دخپریدو نیټه : 2014-01-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
امریکا هم بمبارۍ کوي هم دامنیي تړون لاسلیک غواړي
منتظر
په داسې حال کې چې افغانستان په وار وار دهوایی بمبارونو او ملکی کسانو دوژلو په اړوند له بهرنیانو او په تیره امریکا ته خبرداری ورکړي او هغوی یې په دغو کړنو سره پړه بللی او غندلي یې دي خو دادی بیاهم دغه پېښې تکراریږی، داپه داسې حال کې ده چې په وروستیو کې دافغانستان دخلکو دمشورتي جرګې غړو په خپل پرېکړه لیک کې ددغه ډول کړنو دبندولو غوښتنه کړې او افغان جمهور رییس هم جوته کړې که چېرې دافغانانو بېځایه زورونه دوام ولري او په افغانستان کې دسولې لپاره هڅې پیل نه شي نو دی به له امریکې متحده ایالتونو سره امنیتی تړون ترانتخاباتو مخکې لاسلیک نه کړي.
وروستۍ پېښه چې بیاهم دتېر په څېر په کښې ماشومان، ښځې او سپین ږېري شهیدانېږي اوټپیانیږي هغه دامریکایی ځواکونو بمبار د پروان ولایت دغوربند ولسوالۍ په سیاګرد سیمه کې دی. دپژواک دخبري آژانس درپوټ له قوله چې زموږ ۱۴ تنه هیوادوال دغوربند دسیاګرد سیمې د وازغر په کلي کې دروان کال دجدي مېاشتې په ۲۵ نېټه دامریکا یی بمبار له کبله شهیدان شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي او هم یې کورنو ته زیان رسېدلی. دغه برید داسې مهال کې ترسره کیږي، چې څه موده مخکې مشورتي لويې جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه لیک تاييد کړ، خو دافغانستان جمهور رییس او دجرګې غړو په یوه خوله وویل چې هغه وخت به دغه تړون لاسلیک شي چې بهرنیان او په تېره بیا امریکا ییان زموږ دکلو او کورنو بمباري ودروي دافغانانو نیونه بنده کړي او دسولې دبهیر دعملي پیل لپاره ګامونه اوچت کړي او په دې اړه لازم ضمانتونه ورکړي. دا برید ښيي، چې امریکا يي ځواکونه د افغانستان د خلکو د کورونو او ژوند خوندیتوب ته او د مشورتي لويې جرګې پرېکړو او دافغانستان جمهوررییس غوښتنو ته هېڅ ډول پام او درناوی نه لري. له کلونو راهیسې زموږ بې ګناه خلک د تروریزم پروړاندې د جګړې په نوم قرباني کيږي او کورونه يې خوندي نه دي.
دامریکا ییانو له داډول کړنو نه داسې څرګندیږي چې دافغانستان دخلکو داستازو او دافغانستان دجمهور رییس له غوښتنو سره سره بیا هم هغوی خپلو هغو کړنو ته چې دافغانستان دملی ګټو او انسانی حقونو خلاف دی دوام ورکوي. نو آیا داسې کوم تضمین شته چې له امنیتي تړون وروسته به دامریکا دا ډول کړنې دوام ونه مومي ؟ هغه وخت به بیا ددوی په وړاندې غبرګون هم زیاته ګټه ونه لري ځکه وایی به چې تاسو له موږ سره تړون امضأ کړی او موږ دلته دهمغه تړون په اساس حضور لرو او دافغانستان په ۹ هوایی ډګرونوکې به خپلې اډې یا پایګاوې لري او په خلاص لاس به دافغانستان دخلکو کورونه له تروریزم سره دمبارزې په پلمه بمباروي.
افغان لوری په وار وار داویلي چې له تروریزم سره جګړه دافغانستان په کلو او کورنو کې نه ده امریکا باید خپله مبارزه دتروریزم په ځالو کې ترسره کړي له کومه ځایه چې دغه پدیده صادریږي او مرکزونه یې هم معلوم او ثابت دي .
امریکاییانو ته نه ښایی چې نور دافغانانو غرور ته صدمه ورسوی ، افغان لوری که هغه دولت دی او که دمشورتی جرګې غړي ددې لپاره ددوی د اډو منلو او له دوی سره تړون لاسلیکولو ته حاضر شوی چې امریکا به له افغانستان سره اقتصادی او تخنیکی مرسته کوي او داچی که دوی غواړی لکه دنړۍ په نورو ډېر شمېر هیوادونو کې چې امریکا خپلې اډې لري نو په افغانستان کې دې هم ولری خو داسې نه چې دوی دې ددغو اډو له لارې په خپله پرافغان مظلوم ولس بمباری وکړي او هغوی ووژني.
شنونکې داهم وایی چې دامریکاییانو داډول کړنې نه یواځې داچې دامنیتی تړون دلاسلیک په لار کې خنډونه جوړوي بلکې په هېواد کې دسولې او امنیت په وړاندې هم ستر ګواښونه رامېنځته کوي.
دمشورتي جرګې دجوړېدو په وخت کې هغه لیک چې ښاغلی اوباما استولی په هغه کې افغانانو ته ددرناوي خبره شوې خو که ددرناوی معنی همدا وي چې امریکا ییان به زموږ په بیګناه کسانو بمباریو ته دوام ورکوي نو افغانان کله هم داسې درناوی نه غواړي!!!
له بل لوری داسې هم ښکاري چې دامریکاییانو په خبرو او عمل کې ژور توپیر موجود دي له کومه ځایه چې په دې وروستیو کې دامریکا ددفاع پخواني وزیر ښاغلي ګیتس څرګنده کړې چې دامریکا دولت چارواکو غوښتل دافغانستان په تېرو ټاکنو کې مداخلت وکړي ان چې دونوموړي په وینا ښاغلی اوباما زموږ اساسی قانون ته دتوهین کلمات کارولي دي نو له دې کبله هم دامریکایی چارواکوپه ژمنو او خبرو باور نشي کېدلای.
دامریکاییانو له دغو کړونو داسې څرګندېږي چې له تروریزم سره مبارزه یواځې هسې یوه بهانه ده او دوی غواړی یواځې دسیمې په ښکېلاک لاس پوري کړی او خلک خپلو ښکېلاکي غوښتنو ته مجبور کړی او دزور له لاری هغه نوی او مدرن ښکېلاک چې په نویو لارو چارو پلی کېږي په سیمه کې تطبیق کړي. خو امریکا دې دانه هیروي چې دا افغانستان دی دلته ددې هیواد هربچۍ انشاالله په هیواد او په خپلو ملی ګټو مین دی او لکه دهیواد جمهور رییس چې یواځې یواځې دهیواد ملي ګټو ته پام کوي دوی به هم همدغه ډول فکر او عمل خپل کړي.
بهرنیان او امریکا ییان دې نور افغانان له خوږ ګوتې نه نیسی ، که هغوی غواړي چې په راتلونکې کې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او افغان ولس ددښمنۍ پرځای له دوی سره ددوستی تار راکاږي نو له ورته کړنو دې لاس واخلي او په ریښتینې توګه دې دافغانستان په بیا رغاونه کې په برخې اخستنې سره او دافغانستان دسولې دبهیر دعملی پیل لپاره دې خپل صداقت ثابت کړي او له خپلو مداخله ګرانه سیاستونو دې لاس واخلي.
هغو له امریکا سره تړون غوښتونکه ته چې نارې وهی هرڅه ژر دې له امریکا سره تړون لاسلیک شي هم وویل شي چې لږ دخپلو هیوادوالو دامنیت او ژوند ساتلو لپاره هم غږ اوچت کړی او د
(( خودکش بیګانه پرور )) رول دې نور نه ادأ کوي.