مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د سروبی داړماران


 څلورمه برخه

 په تیره لیکنه کې به مو لوستې وي چې نصرالله په یوه وخت کې د لوګر او سروبی د شهزاده جوغه په سر ګرځوله. کومو تاجرانو چې به افغانستان ته تجارتي مالونه واردول، هغه که د اسلام قلا، تورغنډۍ او د سپین بولدک له لارې وو، هيچ یو قوماندان د هغوۍ د مالونو څخه په لویو لارو کې پیسې نه اخیستې، خو تاسو سربیره پر سروبی د ازرې په ولسوالۍ کې هم پاټک جوړ کړئ و.
دا چې نصرالله احمدزی او ورسره د هغه ورونو په سروبی کې تاجران چور کول او پلار یې د ازرې ولسوالۍ د چور او تالان مسوول ټاکلی و او هلته یې له تاجرانو څخه غیرحق پیسې اخیستې خو د حزب اسلامی تنظیم ته هم نه تحویلیدې.
د ډیر افسوس او شرم ځای دی، چې د حزب اسلامی له مقدسو ارمانونو سره مو څومره وحشیانه چلند وکړ!
د تاجرانو کوم خوراکئ توکې چې تاسو په موټرو کې خپلو کورونو ته وړل، پیسې مو پری ورکړي وي؟
 تاسو هغه ټول مالونه د سروبی کې د لارې په سر له مظلومانو څخه په زوره اخستې و، فخر مو ورباندې کولو.
تاسو هیچکله اصلی حزبیان نه یاست، ځکه د حزب اسلامی مرام ډیر پاک او سپیڅلئ دي، تاسو خاص د چور او چپاول لپاره په ځانونو د حزب اسلامی نوم ایښئ وو.
استاذ فرید په کاپیسا ولایت کې د حزب اسلامی مسوول و، خو هیڅوک به دا ثابته نه کړي چې استاذ فرید په سیمه کې د حزب په نوم له چا څخه پیسې اخستې وی او یا یې په چا ظلم کړی وي، ځکه هغه اصلی حزبی و، ځکه ټول کړه وړه یې د اسلام په اصولو برابر وه او تاسو د انجینر ګلبدین حکمتیار آمر ته هم تابع نه وئ، او نه مو منلو.
یوه ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې حامد کرزی ته یو تعداد د احمدزي قومی مشرانو د قوماندان زرداد فریادی د خلاصون عریضه وړاندې کړه. حامد کرزی وویل :
په ۱۳۷۲؟ کې یو شمیر قومی مشرانو د استاذ ګلبدین حکمتیار او د استاذ ربانی تر منځ د شخړې د ختمولو په هکله راته د منځګړیتوب وویل شول، منځګریتوب هیڅ نتیجه ورنه کړه، ما ګلبدین حکمتیار ته وویل چې زه غواړم د ننګرهار له لاری پیښور ته ولاړ شم، هغه خپل ډریور ته آمر وکړ چې حامد کرزی زما په موټر کې ننګرهار ته ورسوه، کله چې د سروبی په سیمه کې د قوماندان زرداد پاټک ته ورسیدو، د پاټک مسوولینو زمونږه موټر ودراوه، او زه یې له موټر څخه راښکته کړم، ډریور ورته وویل چې دا د مشر میلمه دی، د پاټک مسوول ورته وویل:
ـ دلته زه مشر یم.
زه یې د بنزموټرپر سر کښنولم او ډریور ته یې وویل چې تر ننګرهار پورې یې ورسوه.
کله چې د ولسمشر خبره خلاصه شوه نو ټول مشران حیران شول، یو سپین ږیری راپاڅید او ولسمشر ته یې وویل:
ـ ستا خبره معقوله ده، هغه نفر چې له تا سره یې داسې رویه کړي وه هغه قوماندان زرداد نه وو، بلکې د هغه مالی او لوژستکي مسؤل نصرالله احمدزی و چې اوس لندن ته تښتیدلې دې او د هغه بل ورور چې د قوماندان زرداد معاون و، هدایت الله احمدزی نومیږي چې اوس په مشرانو جرګه کې د لوګر استازیتوب کوي .
اوس تاسو فکر وکړئ چې د استاذ ګلبدین حکمتیار کوم آمر مو منلي او تاسو دا دعوه کوئ چې حزبیان یوو! ستاسو ډله حزبی نه بلکې یاغی او باغی ډله وه، تاسو هغه کارونه کول چې انسانیت پرې شرمیږي، په رڼا ورځ مو له شرمونو ډک عملونه تر سره کول، اوس هم خجالت نه وباسې د خدمت او صداقت اوتی بوتی نشر کوې، پدې بې هوده خبرو دې هیڅ څوک نه غولیږي هر څوک دي پيژني که د تاسو په شان بل داسې څوک وایي ځان وژنه به یې کړي وه، خو تاسو نه شرميږي همدارنګه هغه بی ګناه افغانان مؤ چې د دنیا په مال او متاع وژلي دي، د هغوۍ نوم لړ به ډیر ژر لوستونکو ته په ډاګه شي.
نور بیا
 ولی خان حکمتیار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery