مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولې دافغانستان په زېرمواومعد نونو چورواوتالان ګډ دی؟

محمد جعفرواحدیار عبدالرحیم زی
 
 
 دراپورونوله مخی ویل کیږي چی دسرپل ولایت په بلخاب ولسوالی کی دمسودکان دایستنی اواستخراج چاری اوقرارداد امریکایی اوانګلیسی شرکتونوته سپارل شویدي ، چی دغه کان نږدی ۵۰۰ میلونه ټنه مس لری، څوکاله وړاندې هم دلوګردعینکودمسودکان داستخراج چارې دچین ام سی سی کمپنی ته سپارل شوې وې ، همدارنګه داموسیند دغاړوتیولوقراردادونه هم له بهرنیوشرکتونوسره ترسره شویدي ، اوویل کیږي چې دهېواد په ډیری سیموکې دځینوزورواکوله خوا خپل سرې کندنې هم روانې دي اوحکومت نشي کولای چې مخه یې ونیسی
 زه غواړم پورته موضوعاتوپه اړه په دغه لیکنه کې دملي ګټودپایښت اوبقالپاره ځینی موضوعات له تاسی درنولوستونکوسره شریک کړم .
که دافغانستان تاریخ ته وګورونوهروخت افغانستان دزورواکوخوښکیلاک ګروترښکیلا ک لاندی راغلی دی ، دافغانستان ځينی برخې يې نیولي دی اودیوڅه مودي وروسته بیا په ډیربد حالت دافغانستان میړني ولس شړلي اوله ماتې سره مخامخ شویدي ، تېرتاریخ ته په کتوویل کیږي دافغانستان ستراتېژیک موقعیت ، اودافغانستان سرتړلو(سرقلفو) زېرمواومعدنونوته هروخت دبهرنیوسترګې پاتې دي اودتاریخ په تېروپړاوونوکې یې کوښښونه کړي چې دافغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه پورته کړي ، اودافغانستان زیرمې اومعدنونه دغرني ښامارپه څېرله ستوني تېرکړي خوپه خوشالۍ سره باید ووایوچې هغوی دغه ارمانونه له ځانونوسره ګورته وړي اوافغانستان دتیروزورواکو اویرغلګرولپاره په هدیره بدل شوی اودډیروهډوکي دافغانستان په خاوره کې خاورې شویدي .
خواوس وینوچې یوځل بیا زمونږګران هېواددمختلفوپلموله مخې ددبهرنیوزوراکوله خوا اشغال شوی اودډیری هیوادونوپوځیان په افغانستان کې اوسیږي ، اوس هم دبهرنیوپه اړه په پوره باوره داخبره کیږي چې دوی افغانستان ته دافغان دولس دمرستی لپاره نه دی راغلي دوی هم غواړی چې دافغانستان ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه پورته کړي اودافغانستان زیرمې وپلټي اوخپلوهیوادونوته یې ولیږدوي .
کله چې زه درسنیوله لارې خبرشوم چې دسرپل ولایت دبلخاب ولسوالۍ دنړۍ ترټولومهم کان درا ایستنې اواستخراج چارې امریکایې اوانګلیسي کمپنیوته سپارل شویدی زه په دې پوه شوم چې بهرنیان اوپه ځانګړي توګه متحده ایالات اوانګلسان افغانستان ته دهمدغې مهمې موخې لپاره راغلي وه اواوس عملا لاس په کارشول ، اوبله داچې دپورته خبرې دثبوت لپاره باید ووایم کله چې دعینکودمسوکان قرارداد له چینایي کمپنۍ سروشوڅه موده وروسته دمتحده ایالاتوجمهوررئیس دیوې بهرنۍ رسنۍ دیوه ژورنالست دپوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې پوځیان زمونږ مړه کېږي اودمسوقرارداد چینايی کپنۍ نیسي ، داوباماخبرې داڅرګندوي چې ددوی پوځیان هم دهمدغه هدف لپاره راغلي اوغواړي چې دافغانستان زیرمې ولټوي اوخپلوهېوادونوته یې یوسي .
بله خبره داده چې کله چینایانودلوګردعینکودمسوپه کان کې کارپیل کړی ترډېره بریده ویل کیږي چې هلته دامریکا په غوښتنه ناامنۍ رامنځ ته شوي وسلوالوډلوچینایانونه دباج په توګه په میلونونوډالراخیستي ترڅوچینایان له دغه قرارداده په شاشي ، اوددې خبرې دثبوت لپاره څوځله دافغانستان دولسی جرګې په عمومي مجلس کې دلوګراستازوله دغه ډول پټومعاملوپرده پورته کړې اوحکومت ته یې ویلي دي چې متحده ایالات نه غواړي چې دغه مهم قرارداد چینایان پرمخ یوسي، وکیلانوڅوڅوځله داهم ویلي دي چې چینایانوکارپریښی اوتښتېدلي دي ، په څرګنده توګه باید ووایوچې تراوسه دلوګردعینکودمسوپه کان کې داسي دپام وړپرمختګ نه دی شوی چې خلک په حساب وکړي، علت یې هم دبهرنیو اوپه ځانګړي توګه دامریکایانوپټې اوښکاره مداخلې دي .
مهمه پوښتنه داده چې دوموجوده حکومت ټول ټال درې میاشتی دحکومتولی وخت پاتې ولې نوپه اوسنیوحالاتوکې دکانونواوزیرموقراردادونونه له بهرنیوسره ترسره کوي ؟ ایا په افغانستان کې دمعادنو په برخه کې مسلکي کادرونه شتون لري ؟ ایا په موجوده حکومت اوحاکم ټیم داباورکېدلی شي چې دنوروبهرنیومرستوپه څېربه دافغانستان معدنونواوزیرموګټې هم چوراوخپلوجیبونوته ونه غورځوی ؟
 دپورته پوښتنوپه ځواک کې باید ووایم چې لومړی خو دموجوده حکومت ډېره کمه موده پاتې درې میاستې وروسته به انتخابات کېږي اوواک به یوبل جمهوررئیس ته سپارل کېږي نوموجوده حاکم چارواکي له دې ویره لري چې له راتلوونکوټولټاکنووروسته به دخلکوپه خوښه دخلکواستازی نظام رامنځ ته کېږي اوبیا به ونشی کولای چې دملي ګټوخلاف تړونونه ترسره کړي نودادځان لپاره ښه فرصت بولي ترڅوله بهرنیوسره په ګډه دتړن به بهانه دافغانستان زیرمې په نورووپلوري اوګټې یې خپلوجیبونوته ته واچوي ، که داخبره نه وي نوولې دغه ډول تړونه درې میاشتي وروسته نه لاسلیک کوي ؟
 اوبل داچې ترډېره بریده په افغانستان کې دکانونوپه برخه کې مسلکی اوتخنیکی کادرونه شتون نه لري اونشی کولای چې له بهرنیوسره دقرارداد ټول اړخونه له ملي ګټوسره برابروارزوی اودملي ګټودساتنې اوژغورنې څخه وروسته تړون لاسلیک کړي ، ددې خبرې دښه ثبوت لپاره غواړم چې دمعادن وزارت دپخواني وزیرهغې خبرې ته اشاره وکړم چې په یوه شخصي مجلس کې یې راته ویلي وه چې په افغانستان کې دمعادنواوزیرموپه برخه کې مسلکي کسان اوکادرونه شتون نه لري ، ده وویل دولس کسه افغانانوپه دې برخه کې نسبی پوهاوی درولوده هغه موهم هند ته دنوروزده کړولپاره لېږلي دي ، دابراهیم عادل خبرې داڅرګندوي چې په دافغانستان کې په دغه مهمه برخه کې مسلکي کسان شتون نه لري .
تاسې ته به مالومه وي ډیری وخت دافغانستان په نوروتړونونوکې هم داثابته شوې چې له بهرنیوسره په نورواقتصادی اوترانزیټي برخوکې افغان حکومت تړونونه کړي ، بهرنیوتېروستي دتړون په محتوا اوغوښتنه افغان لوری نه دی پوه شوی اووروسته یې بیا ډېرې ستونزې رامنځ ته کړي اوزیان یې مستقیما دافغانستان بې وزله ولسونوته رسېدلی دی .
تاسې وګورۍ کله چې له چینايی ام سی سي کپني سره دعینکودمسودکان تړون لاسلیک شو، اوهغوی عملا کارپیل کړافغان لوري ډیرې زیاتې تېروتنې کړې وې اود ابتدايي عملي کارڅخه وروسته افغان دولت خپلونیمګړتیاووته پام شو، لکه هلته پرته له مسونورمهم معدني مواد ، سره زر، سپین زر، تاریخي عابدات ، قیمتي کاڼي اونورمهم معدني مواد موجودوه ، چې ډېری برخه دلومړنیوکیندنوپرمهال یامات شوي اویا هم دبهرنیواوکورنیولوټماروله خواچورشویدي ، چې ډېرموده وروسته ورته دافغان حکومت فکرشوچې وخت له وخته تېروه ، بله خبره داده چې دافغانستان ولسونه په موجوده دولت باورنه لري موجوده حکومت اوچارواکي ترستوني په فساد کي ډوب دي ، دوی دفساد له امله افغانستان دنړۍ د مفسدوهېودونودکتارپه سرکې ودراوه ، دوی دافغانستان برم اووقارله خاوروسره خاورې کړ، په شته حاکم ټیم داباورنشي کېدلای چې دوی دې ملي ګټې پام کې ونیسي ځکه دوی چې ونه شوکولای چې دبهرنیومرستي په سمه توګه دولس دګټولپاره و لګوي ، نوبیاهم داوېره شتون لري چې دوی به دافغانستان زیرمونه هم ناوړه ګټه پورته کړي ، یووخت به دافغانستان زیرمي هم دافغانستان له ځینوچپاولګروله بهرنیوسره په ګډه ویستلي وي اوولس به په راتلوونکي کې تش لاس دفقراوغربت ترکرښې لاندې ژوند تېروي ، اوراتلونکي به دغه ملي سرمایه چې دافغانستان زیرمې اومعدنونه دي لوټ اوتالان شوي وي ، دمعادنوپخوني وزیرابراهم عادل څوورځې دمخه داهم راته وویل چې دمعادونوداستخراج لپاره پخوانی قانون ډیرله ملي ګټوسره برابروه خواوس ځینی کسان چې ملي ګټې ورته مانا اومفوم نه لري، دبهرنیوپه لمسه کوښښ کوي چې نوی قانون پرولسي جرګې تصویب کړي ترڅوپه راتلوونکي دمعادونوداستخراج په برخه کې بهرنیوته په لویه کچه دازمینه برابره وي چې په هرډول چې دوی غواړي دافغانستان کانونه وباسي.
دحل لارداده چې دافغانستان ملي شورا دافغانستان دمعادنونوداستخراج لپاره یا پخوانی قانون غني اوعملی کړی اویا نوی قانون په داسی ډول تصویب کړي چې دافغانستان ملي شتمني کانونه ، زیرمې اومعدنونه وژغورل شي ، دوی باید دځینوزرواکوقومندانانوله خوا دټولوکندنومخه ونیسي اوهیڅوک پرېنږدي چې په خپل سردافغانستان ملی شتمني لوټ کړي ، اوس دحکومت اوخلکوترمنځ لوی واټن شتون لری خلک په موجوده حکومت باورونه لري حکومت باید لومړی دخلکوباوروترلاسه کړي ، اوبیا له بهرنیوسره دملي ګټوسره برابرتړونونه لاسلیک کړی .
ښه به داوي چې دزیرمواوکانونوپه برخه کې لومړی افغانان وروزي ، بهرنیوهېوادونوته يې د ماستړۍ اودوکتوراپه کچه لوړواونوروتخصصي زده کړوته ولېږي ، اوله بهرنیوڅخه دمعادنو داستخراج وسایل په بیه واخلي اومسلکي اوتخنیکي بهرني کارپوهان د کارکوونکوپه توګه راوغواړي اوهغوی ته کارپه بدل کې مزدوري ورکړي ترڅوله یوه پلوه له بهرنیومسلکي کسانوسره کارکوونکی افغانان په راتلوونکوڅوکلونوکې وروزل شي اوله بلې خوا دافغانستان دحکومت ترنظارت اوکنټرول لاندي په خپله خوښه دافغانستان له معادنونوګټه پورته شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery