دخپریدو نیټه : 2014-02-02 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د کورنیو چارو وزیر ته یو پرانستی لیک!
فریدالله مومند
د کورنیو چارو وزیر ته یو پرانستی لیک!
د افغانستان د کورنیو چارو محترم وزیر عمر دادوزی صیب
اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته
که څه هم اوس ددی وزارت د لمړی درجه د مسول په توګه ددی وزارت د ننګونو او فرصتونو په اړه کافی معلومات لری زه د افغانستان د یوی لری پرتی سیمی استوګن یم د یو افغان په توګه می د کرزی صیب په واکمنی کی یو پر ښاغلی اتمر چی د کورنیو چارو وزیر و څه نا څه زړه اوبه څښلی او اوس می خدای شته هسی تا ته په زړه کی اومیدونه شته او زړه می شاهدی ورکوی چی ښایی ستاسو په وجود کی به د کورنیو چارو وزارت په سمه لار روان او هغه واتن چی د ولسی خلکو او پولیسو تر منځ راغلی له مینځه ولاړ شی او راته هیلی او امیدونه پیدا شی چی ستاسی په ماموریت کی به د پولیسو اعتبار بیا را ژوندی شی.
ښاغلی وزیر صیب
زه اوس درنه د یو افغان په توګه د پښتون د قاتل شجاعی د نه نیولو پوښتنه نکوم
زه دا هم نه پوښتم چی د پولیسو په لیکو کی ملی انډول ولی برابر ندی
دا هم نه وایم چی د محمدی په لاس د کورنیو چارو له وزارت نه لری شوی پښتانه جنرالان بیرته راوله
دا هم درنه نه غواړم چی ژر د ټلوالی د نفوذ او فساد مخه ونیسه
دا به هم را نه ونه واوری چی یو ځل هر ولایت ته سفر وکړه او د پولیسو وضیعت له نږدی وګوره
خو ماسره تل یوه پوښتنه ده چی ایا تاسی لدی هم فکر کوی چی یواځی د څو ریسانو جنرالانو په تغیر او تبدیل سره اصلاحات راتللی شی؟
ایا لاهم متوجه شوی نه یاست چی دد وزارت اړوند ریاستونه او قومندانیو کی داسی دایمی شبکی شته چی کلونه کلونه یی په یو څای تیر کړی او په ډیر لوی او پراخ اداری فساد کی لاس لری د کمیشن کارانو او دلالانو لوی جال یی غوړولی.
محترم وزیر صیب
زه نن ورته ستاسی د وزارت اړوند د سرحدی پولیسو عمومی ریاست د فساد یو بیلګه وړاندی کوم ـ دا ریاست د معمول پشان د خپلو تولیو کنډکونو او لواګانو نه خپله ټاکلی برخه راتولوی او بیا یی په ټاکلو ادرسونو ویشی ماته دا د معمول سره سم فساد ښکاری خو یو فساد چی راته ډیر ځورونکی ښکاری ددی ریاست اړوند د پیژند په مدیریت کی د راز محمد مندوزی صیب له خوا روان دی په ډیر سپین سترګی سره د سرباز نه نیولی تر صاحب منصبانو پوری ددوی د قانونی ترفیع په اجراکولو تغیرو تبدیل مقررولو کی خورا ځورونکی رشوت اخلی
ښاغلی رازمحمد مندوزی د رشوت د اخستلو تر څنګ ډیر بد چلنه سلوکه انسان دی که ددی ښاغلی دفتر ته د کوم قانونی کار د اجرا کولو لپاره څوک ورځی او دده ځانګړی کمیشن کار ورسره نه وی ډیر یی سپکوی او توهینوی او بیا ورته د قانون څو مادی او یا ستاسی جناب مکتوب ښکاره کوی او بیا ورته وایی ستا کار غیر قانونی ده تر څو د خپل کمیشن کارانو منګولو ته یی وسپاری او بیا کی پیسی ورکړی بیا هم هغه قانون د یو مادی په اساس ورته کار خلاصوی.
دا ښاغلی چی عر ریس راځی نو اول یی کورته مبارکی ته له ډیرو تحایفو سره ورځی او بیا ورته د غلاوو او فساد تول مدارک تشریح کوی.
ښاغلی شفیق افضلی چی لدی د ماموریت یوه میاشت هم نده تیره شوی له دی ښاغلی دومره نږدی شوی چی ته به وای چی د ماشومتوب خاپوړی سره کړی وی که ثبوت غواړی نو بیا یوه ماڅښتن له اطلاع پرته د شفیق افضلی صاحب کورته ورشه د پیژند محترم مدیر رازمحمد مندوزی صیب به هم هلته ومومی.
محترم وزیر صیب
زه درته ددی سپارښتنه نکوم چی دا ښاغلی له دندی ګوښه بلکه هیله لرم چی د خپلو نږدی همکارانو له لاری یی کنترول او وڅاری
ما یو داسی کس ددی ښاغلی په دفتر کی ولید چی د کورنیو ډیر غړی یی له لاسه ورکړی او ځینی یی زخمیان ښه شفاخانه کی پراته وه خو دی ښاغلی د ترفیع قانونی کار ورته د یو کمیشن کار پلاس د ۵۰۰ امریکایی ډالرو په مقابل کی خلاص کړ
دا به ستاسی د بچیانو د وطن ساتنی او دفاع انګیزه او روحیه مړاوی
د بریا په هیله