دخپریدو نیټه : 2014-01-28 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د غومبسو ځاله
صفي الله باران
د حجرې خونه او حویلی مو له کوره جلا و، هر وخت به په کې ډله – ډله مجاهدين ميلمانه وو، څوک به د جبهې پسې راغلي وو، چا به زخمی راوستی وو او چا به .... ټول به د مجاهدينو ميلمستيا ته ډېر خوشاله وو او د خپل ژوند نيکمرغي مو د د وی په خدمت کې ليدله.
دا مهال موږ د هريپور په ۱۵ نمبر پنډ غالي کې اوسيدلو، هر څه راته لکه (من و سلوی) له اسمانه راتلل، د هيڅ شی کمی نه ليدل کيده بغير د خپلې خاورې او خپلو اوبو له کمي څخه، مجاهدينو ته به پينځه وخته د اوداسه او به او درې وخته د ډوډي خوړلو پرمهال د لاس وينځلو اوبه برابرول او اچول زما په غاړه و، دې دندې ته ډېر خوشاله وم ځکه په جوماتونو کې مو هميشه همدا اورېدل چې د مجاهدينو خدمت خپله د جهاد هومره ثواب لري، ځان به راته غټ مجاهد ښکاره کېده، که څه هم دا مهال زه د خدای تعالي له ټولو حکمونو معاف وم، يانې عمر مې د دې نه وو چې زه دې په ديني اوامرو مکلف و اوسم، په ځانګړي ډول د جهاد غوندي ستر او دروند مسوليت باندې.
په حجره کې به د مجاهدينو تر منځ ګرم بحث روان وو، کله به سره ونښتل، کله به يې سره خندلې، ماته دا هر څه عجيبه ښکاريدل زه به پرې هيڅ نه پوهېدم، خو! يوه خبره چې اوس مې هم ياده ده، کله نا کله به يوه بل ته ويل د غومبسو په ځاله کې به ګوتې نه وهې!
زه همدې خبرې له غومبسو دومره ډار کړی وم چې په اوړي کې به تر ځالې لاندې يې هم نه تيرېدلم، ما ويل مجاهدين چې، سره له دې چې له روس سره په جنګ دي، توپک لري، تمانچې لري غټ – غټ سړي دی له غومبسو ډاريږي نو زه خو بايد وډار شم.
۱۳۷۰ يا ۷۱ کال کې مو کډه بيرته وطن ته راغله، د مجاهدينو نظام وو، زموږ د ماما دي په کور کې د مجاهدينو پوسته وه، پلار مې ورته د کور د خوشي کولو وويل، هغوی وويل: ((کاکا د غومبسو ځاله کې به ګوتې نه وهي، خپل کار دې کوه)).
دا مهال مې زه هم له خدای بخښلي پلار سره ولاړ وم، ما ويل، ښايي په دې کور کې ډېر وخت څوک نه دي اوسيدلي او د جوزا/سرطان مياشت ده، ښايي په کوټو کې غومبسو ځالي کړي وي، پلار ته مې وويل، راځه تير شو تري، ماما دي به مې ورته په ژمي کې کډه راوړي.
پلار مې په خندا شو وي پچيه! (د دې غومبسو دم ماسره شته، تر ماښامه به يې وګورې چې نه غومبسې وي او نه يې ځالې).
رښتيا هم سبا ته مې ماما دې خپل کور ته کډه يوړه، مجاهدينو کور خوشې کړ، په کور کې نه غومبسې وې نه يې ځالې، خو زه په دې راز او دم پوي نه شوم.
۱۳۷۳ کال کې د ننګرهار په ليسه کې شامل شوم، د خپل ټولګي تکړه شاګرد وم، استادانو مې هم قدر کوه، یوه ورځ مې د يوه استاد له درسي ميتود څخه د ليسي مدير ته شکايت وکړ، هغه ښايي استاد راغوښتی وي او ورته يې زما پيغام رسولی وي، استاد ټولګي ته را ننوت زه يې ودرولوم په قهرجنه لهجه يې راته وويل، خپل درسونه دې وايه او د غومبسو ځاله کې ګوتې مه وهه!
حيران شوم، اخوا ديخوا مې وکتل د ليسې ټولې خونې کانکريټي وې، پاکې وې بیا ژمی موسم و، نه غومبسې وي او نه يې ځالې، ما ويل استاده پوه نه شوم! استاد په قهرجنه لهجه وويل: عقل دې دومره ده او خبرې دې تر مديره رسي.
۱۳۷۸ کال کې پوهنتون ته راغلم، په پوهنتون کې د اخوانيزم او کمونيزم اختلافات او مسايل ډير په زور کې و ان تردې چې ډېری محصلين به پرته له دې چې په ځان پوی شي د دې ګرمې ګوتې ښکار شوه او کال به پرې راغی.
يو کال وروسته د خپل پوهنځي د محصلينو نماينده شوم، يوه ورځ استادانو سره ناست وم، د خدای روی مي وروړ او ورته مې وويل: د خدای خاطر وکړي له دې مسلې نه په پوهنتون کې تير شي، محصل بيچاره په دې نامه چې تاسې ټول يې استادان ياست ستاسو احترام کوي خو تاسو چې يوه ډله يې له بلې ډلې سره وګوری زور ترې امتحان کې وباسی او بيچاره په کور کړي، استادان زما په دې خبرو ډېر خوابدي شو، يوه غږ کړ، خپل حد دې وپيژنه د غومبسو ځاله کې ګوتې مه وهه، کنه چيرې تا به هم وچيچی.
اوس مې نو سر خلاص شو چې د غومبسو ځاله کې ګوتې وهل يانې څه!
له دې وروسته به مې چې کله هم دا جمله اورېدله په ځان پورې به خندا راغله او بيا به تير ټول وختونه را ياد شول.
دا خبره نو د طالبانو په وخت کې ډېره په درز کې په خولو کې اوښته را اوښته، د طالبانو له سقوط نه وروسته، کله چې د بيان ازادي شوه د غومبسو ځالې څو کاله نورو وطنونو ته لاړې خو ډېرې ژر بيرته را ستنې شوي او اوس دغه دی، دغه ځالې په رسمي دفترونو کې هم پوره حاکمې دي، که خپله حق غواړې، که د اختلاس مخه نيسي، که چاته نصيحت کوی، که چاته مشوره ورکوي او که ..... دا ټول د غومبسو په ځالو کې ګوتې وهل دي.
پرون مې (لوی غر) ویب سايټ خلاص کړ، په کې مې مختلفې ليکنې ولیدي چې، غوښتل مې په اړه يې خپل نظر وليکم، دا ليکنې د لويو رهبرانو وې، دا ليکنې د لويو کړيو وې، يو ملګری مې تر څنګ ناست و، راته يې په اوږه لاس کېښود، کړې ليکنه يې راباندې ورانه کړه او راته يې وويل: د غومبسو په ځاله کې ګوتې مه وهه!!!
مشوره راکړئ!؟
همداسې پرېږدو چې غومبسې مو په خولو کې ځالې وکړي، په ګوتو مو ونښلي، ژمنی خوب هم ونه لري، او که يو څو نفره يو ځای شو او د دې غومبسو ټولې ځالې ختمې کړو