مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-29   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

لنډه تبصره

حبيب الله غمخور
دامريکا دولسمشر بارک اوباما دوروستۍ ويناپه هکله څرگندونه . دبارک اوباما دا وروستۍ وينا ډيره عالي، دسياسی جرات په روحيه سمبال دراتلونکی پلان لرونکې په زړه پوري وينا وه .دده وينا دافغان ولس لپاره ددواړو هيوادونو دخلکوترمنځ دهمېشنۍ دوستۍ اومتقابلي همکاری پيغام له ځان سره درلود . موږ افغانان په هيڅ صورت نه غواړوچې له نړيوال کلي او جونگړي نه بيرون پاته سو .افغانان دټولو ستونزو اوسياسي ناخوالوسره چې تل ددوي دښمنانولخواپري تحميل سوي دي،دنړيوالو اړېکودجوړېدو ستر تاريخ لري .موږ پدې وياړوچي دملگرو ملتودسازمان دجوړېدو اوپه نړيواله کچه دبېطرف اوناپېيلي سياست دپلويانو دنړيوال غورځ يوله بنسټ ايښودونکونه يو .موږ افغانان په ټوله نړۍ کښي دسولي ،ثبات ،بشری او ټولنيزعدالت اودموکراسۍ يوازنئ پلويان يو.کله چي زموږ قهرمان اوپر آزادۍ مين ولس دسرپه بدله په ۱۹۱۹ ز کال داگست دميشتي پر ۱۹ مه بشپړ ه خپلواکی ترلاسه کړه ، دا زموږ پر خپلواکۍ مين ولس وو چي داستعمارترجغ لاندي خلکوسره ئي داسياپه لوه وچه کښي دخپلواکۍ ترلاسه کولولپاره نه هېرېدونکی اوتاريخي مرستې کړي . ځکه خو دهندوستان خلک تل زموږ ددي احسان منونکی اوزموږ سره دوستۍ ددوام علاقمندان دي متاسفانه زموږ دولس په هکله نادرست اوغلط معلومات اوياهغوي نړيوالوته سړی وژونکی،دټول بشری دود اودستور مخالف ولس په توگه معرفی کول دزبرځواکودلاسپوڅودهغوي دعملونو اوکړنو،ترټولوزيات دبېگانه وو اوپه ځانگړې توگه دافغان دښمنوگاونډیانودبې رحمانه اودروغجنو تبليغاتوسمره ده . له بده مرغه زموږ دولس تاريخي دښمنانو وکولاي سول دخپلو نوکر صفتوافغانانودکړنوپه مټ زموږ سوله خوښونکی ولس دبشريت دښمن په توگه نړيوالي ټولنې ته معرفی سی ،چي داسي نده اودا ډول معرفی دافگانانودتاريخي رسالت اوبشری هڅوپر خلاف يو نامعقول حرکت اوتبليغ دي . افغانان په تاريخ کښي دنړۍ ټولو ولسونوملي اوانسانی حقوقوته درناوی کړی اوتل ئې دنورو هيوادونوپه کورنيو چاروکي دنه لاس وهنې نړۍ وال سياست عملي کړئ دی . چې موږ څوک ونه زوروی ،موږ دهيچاسره دښمنی اونه هم دهغوي دزورنې سره علاقه لرو . دنړۍ والي ټولنې نه مو په کلکه غوښتنه داده چې زموږ دولس سره اړېکي ددې ولس دتاريخي لاسوندونوپر بنياد وي، نه ددي هيواد ددولتی چارواکودکړنو اوڅرگندونوله مخې .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery