مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دهند شبه قاره

ژباړن : ع . شريف زاد

 

 اپاسامي مورو ګايان هندي ژبه پيژندونکئ د عالي تحصيلاتو پروفيسور( پاريس)

 

 له يوميليارد جمعيت څخه ډير نفوس لري چې په سلو کې ٣٥ د پنځلس کلنۍ له عمره ټيټ دي د هند ددولت ډير غټ مشکل داوه چې څه ډول د زده کړو چارې په اساسي توګه تر څارنې لاندې ونيسي چې اوس تقريبا ١٥٠ کلونو ته رسيږي . اوس د هندوستان حکومت ٦٦٤٠٤١لومړني/ ابتداېې ښوونځي ٢١٩٦٢٦منځني/ متوسطه (١)١٣٣٤٩٢منځني/ متوسطه(٢) ٢٩٧ پوهنتونونه ٨٧٣٧ د عمومي زده کړو کالجونه او ٢٤٠٩ مسلکي موسسې د خلکو لپاره لري.
هند په کال ١٩٤٧ کې خپله خپلواکي تر لاسه کړه. د خپلواکي سره ېې د زده کړو سياست را مخ ته کړ او په دې لټه کې شو چې څه ډول د هر چا لپاره د زده کړو او د اقتصادي پرمختګ زمينه برابره کړي داځکه چې د ملي يووالي لپاره د مختلفو مذهبونو، ژبو، طبقاتي نظامونو او مختلفو فرهنګونو يو ځاې کول د حکومت لپاره اساسي عوامل ګڼل کيدل. او په دې باور وه چې همدا د بريا لا ره ده چې بريالي هم شو. په ١٩٥٢ کال ددې لانجې لپاره يو څو ژبئ سياست رامخ ته کړ. مورنۍ ژبه، سيمه ايزه ژبه، هندي د عمومي اړيکو لپاره او کلاسيکې ژبې چې عبارت له (سانسکريت، يالي، عربي يا فارسي) څخه وې. دا طرحه بيا په کال ١٩٦١ کې ددرې ژبو د( تي­ال­اف) فورمول په نوم ياد شواو داژبې په کې مشروحه وې: سيمه ايزه ژبه، هندي په غير هندي ژبوسيمه کې د انګليسي او يا يوه اروپايي ژبه . با الاخره هند په ١٩٦٤او١٩٦٦کلونو کې يوه بله پريکړه وکړه چې په مورنۍ يا سيمه ايزه ژبه،يوه رسمي ژبه هندي يا انګليسي او يو ننۍ بله ژبه هندي يا بهرنۍ به تدريس کيږي.
د دولسو کلونو په بهير کې ېې دا سې پرېکړه وکړه چې د ابتدايه او متوسطه زده کړو په وخت کې چې درسونه له لومړۍ تر پنځم پورې په مورنۍ يا سيمه ايزه ژبه او درې فورموله دې له شپږم وروسته تدريس شي. که څه هم د ځينو ايا لتونو داروجنجال په يوه ژبه يا درې فورموله ژبو يا اجباري او داسې نور اختلافونه کم او زيات وه خو په ډير کم وخت کې دغو لانجو يو ه ملي څېره ځان ته غوره کړه. کيداى شي چې درې ژبې فورموله په څلورو بدله شي خو ډيره مهمه خبره داد ه چې ژبه داکثريت او اقليت د ميراث ساتنه ، اجتماعي هويت دى،فرهنګي لارې ېې ډير اهميت لري چې ديوه ملت ټول پر مختګ ، لارې چارې تر شعاع لاندې نيسي چې په هيڅ ډول بايد دغه اهميت څخه څوک سترګې پټې نه کړي 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery