مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دګوانټاناموزندان اوزموږخاموشي

سیدسعید

 

 

 په یو یشتمه پیړۍ کي هم چي زیاتره روڼ اندي یې دتېروقر نونوڅخه په هره اوکاملا معنی متفاوته ګڼي هماغه دزور بالا زور پالیسي حاکمه اوپه درز پکي روانه ده، په معا صره نړۍ کي هم په اصطلاح داختناق اواستبدادد وختونو غو ندي دزورورهرې ښې او بدي ته چکچکي کیږي، وحشت اوبربریت ته یې خواخوږي ویل کیږي، ډله ییزي وژني یې بشردوستي ګڼل کیږي، پرازادو اومظلومو ولسو نوتا ړاکونه یې ازادۍ بخښونکي خوځښتونه بلل کیږي، دپور ته ذکر شووخبروتر ټولوجوت اوروڼ مثال په نننۍ نړۍ کي امریکا اود هغې دجبراوظلم روانه پالیسي ده .
دتېرودوولسو کلو نورا هیسي دامریکې جنګي جنایات اودبشري حقونودنړیوالو میثاقونواوکنوانسینونو څخه ښکاره سرغړ و ني دو مره ډیري دي چي رایوځای کول یې دیوې مقالې تر توان وتلې دي ، دوی یوازي په تېره لسیزه کي په امریکا، اروپا، افریقا،منځني ختیځ،جنوبي اسیا او افغانستان کي دتروریزم سره دمقابلې په نوم داسي مظالم تر سره کړې چي په ځینو مواردوکي خو یې آن دکمو نیزم اونا زیزم دبشر ضد کړنو څخه هم جایزه ګټلې ده .
یو له هغوځایونوڅخه چي له تېرو دوولسوکلو نو دبشرټول حقونه پکي په مسلسله او بشپړه توګه تر پښو لا ندي کیږي په کیو با کي دګوا نټا نا موبد نا م زندان دی، دغه زندان د۲۰۰۲ز،کال په جنوري کي دامریکادوخت ظالم اوغاصب واکمن ډبلیوبوش له لوري پرانیستل شواو په پا کستان اوافغانستان کي دالقاعده اوطالب په نوم نیول شوي په سلهاووتنه پکي بندیان شول، بوش ددغه کرغیړن زندان دمظلومو اسیرانوپه اړه په لومړنۍ وینا کي وویل چي :« دا دغلیم جنګیالي دي دجنګي اسیرانوقوانین نشي پرې تطبیق کیدلای ».
دګوانټاناموزندان دقفسو نو، قبرونو، کوټه قلفیو،تړلو،تلاشیو،بربنډولو،تحقیق، سپیوداړلو،بې خوبه کولو، شکنجه کولو،رواني ځورونواو.....دوحشتونواوظلمونوداستانونوپه نړیواله کچه شهرت موندلی،ددغه زندان څخه خوشي شووځینوکسانوخپل خاطرات ،پرې تېرشوي حالات اودنوموړي زندان عمومي وضعیت دلویو او وړوکتابونوپه بڼه لیکلی، دملاعبدالسلام ضعیف دګوانټاناموانځور،دعبدالرحیم مسلم دوست اوبدرزمان بدردګوانټاناموماتي زولنې اودمولوي عبدالنصیرمنصورله حجرې ترپنجرې هغه کتابونه دي چي دګوانټاناموزندان تفصیلي وضعیت پکي تشریح شوی دی .
دګوا نټا نا مو اسیران له پیله تر اوسه په کوم رسمي تور نه دي تورن شوي، ځکه امریکا تر اوسه پوري دګوانتانا مودزندانیانو په اړه داسي شواهد اولاسوندونه نه دي تر ګو تو کړي ، چي وښیې همدا کسان رشتیاهم په کوم جرم کي لاس لري او یادنړۍ امنیت ته خطر پیښوي !!.
په وروستیو کلونوکي دنړیوالوفشارونوله امله امریکادې ته تیاره شوه چي دګوانټانامومحبوسینو ته څه ناڅه ابتدایې انساني حقونه ورکړي،امریکایانوبشري حقونوته په درناوي !! په ګوا نټا ناموکي دمحاکموپه نوم څه شعبې پرانیستلې ، داسي محکمې چي قاضي به پوځي، مدعي پوځي ،وکیل پوځي ،څارنوال پوځي او....هرڅه به دپو ځیا نوله لوري په پوځي اډه کي په پوځي روحیه تر سره کیدل،همدې محکمو په غیر رسمي توګه زندانیانوپوري ډول ډول تورونه وتړل، بندیان به سهاردیوډول تورونو سره مخ شول، ماښام به بیاله بل ډول سره.
ددغه زندان څخه لیدنه اوله بندیانو سره خواخوږي اویاحتی په مرګ وژوندیې خبريدل دسره صلیب دنړیوالي ادارې او نورو لویدیځ میشتودبشري حقونومعتبروسازمانونوله وسه بهروه، ډیر وخت ورو سته بیادسره صلیب په ګډون ځینوسازمانونوته یوازي دومره اجازه ورکړه شوه چي داسیرانو پرابتدایې صحي اوغذایې رژیم دامریکایې چارواکوسره وږغیږي اودبندیانودمرګ وژونداحوال دهغوی تر کورنیواودکورونومعلومات یې تردوی پوري ورسوي .
دزندانیانواو کورنیو ترمنځ همدا ډول اړیکي هم خورا ستونزمن وو، ځکه بندیانونشو ای کو لای چي زړه یې غوښتي وای هماغه مهال یې کورته لیک لیږلی وای اوبله داچي کورنۍ ته لیک استولو هم یوه اوږده ستړې کونکې پروسه په مخ کي درلوده، دزندانیانولیکونه امریکایې چارواکودژباړن په مرسته لوستل ،په کومه کرښه چي به ترجمن پوه نشو،پرهماغه ځای به یې دخطري خبروپه پلمه سپین قلم کشاوه ،همدالیک چي به دبندي کورنۍ ته ورسیددخوښۍ او خواشینۍ په دوه لاري کي به هک حیران شول، خوشحال به په دې ووچي دورک جانان احوال یې ورته ورسیدل،دخوشحالۍ سره به یې هله بیافریشاني هم مله شوه چي دلیک په پر ړنګوشووکرښو به یې سترګي ولګیدې اوبیابه یې نوخپله اودوستانوډول ډول مایوسونکي تبصرې ورباندي کولې چي ایاپه عمري قیدبه محکوم شوی وي اوکه ....له همدې امله ډیری زندانیانولیک لیږلوته زړه نه ښه کاوه .امریکایانوپه همدې ډول دبندیانوسره بیره دهغوی کورنیوته هم رواني ځورورکاوه .

څرګنده ده چي همدې زندانیانوداسي څه نه دي کړي چي په ګناه یې بندیان شي نوپه ۲۰۰۶ز،کال کي یې دخوشي کیدولړۍ په داسي ډول پیل شوه، چي په کال کي به دوه یادرې ځله دګوتوپه شماراسیران ځني ازادیدل چي تراوسه همدالړۍ دځنډاوخنډسره مله په یواوبل ډول ادامه لري .
په ۲۰۰۹ز،کال کي دامریکادولسمشرۍ په انتخاباتي منډوترړوکي دډیموکراټ ګونددنوماندبارک اوبامامهم شعاردګوانټاناموزندان تړل ؤ،خواوباما دواکمنۍ په تېره اوروانه دوره کي لا تر اوسه نه دی توانیدلی اویایې زړه نه دي ښه کړی چي همدامحبس وتړي.دګوانتاناموزندان سره ډیری امریکایان هم مخالف دي ،ددوی دمخالفت ګراف تردې اندازې لوړدی چي څوځله یې په مهمو وختونواوځایونوکي ددغه بدنام زندان دبندیدو غوښتنه کړې ،خوچارواکوتردې دمه لادخلګوپریاده شوې غوښتنه غوږونه کاڼه اچولي دي .
دګوانټاناموبندیانوپه دغه زندان کي دامریکایې عسکروله خواداسلامي شعایرواوباالخصوص دقران عظیم الشان دسپکاوي پرضددنه خوړلوداسي اوږده اوږده اعتصابونه کړي چي یوشمېرخویې له امله دکوماترحالته رسیدلي ،همدارازبندیانوپه دغه تورزندان کي دخپل مجهول برخلیک په اړه هم په یواوبل ډول اعتصابونه جاري ساتلي ،دتېر(۲۰۱۳ز)کال اعتصابونه خورابوږنوکي وو،پرله پسې اواوږدواعتصابونوبندیان ډیرکمزوري کړي وودځینورپوټونوله مخي ۳۰تنه زندانیانوته خوبیخي دپیپ له لاري خواړه ورکول کیدل، خودډیرتاسف ځای دادی چي دګوانټاناموزندانیانوپرذکرشوي مظلومیت نه دکوم هیوادلوړپوړي چارواکي خوابده کړه اونه هم بشري ټولنواوفعالانوکوم پام وړغبرګون پرې وښود.
دګوانټاناموزندان دوولس کاله پوره شول خو لاهم هماغه دوحشت بړبوکۍ پکي چلیږي، اسیران په جسماني توګه پکي شکنجه کیږي اوپه پرله پسې ډول له نفسیاتي ځورسره مخ کیږي .په دغه زندان کي اوس ۱۵۰تنه بندیان پاته دي اودیونامعلوم برخلیک سره مخ دي، ځیني بندیان ددغه محبس دجوړیدوسره سم هلته وړل شوي ،چي دادی دوولس کاله وروسته هم دشیطانانوپه جزیره کي دتوروتموشاته پراته دي .
ټول بشریت بایددخپل انساني مکلفیت اووجداني مسولیت په اساس دګوآنټا نامودکرغیړن زندان په اړه اوږده خاموشي ماته کړي اوددغه محبس دژرترژره تړلواوازپورته کړي، عام خلګ باید ددې وحشي زندان په اړه احتجاجي لاریونونه وکړي ،سیاستوالو ،لیکوالو اوژورنالیستانوته بویه چي په رسنیوکي دګوانټانامودوحشي زندان اودمظلوموزندانیانو په اړه ځانګړې لیکني اوتبصرې وړاندي کړي ،دبشري حقونوټولنواوفعالانوته خوبیخي مناسبه نه ده چي پرارامه کښېني ځکه ددوی کاراوشعارهمدادی چي انساني حقونه خوندي کړي ،نودوی بایدنورشپه اوورځ پرځان یوه کړي اوددغوبیچاره زندانیانوغم وخوري چي تریوې لسیزې ډیروخت کیږي دکورنۍ غړودوی نه دي لیدلي اودوی دخپلو بچیانواوقریبانوله لیدلومحروم دي .
په همدې هیله چي ټول لاس پکارشي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery