مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

انځور اخيستونکی (کيمره مين)

فـياض حميد

نړۍ دټکنالوژۍ په برخه کې ورځ تر بلې دبې سارې پرمختګ په حال کې ده، او دا شته ټول پرمختګونه دانسانانو په خولو تويولو، کار کولو، دلسګونو او حتی سلګونو هغو په قرباني کېدو سره رامنځته شوي دي، دعلم، پوهې او همدې ټکنالوژۍ برکت وو چې  لسګونه کلونه وړاندې دانسانانو په وسيله داسې يوه اله رامنځته شوه چې بېرته انسانانو ته ددوی فزيکي کړه وړه په عيني بڼه وروښايي، دا دعکس يا انځور اخيستلو وسيله وه، دغې الې  په خپل سردانځور اخيستلو چاره نه شوه ترسره کولای، ديوچا شتون ورته اړين او حتمي وو، نه دغه الې پرته له انسان څخه انځور اخيستلای شو او نه هم انسان پرته له  کامرې دانځور اخيستلو توان درلود، نو  هغه کس چې انځور به يې اخيستلو دانځور اخيستونکي ( کېمره مېن) نوم يې  ورکړ. کيمره مين هغه شخص دی چې د خپلې کامرې په واسطه هر انسان ته د هغه کړه وړه ورښايي، د نورو انسانانو انځورونه اخلي مګر خپله  ټول عمر د کېمرې تر شا وي، خو دا يقيني او ثابته خبره ده چې هېڅکله هم د هغې اصلي انځور دروغجن نه شي کېدای، او څوک پرې اعتراض هم نه شي کولای چې ته او ستا کامره درواغجنه ده، دا وو هغه رښتينی انځور اخيستونکی او د هغه رښتينې کامره.
اوس راځو زموږ د ټولنې هغو انځور اخيستونکو ته چې ټول عمر د نورو انسانانو  په منفي انځورونو اخيستلو او يا هم د مثبت انځور په منفي انځور بدلولو کې مصروف وي، هم يې کامره دروغجنه وي او هم خپله، ټول عمر لکه د کارغه په مرداره پسې ګرځي مګر کله چې مرداره پيدا نه کړي حلاله را واخلي او د ځان لپاره يې مرداره کړي، د منفي انځور اخيستلو په لټه کې وي، خو چې منفي انځور په لاس ورنه شي، نو مثبت انځور راواخلي او په بل طرف يې واړوي په سپينه جامه يې تور داغونه ورولګوي، تصويرونه يې د يو اړخه راواخلي، ټولنې ته يې بدشکله او بد کرداره معرفي کړي،  ددغې انځور اخيستنې مهارت دهغه چا په برخه وي چې د بل چا ښه شخصيت او ټولنې ته يې خدمت او مقام نه شي زغملای، حسد او کينه ورسره لري، دغه مرض يې په بدن کې داسې ورننوتی وي چې د وتلو يې هيڅ علاج او درملنه نه وي، دغه ناوړه، بې کاره او لاعلاجه مرض درې لاملونه لري:
۱: کله چې  ته يوه لوړه رتبه، نېک نوم، نېک شهرت او مقام ولرې، او هغه  (حسد کوونکی) ترې محروم وي.
۲: هغه نعمتونه، مال دولت او نور رحمتونه چې ته  ترې الله(ج) برخمن کړی يې او هغه (حسد کوونکی) ترې بې برخې وي.
۳: کله چې هغه ستا په شان ځان جوړول غواړي او له وسه يې پوره نه وي.
شخصيت، مقام او لوړه رتبه د الله (ج) له لوري بنده ته ستر نعمت وي، دغه نعمت د ډېرو لپاره د پرمختګ لامل او د ډېرو لپاره بياد حسد او کينې سبب ګرځېدلی وي چې دغه وروسته پاتې خلک د کينې تر هغه حده رسېدلي وي چې هېڅ د ښو او بدو توپير نشي کولای، په دې نه پوهېږي چې زما دغه ناوړه عمل د بل مسلمان شخصيت ته زيان نه شي رسولای پرته له دې چې خپله خپل ځان په ټولنه کې  په منفي فکر لرلو سره بې حيثيته معرفي کړي، خو د کمرې تر شا ناست دغه مصنوعي انځور اخيستونکي کله هم کامره د ځان خواته تاوه نه کړه، کله يې هم ځان ته د ټولنې په سترګه ونه کتل بلکې د ټولنې سوچ او فکر هم د خپل سوچ او فکر په شان بولي.
دا ډول خلک د ټولنې د پرمختګ لپاره ستر خنډونه بولم، خپله د پرمختګ څخه لويدلي وي خو  دنورو دپرمختګ په لار کې هم اغزي کيږي، زيات وخت يې هدف د خپلو بې کاره تجزيو او تبصرو پر بنسټ د نورو د پرمختګ مخنيوی وي  خو دا فکر ورسره نه وي چې زه هم بايد په خپل ژوند کې پرمختګ وکړم د خپل پرمختګ لپاره لارې چارې ولټوم او خپل ځان هغه ځای ته ورسوم چې نور خلک راته ووايي چې همدا  ته  ښاغلی يې، نه دا چې د نورو د سپکونې له لارې خپل ځان شهرت ته ورسوي.
غني خان وايي:
ماته د جنت کيسې ځان ته د دنيا حساب
دا دې عجيبه انصاف، دا دې عجيبه کتاب
زه په مستۍ سور کافر، ته په هوس سپين ملا
ماته په فتوا عذاب، تاته په دوکه ثواب

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery