مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانستان ارامي دپاکستان گټه ده که تاوان؟

احمدشاه افغان
 دافغانستان امن اوسوله پاکستان دځان په تاوان بولي.
له دې امله پاکستان به په هيڅ صورت ونه غواړي چي افغانستان په ارام شي اوسوله اوامنيت پکي راشي.
ددې يولامل دادی چي ددوی اکثرحاصلات په هغواوبواوبېږي کومي چي له افغانستان څخه پاکستان ته رواني دي نوکه په افغانستان کي امن راشي نودااوبه کېدای شي چي پرپاکستان بندي شي ځکه دغواوبوته افغانان پخپله اړتيالري.
نودابه څنگه پاکستان ومني چي ددوی دغه اکثرحاصلات دي له خطرسره مخ شي اوددوی دعائداتودغه لويه برخه دي له منځه ولاړه شي؟
 بل لامل ددې خبري چي پاکستان دافغانستان سوله اوثبات نه غواړي دادی چي افغانستان دپاکستان دصادراتولپاره لوی مارکېټ دی.
دپاکستان ډېرصادرات دي چي افغانستان ته ځي اوهلته خرڅېږي.
که په افغانستان کي سوله راشي نودغه کاروباردپاکستان به يابندېږي اويابه دومره کمېږي چي دنشت به شمېرل کېږي.
ځکه چي افغانستان به په خپل ځان متکي شي اوورسره به د نوروهيوادونوسره کاروباري اړيکي ولري چي داهم پاکستان ته دنه منلوخبره ده.
همدارازبل لامل ددې چي پاکستان په افغانستان کي سوله اوامنيت نه غواړي دادی چي دډېورنډمسئله هم دغسي ناحل شوي پاته ده،نوپاکستان له دې وېره لري چي دافغانستان دامنيت په صورت کي به دوی دادعوه راپورته کړي اوله بلي خواپاکستان اوس په نړۍ کي ديوازيتوب خواته روان دی.
نودادده يوازيتوب به هم ددې سره ډېره مرسته وکړي چي له ده څخه داکرښه جلاکړل شي.
بل لورته دافغانستان دناامنيوگټوته که ځيرشونوداسي معلومېږي چي دابه ترهرچادپاکستان زياته گټه وي.
ځکه که په افغانستان دجنگ سلسله روانه وي اوهلته دپرمختگ مخه نيول شوې وي نوپه دې سره دافغانستان يوازي دجگړوله امله زخميان اوهمدارازنورمريضان که دعلاج اوتداوی لپاره پاکستان ته لاړشي نوداهم دپاکستان يوه لويه گټه ده.
همدارازدافغانانوپاکستان ته تگ راتگ اوددوی په يادهيوادکي استوگنه هم دپاکستان لپاره ډېري گټي لري چي داهم ددوی دعائداتولپاره يوښه مدرک دی.
همدارازافغانان کاروباري خلگ دي،همدااوس دوی په پاکستان کي زياتي پانگوني کوي اولوی لوی کاروبارونه لري،داهم يوه لويه اقتصادي گټه ده.
که په افغانستان کي امنيت راشي نوددغوافغانانوتگ راتگ به هم کم شي اوورسره به له يادهيوادڅخه افغانان خپل هيوادته ستانه شي چي دابه هم دپاکستان يولوی زيان وي چي دابه هم ورته دمنلونه وي چي له دې لاري به ډېرپانگوني په پاکستان کي بندي شي.
دغه ټول چي بيان شول ددې لاملونه دي چي پاکستان نه غواړي چي په افغانستان کي ارامي راشي.
ددوی گټه داده چي په هيوادکي دغه کشاله دوام وکړي.
نوله دې امله افغانانوته په کارده چي ددغي کشالې دسولې اوخپل منځي تفاهم له لاري حل راوباسي.
ددولت چارواکي په خاصه توگه ښاغلی کرزی بايدامنيتي تړون لاسليک نه کړي څودخبرولپاره په لوی لاس خنډرامنځ ته نه شي.
همدارازطالبان اوحزب اسلامي هم بايدددولت سره خبروته حاضرشي اوله دې لاري دي ددغي ستونزي دحل کوشش وکړي.
دطالبانوداخبره ډېره دحيرانتيااودخواشينۍ ده چي دوی وايي:ددولت سره خبري نه کوواودامريکايانوسره يې کوو!!
دادتاسف خبره ده چي په لوی لاس دې ته لارهوارول دي چي خارجيان دلته پاته شي اوجگړه دوام وکړي.
طالبان بايدلږسوچ وکړي چي تاسوبه ترڅوجگړه جاري ساتئ اوخبروته به نه حاضرېږئ؟
 داخوښه زړه ته واچوئ چي دالله پاک اراده خوبېله ده،دانسان په فکرستاسودحکومت بياراتلل دط ټکی دی.
هغه وخت به بياخدای خبرچي راځي چي بيابه ستاسوحکومت وي اوپخوانۍ زوروره پاليسي به پرمخ وړئ.
نوچي حکومت نشئ کولای نوبياولي خبروته نه حاضرېږئ څودخبروله لاري ستاسومطالبې هم پوره شي اوهيوادوال هم دارام ساه واخلي.
بله ضروري خبره داده چي داحکومتي عسکرخومسلمانان دي،اوپه اوسني حالت کي خوامريکايان هم په خپلواډوکي دي.
نوددوی وژل څه گټه لري؟په دې سره خوامريکايان نه کمزوري کېږي.
که تاسوپه يوه ورځ يولک افغان عسکرووژنئ بياهم امريکاپه دې نه کمزورې کېږي.
نوداسي بې گټي دمسلمان وژل تاسوفکروکړئ چي دچاتاوان دی؟
 دغه عسکرزمادمعلوماتوله مخي اکثره دمفلېسۍ له امله ورسره درېدلي دي نوپه داسي حال کي ددوی وژلوته دوام ورکول تاسوڅنگه بولئ؟
 که تاسوواياست چي داټول کافران دي نوپرمسلمان باندي دکافرفيصله کول داخوډېره خطرناکه خبره ده.
اوپه کوم دليل تاسودوی ته کافران واياست؟
 که يې په دې کافران بولئ چي دوی دکافرانوسره دوستي لري.
نودکافرسره دوستي خوناروااوگناه ده کفرخونه دی.
دگناه له امله کافرورته ويل داخودخوارجومذهب دی چي يوه بې لاري ډله ده.
داهل سنت مذهب دادی چي دگناه له امله څوک نه کافرکېږي څوپوري چي عقيده دکفرونه لري.
بله خبره داچي دپاکستان ترقوماندې لاندي جهادهم نتيجه نه لري دوی خپل کاردرڅخه اخلي که يې کله سرخلاص شوچي نورستاسوملگرتياگټه نه ورته کوي بيابېرته تاسونيسي،وژني مواوکمزوري کوي مو.
دجهادلپاره استقلال ضروري دی.
که استقلال نه وي نتيجه نه ورکوي. 
 
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery