مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مولوی صاحب ذاکری ته خپلو مارانو ټک ورکړ

حکمران


خبر شوم چې د افغانستان د عالمانو له لیکو یو بل عالم محترم ذاکری صاحب هم  ووژل شو انالله واناالیه راجعون .
مولوی صاحب ذاکری ښه  مشهور شخصیت  و  فکر کوم د حرکت انقلاب اسلامی د تنظیم مربوط و د روسی فوځونو د یرغل په وخت کې يې د کمونستانو له لاسه زندان ته واچول شو له ازدۍ وروسته يي د هجرت او جهاد لاره غوره کړه  ددین د تقویه لپاره يي شاګردان روزل  او اوس يې ځانمړۍ روزل ، د داکتر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته د استاد ربانی په دولت کې يې خدای شته کابل کې تود  دربار درلود ، د مرحوم  مولوی صاحب محمد نبی محمدی سره يې شه غوښنه ونډه په هغو پیسو کې درلوده چې محترم شهید استاد برهان اللدین ربانی  هغو رهبرانو ته  د شیرن زهر په حیث په جیبونو ورمنډله چې دده حکمرانی يي په ځان منلی وه بس ددوي کار جوړ وو نور ملت دي خپل کار کوئ !!
نن مې په نن اسیا ( چې ځانونه ورته د عیسویانو په څیر نعوذبالله د خدای ج زامن ښکاري) بس همدا طالب انسان هم دی ، مسلمان هم دی، افغان هم دی، ددوي لخوا وړاندی شوی او فرمول شوی دین او مذهب به درباندی منی  که طالب شوی نو د بی بی هوا زوی شوې  دا پاتی انسانی نړی خو باید ددوي د ملنډو ، مسخرو ، مرتد ،فاسق ، واجب القتل او داسی نورو مهرونو لایق وي  مولوی ذاکری هم په هغه نظام  نه انتقاد وکړ چي د کابل هري کوڅه کې ددوستم وسلوال ګوته به ماشه ناست وو نه يې ورسره تر هغي مقاطعه وکړه چې طالبان د کابل تر دروازو راورسیدل . پرون استاد ربانی ولسمشر ، مسلمان د مشرتابه وړ خو چې د ملایانو له تکبر او غرور ډک لښکر تر کابل ورسیدو بیا ربانی استاد کافر شو ډز ورباندی فرض شوو طالبان هم لکه عصمت قانع دیرش کاله وروسته چې ربانی پری خرچه بنده کړه اوس وايي استاد ربانی قومی تعصب درلود .
د طالبانو نظام کې د باغونو له بیخه نړول ، د نظامی محاکمی لخوا د خپلو مخالفینو په درازړول ، د پاکستان د آی اس آي  برهال مرکزونه او فعالیت کبل ، ننګرهار ،کندهار، هرات ، مزار او خوست کې او په زرګونو پاکستانی جګړه مارو څرګند شتنون کابل او نورو ولایاتونو کې هر طالب کوتک او کیبل په لاس په خپل صلاحیت او امر سره په خلکو د شریعت تر نامه لاندي سزا او جزا ورکول  او خپله به يې لمونځ او اودس کې فرایض نه و زده  خو دی محترم مولوی صاحب عبدالله ذاکری او دده ملګری پټه خوله او نه يي فتوا ورکړه او نه يي د طالب کیبلمارو دغه ناوړه کار وغندلو او نه يي له دغه ویره اجونکی نخپلسری نظام سره مقاطعه وکړه .
پاټک سالاری د طالبانو وخت کې داسی ریکارډ قایم کړ چې د ګلپیانو او مولیو د هر پټی  کوز  او  بر سر  کې  پاټک  موجود  وو  دې لعنتی دور کې د خدای قهر هم څو چنده شوو د امارت تر سقوط باران هم ونه شو  ددوی غایب او نالیدلی امام (امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد صاحب) نه چا مسجد کې ولیدو ، نه يي کومه غونډه کې وینا وکړه ، نه يي عکس شته ، نه يي د تحریک ؟؟ د شورای غړی او قومندانان ورسره بلد دی چې څوک زموږ امیر دې بس نوم باندی یي د پیقمبری تر حده عقیده لري دوی ورته مشر ملا صاحب هم وايي  کندهار کې دی د وچکالی باعث امیر المومنین ؟؟؟ ملا محمد عمر مجاهد صاحب ځان ته داسی قصر او باغ ساز کړ چې نن د امریکیانو لپاره د کندهار ښار کې غوره او لوکس استوګنځې دي په جهادی رهبرانو او کمونست ولسمشرانو کې یو هم داسی قصر نه درلود  ایا امیر امیرالمومنین باید همداسی مالی فساد کې ښکیل وی ؟؟؟ بیا يې په هغه ویاله او لښتي د طالبانو پوستې  اچولی  وې  چې  دده  باغ  ته  يي اوبه  ورکولې ځکه  ډیره وچکالی وه  چې دغه لږۍ اوبه نور ولس خپلو ځمکو ته تاؤ نکړی .
دا دیارلس کاله کیږی حتی یوه کیسټ کې هم راڅرګند نشو مونږ دعا کوو چې ای خدایه اخره خاتمه مو راسمه کړي خو محترم شهید مولوی صاحب ذاکری ددومره علم سره سره  داسی بدمرغه کارونه وکړل چې ډیر مظلوم بیګناه ، معصوم نارینه، تور سرۍ ،ځوانان ،کوچنیان د اتحاد علماؤ د ناحقه فتواؤ له مخي په ډیر بیدردي او ظلم سره شهیدان شول  ، داسی طالب ټوپکیانو د حیا او عزت خلک حلال کړل چې هر یو ددین او قوم لپاره ستره زیرمه وه ، ښاغلی ذاکری صاحب د طالب ټوپکیانو د ظلم په وړاندی تل پټه خوله وو فتوا ګانې يې  یوه طرفه  او جګړیزۍ  وي  نومړی د کابل د علماؤ په شورای داسی حال کې نقد کولو چې خپله طالب مشران قطر کې د امریکایانو سره ګډ ساندویچ خوړل  ، خپله د پاکستان لخوا د جوړۍ شوي شورای جاسوسی او استخبارتی (اتحاد علما افغانستان) مشر نومول شوي وو ، په مسجدونو ځانمړۍ بریدونه تر سره شول  ذاکری صاحب خاموش و ، طالبانو او حزبیانو پداسی حال کې یو او بل وژل چې دواړه وايي جهاد کوو او صلیبیان راغلی دی خو ذاکری صاحب فتوه ورنکړه چې یا طالب ناروا کوئ او یا حزبیان خو متاسفانه دۍ بدمرغه شورای علما افغانستان  د فتواؤ له لاسه زمونږ عبادتخانې ،قومی مشران ،استادان،سیاسی څیري ،داکتران ،انجنیران ،مامورین ،افسران،د ملی اردو او ملی پولیسو افسران او غړي ،ټولګټي تاسیسات ، د سړکونو جوړونه ،تعلیمی ادارې او مکاتب سوزول یا وژل کیدل او یا ورانیږئ ، همدا نن می ددعوت پاڼه کې یو تاریخی مضمون ولوست چې د ګندمک د معاهدی شرایط پکې ذکر شوي ول دهغه تړون اومه(۷) ماده د صبغت الله مجددی او پیر ګیلانی د کورنیو به باره کې بحث کوئ صبغت الله مجددی د کشمیر مهاجر پلار او نیکه يې د انګریزانو نوکران وو او د پیر ګیلانی کورنی د عراق د بغداد مهاجر چې د بریتانوی امپراتورۍ سره يې کار کولو او د جاسوسی لپاره د ملایانو په لباس کې د ملایانو په مرسته د حضرت او پیر ، بزرګ او د خدای د ولی او نازولی تر عنوان لاندی افغانستان ته راوستل ځکه دلته (افغانستان) کې عام خلم د پیرانو او حضرتانو ډیر قدر کوي دغو ډول فرعونیانو او د کویټه ښار کې اتحاد علما افغانستان یو با سره ورته خو نومونو او ددوي کارونه او استعمال مختلف قسم دي .
طالبان کوم کار نکوئ ؟ غلا ،تښتونۍ ، برمته،په پیسو قتلونه په دین کې دینونه زیږول ، خلک د نالیدلی امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد ؟؟ عبادت ته رابلل خپله دا بیچارګک دعا او سلام نشی لیکلی خو دده په نوم اختریز پیغامونه  په داسی سویه لیکل چې هغه د کوم بیسواد سره نه ښايي ، الله ج مهربان دی د د پیغامونو لیکونکی يي هم رسوا او وشرمیدل حاجی فرید ، وحید مژده چهاراهی ، مزمل صاحب يي هم یا غلط کړی و او یا هغه ته هم ای اس آی او طالبانو د راتلونکی لپاره ډاډ ورکړي ، د اسلام اباد پوهنتون ځینی محصلین چې آی اس آی تر دم او اودۍ لاندی راوستي دي لکه ښاغلی جلالیان صاحبان  هغوی هم اوس ټغ ټغ شروع کړی ځانونه ورته ۸۰ کلن ښکاري شرغی فتوي ، تاریخی قضاوتونه ، ګرم او ناګرم  معلومول ، ټاپه او مهرونه جبی کې کرځول دا تول هغه خلک دی چې د صلیبیانو تر چتر لاندی دوي خوندي او د انتقاد حق هم لري خو خپله دوی ته جایز چې کابل او افغانستان کې وګرځي ، زوند وکړي خو دولتی مامور کافر او واجب القتل شو زه دې کرايي سیاستمدرانو او لیکوالانو ته وایم چې کله مو هم د طالب وحشت او کفر ته پام کړي ؟ ولی صم بکم....... يي .
نن بل خبر نشر شوو چې طالب پلوو چرګانو (ملایانو) باندی کویټه کې ټوغکی ګډ شو دوه نورو سر وخوړ ګرانو چړیانو او کرايي فتوه ګرو ماته مهمه نده چې ته څومره علم لری بلکه ماته مهمه دادی چې وګورم حومره تقوا لري  ؟ هسی رمباړی مه وهه چې محترم مولوی صاحب ذاکری امریکایانو شهید کړ محترم ذاکری صاحب د افغانستان ملی امنیت شهید کړ زه درته قسم کوو چې ددغو ملایانو امنیت دومره مظبوط او خوندي دی چې له الله ج پرته نه د امریکا او افغانستان استخبارات ددوي د ځای ځایږی په هکله معلومات لری او نه پر دوي د ډز کولو چانس پوره مطمین اوسي ددغو وژنو دلایل بربنډ دي
اول: د پاکستان د فوځ د هغو ادارو لخوا وژل کیږی چې طالب مشران او ددوي کورنې يي به قفسونو کې ساتلی  تاسو داسی مثال لرې لکه تاریخ  تیری درمل نو ښاغلی مولوی صاحب عبدالله ذاکری هم خپلو مارانو (ای اس ای) ټک ورکړ .
دویم : مولوی صاحب ذاکری د طالبانو خپلمنځی شخړو د لاسه سر وخوړ کویټه کې دا هم  ویل کیږی چې د مولوی ذاکری صاحب د طالبانو د کویټه له شورای سره شخړه راغلی وه چې ولی يي د حکمتیار د ډلی قومندانان میدان ولایت کې ووژل او تاسو زما غوښتنه ترپښو لاندی کړه چې دغه کسان خوشی کړی فتنی مه زیږوئ ذاکری د کویټه شورای ته ګواش کړی وو چې زه د هغو طالب مشرانو په خلاف شرعی فتوه ورکوم چې دغه قتل يي وکړ . کچیری دا رښتیا وی نو معلومه ده چې  طالب  دلاری  په سر سپی کړی غول  دی چې هرڅوک  باید  لاره  ترینه  بدله  کړی ځکه نه لاس ور وړل کیږی او نه يي شکل ته کتل کیږی د غوا سوټه خو ډیره ښه وي وچ يې کړه او ډوډی او یا دیګ پری پوخ کړه ، داکری صاحب تر هغۍ ښه و چې ددوی لپاره يې غاړه بندوله .
د محترم جلالالدین حقانی فامیل اسلام اباد کې د پاکستان د سناتورانو په بلاکونو کې ژوند کوي ایا د هغه زوی هم ملی امنیت وواژه ؟ طالبان دومره ذلیل شوی دی چې خپل قاتل ښه وینئ خو جرات نشی کولی چې ددوي مخ کې فریاد وکړی بس لاسپاک شته د قاری یوسف او ذبیح الله مجاهد په نوم مستعار خیل په نوم ای اس ای اعلان وکړی صلیبیانو شهید کړ .
الله ج دی مولوی صاحب ذاکری ته بښنه وکړی کورنی ته يې صبر او اصلاح غواړم اومید دی چې د هغه څه په هکله له ملت بښنه وغواړی چې ستاسو د والد صاحب به فتواؤ وژل شوی ،زوریدلی او یو لشکر کونډې او یتمان ترینه پاتی شوی دي .
شهادت اخبار لیکی موټر سایکل سورو د ځوانانو د اسلامی تنظیم د ټل حوزی مسؤل حزب الله همتیار په شهادت ورسولو! الله ج دی بښنه ورته وکړی مرګ حق ده کورنۍ ته يې صبر جمیل غواړو حتمآ د یو چا زوی ،پلار،ورور،میړه به هم و او دادی نن ورنه یتیمان هم پاتی شول خوپه ډاډ سره ویلی شو چې دا بیچاره به هم د لوۍ لارې د سپی غولو(طالبانو) ځکه وژلی وي چې هغوي نه غواړئ بله ډله کې داسی فعال شخص ژوندی ووینئ یو بل فعال مو چا وواژه ؟ حضرتیار صاحب ښه لیکوال و خو جرم يي دا و چې د تاسو حزبیانو پلوي وو اوس هم نه پوهیږی ؟

مرګ  په  جاسوسانو
افغانستان او افغانان  وساتئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery