مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ای زما د دین او کلیمی وروڼو!

محمود مهرووال
ددی ویاړمنی ، د آسیا په زړه کښی د ښکلی سیمی څښتنانو ! ستاسو انسانیت ، ستاسی اسلامیت ، ستاسی پت ، ستاسی غیرت ، ستاسی حریت او اصلیت ته سلام. پوهیږم چی تاسی ټول مسلمانان یاست او ستاسو لوی آرمان همدا دی چی په یوه اسلامی خلافت کی ټولو مسلمانانو یوځای ژوند کولای. الحمدالله پدی سیمه کښی چی مونږ ژوند کوو مونږ او تاسی ټول مسلمانان یو او هغه ډیر کم شمیر نفر چی مسلمانان ندی هم زمونږ ټولو قوانینو ته ډیر ژمن او په یوه هیواد کی په سوله او خوښی کی زمونږ سره په څنګ کی ژوند کول غواړی. زمونږ ټول ګاونډی هیوادونه مسلمان دی. د هیواد د لویدیځ د سرحد څخه نیولی د شمال سرحد او تر شمال ختیځی پولی پوری مو ټول ګاونډی هیوادونه مسلمان دی او ټول مو د خپل قوم خلک دی او ټول مسلمانان دی. پدی بله خوا کی د ډیورند د کرښی دواړو خواوو ته پښتانه او مسلمانان یاست هغه خوا مو بلوچان هم یو مسلمان قوم دی او د پاکستان هیواد پنجاب هم مسلمانان دی. ستونزه څه ده؟ چی د دنیا تر ټولو وحشتناکی سیمی باندی اوښتی یو! په غربی ګاونډی هیواد او د شمال او شمال شرقی ګاونډی هیوادونو باندی خبری نه کوم هغوی آسوده او آرامه دی خوښ یم چی په سوله او امن کی ژوند کوی. په خپل هیواد کی په کمونیستانو باندی هم نه غږیږم ځکه هغوی چی هر څه وحشت او ځناورتوب وکړ اوس د حکومت په واک کی ندی او لاسونه یی ورلنډ شوی او الله ج وشرمول. را به شو هغو ځناورو ته چی د اسلام په نوم تجارت کوی او زمونږ ټولنه تری رنځیږی او پدی سیمه یی منګولی لګلولی  د ملت د جهاد آرمانونه یی د خاورو سره خاوری کړل او لا هم ددی ملت د وینو څښلو باندی خپلی مرداری ګیډی او ناولی نفسونه موړوی. په ډاګه باید ووایم دغو اجنټانو چی د اوو ډلو یا جاسوسی چینلونو په جوړولو سره یی زمونږ د ملت د پاک جهاد په لاسته راوړنو یی ګیډه واچوه او دا ملت یی د خوارۍ او ذلت کندی ته وغورځوو. لاهم زمونږ مظلوم ملت د دوی په منګولو کښی ګیر دی او دا جګړه ماران د تورو شرمښانو سره په ګ‌‌‌‌ډه په ډیره بی شرمی او رسوایی سره جنایتونه کوی. ددی ترڅنګ اوسنی وسلوال د حکومت ضد وسلوال تالی څټی د اسلام د سوداګرو یو بل اړخ دی چی وحشت یی د حیوانیت نه هم هغه خوا ور اړولی. ددوی  ټولو درپیژندلو ته اړتیا نشته ، تاسی ټول یی له ما ښه پیژنی. دا تریخ واقعیت باید ومنو چی زمونږ د ملت جهاد د یو اسلامی او خپلواک افغانستان لپاره بریالیتوب ته ونه رسید او نړیوالو استخباراتی شبکو وکولای شول زمونږ ملت د خپلو اجنټانو په وسیله یرغمل کړی. سره لدی هم زه د خپل ملت په مجاهدت ټینګ عزم او غښتلی اراده باور لرم چی هیڅ طاغوتی او ابلیسانه ډلی به ونکړلای شی زمونږ د ملت په پاشلو او ذلیل کولو کی بریالی شی. د یو خپلواک او سرلوړی افغانستان لپاره جهاد به تل زمونږ په زړونو کی ځای ولری او هیڅکله به په ټپه و نه دریږی. خو دا سپیڅلی جهاد مونږ نور د جاسوسی شبکو په منګولو کی نشو لیدلای چی دغه اجنټان لکه د وینی څښونکی موجود په توګه زمونږ په ټولنه سریښ دی او هره ورځ زمونږ د خلکو نه قربانی اخلی البته په روښانه ډول باید ووایم چی دغه ځناوران اوس زمونږ په ټولنه باندی د بهرنیانو په مټ په دواړو اړخونو کی د حکومت د ننه او وسلوالو کی پوره مسلط دی. زما په ستاسو غږ دی چی نور دغو پلورل شویو کسانو ته وخت مه ورکوی چی د اسلام ، قوم ، ژبی او نورو نومونو مو سره وجنګوی. ای د افغانستان خلکو نور دغو ناځوانه ، ټیټو ځناور صفتو او د خپل لستوڼی مار ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی. ای د ډیورنډ د کرښی دواړو خواوو ته میشتو خلکو ستا په کوچنیو ماشومانو همدوی تیری کوی ستا د چادری ستا د پټکی ستا د عزت سپکاوی همدوی کوی. ستا کور ته د شپی ستا شین سترګی دښمنانو ته همدوی لارښونه کوی هو هماغه کس چی تا به یی عزت کولو تا به ډوډی ورکوله تا به قوماندان ورته ویل هماغه دوه سره دری سره او څو سره اجنټ او تنظیمی چی تا ته به یی پیسی درویشلی ښه یی وپیژنه. ستا قسم خوړلی دښمنان د همداسی نه پریږدی اوس یی ښه دوه څنګه برابره ده په یوه خوا کی یی هماغه پخوانی اجنټان او پدی بله خوا کی یی بیا نوی اجنټان او نوی لوبه برابره کړی. نړی ته ستا د چادری ستا د پګړی ستا د تنکی ماشوم د معصومیت او محرومیت نه په ګټی اخیستنی یو نوی فلم وړاندی کوی هغسی د وحشت فلم چی ستا د بچی په ککرو باندی پکښی فوټبال کیږی. هغه فلم چی پکښی د زیات د وحشت او ظلم نه د یو ورور زړه دومره توریږی ، غوږونه یی کاڼه کیږی او سترګی یی ړندی کیږی چی خپله تنکی ماشومه خور په زور ځان پټاوی ته اړه باسی. ستا د تنکی ماشوم د معصومیت او محرومیت ځان چاودنه نړی ته وړاندی کوی چی ستا خپل مسجد او خپل مسلمان وروڼه پری شهیدانوی. هغه فلم چی ستا کارګر ، ستا انجنیر ، ستا ډاکتر ، ستا ملا ، ستا مشر او ستا هر هغه څوک چی د دین ، وطن او قوم ژغورنی لفظ یی په خوله کی وی پکښی قتلیږی. خپل دښمن وپیژنه. را ځم خپلی لومړی خبری ته ای د آمو نه تر اټکه خلکو مونږ او تاسی ټول مسلمانان یو که چیری همداسی بی تفاوته پاتی شو د ځمکی د خلیفه او مسلمان په توګه خپله وظیفه سر ته و نه رسوو او ددی شیاطینو خبرو ته غوږ ونیسو او په ضد یی څه ترسره نکړو چوپ پاتی شو ، هو ورته ووایو په ژبو او قومونو باندی ددی ځناورو د شخصی ګټو لپاره وویشل شو د جاسوسی او شیطانی شبکو ډول ته و ګډیږو یقینا چی پدی اوسنیو بدبختیو به شکر وباسو او د نورو عجائبو او سختو ورځو ته باید سترګی په لار وو. نو راځی چی د خپل وطن خلکو او دین د ژغورنی لپاره په کار شو. په ګیلو ، آّه او شکایتونو څه نه کیږی. زما د وطن په ټولو هغه اصیلو بچیانو په ټاکلی توګه هغو ځوانانو ته غږ دی چی غواړی وطن نور له دغه چوڼ چوڼکی نه راوباسی باید سره یو ځای او متحد شی او نور ددی وضعیت د ختمولو لپاره کار وکړی. زما له نظره د ستونزی یواځینی حل ددی بهرنیو شبکو د اجنټانو د لاسونو ورلنډول او خپله د ملت د اصیلو بچیانو په وسیله د هیواد واګی په لاس کښی اخیستل دی. او ددی لپاره زیاتی لاری موجودی دی چی یوازی په یوالی او جمعی حرکتونو سره ترلاسه کیدلای شی. دا چی دا نیک ګامونه به څوک او د وطن کوم اتلان اخلی د هغی ورځی په تمه یم. خپلی خبری داسی پای ته رسوم.
زړګیه زه نن بیا یوه غداری کوم
د سرو شنډو د یار سره یاری کوم
خلک د هرڅه وایی هره رسوائی یی منم
ما کړی لفظ دیارۍ او پری ټینګار کوم  
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery