مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-14   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

کوم خبر رښتيا اوکوم ومنو؟

حبيب الله غمخور
يولنډه غوندي تبصره : پرون دجدي پر ۲۳ مه په ډله ايزورسنيوکي دا خبرچې اسلامي ګوند راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي . ددې خبرپه هکله دجدی پر ۲۳ مه بې بې سي پښتوپاڼه ليکی : ((کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې کاږي، د اسلامي ګوند یوه لوړپوړي غړي غیرت بهیر بي بي سي ته وویل دوی پرېکړه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ولوبوي :''حزب اسلامي پر ټاکنو باور لري او ازادې شفافې او عادلانه ټاکنې غواړي. د همدې اصولو پربنسټ موږ غواړو چې راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ولرو. خو دا چې د کوم کاندید ملاتړ به کوو، تر اوسه موږ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې .)) داخبر په ډير وږوږ اوخوشحالی سره په ټولوډله ايزورسنيوکي خپروسو چې تر نن پوري په طلوع نيوزکي ځينو رابلو نکو تبصرې پر کولې داخوپرېږده چې په افغانستان کي ورځپاڼو پردې خبرپه لسگونوليکنې اوتبصرې خپرې کړي دي . خوددې ترڅنگ دادی نن دجدی پر ۲۴ بياپه دازادي راديو له لاري دهمدې غیرت بهیر لخولې بل ډول خبرخپورسو ،په هغه کي راغلي ((په ټاکنو کې د ګډون په اړه مو لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې" د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند د پاکستاني رسنيو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د دې ګوند مشر د يوه ليک له لارې خپلو پلويانو ته لارښوونه کړې، چې دوى دې د افغانستان د ولايتي شورا په راتلونکيو ټاکنو کې فعاله برخه واخلي. د حزب اسلامي ګوند د سياسي چارو رييس غېرت بهير له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پاکستاني رسنيو د خپاره شوي راپور په اړه وويل، زموږ ګوند تراوسه پورې د ټاکنو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او په خبره يې، د پاکستاني رسنيو راپور زوړ دى: "دا راپور زوړ دى، تازه راپور نه دى، تقريباً درې مياشتې مخکې راپور دى. د ټاکنو په ارتباط موږ تراوسه پورې اخيرنۍ پرېکړه نه ده کړې . لږ وضعيت نور هم څېړو، لږ وضعيت نور هم بايد روښانه شي، بيا به ددې روښانه وضعيت په رڼا کې قطعي او نهايي فېصله کوو. په دې باندې بحث پکار ده او څېړنه ورباندې پکار ده، خو اخيرنۍ فيصله مو لا نه ده کړې." 24.10.1392 زمالپاره پرون داډول خبر حيرانوونکی وو،ځکه دگلبدين حکمتيارسره دکوم لوری لخوادخبروپه هکله کوم معلومات ندی خپورسوی چې دهغې په مټ دې هغه پدې باوری سوی وي چې په ټاکنو کي گډون دسياست اوسياسی فعاليت سم لوری دي . ښاغلي گلبدين په کراتوپه ټاکنوکي گډون دبهرنيانو په کامل وتلو پوري تړلي بللي ،پدې هکله ئي ډيري ليکنې خپرې سوې ،دعوت ملي ويب پاڼي آرشيف ته مراجعه کولاي سئ . دسياسي څېړونکوپه وينا ددې سره چې پدې اوسنی دکرزی تر حاکميت لاندي دولت کي تر ۳۰ سلنه پوري دنوروتنظيموترڅنگ دگلبدين پلويا ن هم پر لوړڅوکيوکارکوي ،بياهم يواحنټ اودپردولاسپوڅی دولت بولي ،نوڅنگه يودم بېله کوم دليل اوبرهان څخه داډول مثبت اوښتون خبرنشرېږي . پدې موږ پوهيږوچې که دويته ددوي بهرنی پلويان هر ډول امروکړی دوي به هغه کوی،خوددې ترڅنگ پدې هم پوهيږوچې بهرنی پلويان یې هم دومره ساده گان ندی اوپه سياست پوهيږې ، دا چې په دولت کي پدې کچه گډون سره ئې بياهم لکه شمالي ټلواله داپوزيسيون په نوم ډله کي ساتی اويا په مختلفو بڼو اوبهانوتبليغ ورته کوي،نودومره په ساده گۍ سره به ئې دټاکنو بهيرته ورگډنکړي . داسي ډلی معمولأ دکوم سياسي امتيازلپاره ساتل کيږي چې پدې امتيازکي به همدا ډله اوډلې بهرنی پلويان غوښنه برخه ترلاسه کوي ؛کنه دادومره لگښت اوزحمتونه دڅه لپاره ؟ تراوسه زه په هغه معامله خبرنه يم کوم چې پر بنياد ئټي بايد دگلبدين حکمتيار لخوا دا ډول اعلاميه يادساتور نشر سي . زه فکر کوم چې دحکمتيار ترنامه لاندي حزب به په ښکاره همدا پاليسی اوددوي دپاليسی پر وړاندي ددولتی چارواکو که دکرزی پلوی بريالی سواونړيوالودچوپتياسياست غوره وي اودوي به په همدې بڼه خپل سياست ته دوام ورکړی ،چې هم په دولت کي اوهم گوياددولت اودهغوي دبهرنيو پلويانوسره مخالفت ته دوام . وم،ن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery