دخپریدو نیټه : 2014-01-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مورې!
صفي الله باران
تېره اونۍ مې فیسبوک ته سر ور ښکاره کړ، يو چا د يوه قاري صاحب د ژوندوني او شهادت عکس شريک کړی وه او لیکلي يې وه چې په دې ګناه په شهادت رسيدلی چې د کوم امنیتي کارمند جنازه يې کړېده!!!
ماويل: لکه څنګه چې ډاکټر باید د هر ناروغ درملنه وکړي داسې بايد ملا صاحب هم د هر مسلمان جنازه وکړي، دا چې، چا وژلی؟ ولې يې وژلی؟ ګناهګار ده که بې ګناه؟ او ..... دا يې ده پورې اړه نه لري خو پر ده يې جنازه حق دی، دا يې بايد جنازه وکړي، خو په هر حال، ډېر مې پرې زړه بد شو، د هغه کوچنيان مې د خپلو کوچنيانو په څهره کې مخې ته ودرېدل، د هغه د کورنۍ د غم تصوير مې په ذهن کې انځور شو، ډېر پرې ودرديدم، په زړه کې مې وويل: د ملا په جنازه هسې هم څوک نه بخښل کېږي کاش چې جنازه يې نه وی ورته کړې.
درې ورځې مې فيس بوک ته سر نه ور ښکاره کوه، درې ورځې وروسته بيا فيس بوک ته ورښکاره شوم، بيا مې په لومړي پوسټ کې ولوستل، د يوې مور، یو ځوی او يو زوم د دې په جنازه کې ووژل شول، د دوی عکسونه هم شريک شوي وو، پاخه ځوانان وو، ښايي بلا بچي ترې پاتې شوي وي، د دوي د مړيني د علت په اړه نه و ليکل شوي، يو چاته مې زنګ وواهه او د پيښې پوښتنه مې ترينه وکړه، هغه راته وويل چې په دې يو تن د پنځه کاله وړاندې امريکايي عملياتو تور و، او دا بل په بيستو کې لاړ.
بيا مې يو دوه ورځې فيسبوک بند کړ، ما ويل تيرشه، له دې خبرېدو نه، نه خبرېدل ښه دي.
دفتر کې ناست وم، د څنګ ملګري مې د( لوی غر) په حواله وويل: الینګار کې يې پنځه زلميان ويشتلي، ژر مې ټيلفون را واخيست او ورور ته مې زنګ وواهه، د ورور مې ستونی ډک و، يواځې د خبر پخلی يې وکړ او نور يې ټيلفون بند کړ.
يو بل ملګري ته مې زنګ وواهه، هغه راته د شهيدانو نومونه اخستل پيل کړه، د صفي الله په اورېدو مې غوني زيګ شول، ځانته مې ښکته پوره وکتل ما ويل: زه خو روغ يم، ويل يې ستا د ترور ځوی صفي الله يادوم، انجينر صفي الله، هغه صفي الله چې سږ کال يې د زراعت پوهنځی د فراغت سند تر لاسه کړ، هغه صفي الله چې د نورستان د نورګرام ولسوالي د زراعت په ليسه کې د ښوونکي په توګه را څرګندېده، هغه صفي الله چې د پلار مشر ځوی و، او ....
نور نو ده د ويلو او ما د اورېدلو وس بايلود، د کلي ټول ځوانان مې د څلورو نور ځوانانو په کفن کې تاو تر سترګو تير شول، د هر ځلمي زنې مې تړلې وليدي، چې ان خپل تصوير مې هم په همدې چوکاټ کې له سترګو تير شو.
کمپيوټر مې خلاص پريښود او له دفتر څخه ووتلم، هډې ته لاړم او د لغمان په موټر کې سپور شوم، ماښام لمانځه ته د مهترلام ښار جامع مسجد ته ورسېدم، لمونځ مې په جامع مسجد کې وکړ، او بیا د کور په لور روان شوم، کور ته چې ورسېدم له ستړي مشي مخکې مې راته په غوږ کې وويل شو: پام مور خبره نه ده، ما هم ځان د تير په څير عادي ونيو، له ټولو سره مې روغبړ وکړ، او کوټه کې کښيناستو، د شپې د ډلې – ډلې ميلمنو راتګ او د خارج او داخل نه ټيلفونونو مې مور شکمنه کړه، د هرې ښځې په غوږ کې به مو له ستړي دمخه همدا خبره کوله ...... پام مور مو خبره نه ده، هغه د فشار تکليف لري او اوس شپه ده د ځوان خوريي شهادت به و نشي زغملی، ټوله شپه مې خوب ونه کړ او همدې سودا کې وم چې سبا به مې مور ته څنګه وايم، څنګه به يې خبروم.
سهار له لمانځه وروسته مې له دواخانې د فشار د راښکته کولو پيچکاري را واخيسته او بيا مې د مور څنګ ته کښيناستم او ورته مې وويل: مورې ګوره لا دې جاي نماز نه دی ټول کړی، په قضا او قدر پوره باور لرې، او که خدای پاک هر څه موږ ته راپيښ کړي موږ يې منو! مور مې چې له مخکې پرې وهم شوی و، خبرې را پرې کړې، او د سم حل ويلو غوښتنه يې وکړه، ورته مې وويل: مورې صفي الله شهيد شوی او دا ميلمانه ټول د هغه جنازې ته راغلي، ته دې هم ځان تیار کړه چې لاړ شو.
د مور وضيعت مې لږ خراب شو خو ډير ژر يې ځان قابو کړ، په سر يې لاس کيښود او سترګې يې پټې شوې، ژر مو ورته د فشار ګولی ورکړه، لږ وروسته يې صحت ښه شو، جاي نماز يې ټول کړ او له ماما دي سره مې روانه شوه.
درې ورځې وروسته مې نن بیا فيسبوک خلاص کړ، ټول فيسبوک له شهيدانو ډک وو، د سيا ګرد شهيدان، د مزار شهيد، د ننګرهار شهیدان، د کابل شهيدان، د الينګار شهيدان، او .... بس د فاتحې ټغر خور و.
ټيلفون مې را واخيست او مور ته مې زنګ وواهه، ورته مې وويل: مورې کابل ته د تلو پرمهال مې ونه ليدلي، که تر راتلونکي هفتې ژوندی رانغلم اخيري تصوير مې درسره هماغه وساته په کومه قواره چې دې د جمعې په سهار وليدم.
ملګرو!
تاسو مې د دعا لپاره د ژوندوني او مړيني ګډ عکسونه څومره چې کوی شی شريک کړي.
خو له دې وېرېږم چې مړی به مې د عکس اخيستلو او نشرولو وي او که خپلوان به مې تش تابوت ته سر او تندی وهي.