دخپریدو نیټه : 2014-01-29 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
( پلار ګټلی زوی ته اسان دی )
روغوال
دا متل می اورید لی وه۰خو لید لی می نه وه۰اوس می په خپلو ستر ګو ولیدلو۰که دا متل هر چا ویلی وی نو رښتیا یی ویلی دی ۰دا متل د ډیری پخوانۍ زمانی څخه راپاتی دی ۰ ددی متل په بناً سره زمونږ په قریه کښی یو دهقان وه چی زرګلاب نومیده ۰چی ډیر عریب او خواریکښ سړی وه ۰ الله(ج) پری مهربانه شو ۰د خپلی خوارۍ او مهنت په برکت سره یی په ډیر لږ وخت کښی د ډ یری زیاتی ځمکی خاوند شو ۰ او تقریباً دوه سوه جریبه ځمکه یی د خلکو څخه په بیه راونیوله ۰ او ښه اباد شو ۰ دهقانان او مزدوران یی شول ۰نوکله چی اباد شو۰ نو د کلی ملک ورته خپله لور په شرغی او محمدی(ص) نکاح سره وکړه۰چی پخوا به د کلی ملک د زرګلاب سره په یوه د سترخوان ډوډۍ نه خوړله ۰ نوچی کله زرګلاب پیسه داره او زمینداره شو ۰ نو د کلی ملک ورته خپله لور په نامه کړله – زرکلاب ته الله تعالیً ورته فقط یو زوی ورکړلو ۰ چی نوم یی پری تورګلاب کیښود لو ۰ تورګلاب خو یوی خوانه د کلی د ملک لمسی اودبلی خوانه د یو لوی زمیندار یوازینی زوی وه ۰ نو دومره نازولی او نخرو یی رالوی کړو ۰ چی ختی ء یو ولید لی ګلاب یی پری پر ځمکه څخه هم نه را اوچتولو ۰ لږ شان چی تورګلاب زلمکی شو ۰ پلار یی ورته د سوارلۍ لپاره یو ښکلی اس په پیسو راونیولو ۰ او تور ګلاب به پری سوار په خپله قریه او اولس کښی ښکته پورته چکړی وهلی ۰ تور ګلاب د رنګه لږ شانی تور وه – خو نور ورته الله(ج) ښه ځوانی ورکړی وه ۰د تورګلاب د ځوانیدو سره یی طبغاً پلار او مور زاړیدل۰ نوره د زرګلاب کاکا پاڼه مخ په ژیړیدو شوه ۰ اول خو زرګلاب کاکا مړشو ۰ او څه موده وروسته د زرګلاب کاکا ښځه یعنی د تور ګلاب مورمړه شوه ۰ تورګلاب پدی وخت کښی چی کمکی ځوان تنها پاتی شو ۰خو د مور پلارګنۍ چی ددی کلی ملکان او خانان وه ۰تورګلاب یی یوازیتوب ته پری نښود لو ۰ او ماما یی ورته خپله لور په نکاح کښی ورکړه۰ تور ګلاب د ښځی خاوند شو ۰ دی هم د ماماګانو غوندی ملکي او خاني شروغ کړه ۰څرنګه چی تور ګلاب په خپل ژوند کښی سختی نه وه لیدلی۰ او هر څه مال دولت او ځمکه ورته تیار په تیاره د خپل پلار څخه په میراث پاتی وه ۰ نو له کبله ددی شیانو په اهمیت او ارزښت نه پو هید لو ۰ د کلی او اولس بی کاره خلک به یی دیره او خجری ته راتلل ۰او تور ګل به ورته چرګان او پسونه حلالول ۰دیره او خجره به یی د بیکاره خلکو څخه همیشه ډ که وه ۰ د ربا ب او منګی ساتیریګانی به روانی وی ۰ خلکو به د تورګلاب صفتونه کول ۰او د تورګلاب د ساده ګۍ او پیسه دارۍ او میلمه پالنی څخه یی ګټه پورته کړه ۰ اوبل دا چی خلکو تورګلاب ته د تور خان لقب ورکړو ۰او د کلی ځوانانو او بی کوره او بیکار ه خلکو ورته وویل۰ چی ته سر د نن نه ته زمونږ مشر او خان یی ۰ چی په دی لقب سره د تورګلاب په سرکښی نوره هواهم زیاته او پورته شوه ۰ نو میلمستیاوی مصرفونه زیات شول۰اوبله د بد بختۍ خبره دا چی تورخان د سیفور پنامه یو هلک هم وساتلو ۰ چی همیشه به یی د ځانه سره پخپل اس سپور کړی وه ۰ تورخان به د شپی له خوانه سیفور په خپله خجره او دیره کښی ګډولو ۰ او کله کله به یی د زمانی پنام د ډ مانو یوه ډله هم راوستله ۰ او ټوله شپه به تور ګلاب په ساتیرۍ کښی تیروله۰ سیفور به ټوله شپه ګډا ګانی د تورخان په حجره او دیره کښی کولی ۰ او تور خان به پری د خپل پلار په سختۍ ګټلی روپۍ شیندلی ۰ډلی ډلی لوفران به یی سیال ته مفت کا الذی ناست وه ۰ تور ګلاب د رښتیاو خان شو ۰نغدی روپۍ یی چی خلاصی کړلی ۰ نو په کرار کرار یی د خپل پلار د ځمکو خرڅولو ته یی شروغ وکړه ۰ ځمکی یی خرڅولی ۰ او په هلکانو ډ مانو لوفرانو او قمار بازانو به یی مصرفولی ۰ تورخان ته خدای تغالی دوه زامن ورکړی وه ۰ چی دواړه ډ یر ښه او نیک هلکان وه ۰ خپل پلا رته به یی همیشه د قمازۍ او ډ مانو او هلکانو ساتلو څخه د منعه کولو غذر او زارۍ کولی ۰ خو دوی واړه ماشومان وه۰ زوریی نه رسیدلو۰ اوپلار یی د خپل عمله نه اوښتولو ۰نو زامنو یی په وړو صورتونو خپله مور د ځان سره روانه کړه ۰ او د پاکستان د کراچۍ د ښاریو نامعلوم ځای ته لاړلو ۰ او خپله حلاله مزدوری یی شروغ کړه - د تورخان مخه خو نوره هم خلاصه شوه ۰ د ښځی او زامنو د جنجاله خو بالکل بی غمه شو ۰ دیره یی نوره هم ګرمه کړه ۰او د یو هلک په ځای یی څو هلکان و ساتل ۰ د زمانی پنوم د ډ مانو ډ لی ښه پخه بستره د تورخان په دیره او خجره کښی هم هواره کړه ۰ هر وخت به د تورخان دیره د ډ مانو او لو فرانو بیکارانو خلکو څخه ګرمه وه ۰ تورخان به د پلاونو د یګونه باندی کړی وه ۰ پسونه به حلالو ل ۰ ډلی ډ لی بی کاره خلک به د لری او نیژدی څخه د تورخان دیری او خجری ته د ډ مانو سیالونو ته راتلل ۰ تورخان په لږ وخت کښی د هعی ځمکی او پیسو څخه چی پلاریی په کلو کلو په خپلو خولو ګټلی ویی ۰ځان خلاص کړو ۰ او پخپله نور سوال ته کښیناستلو ۰ زامن او ښځه یی د کراچۍ د ښار په نا معلوم ځای کښی هستوګنه درلود له ۰څرنګه چی د پلار څخه ډیر خفه تللی وه ۰ او پلاریی د خپلو زامنو او ښځی هیځ پوښتنه په تیرو کلونو کښی ونکړه ۰ دوی هم هیڅکله د خپل پلار او وطن پو ښتنه ونکړه ۰ او خپله حلاله مزدوری یی کوله ۰ او هعی دری واړو به په مینه خوړله ۰ تورګلاب چی اوس یوی مړی ډوډۍ ته حیران شو۰ نو هغو خلکو چی په کلونو کلونو یی د تورخان په دیره د پسونو غوښی خوړلی ۰ د یوی مړۍ ډوډۍ ورکولو څخه یی تورخان ته اینکاری شول ۰ تورګلاب دومره سپک شو ۰ چی خلکو به ورته وروسته ګلابی ویلو ۰ ګلابی به د کلی مخ په لاره کښی به ناست وه۰ او هری ښځی چی به خپل میړه یا خپلی د یری ته ډوډۍ وړله ۰ ګلاب به ورپسی شو ۰ او بیدون د ست او سلا څخه به د نورو په د سترخوان کیناستو ۰ او ځان به یی موړ کړو۰ کلیوال تری ډیر په تنګ وه۰ خو د ګلابی بله کومه چاره نه لرله۰ګلابی په کرار کراره سره ضعیفه شو ۰ اونور د یرو ته د ډوډۍ پسی تللو څخه ووتلو ۰ بیا د کلی د منځ لاره (کوڅه) کښی به ناست وه ۰ او د کلی ښځو ته به یی د یوی مړۍ ډوډۍ سوال اوزاری کوله ۰ که د چا به پری زړه خوږ شو۰ نو ډوډی به ورکوله ۰ او ګندی په نهارنهور به ناست وه ۰ دکلی ښځی د ګلابی د سوال څخه په تنګی شوی ۰ او خپلومړونو ته یی د ګلابی څخه شکایت وکړو ۰ خلکو ګلابی دکلی د کوڅی څخه دباندی یو کنډوالی ته راوویستلو ۰ او همغلته بی چاره نهار نهور به په یخنۍ او یا ګرمۍ کښی پروت یا ناست وه ۰ او چغی به یی وهلی ۰ چی د لوږی مرم۰ یا دکلی خلکو په رحم وکړۍ۰ لږه ډوډۍ راته راوړۍ۰ ترڅو چی بی چاره په هماغه کنډواله کښی مړ شو ۰ څوک خپل خپلوان ورته پاتی نه وه – دکلی خلکو ورته چنده ټوله کړه ۰ کفن یی ورته واخستلو ۰ او بی سخات اوبی خیراته یی ګلابی چی پخوا ورته ټولو خلکو تور خان او تورګل ویلو۰ د کلی په عمومی وقف شوی هدیره کښی یی ښخ کړو ۰ لږه موده وروسته یی زامن او ښځه وطن ته راغلل ۰ خو د ناستی او او سیدو ځای یی ورته پلار نه وه پریښودی ۰ او په هغه کور کښی ددی پلار په بل چا خرڅ کړی وه ۰ د کال په کرایه ونیولو ۰او بعضی خلکو به ورته د خپل پلار پیغورونه هم ورکول۰ خو د یوی خوا مجبور او د بلی خوا به یی د چاسره جنګونه کول ۰ دا هر څه پیغورونه یی په خپل زړه تیرولو ۰ دا وه د پلار ګټلی زوی ته اسان یو قیصه آً
ګرانو لوستونکو! با ید خپل اولادونو داسی تعلیم او تربیه وکړو ۰ چی نه ډیر مفت خواره او نازولی اموخته شی ۰ اونه پری د کار دومره فشار راوړو ۰ چی د ډیر کاراو فشار څخه مایوسه او سر سام شی ۰ یعنی خپل اولادونه په اعتدال کښی وساتو ۰ ښه تعلیم پری وکړو ۰ او ښه تر بیه ورته ورکړو ۰ ترڅو چی نیکبختی او همیشنۍ خوشحالی یی په نصیب شی ۰ پدی باره یو غزل تاسی وړاندی کوم أ( غزل)
چی شد ت د حرارت وخوری فولاد شی
چی زخمت ګالي تعلیم کښی نیک اولاد شی
تیږي اور پوا سطه باندی سره زر شی
شا او خوا ورنه جدا مخلوط مواد شی
بی زخمته راحت نشته دا متل دی
په زخمت با ندی حاصل د زړه مراد شی
ځان خولي کۍ وخورۍ ګټه د لاسو خپل
د احسانه سره چی مل وی ورک دی داد شی
د احتیاج خوړو نه مرګ ورونو بهتر دی
غیرتی په نوم یو ځا ی کښی خو به یاد شی
که یوه لښکر بچی په چرګۍ لوی کړي
چی بی علمه وی والله کا خو پری ښاد شی
دا د علم زمانه ده ځان خبر کا
په دی وخت کښی د نا پوهو ژوند برباد شی
ای (روغواله) بی پروا دی اوس بچیان ټول
بیا په عمر د زړښت کښی ټول فریا د شی