مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

څوک به د ارزګان په پوهنتون رحم وکړي

 

 درنو لوستونکو! لیکنه ښائي اوږده وي خو ستړي کیدونکې نه ده هیله لرم چې تر پایه به ئي ولولي
 دا لیکنه په پوهنتون کې د درس د نه شتون ترڅنګ د قومي، سمتي، ژبني تبعیض او بلاخره د محصلینو پر وړاندي د اکثره استاذانو د مور او میري د سلوک له آمله او د ارزګان ولایت د ځوانانو د غمه کؤوم چې په پوهنتون کې پرته د هغه اسانتیاؤ نه چې د هیواد نور پوهنتونونه ئي لري د استبداد د سیوري لاندي خپل قیمتي وخت بي مانا تیروي خو د دي هر څه باوجود خپل ږغ نشي پورته کولائ خو که چیري یې داسي وکړل نو بیا قدرمن استاذ چانس پسي چانس ورکوي، دا چې ولی د ارزګان پوهنتون ته یي خپل استا‌‌ذان وفاداره نه دي او د ارزګان د بچیو د راتلونکې سره ستره جفا کوي ځیني دلائیل لري چې ستاسو لوستونکو درانه حضور ته یې وړاندي کؤوم.
۱ - د پوهنتون رئیس په پوهنتون کې ډیر کم تر سترګو کیږي او د یو ښه مدیر خصؤصیات نه لري، په خپلي دندي پوره حاکمیت نلري او یواځي غواړي چې په اصطلاح وخت تیر کړي حتي نشي کولائ چې یو استاذ نه د هغه د ناثوبتیا د دلیل پوښتنه وکړي.
۲ – د پوهنتون اکثره رسمي استاذان په نورو ادارو کې دویمه رسمي دنده هم لري زه یې یو څو بیلګې دلته په لاندي توګه ذکر کؤوم.
لمړۍ: پوهیالي محمد نصیر بارګ چې په ارزګان پوهنتون کې د ښؤونې اوروزنې د پوهنځي برحاله رئیس دي خو دا دنده چندانې خوند نه ورکوي ځکه معاش یې لږ دي (یوازي ۲۵۰۰۰ پنځه ویشت زره افغانۍ) پس دروند استاذ د دي دروند مسؤلیت ترڅنګ د تیرو دؤو کالو راهیسي د ارزګان ولایت په پوهني ریاست کې یوه بله رسمي دنده هم اشغال کړي چې هلته یې دلچسپي زیاته ده او فقط (۴۵۰۰۰ پنځه څلویښت زره افغانۍ) معاش اخلي واه مزي دي وکړي استاذه همدا دي وخت دي پیسي وګټه.
دوه یم: نامزد پوهیالي عبدالشکور کریمي چې د ارزګان ولایت د زراعت پوهنځي رسمي استاذ دي (پنځه ویشت زره ۲۵۰۰۰ افغانۍ معاش اخلي) خو دی جناب هم پدي اکتفاء نه کوي او د تیرو دؤو کالو راهیسي د ارزګان ولایت په پوهني ریاست کې یوه بله رسمي دنده هم اشغال کړي چې هلته یواځي (۶۰۰۰۰ شپیته زره افغانۍ معاش اخلي) شهر ناپرسان دي.
دریم: نامزد پوهیالی راز محمد ستورۍ چې د ارزګان پوهنتون د زراعت د پوهنځي برحاله رئیس دي (یواځي ۲۵۰۰۰ پنځه ویشت زره افغانۍ معاش اخلي) دا مؤقف د عالي قدر خوښ نه دي او د دي رسمي دندي ترڅنګ د (سیکا مؤسسي/ یو اس ایډي) سره په ارزګان ولایت کې یوه بله دنده هم لري چې یواځي ۱۱۵۰۰۰ یو لک او پنځلس زره افغانۍ معاش تر لاسه کوي.
دا چې ولي په پوهنتون کې درس نشته: لاندي دلائیل لري.
لمړۍ: اکثره استاذان په لوړو معاشونو په دویمه دنده ګمارل شوي او هلته د مکلفیت له مخي باید د سهار ۸ بجو نه تر مازیګر ۴ بجو پوري کار وکړي پس څنګه کولائ شي د پوهنتون دا دروند مسؤلیت او رسالت تر سره کړي.
که چیرته د نوموړو استاذانو پیسي ډیري خوښیږي نو بیا دی د استاذي دنده پریږدي ولي د دي هیواد د بچیو د راتلونکي سره لوبي کوي په پورته ذکر شویؤ استاذانو کې هیڅ یوه خپل قانوني مکلفیت نه دي پوره کړي مثلاً: د ارزګان پوهنتون د کریډټ د سیستم څخه پیروي کوي د زراعت پوهنځي تر دي مهاله دوه رسمي استاذان لري
 لکه:
نامزد پوهیالي استاذ راز محمد ستورۍ چې د مکلفیت له مخي باید – ۱۷- کریډیټه په في هفته کې پوره کړي خو د دي شمیري نه ئي یواځي یي ۷ اوه کریډیټه په هفته کې پوره کړيدي.
۲ – نامزد پوهیالي عبدالشکور کریمي چې د مکلفیت له مخي باید- ۱۷- کریډیټه په في هفته کې پوره کړي خو باید په تآسف سره وه وایم چې د دي شمیري نه ئي یواځي (۷) اوه کریډیټه په هفته کې پوره کړي، ځکه وخت نه لري ترڅو په پوهنتون کې خپل پورتني مکلفیت پوره کړي دوي یواځي د پیسو عاشقان دي او څو روپیو په وړاندي د هیواد د بچیو راتلونکي په اوبو لاهو کوي ښایي د علمیت په جامه کې تر دي بل ستر خیانت او فساد په هیواد کې وجود ونلري.
کله چې یو محصل ته په هفته کې په اوسط ډول د ۱۷ کریډیټو نه یواځي ۷ کریډیټه تدریس کیږي نو د هغه د راتلونکې به څه حال وي پوښتنه دا ده چې ټولني ته به د خدمتګار په توګه وړاندي شي او که د یو ړانده شخص په څیر چې خپله لار نه ویني نو بل ته به څه لار وښائي لوستونکو تاسي پدي برخه کې قضاؤت وکړي، آیا مسؤلین لکه: د لوړو زده کړو وزیر صاحب جناب عبیدالله عبید، والي صاحب امیر محمد اخند زاده، د پارلمان وکیل صاحب عبیدالله بارکزۍ، سناتور امان الله عظیمي، د کندهار پوهنتون رئیس طوطاخیل، امنیه قومندان چې د ارزګان په خلکو ډیر دردیږي او داسي نور مشران د دي کار په عواقبو نه دي خبر هرو مرو خبر دي خو دا کار د دوي لپاره کوم مادي عاید نه لري ولي خپل وخت پري برباد کړي.
خیر که نوموړي استاذان نشي کولائ چې د خپلي استاذي دندي ته لاسرسۍ ولري نو دنده دي پریږدي خو د دي نه هم ډیر د افسوس ځاي دا دي چې د یو منظم پلان له مخي همدا ډله استاذان د ارزګان ولایت د ځینو زمامدارانو د سیاسي اهدافو ښکار ګرځیدلي کله چې یو شمیر کدرونه د زراعت او د ښؤوني روزني لپاره ځانونه نوماند کړي نو داچې په شخصي، قومي، ژبني او سمتي لحاظ د ښاغلۍ وکیل صاحب کوم چې په اوسني پارلمان کې د یوه کمیسیون مشري په غاړه لري خوښه نه وي او یا د مصروفه ډلي استاذانو خوښه نه وي نو د دوي له لوري د کندهار پوهنتون د مشرتابه سره چې د ارزګان پوهنتون یي تر تاثیر لاندي دي اړیکه نیول کیږي او د رد مکتوب یي د ازمویني او د نورو رسمي پړاؤنو د سرته رسولو پرته صادریږي. د ارزګان پوهنتون دي مصروفه ډلي د وکیل صاحب په آمر پوهنتون انحصار کړي او نه غواړي چې د دوي شخصي ګټي تر پوښتني لاندي راشي څه فرق لري که په پوهنتون کې محصلین د زندان په څیر پرته د کومي لاسته راوړني وخت تیروي.
د پارلمان د نازدانه وکیل صاحب لخوا د زراعت پوهنځي د دؤو نازولو استاذانو سره وعده شوي وه چې ښاغلۍ راز محمد ستورۍ به د پوهنتون د رئیس او ښاغلۍ عبدالشکور کریمي به د زراعت پوهنځي د رئیس په توګه په رسمي ډول مقرروي ځکه چې د لوړو زده کړو اوسنۍ وزیر صاحب او د کندهار پوهنتون رئیس ښاغلۍ طوطاخیل یي د زړه ملګري دي، وکیل صاحب نوموړو استاذانو ته دستور ورکړي وه تر څو د پوهنتون اوسني رئیس ته یوه دسیسه په لار واچوي دوي د خپل منظم پلان له مخي پر رئیس د فساد تورونه پوري کړل او خپل هدف ته د رسیدو لپاره یي په ناقانونه ‌ډول د کلنۍ ازموینۍ په جریان کې پاڅون وکړ د ازمویني بهیر یي په ټپه ودراوه او غوښتنه یې لرله چې رئیس باید ګوښه شي چې دا عمل صراحتاً د نامزدو استاذانو سرغړونه د قانون څخه په ګوته کوي.

څرنګه یو نامزد پوهیالي په خپل امتحاني دور کې پخپل امر د ازمویني بهیر تړي، عجیبه ده چې د پوهنتون په رئیس تورونه پوري کوي او بیا ورته د خپلي علمي رتبي د منلو تمه هم لري، خو دا چې په خپله په فساد کې غرق دي او په یوه رسمي وخت کې دوه دندي د مختلفو ادارو سره سرته رسوي حیران یم دي قضاؤت او پوهي ته! په دري ژبه کې وائي چې (مربي داري مربا بخور) وکیل صاحب دي ژوندي وي، څه غم لري چې یو ورور په کابل لري، د خواشیني خبره ده هغه څوک چې د قانون جوړونۍ دنده پرغاړه لري همهغه جوړ قانون بیرته ترپښو لاندي کوي
 د جناب وکیل صاحب په اړه به څو لنډي خبري وکړم چې د مؤضوع نه لیري لاړ نشم.
څو ورځي وړاندي د ارزګان د والي ښاغلۍ امیر محمد اخندزاده پر ضد همدي جناب د ارزګان ولایت اوسیدونکې را پارولي وه او د ولسي جرګي د شکایاتو په کمیسیون کې خپل شکایتونه درج کړي وه په رسنیو کې همدي وکیل صاحب پر والي باندي د فساد تورونه ولګول مؤضوع ډیره ګرمه روانه وه په ارګ کې هم د جناب په مرسته د ولسمشر سره خلکو په دي مؤخه لیدلي وه او د والي د لیري کیدو غوښتنه ئي په جدي ډول کړي وه خو په همدي ورځو کې په پلازمینه کابل کې د ولسي جرګي د رئیس ښاغلۍ ابراهیمي او نور اداري پلاؤي لخوا د ارزګان ولایت والي صاحب ته د یو کامیابه او قهرمان والي میډال ورکول کیږي او د هغه د خدمتونو نه چې د ارزګان خلکو ته یې په تیرو دوؤ کلنو کې سرته رسولي مننه کوي.
کله چې جناب وکیل صاحب د دي مؤضوع نه خبریږي نو هغه وخت ښاغلۍ والي ارزګان ته رسیدلي وي نو دلته د وکیل صاحب نه لار ورکیږي او د ډیري مهربانۍ نه یو فوق العاده تقدیر نامه محترم والي صاحب ته ارزګان ته استوي او د تیلیفون له لاري ورته وائي چې د ډیر مصروفیت له آمله ونه توانیدم چې ستاسي حضور ته دا تقدیر نامه وړاندي کړم نو زما او د شکایاتو د کمیسیون لخوا دا تقدیر نامه چې ستاسي ښي کارنامي روښانه کوي ومني، دا چې دا څه ډول سیاست دي لوستونکې او په خاصه توګه د ارزګان خلک د وکیل صاحب په اړه قضاؤت وکړي.
وکیل صاحب که د ارزګان او د دي هیواد ریښتینۍ خدمتګار وائ نو د پورته دسیسو او شخصي ګټو پرځاي یي باید د وکالت په تیرو دریو کلونو کې په پوهنتون کې د محصلینو لپاره د څښلو د پاکو اوبو او بریښنا ترتیبات نیولي وائ باوجود دي چې د لوړو زده کړو وزیر ئي د نږدي ملګرو د جملي څخه دي،

 د ارزګان پر والي صاحب ږغ کؤم چې:
۱ – د پوهنتون رئیس څارنوالۍ ته ور وپیژني تر څو د خپل وظیفؤي غفلت په اړه ځواب وه وایي، ولي ئي استاذان دي ته پریښي دي چې په نورو ادارو کې د دي رسمي دندي ترڅنګ بله دنده ترلاسه کړي په داسي حال کې چې په پوهنتون کې نوموړو استاذانو خپله دنده په سمه توګه سرته نه ده رسولي او د ۱۷ کریډیټو نه ئي په هفته کې یواځي ۷ پوره کړيدي، که یې دا مؤضوع له وسه وتلي وه لوړو مقاماتو ته ئي باید کتبي خبر ورکړي وائ.
۲ - نوموړي استاذان باید څارنوالۍ ته وپیژندل شي ترڅو د یوي خوا د محصلینو سره انصاف شوي اوسي، د هغوي د حق تلفي پوښتنه دي ترینه وشي او د تیرو کلونو د یوي اداري معاش باید بیرته د دولت خزانۍ ته جمع شي چې ښائي دا به په راتلونکې کې د نورو لپاره پند او عبرت وي.
۳ - د پوهني ریاست او د سیکا د مؤسسي مسؤلین باید څارنوالي او د ملي امنیت ارګانونو ته ور وپیژني چې ولي ئي د پوهنتون استاذانو ته په ناقانونه توګه د کار زمینه برابره کړیده پداسي حال کې چې د پوهنتون محصلین د استاذانو د نشتوالي له آمله سر ټکوي دوي یي هم ږغ اوري خو بیا هم په دي ستر فساد او خیانت باندي سترګي پټوي.
۴ – د لوړو زده کړو وزارت باید پدي برخه کې زر تر زره اقدام وکړي، او په راتلونکې کې د دي ډول ناقانونه اعمالو مخنیؤي وکړي، او د استاذانو د استخدام په برخه کې د چارو سرعت او شفافیت راولي تر څو د ارزګان پوهنتون محصلین له دي حالت نه خلاص شي.
د لوړو زده کړو وزارت باید د ارزګان پوهنتون درسي وخت د سهار لخوا پیل کړي چې اوسمهال د شپي لخوا نه دي او دا کار د مصروفه استاذانو په مشوره د شخصي ګټو لپاره شوي، دی کار هم زمینه فساد ته هواره کړیده.
په پوهنتون کې د ژوندانه نوري لمړني اسانتیاؤي لکه د صحي اوبو نشتوالي، د بریښنا نشتوالي او داسي نوري جدي ستؤنزي د پوهنتون د پیله څخه تر اوسه شته دي چې د لوړو زده کړو وزارت او سیمه ایز چارواکي باید ژر تر ژره دا ستؤنزي حل کړي ځکه ارزګان په سرد سیره ولایاتو کې شمیرل شوي او د اوړي په موسم کې ډیره ګرمي وي چې تدریس پکي دوام لري، د اوبو او بریښنا نشتوالي یو محصل ته تر مصروفه ډلي استاذانو وروسته یو ستر ګواښ دي.
۵ – د ارزګان ولایت د ملي امنیت اداره باید د داسي ناقانونه اعمالو نه ځان باخبره وساتي کوم چې د افغانستان ملي مصلحتونه تر پوښتني لاندي راولي او د ځوانانو راتلونکې پر یو نامعلومه خوا رهنمائي کوي.
۶ – د ارزګان ولایت قومي مشران او مخور خلک باید د خپلو بچیانو د راتلونکې په اړه یو سالم فکر ولري او د چارواکو نه پدي اړه پوښتنه وکړي.
هسي خو د ارزګان ولایت زمامدارانو یو د بل نه په رسنیو کې په لسګونو شکایتونه وکړل، د ولسۍ جرګي د شکایاتو کمیسیون ته یي عرض پاڼي وړاندي کړي او په وار وار سره یي یو په بل باندي په ارګ کې د ولسمشر کرزۍ په حضور کې د فساد، رشوت او د ځمکو د غصب تورونه لګولي، خو د حقیقت هینداري ته په کتو سره د دوي ټولي هلي ځلي د خپلو شخصي ګټو او اغراضو پر بنسټ وي د مظلوم ولس د خیر ښیګڼي، د ځوانانو د روښانه راتلونکي او د خداي ج د رضا لپاره چا یو قدم هم ندي پورته کړي، د ارزګان د مشرانو نه مي ډیره غټه ګیله ده، هغه دا چې په روان کال کې همدي مشرانو لس ځلي په ارګ ماڼي کې د ولسمشر کرزي صاحب سره په بي معني مسائیلو خبري وکړي چې یواځي ئي شخصي بڼه درلوده خو کاش چې یو بنسټیز خدمت ئي د خپلو بچیانو لپاره کړي وائ او هغه دا چې د پوهنتون لپاره ئې د ځمکې غوښتنه د کرزي صاحب نه کړي وائ په ارګ کې یې د لوړو زده کړو وزیر په کرزي صاحب راغوښتي وائ او د ارزګان پوهنتون لپاره ئي د بریښنا غوښتنه کړي وائ کوم چې محصلین او بچیان ئي په ۲۰۱۴ کال کې هم تیاره ته ناست دي، د خپلو بچیانو لپاره ئې د صحي اوبو د برابرولو غوښتنه کړي وائ کوم چې تر دي مهاله په ټانکر اوبیږي خو په کومه ورځ چې د شاروالۍ ټانکر خراب وي نو د سلګونو محصلینو نه بیا لمونځ پاتي وي، ائ مشرانو خداي ج ته ورتګ شته خوله خو مو نه ماتیده چې یو ځل مو دا ستؤنزي هم د کرزي صاحب سره یادي کړي وایي، که یو څوک مو وپوښتي چې د خپلو اولادونو لپاره مو د تعلیم او تحصیل په برخه کې څه کړي نو ځواب مو څه دي؟
 پدي هیله چې خود غرضه شخصیتونه د ارزګان ولایت د لوړو زده کړو په برخه کې خپل سیاستونه شاته وغورځوي او پریږدي چې د هیواد بچیان په ریښتیني ډول یو څه حاصل او د دي ټپي ولس په زخمونو باندي د مرحم پټي شي.
د ارزګان د بي درسه، تیاره او بي اوبو پوهنتون د خپلواکۍ په هیله
 حقایق روښانه کول ملي وجیبه ده
 ن.ک
 ترینکوټ
 دلوه/۲/۱۳۹۲ پینځنۍ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery