دخپریدو نیټه : 2014-01-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د زمانې عا دلانه وېش
ژباړن: ع. شريف زاد
روسيسکادارسي داليويرا ليکي
شا يد ښځې په دې بريالۍ شوې وي چې په پراخه توګه د سياست ډګر ته را ووځي خو کله چې خبره د کور کولود مسوليت راورسيږي بيا هم يوازې دي که غواړو چې يوې واقعي د موکراسي ته ورسيږو بايد ددې دواړو ترمنځ نوى توازن مينځ ته راوړو.
د يوويشتمې پېړۍ په پيل کې دولتونه او نړيوالې ټولنې نور نشي کولاى چې ددې حقيقت څخه انکاروکړي. چې انساني ټولنه له دوه جنسو ( نر او ښځې) څخه جوړه شوې ده. نه يوازې ديوه جنس. دغه کشف چې د پېړۍ له ډير مهم ميرا ث څخه دى په ډير نژدې کې پاى ته رسيږي خو د ښځې حضور ېې د اجتماعي ډګرپه شا کې هم درلود. کومه پېړۍ چې په مخ کې لرو. يوه ډيره وګړيزه پېړئ ده او د خلکو لپاره مهمه خبره داده چې د ښځې او نر لپاره په اختلافونو، فرهنګ او متفاو ته تاريخچه کې چې يو شان او مساوي حقوق لري کولاى شي چې د ژوند په فرصتونو کې يوډول وي د ښځې قدرت ته رسېدل او د هغو حضور په سياست کې چې ګويا يو سالمه دموکراسي ده کاشکې دغه تفکر د پيکنګ په هغه کنفرانس کې چې په کال ١٩٩٥ د ټولې نړۍ لپاره خپور شو په دې وخت کې مونږ دې ته بايد د دموکراسي د ژوروالي نوم ورکړئ واى.کله چې ښځې د سياست په ډګر کې قدم ږدي دګډې او مداومو هلو ځلو له لاري په فرهنګي لارو کې داسې مسلو ته لاس واچوي چې هر اړخيزه وي او ددواړو په ګټه وي.د هغو سورکو په مقابل کې ودريږي چې اصلا په ټولنه کې هېڅ ګټه نه لري .
منسوخې انګيرنې:
د ښځې او نارينه برخه اخيستل په ټولو تصميمونو کې ددموکراسي له لمړيو غوښتنو څخه دي. په برازيل کې له نيمايي ځخه زياتې ښځې په دولتي کارونو کې کار کوي په ډيره بريالي توګه ېې له نارينه و څخه سرته رسوي ولې يوازې ١٣ په سلو کې په مديريتي برخو کې قدرت په لا س کې لري ډير ې اوچتې عصري ودانۍ چې د په برازيل په پلازمينه کې پرتې دي له حقيقت سره په تضاد کې دي او نولسمې پېړۍ ته ګرځي او د ښځو له ملاتر څخه بيخي انکار کوي او دموکراسي لږ شا نته بي معنا کيږي.
دغه انګېرنه يوازې د ښځو د پرمختګ او لوړتيا موانع نه ګڼل کيږي بلکې د ټولنې جوړښت ،د نارينه او ښځينه د ژوند طريقه هم د ممانعت سبب ګرځيدلي. د اينترا امريکن پراختيايي بانک يوه ازمايښي برنامه يوې فرهنګي موسسې ته سپاري چې دا يوه غير دولتي يا( ان ،جي، او) په ريود جينرو کې په کار مصروفه ده.او د برازيلي ښځو د څوکيو لاس ته راوړل په ټولو سياسي او اجتماعي مسايلو کې مستقيما لاس لرل او ل همدې ځاى څخه د جنوبې امريکا نور و هېوادونو ته رسول په غاړه اخيستي دي. په دې ژمنه ا خيستونکو خلکو کې دغه ډول ډلې ګډون لري: دغير دولتي سازمانونو رهبران، د کارګري اتحاديو مشران، د ټولنې پېژندل شوي تور پوټکي او نور متنفذين، ددولت کار کونکي او سياست پوهان. دغه ښځې له نورو نژادونو، د زده کړو د مناسبو زمينو او د مختلفو عمرونو يوازې له يوې خبرې څخه خبرې دي چې : ښځې د اجتماعي قراردادونو لپاره بايد ډيرې زياتې پيسي ورکړي او دغه قرار داد په هغه وخت کې لاس ليک شوى وه چې ښځې په ډيره کمزوري موقف کې وې.او په دې باور وي چې دغه حالت بايد بدلون ومومي.خو دغه کار ونه شو.
د خصوصي او عمومي ژوند حدود بيا له سره نيول:
د برازيل د کارکونکو شميره ٤١ په سلو کې او د پوهنتون په سطحه د کار کونکو شميره ٥١ په سلو کې اټکل شوې ده ولي په خصوصي برخه تر اوسه هم لازياته برخه يوازې دکور په کارونو بوختې دي. په رودجينرو کې هغو ٣٠٠ ښځو چې د ښځو د مسوليتونو مشرانې دي دا جوته کړه چې لا تر اوسه پورې دوى د تصميم نيول سر ه په مشکل کې دي.. په کار ونو کې وسوسه کيږي چې کار څخه کناره شي او د موانعو پر اساس مشکلاتو ته پناه وړي. دلته د کور چارې او له کوره بهر چارې يو دبل سره توپيرلري او په ټولنه کې بل ډول پوله راپيداکوي نو د ځينو ښځو لپاره داسې ستونزې رامينڅ ته کيږي چې له نارينه و سره سيالي کې شاته پاتې کيږي.
هغه ښځې چې په ټولنه کې قدرت په لاس کې لري بايد دغه ټکي ثابت کړي چې کولاى شي د نارينه و په شان کړنلاره ولري ځکه چې هغوي له ما شومانو، کورکولو او د مور او پلار له ساتنې لپاره خبرې نه کوي. دا ډول خبرې اترې کول د هغو په برخه کې د کمزورېتوب لا مل دى حال داچې نارينه بيا له دې خبرو څخه د خير په غونډۍ ناست دي. ځکه چې دا کارونه خپلو ښځو ته ېې پريښي دي.
ښځې د کور کار لپاره په سکوت کې دى او داسې فکر کوي چې ګواکې د ايو شاقه او غير قانوني کار دى نو دغه وخت خې پر اصلي مهم باندې سر پوښ ږدي: د نړۍ کار يو ه کورنۍ محدوده لري چې اداره ېې د ښځو په لاس کې ده او ښځو هم تغيير کړى دي او د نرۍ کار همدارنګه لاپاتې دى او هغوي ېې له پښو غورځولې دي. په احساس سره له بېعدالتي د خپل ځان څخه پوښتنه کوي: چيرته د کار اشتباه وه؟
نه مننونکئ دوه چنده مسوليت:
د هغو مسايلو بيان چې پر بهر او د ننه کار باندې اغيزه لري يوه ډيره پېچلې خبره ده ولې پر دې معنا نه ده چې ددې دوه خبرو تر منځ توازن نا ممکنه دى.يا کوم مشکلات چې ددې لارې څخه رامخ ته کيږي ناديده ېې وګڼو په تيره بيا دنړۍ کور بهر او د ننه ډيرې ژورې او لوړې کونډې کپري لري او يو دبل بشپړې کوونکې دي.اوس توازن دې دوه برخو کې بې سلوکه شوى دي چې ښځې د کور څخه بهر وتلي دي خو د کورد ژوندد ننه سازمان،داچې څه ډول دى او څوک ېې مسول دى د پخوا په شان دى.د هېڅ شي انکار بدلون نه دى موندلي سره له دې چې مونږ دغه نړۍ د مساوات نړۍ بولوچې په هغې کې له ښځو څخه زياته انتظار کيږي چې د پخوا په شان استقامت ولري او يواځې تجربې تر لاسه کړي چې تر اوسه پورې د نارينه و کاروه.
دغه ډول سوتعبيرد ښځو په برخه کې د پخواني هغو دود نو نه د سترګو پټول دي چې په خپله د ښځو لخوا مينځ ته راغلئ دئ.ښځې او نارينه بايد د ژوندانه په برخو کې نوى لارې ايجاد کړي دموکراسي د حکومت په ساختار کې يو ډير عمده مشکل دى او له دې لاري دښځو حقوق له مينځه ځي.ښځې کولاى شي چې خپل مسايل د اقتصاد ي او سياسي لارې څخه په ښه توګه وړاندې کرى د ښځو د حقوقو برخې توازن ورځ په ورځ پيچلئ کيږي. نژادي توپير شته ، او ډيرې نورې ستونزې ددې سبب ګرځي چې ښځې په ټولنه کې په مختلفو نومونو خپل حقوق له لاسه ورکوي.
او په پاي يوه ليکواله امريکايي ښځه ( ګلوريا اشتيا نيم )چې د ښځو دا زادى د نهضت لپاره کار کوي داسي وايي چې:که ووايم چې زه هم د نارينه و په شان حقوق غواړم، نو اصلاح طلبه يم.او که تاسي وويې چې( زه د ښځو د ازادي طرف داره يم) نو د ټولنې د بدلون غوښتونکي ياست (١٩٣٣)
په درناوي