دخپریدو نیټه : 2014-01-20 مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن
کورودانی
حبيب الله غمخور
کور مو ودان اودهڅونه مو يوه نړۍ مننه !
نن مې دلمړئ ځل لپاره او داهم ددې خپرونې دپيل لمړۍ ورځ وه په زياته خوښئ او افتخار سره دبي بې سي پښتو تلوېزيون پروگرام لمړنۍ خپرونه وليدل . ډيره عالي اوپه زړه پوري وه اوپدې خپرونه کي ډير نوی خبرونه چي په بله ژبه نه وه نشرسوی تر غوږ سول .
ددې پروگرام اوخپرونې په ليدو ډير خوښ سوم اوکه رښتحيا وايم دير وبالېدم ،له ځان سره مې وويل دهغو ټولو ئي کورودان چي ددې رسنۍ مشرتابه ئي پدي باوری کړې چي په پښتوژبه پښتو نشرات پيل کړي ،زه ددې هڅې دټولو لارويانونه ديوه افغان په توگه دزړه له کومی مننه کوم اوددوي دې انسانی هحې ته دقدراونه هېرېدونکي ويا په سترگه گورم. ډير ښه به داوه چي ډير پخوا بي بي سي خپرنيزی اداري او دانگلستان دولت دې حق ته غاړه ايښې واي او ددې ترڅنگ نورو نړيوالو ډله ايزورسنيو دپښتوژبې اورېدونکو احترام کړی واي .
پدې ورستيو لسيزوکي پښتانه يوازي دجگړې دوسيلې او توکوپه توگه استعماليږي داچي تاسو دنړيوالو مسايلوپه هکله ددوي دې پوهاوي او کره معلوماتو ترلاسه کولوپه خاطر دې تشی ته پاملرنه کړې زموږ لپاره دقدروړخبره ده او موږ ئې ستايو .
په روسی ژبه کي يوکي متل دي وايې (( تر هيڅ ناوخته ښه دی )) داچي داډول نړيواله رسنۍ دې اړتيا او دبشری ټولني لپاره په مطبوعاتي چوپړکي دې ټکې ته متوجه سول چې په پښتو ژبه هم بايد تلوېزيوني نشرات ولري دا زموږ لپاره دزياتی خوښې ځاي دی۰ حقيقت خو دادئ چې پښتانه دشمير له مخې دتوکمونوپه حساب داسيادلويي وچي يوله ډيرو اوسېدونکونه شمېرل کيږي ،که يوه نړۍ واله ډله ايزه رسنۍ غواړی دنړيوالوحوادثونه دسيمي يو غوڅ اکثريت خبر کړي ،ياخپل مطبوعاتي رسالت سرته ورسوی بايد په پښتو ژبه هم نشرات ولري .
زما له نظره ډير پخوا بايد داسي مشهوری نړيوالی رسنۍ لکه بي بي سي ډير پخوا په پښتو ژبه تلوېزيوني نشرات پيل کړي واي . خوداچي اوس پيل سول دابه موږخو دډله ايزورسنيو لخوا پښتنو او پښتو ژبې ته ددنړيوالو رسنيو پاملرنه پر نيک پال ونيسو .
اميد واريم چې دنړۍ ټولي مشهوری ډله ايزی رسنۍ دې پياوړی قوم ته مطبوعاتی چوپړ دډله ايزورسنيو په خبری جال کي دراښکيل له لاري اړونده پاملرنه ولري .
اميد واريم چې دنړۍ په ټولوډله ايزورسنيوکي ددې زورېدلی اوکړېدلي ولس په ژبه نشرات پيل سي . ومن الله التوفيق