ګریوان ته روانی وی او ګریوان یی ورته لوند کړی و. په همدی سوچی کی وه، چی موټر یو تکان وخوړ او دمامور فضلو میرمن یی بیرته ګاډی ته دننه کړی.
لاره خورا خرابه وه، مو ټر هم زوړ و، پر لار باندی پسله هرو څو کیلو مترو د تلاشی په نامه یو پاټک موجود و، چی سوارلی او ګاډی چلونکی به یی زورول، پیسی به ترینه اخیستی او که به چا ورسره زور کاوه نو تر وهلو ډبلو، بند، حتی ترمرګ پوری خبره رسیدل. دا پاټکونه د څرخی پله نه شروع او بیا په جلال اباد کی ختمیدل. په هر پاټک باید موټر چلونکی ژبه بدله کړی وای، بد او رد یی اوریدلای وای پیسی یی ورکړی وای، بیانو تیریدای شو، او کنه تیریدل نا ممکن وه، دی کار د دواړو سوارلیو او موټر چلونکو ورځ ګوډوله.
دمنی لنډی ورځی وی، ورځ تیره شوی وه، مازدیګر نژدی و، خو لاتراوسه هم ګاډی د وریښمین تنګی نه، نه و، وتی. د مامور فضلو میرمن سره ددی چی و ګاډی چلوونکی ته ور پیژندل شوی وه، خو داچی ښځه وه، زوی یی لا تر اوسه د چا د مټ د نیولو توان نه درلود ځکه نو د شپی د تیاری نه ډیره ډاریدله. په زړه کی یی ایتونه لوستل، دوعا ګانی یی کولی چی بس په خیر سره یو ځل د ورور تر کوره ورسی، د مامور فضلو میرمن په همدی سوچی کی وه چی موټر ورو، ورو د وریښمینتنکی نه ووت، سوارلی خوشحاله شوه چی د جګړی د سیمی نه وتلو ته نژدی وو، خو دا خوشحالی ډیره لنډه وه، د لاری په منځ کی یو بل ببر سرۍ، چی د انسانیت په نامه یی څه نه پیژندل، ولاړ و، او موټر ته یی د ټوپک په ذریعه د دریدواشاره وکړل.
موټر وان نور خپل حواس د لاسه ورکړی وه، د جګړی او دعوو توان یی نه درلود، د ځان سره و غرید او د غریدو سره سم یی د موټر ټایرونه پر سړک میخ شول. ځان یی کنترل کی، دروازه یی خلاصه کړه، ټوپکی ته یی وویل، خیریت دی وروره.
• ټوپکی: په خیریت دی نه پوهیږم، ړوندی یی سترګی نلری، نه وینی دلته اطاق دی ته ( په هغه وخت کی پولیس او پوسته نه وه) په هر ځای کی هرچا یو اطاق جوړ کړی و، څه چی یی زړه غوښتل کول یی. پوښتنه نه و، هر ټوپک والا پاچا او ژوندی قانون و.
• موټر وان: نه هسی څه نشته دراوه می روره.
• ټوپکی : موټر ته وخوت، هر سوارلی یی څو څو ځلی تر نظر تیر کړ، د څو سوارلیو نه چی لږ یی جامی پاکی وی یو درځن پوښتنی د بیلګی په توګه. نوم دی څه دی، د کوم ځای یی، چیری ځی، د څه لپاره ځی ........... د یو دوو تذکری یی هم و کتلی، سواد خو یی نه درلود خو څیره یی د انځور سره پرتله کوله، په سوارلیو کی ساه نه چلیده، ټول غلی ناست وو. ټوپکی د ګاډی اخرته لاړ، رډ، رډ یی د مامور فضلو میرمنی ته وکتل، هغی غریبی هم د ډاره ځان په تکری و نغاښت. ټوپکی یو دهفوی بوجیو نه چی د موټر په اخر کی سر پر سر پرتی وی، نظر واچاوه، برچه یی را وایستل او بیله دی چی د چانه اجازه وغواړی یوه بوجی یی تر اخره پوری وشلول، پلاستیکی څپلی چی د ایران ساخت وی تیتی شوی، او د ټولو سوارلیو پام یی د ټوپکی خواته واړاوه. ټوپکی په شونډی کی مسکی شو، داسی ملومیدل چی دی په همدی څپلو پسی ګرځیده، مخ یی د موټر چلوونکی لورته واړاوه او اویی ویل : تا شه، ځه چی ځو اطاق ته،
• موټر چلونکی: خدای ته وګوره خپل شرینی دی واخله او اطاق ته می مه وړه، ګوره ورځ تللی ده، ماشومان او تورسری په ګاډی کی راسره دی ، نا وخته .....
لا یی خبره نه وه خلاصه چی ټوپکی لاس ورته کش کړ، او پر دواړو سترګو یوه جانانه څپیړه ورکړه، تر ګریوان یی ونیو، د ددروازی لورته یی ټیله کړ، ډریور لانی پر ځمکه ولوید، خوله یی په ځمکه ولګیده ، او یو دم یی د خولی نه د وینی ویاله جاری شوه. ټوپکی شاته پسی ور کوز شو، د ګریوان نه یی ونیو، د ځمکی نه یی پورته کړ، یو تکان یی ور کړی، ویی ویل ځی که نه؟
 غریب موتر چلونکی ته یی د خبرو نوبت نه ورکاوه، ټوپکی داسی څانډه تا به ویل چی د پلار قاتل یی میندلی دی، د مامور فضلو میرمن دی منظری ته حیرانه پاته وه، زړه یی د ډاره لړزیده، په زړه کی یی ټوپکی ته یی ډیر ښیراوی وکړي او د خدای ج نه یی و غوښتل چی دموټرچلونکی مرسته وکړی. د سوارلیو احساسات را وپاریدل، خو ټول په دی پوهیدل چی احساسات کار نه کوی. ټولو مخ دوو سپین ږیروته چی په موټر کی موجود وو، واړاوه او ترینه یی و غوښتل چی د موټر چلونکی مرستی ته ور ودانګی.
سپین ږیری دموټر نه کوز شول، اطاق ته نژدی شول او د ډاره د تړلی دروازی شاته منتظر وو، زړه یی نه کاوه چی دروازه خلاصه کړی، ولی چاره نه وه، بالاخره یی دروازه پرانستل او ویی لیدل چی موټر وان غریب یی په یوه کنج کی کښینولی دی او ترینه پیسی غواړی. د اطاق مشر چی قوماندان یی ورته ویل، مخ یی سپین ږیرو ته واړاوه، ویی ویل خیریت دی؟ یوه له دوی نه ځواب ورکړ، زموږی موټر وان دلته دی، سوارلی په تکلیف دی، لار تاسو ته معلومه ده، که زموږ موټروان ته اجازه ورکړی؟
 قوماندان: پیسی دی ورکړی، ځی دی.
سپین ږیری: استازه وریی کړه.
ډریور: تره، ۱۰۰۰۰۰ افغانی غواړی، د کومه یی کړم ټول کرا می دومره نه کیږی.
سپین ږیری حیران وو، نه پوهیده څه وکړی، مخ یی قوماندان ته واړاوه، ویی ویل: خیر دی قوماندان صاحب لږ مراعات وکړی. دا هم بی وزلی دی. خو قوماندان دوه پښی په یوه موزه منډلی وی، او دخپل خره څخه نه کوزیده. ویی ویل: زه د چا د پلار مزدوریم چی دلته ناست یم. افراد می رانه تنخواه غواړی چی دده نه یی وانخلم، له تا نه یی وانخلم نو د چانه یی واخلم.
غریب مشران حک حیران وو، نه یی چا د سپین ږیری درناوی کاوه او نه یی هم چا په خوله پیاز میده کاوه.
ډیری زاری یی وکړیو خو ځای یی ونه نیو، قوماندان نور بی حوصلی شو، مخ یی سپین ږیرو ته واړاوه ویی ویل: یا ورک شی ووزی ما پریږدی چی ترینه پیسی واخلم او یا هم دی دځان سره وباسی، قانع یی کړی څو پیسی راکړی.
موټر چلوونکی غریب لکه پاڼه رپیده، د امید سترګی یی و سپین ږیرو ته وی، دی ته تیار و، چی پیسی ورکړی، خو پیسی ورسره نه وی نه پوهیده چی څه وکړی.
سپین ږیرو موټر وان له لاس نه ونیو، د باندی یی بوت، هوا تیاره شوی وه، ورته ویی ویل: استاذه ته خو دالیوان پیژنی، د پیسو لپاره هر کار کوی، وایه څه باید وکړو چی د جنجال نه یی ځان خلاص کړو.
موټر چلونکی: تره، اماده یم چی پیسی ورکړم، خو نشته راسره، نه پوهیږم څنګه وکړم، که تاسو کمک کولای شی په جلال اباد کی به پیسی ورکړم.
یو د سپین ږیرو نه بیرته موټر ته و ګرځید، د ټولو نه یی تپوس وکړی خو د چاسره هم یو لک روپۍ نه وی، بیرته نا هیلۍ راستون شو. مشوره یی وکړه چی د قوماندان سړی د ځان سره یوسی او په جلال اباد کی ورته پیسی ورکړی. دواړه سپین ږیری قوماندان ته ور وګرځیدل، جریان یی ورته ووایه او غوښتنه یی وکړه چی یو نفر ورسره واستوی.
قوماندان یوه شیبه سوچ کی لاړ، ویی ویل: موټر چلونکی ته غږ کړی،
 سپین ږیرو موتر چلوونکی را وغوښت، قوماندان بد بد ورته وکتل، ویی ویل، ددی سپین ږیرو په خاطر دی خوشی کوم، سړی درسره لیږم خو په جلال اباد کی به پیسی ورکوی، زیاته یی کړه، فکر دی نیسه چی څوک خبر نه کړی، کنه نور په دی لار مه راځه؟
 په ننګرهار کی یی ګاډی د یوه دوکان مخی ته ودراوه، ډریور سوارلیو ته مخ واړاوه ویی ویل: عفوه غواړم یوازی ۵ دقیقی باید توقف وکړم.
سمدلاسه د ګاډی کوز شو او دوکان ته ننوت، مخکی له ۵ دقیقو بیرته راستون شو، په کاغذ کی یی څه تاو کړی وه، ټوپکی ته یی ونیول او زیاته یی کړه، واخله.
ټوپکی: پوره دی.
ډریور: هو ویی شماره،
 ټوپکی بیله دی چی کاغذ پرانیزی د ګاډی کوز شو اوپه لاره ګډ شو.
موټروان یو سوړ اسویلی وایست، ګاډی ته یی حرکت ورکړ، داسی یی وویل: سر مو پر لاس اخیستی دی تر څو اولاد ته مړی پیدا کړو خو پخپل وطن کی مو څوک نه پریږی.
موټر د تور خم سړک ته سم شو، نور نو پاټکونه نه وو، لاره هم سمه وو، په داخل د موټر کی خاموشی خوره شوه، داسی ښکاریدل چی سوارلی اوس د ژوند لپاره یو څه ډاډه شوی و، یوه شیبه وروسته هر یو پخپل غوټه مصروف شو، داسی ښکاریدل چی تورخم ته نژدی شوی وی، د مامور فضلو میرمنی هم وحید چی خوب وړی و، د خوبه پاڅاوه او د موټر نه یی کوزیدو ته اماده ګی ونیول.
څو شیبی وروسته د تورخم ګروپونه د لیری ښکاره شول، ددی ګروپو سره سوارلی هم وځلیدل، بس په څو دقیقو کی موټر په تورخم کی ودرید، موټر وان پر سوارلیوغږ وکړ: ګوره غوټی، موټی مو پاته نشی.
سوارلی یو یو د موټر نه کوز شول، د مامور فضلو میرمن هم په داسی حال کی د موټر چلونکی نه یی مننه کول، د موټر نه کوزه شوه. سریی سرتور کړ، او موټر چلونکی ته چی دده په انتقال کی یی مرسته کړی وه، د زړه د کومی یوه دوعا وکړه، دزوی لاس یی ونیو او د پیښور په لور روان شوه.


دوام لری

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery