مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تبلیغات: د نړيوال منشور (قانون نامی)، قطعنامی او کنوانسيون لاندی د جنګی جرم تدوينول!!!

پاچا – کليفورنيا – امريکا

 

۱۷ جنوری ۲۰۱۴

د پورتنی عنوان لاندی ليکنه ښاغلی بروس ريچارډسن په انګريزی ليکلی او په دعوت ويبپاڼه کی په ۲۵ ډسمبر ۲۰۱۳  خپره، او ما (ژباړن) هغه پښتو ته واړوله. لوستلو ته يی تاسو رابولم.
' د فريب (خدعی) له مخی کولی شۍ چی جنګ جوړ کړۍ'
هغه شعار (مؤضوع) چی د اسرائيلو موساد پخپلو بهرنيو استخباراتو کی غوره کړی ده.
د ۲۰۱۲ کال د می د مياشی په لومړۍ نيټه د متحده ايالاتو ولسمشر، امريکايی پوځی پرسونل او بيا يی د امريکا ولس ته د افغانستان د جــنــګ په اړه يــوه دروغــجــنــه بـيــانــه ورکړه. (د امريکا.ژ) ولسمشر امريکايی پوځی مامورينو ته چی د بګرام په هوايی ډګر کی راغونډ شوي وو، وويل ' مونږ جنګ نه وو غوره کړی، (خو.ژ) د  د سمپټمبر په يولسمه دا جنګ مونږ پسی راغی' او بيا يی د امريکا ولس ته وويل، ' دا هغه څه وو چی جنګ پيل شو، او دا به هغه څه وي چی جنګ به پای ته ورسيږی.' دا دواړه بيانيی او د هغوي څخه په لاس راغلی سياست سړی دی نتيجي رسوی چی په نړۍ کی څومره ظلمونه، آخ و ډ‌ب (شخړي) چی بيخی دقضاوت څخه ليری دي لکه (فلسطين) رواني دي، چی ددی ټولو تيريو او د پوځی قدرت په زور ښکيلاک چی د اسرائيلو د دفاع وزارت تر سره کوی ددی ټولو مرتکب د (موساد) جاسوسـی سازمان دی. د نــړيوال تړون (پيمان) له مـخـی هغه سياستونـه چـی پـه تل ابيب کی د (اسرائيلو.ژ) لخوا دوي مسوده کړيدی او هغه ته يی د ستراتيژۍ، تعقيب او د عملياتو په لاره اچولو' بی شانه قانونی حيثيت ورکړی' په اصل کی  د لاندينی شعار څخه عبارت دی.' د فريب (خدعی) له مخی کولی شۍ چی جنګ جوړ کړۍ'.

۱

پداسی حال کی چی د ولسمشر (اوباما.ژ) دا پړسيدلي بيانونه په مطلق ډول غلط دي چی په دواړو ويناوو کی افغانستان د سپټمبر د يولسمی نيټی په پيښو کی د جرم شريک ګڼل شويدی، په دقيق صورت سره بايد وويل شی چی دا هر څه بر عکس دي. افغانستان (طالبان.ژ) نه يواځی دا چی د بش د اداری سره توافق ته ورسيدل بلکه د اساما بن لادن د سپارلو وعده يی هم وکړه او همدا راز افغانستان (طالبان.ژ) هغوي (امريکا.ژ) ته ويلی وو چی القاعده به د دغه هيواد (امريکا.ژ) پر ضد حمله کی له الوتکی څخه کار اخلی. د بش د اداری لخوا د طالبانو دغه اشاري د ډيپلوماتيکو ادابو په خلاف ورباندی سترګي پټي او بابيزه وګڼل شوي. دا خبره اوس پوره ښکاره او واضح شويده چی د بش اداری د سپټمبر د يولسمی څخه مخکی په افغانستان باندی د جنګ پلان په نظر کی نيولی وو، تر څو متحده ايالت د يو مؤجه دليل له مخی(افغانستان.ژ) ته د سزا ورکولو په اساس د جنګ د طرحی بهانه پيدا کړی.
لکه څنګه چی نړيوالو حقوق پوهانو او تاريخ پوهانو په يقينی ډول دا اشاره کړی چی د متحده ايالاتو د ولسمشر دغه پورتنۍ ويناوي د( ملګرو ملتونود۵۹-۱ او ۱۱۰پريکړه ليک څخه په ښکاره چی د 'تبليغاتو' د عنوان  لاندی د جنګی جنايت  په ډول مسوده  شويدي، خلاف عمل دي.
پس منظر:
د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلی د نازی (جرمنی.ژ) جنايتکارانود اعدام څخه  دوه مياشتی وروسته ۵۹ (۱) پريکړه ليک منظور او اعلام کړ.
د تبليغاتو آزادی يوه اساسی اړتيا ده چی په هغه کی  امتيازات او تمايلات په نظر کی  و نه نيول شی او ناوړه ګټه بايد ورڅخه وا نه اخستل شی. دا يو بنسټيز اخلاقی ډ سپلين او ژمنتيا ته ضرورت لری چی پرته له کوم تعصب څخه حقايق خپاره کړي.
يو کال وروسته د (ملګرو ملتونو.ژ) عمومی اسامبلی يوه بله پريکړه تصويب کړه، ۱۱۰ (يو سل او لسم) پريکړه ليک د هر ډول تبليغاتومنع چی په هر هيواد کی طرحه او د احتمال په صورت کی د سولی د تهديد لپاره تشويقونکی بڼه ولری، سولی ته نقص رسوی او يا د تجاوز د عمل شکل ولری په مطلق ډول محکوم شول.
۲
فی الحال زياتره قضايی مراجعو کی د جنګ لپاره تبليغات د يو جنايت په ډول په رسمی بڼه پيزندل شويدی. سره ددی زياتره ژورنالستان (ورځپاڼه ليکوونکي.ژ) چی په روانډا کی يی د ټول وژنی (نسل کشۍ.ژ) لپاره  تحريکات کول په نړيواله محکمه کی محکوم کړل شول. په ځانګړی ډول د متحده ايالاتو لخوا د جنګی جنايتونو د تبليغاتو لپاره ډيره سخته مبارزه او مقاومت  په  شدت سره روان دی. پر هر حال،  په حقوقی اصطلاح په واضح ډول داسی بريښی، که چيری ټول وژنه (نسل کشی.ژ) جرم دی، بيا نو د يرغل (تجاوز.ژ) لپاره لمسون هم لکه د نورمبرګ د جناياتونو لپاره حتمی او ضروری بايد په لاره واچول شی. 
هغه مهمه ونډه (نقش) چی په افغانستان باندی د امريکا د يرغل په وخت کی رسنيو واخسته، پرته له دی نه چی د ژورناليزم (ورځپاڼی ليکني) اصول او اساسات په نظر کی ونيسی د بش اداری ته يی د عوامو په مقابل کی  خپل ځانګړي مسؤليتونه تر پښو لاندی کړٰلِ. علاوه پر دی، يو شمير ځانګړو ژورنالستانو (ورځپاڼه ليکوونکو) اداری ته دا تعهدات(زنګون يی ورته ولګو) ورکړل چی د متحده ايالاتو د بهرنی سياست او پاليسۍ پر ضد به هيڅ منفی شيان نه خپروي. دا مسؤليت نه يواځی د (ملګرو ملتونو.ژ) په ۵۹-۱ پريکړه ليک کی ذکر شويدی بلکه د ژورناليزم د ټولنی د اخلاقو په قانون نامه کی هم بيان شويدی، چی داسی وايی: ژورنالستان بايد د اطلاعاتو (معلوماتو) کره توب (ثيقه والی) د ټولو جوانبو څخه امتحان کړی او د ناوړه (غير عمدی) غلطۍ څخه اجتناب وکړی. (وګورۍ: حقيقت، تبليغات اود رسنيو مهارت، ددی متن څخه وروسته ياد داشتونه).
د نورمبرګ د (محکمی.ژ) څارنوا ل ګريفت جونز د جنګ لپاره د جرمنی د تبليغاتو  ژورنالست جوليوس سټرا يخر په اړه ډيره ليوالاتيا درلودله:
دا جنايتونه د سټرايخر پواسطه سره ممکن شوي وو... دي جنايتونو ته داسی د امکان جوړښت ورکړل شوی وو، چی دا بايد په هيڅ صورت سره نه وايی پيښ شوي، نه دده لپاره او نه هم دده په شان اشخاصو لپاره. د نازی (جرمنی.ژ) د تبليغاتو وزير يوزف ګوبلز په دی بدناميو کی ښکاره رول لوبولی وو: دروغ ډير غټ (لويی) کړۍ، هغه (دروغ) ډير ساده حفاظت کړۍ او داسی يی ووايی چی په اخر کی د (خلکود.ژ) د باور وړ وګرځي.

۳
ددی خطرناکو تبليغاتو رول درلودلو په اړه د نورمبرګ د څارنوال لخوا  د شهادت په شکل په محکمه کی وړاندی شول چی وتلی (مشهور) تورن (متهم) د رايش مارشال هرمن ګورينګ لخوا هغه تائيد او ومنل شول ( اعتراف يی وکړ.ژ):
هغه مدرن جنګونه چی په ټوله (مجموع) کی ما ليدلی دي، په دريو کرښو کی دي: په ځمکه وسله وال جنګ ، سمندر او هوا کی جنګ، اقتصادی جنګ، چی د هر مدرن جنګ يو نه بيليدونکی برخه ده او بل د تبليغاتو جنګ.
د ترهګرۍ (تروريزم) پر ضد جنګ:
د جارج بش د 'ترهګرې پر ضد نړيوال' جنګ څخه مخکی او وروسته  په رسنيو کی په پراخه اندزه د جنګ تبليغاتو زور اخستی وو. په دی اړه د(امريکا.ژ) عوامو ته داسی انځور ورکړل شوی وو چی عراق د ټول وژني وسلي لری او هم د القاعده سره ملګرتيا لری، چی کولی شی د امريکا متحده ايالاتو  وچه (قاره) اوهم د متحده ايالاتو ملګری او نماينده هيواد...اسرائيل د انتراکس (کيمياوی مواد.ژ) په استعمال سره تهديد  کړی. نو زمونږ  حکومت (امريکا.ژ) به د رسنيو د قهرمانانو په وسيله همدا ويل چی اوس يواځينۍ لار داده چی رژيم بدل کړل شی. بدون له شک څخه دا ټولي مشاجري به په ناسمو فرضياتو، ګمراه کوونکو تبليغاتو او معلوماتو سره چی د جنګ لپاره به يی د بيګناه امريکايی عوامو ذهنونه معشوشول او هم به يی د جنګ لپاره مارکيټ پيدا کوو په لاره اچول. (وګورۍ: حقيقت، تبليغات اود رسنيو مهارت، ددی متن څخه وروسته ياد داشتونه).
افغانستان ته هم د سزا ورکولو ګواښونه کيدل. طالبانو ويل چی د متحده ايالاتو حکومت او د رسنيو لویو شرکتونو لاس  يو کړی او داسی توطيی جوړوی چی د نړيوال سوداګريز مرکز په حمله کی افغانستان ښکيل کړی. خو اخرنيو څرګندونو دا په ډاګه کړه چی کيسه (قيصه) څه بل ډول وه. نه د افغانستان دولت او نه هم د افغانستان يو وګړی د سپټمبر د يولسمی په حملو کی کوم رول (نقش) لوبولی وو. اوس دواړه ولسمشران، جارج بش او بارک اوباما په ډير ټينګار سره وايی چی افغانستان د نړيوالو ترهګرانو(ټرروستانو) مرکزوو.

۴
نن د (ان- بی- سی) د ټيليويزونی پروګرام چلونکی  ميټ لاور طالبانو ته په اشاری سره وويل چی 'دي هلکانو د سپټمبر د يولسمی نيټی پيښه مونږ ته راوړه.' څه چی په عمومی ډول واضح او ښکاره خبره ده او انکار بايد ورڅخه و نه شی چی طالبانو د سپټمبر د يولسمی د پيښی په پلان کی هيڅ راز ګډون نه درلود، او د سپټمبر د يولسمی طراح اساما بن لادن يی په کور کی نظر بند کړی وو چی د افغانستان خاوره د ترورستی اعمالو لپاره استعمال  نکړی. له بله طرفه د طالبانو هغه ښکاره هڅو ته د جنګ طرفدارو رسنيو کی هيڅ انعکاس ورنکړل شو، چی طالبانو په اسلام اباد کی د امريکا سفارت ته خبرداری ورکړی وو چی القاعده په متحده ايالاتو باندی د الوتکو پواسطه د يوی لويی حملی پلان په نظر کی نيولی دی، خو دی ټولو خبرداریو ته (امريکا.ژ)  هيڅ پاملرنه ونه کړه. يو بل د شرم او پښيمانۍ عمل چی ترسره شو، هغه په پاکستان کی د امريکا يی سفارت مقاماتو ته د طالبانو لخوا د اساما بن لادن سپارل وو. خو امريکايانو ددغه سپارلو غاړی ايښودلو ته په رسمی ډول دوه زړي وو او په دی اړه يی ډيپلوماتيکو همکاريوته لاره هواره نه کړه،  ددی ډيپلوماټيکی معضلی د بن بست له امله په ويره کی وو چی د ريښتنی حل لاری په پيدا کولو کی دا په جګړه بدله نه شی. په يوه اخرنۍ ليکنه کی چی عنوان يی دی ' ايران د سپټمبر د يولسمی حملی تر شا'، ليکونکی په پوره وضاحت سره دا ادعا کوی چی هيڅ داسی بيلګي او شواهد نشته چی په رښتيا دی اساما بن لادن د سپټمبر د يولسمی  د حملی طراح او يا پکی دخيل واوسی وجود نلری.
د ۲۰۰۱ کال په اوړی کی د (ولسمشر) بش اداری د افغانستان څخه د (تيلو- ګاز.ژ) د نلليکی د تيريدو مذاکراتو د ناکامۍ له امله طالبان په فرشی بمبارۍ سره تهديد اوو ويرول. سر بيره پر دی د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر (خارجه وزير) نياز نائيک د برلين (جرمنی.ژ) په يو کنفرانس کی وويل چی د متحده ايالاتو مآمورينو ورته وويل چی په 'اکتوبر کی د ژمی د واوری له  پريوتو مخکی به په افغانستان يرغل وکړی' يعنی د سپټمبر د يولسمی څخه څو مياشتي وړاندی.

۵

غير له دوه بهادرو فرانسوی  ژورنالستانو څخه چی د کتاب عنوان يی 'ممنوعه حقيقت' دی په په کلکه سره ويلی چی په افغانستان باندی د حملی هغه بيلګي چی متحده ايالات يی پر حقه بولی په رسنيو کی په غلطه توجيه شويدی چی په حقيقت کی ددی حملی پلان د سپټمبر د يولسمی څخه مخکی طرحه شوی وو. بيلګې او شواهد داسی ښيی چی د متحده ايالاتو د حملی انګيزه د (طالبانو.ژ) د رژيم بدلول وو چی د يونوکال د (ګاز او تيلو.ژ) نلليکی غځولو ته چی د متحده ايالاتو او سعودی په ګټه وي لاره پرانيزی. د مــذاکــراتــو په دی لــړ کــی او د متحده ايالاتو د ملګری احمد شاه مسعود د وژل کيدو څخه مخکی، احمد شاه مسعود د بريډاس د ارجنټاينی تيلو کمپنۍ څخه چی د يونوکال سياله/مخالفه کمپنۍ وه يو ميليون ډالر رشوت تر لاسه کړ. دا په دی خاطروه  چی بی ثباتۍ او ګډوډۍ ته ادامه ورکړۍ چی د يونوکال د (کمپنۍ.ژ) د قرارداد هڅي کمزوري او د ناکامۍ سره مخامخ  او په نا ارامه محيط کی خپلي  ګټيخوندی کړی. (وګورۍ: حقيقت، تبليغات اود رسنيو مهـارت، ددی مــتــن څـخـه وروســته يادداشتونه). 
تقريبآ ځينی زياتو رسنيو د واقعۍ خبرونو په خپرولو او چاپولو کی چی د  افغانستان او عراق د اشغال او حملو په اړه  يی نادرست معلومات ورکړی وو مجرم دي. په نتيجه کی ټولو رسنيو عام وګړي ديته وهڅول چی د متحده ايالاتو د تجاوز څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. چی په واقعيت کی په ميلينونو بيګناه خلکو په اصطلاح د ترهګرۍ پر ضد جګړه کی خپل ژوند له لاسه ورکړ، دي رسنيو چی د دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره يی  په لمسونو او پارونو کی همکاری او همغاړيتوب کوو ښه سازګار ثابت شول. په دی سبب د ملګرو ملتونو د سازمان د ۵۹-۱ پريکړه ليک له مخی داسی  په لوی لاس عمدی او غير عمدی(غلط.ژ) معلومات خپرول جنګی جنايت ګڼل کيږی. په حقيقت کی د رسنيو يو شمير غړي او د متحده ايالاتو مقامات بايد لکه د نازی (جرمنی.ژ) د ژورنالستانو په شان  په هاګ (هالينډ.ژ) کی نړيوالی محکمی ته د جنګی مجرمينو په تور راښکل شي.

۶
تر اوسه پوری متحده ايالاتو، اسرائيل، روسيی، چين، قطبی (شمالی) کوريا او ليبيا د نړيوالی جنايی محکمی د تصويب او منلو څخه انکار کړيدی. خود صربانو د پوځی پرسونل د ظلمونو په اړه چی (پخوانۍ) يوګوسلاويا کی يی تر سره کړيدي او اوس د دغه جرمونوڅخه انکاری او پخپله خوښه د جنګی جنايتونو کميسون ته نه حاضريږي د متحده ايالاتو د حکومت لخوا يی د غونډی د جوړيدو ملاتړ او تصويب تر لاسه کړيدی چی ډير زر به تشکيل شی. ددی کار لپاره بايد بهرني قانون پوهان وټاکل شی چی د نړيوالو قراردادونو،  ټرونونو (پروتوکولونو) او کنوانسينونو او يا هم قانونی تعامل له مخی  په جنګی جنايتونو تورن (متهم) کسان محکمی ته د جواب ورکولو لپاره حاضر کړل شی. د (ولسمشر.ژ) بش د اداری پخواني مقامات ، د اوسنی (ولسمشر.ژ) اوباما د اداری مآمورين او د رسنيو پروپاګنډچيان چی هم د نيولو (ګرفتاريو) د خطر سره مخامخ دی چی دا کار بايد د امريکا د متحده ايالاتو د وچی (قاری) څخه بهر په ډير جسارت سره تر سره شی.
ديته ورته مثال او قضيه د اسرائيلو د پخوانی لمړی وزير (صدراعظم) آرل شارون هم ده. سرورآلميری يو د ۲۸ (اته ويشتو) فلسطينيانو څخه دی چی  د آرل شاروون پر ضد يی د بلجيم د  ۱۹۹۳ قانون په اساس چی نړيوال صلاحيت لری او که  جنګی جنايتکارد هر مليت سره تعلق ولری،  د محاکمه کولو غوښتنه کړيده. شارون په دی تورن دی چی په ۱۹۸۲ کال کی د قتل عام او ټول وژنی شاهد وو چی د لبنان د شتيلا او صبرا کمپونو کی يی د ۲۰۰۰ (دوه زره) څخه زيات ملکی (غير نظامی) فلسطينی مهاجر قتل عام کړل. د اسرائيلو مطبوعاتو هميشه پخپلو رسنيو کی نشر او چاپ کړي چی فلسطينی وګړي د انسان څخه کم ارزش لری، چی د انقراض او محوه کيدو مستحق دي، نو په دی دليل چی د اسرائيلو دولت  بی شانه  جنګی جنايات  تر سره  کړي د بيدريغه لمسوونکوتبليغاتو پوسيله چی د اسرائيلی وګړو د امنيت سپارښتنه پکی شويده په ډير مهارت سره همغاړي کړيدي. (آرل شارون يو هفته مخکی پس له هغه چی تقريبآ ۸ کاله په کوما کی وو، مړ شو.ژ)

۷
بدون له شکه، چی محکمی ته د آريل شارون او د اسرائيلی مطبوعاتو د غړو سپارل به لکه د جارج بش، ډيک چينی، ډونالډ رمسفلډ، کانډاليزا رائيس، د متحده ايالاتو د رسنيو مسؤل مقامات (پنډتان) او د اوسنی ولسمشر اوباما د اداری مآمورين به هم يو وخت د يوه ويرونکی حقوقی سرنوشت سره مخامخ شي. سره ددی د بلجيم د ۱۹۹۳ قانون لاندی جنګی جنايتکاران کله چی د خپل هيواد د پولو (سرحداتو) څخه او يا د (هميشه) لپاره په سفر ځی هر وخت نيول کيدی شی او د نړيوالو قانون پوهانو د رحمت (نظر.ژ) لاندی دي. هر کله چی د ټوپک ډزي ارامي شي ...شايد د افغانستان او عراق په اړه يوه د جنګی جناياتو محکمه دايره شی."
بروس جی. ريچارډسن
يادداشتونه: د نورو معلوماتو د مطالعی لپاره د لاندی انتخاب شويو کتابی نسخو څخه استفاده وکړۍ:
د جنګ د قوانينو لاسوندونه (اسناد): د آدام رابرټس او ريچارډ ګويلف لخوا اصلاح شوی، دوهم چاپ، ۱۹۹۵.
افغانستان: سياسی کمزوری او بهرنۍ مداخله، ډاکټر نبی مصداق، ۲۰۰۶.
د امريکايانو راج: آزادی يا ښکيلاک، د غرب او اسلامی نړۍ تر منځ د شخړو حل، ايرک س. مارګوليس، ۲۰۰۸.
افغانستان، د حقايقو په لټه کی، بروس جی. ريچارډسن، ۲۰۰۸، ۲۰۰۹

۸

نړيواله څيړنه: ' د رسنيو د غلطو معلوماتو پر ضد مبارزه او جنګ'،'۷/۱۸/۱۲. (۱۸ جولای ۲۰۱۲.ژ). د نړيوالی څيړنی لخوا د  رسنيو د تآثير(نفوذ.ژ) حقايقو او پروپاګنډ په اړه د می د مياشی په ۱۲، کال ۲۰۱۲ راپور ورکړل شو، چی د ۴۰۰ (څلورو سوو) څخه زيات امريکايی ژورنالستان د سی - ايی- ای (د امريکا د مرکزی  جاسوسی سازمان)  په اداره کی په کار وګمارل شول. هغه ژورنالستان چی د سی- آيی- ای لخوا په کار مــقرر شـــويدي د سی- آيۍ- ای لپاره د اطلاعاتی (جاسوسی) معلوماتو په راټولولو کی ډيره مؤثره وسيله ګڼل کيږی. هغه سازمانونه چی د سی- آيی- ای سره همکاری کوی، امريکن براډکاسټنګ کمپنی، نشنل براډکاسټنګ کمپنی، اسوشيټډ پرس، يونائيټډ پرس انټرنشنل، رويټر، هرسټ نيوز پيپرز، سکرپس هوارډ، نيوز ويک مجله، ميچول براډکاسټنګ سيستم، سيچرډی ايوننګ پوسټ او نيويارک هرلډ ټريبيون دي. د سی- آيی- ای مآمورين وايی چی په واقعيت کی ددوي څخه ډير مؤثر او په زړه پوری د نيو يارک ټايمز او سی- بی- اس خبری شـرکتونه دي. همدا راز د خبري سازمانونو په مرسته سی- آيی- ای د ژورنالستانو لپاره روزنيز کورسونه پرانستي دي چی هغوي (ژورنالستان) وکولی شی د خبرونو په تنظيم او ترتيب کی زده کړي ترسره کړي.
نوري سرمقالي:
متحده ايالاتو ولی د کرزی مرستندويانو (معاونانو) ته پيسي ورکړي، ۲۲ ډسمبر کال ۲۰۱۳؟
افغانستان، تاريخ ته يوه کتنه:۱۴ ډسمبر۲۰۱۳، بروس جی. ريچارډسن.
د تمدنونود همغاړيتوب (هم آهنګۍ) په خاطر د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر بيت المقدس ته ليږدول: ډاکټر ربی زيرک يار (۲۱ ډسمبر ۲۰۱۳).
بروس جی. ريچارډسن/ له ارشيف څخه: د جنګی وسلو غير قانونی کول (۱۴ ډسمبر ۲۰۱۳).
بروس جی. ريچارډسن/د امريکا روباټکه جګړه: پرمختللی ټکنالوجی. د وژلو لپاره ماشينونه (۱۳ ډسمبر ۲۰۱۳).
۹

بروس جی. ريچارډسن/ د جګړی تبه (هيجان.ژ): د مصلحت له مخی د حافظی ښوييدل (۱۰ ډسمبر ۲۰۱۳).
بی.ای. ذکريا/ په مؤضوعاتو کی د صفر انتخاب (۹ ډسمبر ۲۰۱۳).
بروس جی. ريچارډسن/ د روسيی او امريکا د قوم ګيری ستراتيژی افغانستان د خطرسره مخامخوی (۷ ډسمبر ۲۰۱۳)
نوام چومسکی: د منځنی ختيځ په هيوادونو کی د امريکا او اسرائيلو درغل (رزيل) هيوادونه په عملياتو بوخت دي (۶ ډسمبر ۲۰۱۳)
۴۰ (څلويښت) ورځی په ځنځيرونو کی: د افغانستان زيارتونه د شيطانی ارواحو  درملنه کوی.

په ډير درنښت
پــــا چــــا
ژ: ژباړن

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery