دخپریدو نیټه : 2014-01-14 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دیارانو کډی ګور ته وار په وار ځی
افضل ټکور
په ډیری خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ ،چی دهیواد نامتو شاعر غزلبول،اووتلی لیکوال ښاغلی محمد صدیق پسرلی د۸۵کلونو په عمرومړ.
انالله وانا الیه راجعون
کله چی دخپل هیواد دمعاصر غزل په اړه څه لیکو او یا څه وایو،نوله هر څه وړاندی به دارواښاد استاد پسرلی نوم دټولو په سر کی اخلو،هغه هم دکمیت او هم دمنځپانګی له پلوه ښه اوپه معیار پوره شاعری کړی ده،
کله چی دخپل هیواد دمعاصر غزل په اړه څه لیکو او یا څه وایو،نوله هر څه وړاندی به دارواښاد استاد پسرلی نوم دټولو په سر کی اخلو،هغه هم دکمیت او هم دمنځپانګی له پلوه ښه اوپه معیار پوره شاعری کړی ده،
(استادپسرلی له خپل شعر،په تیره غزل سره صادقانه ملګرتیا کړی ده،بس په خپله دنیا کی بوخت پاتی شوی،که سره تو پانونه رااوتی دی او که تور،پسرلی په کی یوه ورځ هم له خپلی نړی نه دراوتلو هڅه نه ده کړی.نه یی دسپیره سیاست په بدنامو کوڅو کی خپل غرور او وقار ته زیان رسیدلی او نه یی دظاهری کش او فش ځلبل چیرته سترګی بریښولی یوازی دشعر او ادب له یارانو سره یی خپله اړیکه توده ساتلی ...)
هغه وایی :
خدایه زړه می کړی دحسن دباغ زړی
چی هر ځای یی ږدم او مینه تری ټوکیږی
ربه روح می دښکلا دډنډ پری کړی
چی دحسن په جلوو کی دی پټیږی
زه چی کله دارواښاد استاد پسرلی نوم یادوم نو هو بهو همدغسی یو انسان می په ذهن کی تداعی کیږی،چی له هر چا سره یی مینه کړی وی،زړه یی له مینی او کلام یی له رنګینیو نه ډک وی،زړه یی هر چیرته مینه ټوکولی وه،مینه له وطن سره مینه له ادب سره مینه له لیکوال سره او مینه له غزل سره دمر حوم پسرلی دنوم په اخستلو سره داسی یو لوی دپوهی غر یو د حلم اوعاطفی غونډی دسړی مخی ته دریږی،زه چی کله دهغه نوم اخلم،نو دښایستونو ،دغزلونویو لوی اباسین می مخی ته دریږی،دهغه عظمت او دهغه پوهه همدومره ستره وه،
څوک یی نا وری څه چی وایم په خپل زړه کی
یوه بی ځایه مدعا یم په خپل زړه کی
زوړ یی کړم خو سا می نه شوه باندی جوړه
دهوس مرغومی پیایم په خپل زړه کی
په خطا دی هم ونه ویل چی ستا یم
واړه عمر که دی ستایم په خپل زړه کی
نیمه شپه چی نیم عالم په خوب ویده وی
دبدری بڼ ته دی بیایم په خپل زړه کی
چی په ټول کی دغوښتنو ځانته ګورم
زه هم ځانته تماشا یم په خپل زړه کی
پلار نیکه راباندی هسی توروی مه
له خپل ځان څخه پیدایم په خپل زړه کی
لیونی مینی پښتون کړم پسرلیه
خپل ارام ته چی بلایم په خپل زړه کی
داسی هرڅومره غزلیزی بیلګی که داستاد پسرلی لولو نو نوی مفاهم،نوی انځورونه او نوی کلیمی په کی موندلی شو،په غزلو کی یی نوښت،پښتونولی،مینه اوخوږوالی لیدلی شو،هغه تل هڅه کړی چی له ابتذاله ځان وساتی،نوی او داسی ترکیبونه په خپله شاعری کی راوړی چی تر ده دمخه چا نه وی راوړی،
له تورو سترګو چی الهام اخلی
شعر یی په زړه کی خاص وعام اخلی
که دی شوخی ته داسی پریږدی لیمی
نوره پرده له ننګ ونام اخلی...
داسی که دارواښاد استاد پسرلی دشعر جاج اخلو اویا دهغه په غزلیزه شاعری څه لیکو،نوزه په ډاډه زړه ویلی شم،چی پنډ پڼډ کتابونه به پری ولیکل شی،دهغه مړینه زموږدهیواددپښتو ژبی له باغه دیوی داسی ونی غورځیدل دی،چی ځای به یی ډیر په مشکله آو پیړی پيړی وخت ونیسی،زماپه اند ارواښاد استاد پسرلی داسی یو لوی شخصیت وو،چی هغه په پیړیوپیړ کی یوپیدا کیږی،
په لندن کی دافغان لیکوالوفرهنګی ټولنه دارواښاد استادپسرلی مړینه نه یوازی دهغوی درنی کورنی ته،یودروند غم بولی،بالکی دهغه مړینه دټول هیواد فرهنګی کړیو،فرهنګی مرکزونو،فرهنګیانواوفرهنګپالو له پاره یوه لویه ضایعه بولی،
زه په خپل وار په لندن کی دافغان لیکوالو دمشرتابه جرګه ګی په استازی توب،دپښتو ژبی وتلی لیکوال ښاغلی غضنفر،ښاغلی عصمت څاروان،ښاغلی ایمل پسرلی او داستاد پسرلی درنی کورنی،ته دجمیل صبراو داستاد پسرلی روح ته دفردوس جنت ددعا له پاره لاسونه لپه کوم،
روح دی یی ښاد او یاد دی ژوندی وی،