مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

رسوله!

محمد اسماعيل
  
  ستا له اقوالو جارشم، ستا له اعمالو جار شم، ستا له افعالو جارشم!!!
ما لوستي :
په کتابونو کې ستا وارث ملا صاحب دی، هغه ملا چې په مغذو کې الهي احکام او نبوي سنت پنډ دي، هغه ملا چې له ژبې يې ايات او احاديث اوري، هغه ملا چې کړه – وړه يې په نبوي سنتو برابر دي، هغه ملا چې څهره يې کټ – مټ د صحابه وو غوندې جوړه ده، هغه ملا چې له مخه یې نور اوري، هغه ملا چې کفار یې له جسارت څخه په وېره دي، هغه ملا چې زړه یې د امت مسلمه په درد سوری – سوری دی، هغه ملا چې په اذان یې خلک مسلمانان کېږي، هغه ملا چې د جهاد د ميدان اتل دې، هغه ملا چې شهادت یې یواځينی هيله ده او هغه ملا چې، که تا صلی الله عليه وسلم له دنيا رحلت نه وای کړی، او په چا د جنت زيری کیدی، نو، لکه عشره مبشره به دې ورباندې د جنت زیری کړی وای.
خو!
زه نه پوهيږم چې، کتابونه سهوه شوي او که موږ لا ملا صاحب نه دی ليدلی؟
 ځکه:
وارثان، په ميراث کې له پاتې شويو شیانو په کلکه ساتنه کوي، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو هغه خو يې نه کوي!
د چا په مغذو کې چې الهي احکام او نبوي سنت پنډ وي، هغه خو بيا د دې خلاف کار نه شي کولي، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو هغه خو يې کوي، د هغه خو بلا کارونو د ايات او احاديثو خلاف دي!
ستا لاره خو ډېره نرمه او په انصاف ولاړه لاره ده، د نجات او خلاصون لاره ده، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو هغه خو نه انصاف پيژني او نه نرمي لري، که ورپسې لاړ شې د جهنم کندو ته دې رسوي!
ستا صلي الله علیه وسلم له کړو – وړو خو خلک دومره متاثره وه چې حتی کفارو هم درته د خوش اخلاقه او امين القاب کارول، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو هغه خو کفار نور هم په خپله باطله لاره کلک کړل او مسلمانان يې له اسلامه زړه تورن کړي!
ستا صلي الله علیه وسلم له مخه نور وريده، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو د هغوی خو څهرې ګرځېدلي!
ستا صلي الله علیه وسلم له جسارت او ميړانې څخه خو کفار په وېره کې و، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو هغه خو د کفارو نږدې ملګري دي او د کفارو منصوبې عملي کوي، له هغو خو کفارو ته هيڅ ويره متوجه نه ده!
ته صلی الله عليه وسلم خو د امت مسلمه په غم کې ډوب وې، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو هغه خو د خپلې کورنۍ غم هم نه کوي، بيخي ښايي زړه ونه لرې نو سوری به څه شی شي!
ستا صلی الله عليه وسلم د ملګرو په اذان خو خلکو اسلام راوړه، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو د هغه له وېرې په جوماتونو کې اذانونه بند دي!
ستا صلي الله عليه وسلم ملګري د جهاد اتلان وو، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو هغو خو له جهاده د خلکو زړه تور کړ، هغه خو په خپلو ورونو جهاد اعلان کړی، هغوی خو د جهاد او قتال تفکيک نشي کولی!
ستا صلي الله عليه وسلم د ملګرو خو شهادت ارمان و حتی د واده لومړۍ شپه يې هم په کور کې نشوه تيرولی، موږ چې څوک د ملاصاحب په نوم پيژنو هغه خو د بړستنی مرګ ته هم تيار نه دی، هغه خو نور خلک شهيدان کوی، هغوی خو په دنيا د شهادت بدله اخلي، هغوی خو په دنيا حورې له ځانه چاپيرې کړي او د غلمانو په لټه کې ده !
لنډه دا چې که تا صلی الله عليه وسلم له دنيا رحلت نه وای کړی، او معجزه بنده نه وای، نو، لکه قوم لوط، قوم نوح او قوم عاد او ثمود به دې ورته د تبهاهي بد دعا کړې وای، او ستا د بد دعاوو له کبله به يې لکۍ شنې شوې وای، شاديانې به ترې جوړې وای او (في دارهم ) به (جاثمين) وای.
ای کاش رسوله! تا رحلت نه وای کړې
 ای کاش رسوله! تا د معجزې د بندېدو دعا نه وای کړې
 ای کاش رسوله! ستا وارثان بل څوک وای
 ای کاش رسوله! ستا امت کوم بل امت وای
 ای کاش رسوله! ته دې د امت په ډېرېدو نه خوشاله کېدی
 ای کاش رسوله! ستا امت ته بهتر امت نه ويل کېدای
 او
 ای کاش رسوله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery