مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طلوع او لمر، که د غربي دموکراسۍ اتلان؟!

شفيق الله شفيق

د غربي ښکېلاک له محاربوي يرغل سره سم په افغان ولس د فکري بريدونو پراخې کلتوري، مذهبي او ګڼې نورې بېلارې کوونکې څپې هم خپرې شوې، چې د ناولې دموکراسۍ تږو يې په خورا ورين تندي هرکلی وکړ.
 ددغو ککړو او ناولو غربي دودونو د رايج په موخه غرب ته تر بر هرڅه تبليغاتي لار اسانه او ګټوره وه، ځکه خو يې يو شمېر رسنۍ په پراخو ډالري مرستو تر نازولو وروسته د خپل افغاني وياړمن کلتور او باننګه ارزښتونو پروړاندې معنوي زبېښاک ته چمتو کړې.
 په دغو رسنيو کې د انځوريزو هغو ونډه ځکه اغېز ښندونکې وه چې ګڼ ښاريان د تلويزيوني پرديو ليدو ته ناکراره وو، طلوع او لمر په کې تر بلا هرچا خپلو غربي ملاتړو ته له اخلاص ډک ګامونه پورته کړل او هغو ناولتياوو ته يې يو شمېر ځوانان ور وهڅول چې د غرب په خيال کې هم نه وو. دغو رسنيو په دې تېرو څو کلونو کې په ډیرې سپین سترګۍ د افغانانود فرهنګ اوکلتورله منځه وړلو، د غربي دموکراسۍ رایجولو او نورو بدمرغيو ته ته د غرب په اشاره او فرمایش د یوڅوپېسوپه مقابل کې په ورین تندي لبیک وويلې.
 دوی په خپلو پروژو ځینې افغانان بې فرهنګه عیاش او ځینې هم د اسلام د سپیڅلې دین څخه واړل، د افغانانو مذهب کلتور او فرهنګ ته یې د سپکاوي زمينه برابره کړه.
 خصوصآطلوع او لمرتلویزون د خلکو د بې دینۍ او عیاشۍ لپاره خپلو بادارانو ته ستر خدمتونه وکړل، د غرب هغه ورسپارل شوې دنده چې په افغانستان کې غربي دموکراسي او پوره عیاشي خپرول وو په سمه توګه سرته ورسوي.
 دوی هم دغه خیانت په پوره ایماندارۍ او اخلاص سرته رسوي او لګیادي د هغوی په ورکړل شويو پروژو کارکوي. دوی دغرب د یوڅو پیسوپه مقابل کې خپل خدای هېر کړی، غېرت او افغانيت يې په ډاګ ويشتی.
 هو! زموږ ډېری هغه پس فطرته ځوانان چې د وجود خټه يې چندان پاکه نه وه د دوی ډول ته په ډېرې خوښۍ و نڅېدل.
 دوی هڅه کوي د خپلو ډونرانو ټولې غوښتنې په پوره ډول پلې کړي، اول خو یې د تلسي، پرینا او اوس هم د فولاد علمدار سریال چې دې ورځو کې یې ښه دوارن دی خپروي چې ددې سریالونو څخه یې هدف یوازې او یوازې عیاشي خپرول د ځوانانو بې لارۍ، اخلاقي فساد او داسې نورې ناولتياوې دي.
 د دوی د هریو خپور شوي سریال ښځينه لوبغاړې سر تورې، تر سينو خلاص ګرېوانونه، تنګ پتلون، چسپ بنیونه، د ځوانانو سره په پارکونو، هوټلونو کې چکر وهل، د یوبل غیږ کې نیول، د لږجنجال په صورت کې طلاق اخستل ، چې پدې سره یې زموږ د وطنوالو سترګې وڅېرلې او نورې ګڼې بدلارۍ یې ورته وښودې او یو غټ ګام یې دغربي دموکراسۍ په لورواخست. جالبه خو یې لا داده چې د سریال په مشهوریدو سره په بازار کې دهماغه سریال د مرکزي لوبغاړي په انځور کالي بکسونه، پتلون د ماشومانو دریشي، نکریزې او وغیره شیان چې د سریال دمرکزي لوبغاري انځور پرې چاپ وي راوځي او ښه په درز کې پیرل کیږي، کیفیت ته خو یې څوک بیخي د سره نه ګوري ولې چې د تلسې یا فولاد انځور پرې وي کافي دي، د خلکو مینې د سریالوسره د دوی هدف څه ناڅه شوني کړ. دوی او غربیان دواړه پدې پوه شوي چې هلې ځلې یې بې څه ندي.
 همدا راز یې د بې لارۍ یوه بله خپرونه د \"ستارې افغان\" په نوم شروع کړه. پدې خپرونه کې زموږ په فرهنګ او افغانیت ښې ملنډې ووهل شوې، یوې فارسي ژبې نجلۍ پکې په څادرۍ کې سندرې ویلې او غوښتل یې په څادرۍ(بورقه) کې ستارې افغانه شي. دا هم په افغاني دود د مخامخ ملنډو بېلګه ده.
 هغه څنګه وایې(( مستې خرڅول او مخ پټول)) دې خپرونې دټولنې یو شمېرځوانان د زده کړو په ځای ډمتوب ته وهڅول د ځوانانو ذهنونه یې داسې ور خراب کړل چې پرته له فکر کولو چې د دې کار نتیجه څه ده پدې پروسه کې ځانونه ورګډ کړل، غوښتل یې ځان د افغانستان په سطحه ډم کړي. که موږ او تاسې ته څوک په کور کلي کې ډم ووایي، نوڅه حال به مو وي ورسره خو دوی بیاور ته د ډم په ځای په ډېرمهارت سره د هنرمند نوم ورکوي. د خپرونې داورانو به ورته ویل چې (( شما هنرمندها ستارهای آینده موسیقی افغانستان هستی ما سر شما افتخارمیکنم)) لعنت دې وي پر داسې خلکو چې اخرت کې د دوزخ سپیان شمېرل شوي وي. دوی لا په دې کړنې افتخار کوي.
 اوهریو به چې ښه ډمتوب وکړ نو هغه به بیا ((دستاره افغان)) لقب وګټه او ستر ډم به شو، دې خپرونې څو دورې ډمان ورکړل او لا هم دوام لري.
 ددې ترڅنګ یې د \"اواز افغانستان\" په نوم یوه بله خپرونه شروع کړه چې ډمتوب او بې لاري خپل اوج ته ورسوي . پدې کې خو د سټیج یومشهوره ډمه(( اریانا سعید ))هم وه چې د ستیج په سر به یې سندرې سره نڅاهم کوله یعنې زموږ هېوادوالو ته یې ته یې د دومره خلکو په مخ کې دنڅا جرئت ورزده کاوه. دا ټول د هماغې غربي دموکراسۍ پلانونه دي چې په ترتیب سره عملي کیږي.
 یوه ورځ طلوع تلویزون ته ناست وم (( وجیهه او میړه )) یې په یوه خپرونه کې میلمانه وو، د خبرو جریان کې د وجیهې او میړه په منځ کې دوستت دارم او دوستت دارم الفاظ تکرار شوو، دا وخت د وجیهې میړه یو ناڅاپه د خپلې ښځې ښکل کړ. ښه! دغه خپرونه به زموږ څومره هېوادوالو کتلې وي، دا څومره شرم دی دهماغې ورځې نه وروسته مې تلویزون نه کوت خو د تېرې جمعې په ورځ ۱۳۹۲/۱۱\\۴یو ناڅاپه بیا د ملګرو سره یوځای کې ناست وم تلویزون یې لګولی و يو سریال شروع و، یوه نجلۍ بربنډه په څادر کې د یو سړي سره پرته وه، په همدې وخت کې د سړي ټلفون ته زنګ راغې مخاطب ورته وویل، چرته یې(( پابلو)) پابلو د روغبړویلو پرته ورته ویل: د واده مبارکي نه راکوي. دې سره هغه ورته وویل، مبارکي به درکړم خو موټر مې پولیسو نیولی دی. د مخاطب ددې خبرې سره پابلو چې په کټ کې د خپلې میرمنې سره بربنډ پروت و، د څادرنه بربنډ راووت. دغه حالت به څومره افغان کورنېولیدلې وي؟؟ لمرتلویزون یوځل بیا په خپل دې پست کار سره دتلویزون په لیدو پښیمانه کړم.
 لمر، طلوع او غربي پلوه رسنۍ هم پدې پوهیږي چې په افغان دولت کې دغربي هېوادو پوره لاسپوڅي وجود لري او د دې پروژو یوه برخه ده ځکه په دومره جرئت سره دا کار کوي که د ځينو چارواکو ملاتړ يې تر شاه نه وي نو دا جرآت بيا له کومه راغی؟؟؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery