دخپریدو نیټه : 2014-02-02 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
اول ځان بيا جهان
ليکوال: صمدخان غر
: په هره نړۍ کې سياست د ولسونو د سوکالۍ لپاره کيږي، کونکو ته يي ګټه دا وي چې راج به دوی چلوي او په خلکو به د راج چلونې واګي له دوی سره وي خو په افغانستان کې بیا کانه بل ډول ده او دلته هرڅوک سياست يوازې او يوازې د ځان، خيښانو، دوستانو او خپلو پلويانو لپاره کوي.
ځينې وختونه ډيرې خبرې داسې وي چې کول يا نه کول يي لويه خولو غواړي، خو انساني شعور ډير وارې داسې خبرو کولو ته اړويستل کيږي چې له خولې سره يي سمې نه وي، له دې سره سره چې په افغانستان کې روانه سياسي لوبه د ډيرو له اند او لرليد سره په خورا ۱۸۰ درجې ټکر کې روانه ده بيا هم ځينې کړۍ د ډول ډول خبرو په کولو سره کوښښ کوي څو اوبو خړې کړي او ماهيان پکې ونيسي، چې په افغانستان کې دې ډول اوبو خړولو ملت تر يوې سختې خورا سترې ازموينې لاندې را وستی دی.
وړمه شپه د ملي اجنډا په نوم ناسته کې ولسمشرۍ ته نيږدې يولسو نوماندانو پکې ګډون کړی و هر يوه په خپل وار سره پکې خپلې انديښنې وښودې او ډيرو رڼې ټاکنې، ناامني او دې ته ورته هغه ستونزې چې په افغانستان کې يي څرکونه شته دي يادې کړې، خو د شمال ټلوالې نوماند عبدالله عبدالله يو وار بيا د نورو په خبرو خولو خلاصه کړه او ويې ويل:« کرزی به رابرت ګيتس کفته است که مردم را در افغانستان ايتلاف شمال ميکشد.»
عبدالله په خپلو خبرو کې او ورته کمپاين کونکې رسنۍ طلوع، طلوع نيوز او لمر بيا د شپې د لسو بجو په خبرونو کې د دې ټلوالې کوم کس رابللی و او نوموړي وويل چې د شمال ټلواله افغانستان شموله ډله ده ، له خندا ډکه خبره ده او له خندا ډک منطق دی، شمال ټلواله او افغانستان شموله.
ما تر دې وړاندې هم په ځينو ليکنو کې يادونه کړې وه چې شته سياسي ډلې په ځانګړي ډول د شمال ټلواله، د رازمحمد دليلي او فضل الرحمن اوريا په شتون کې نشي ملي کيدای، ځکه دا دواړه هم خپلو خلکو رټلي دي او د سختې عقدې له مخې شمال ټلوالې ته ورغلي دي.
خو زه نه پوهيږم ولې موږ ته د بهرنيانو کتابونه، د بهرنيو رسنيو راپورونه دومره ډير په زړه پورې شي، خو زه چې څومره ګورم او وينم موږ تر ډيره خودکش بيګانه پرست يو که داسې نه وی موږ به دې اوتو بوتو ته غوږ نه نيوی او نيغ به په خپله لاره تلو.
عبدالله په خپلو خبرو کې له افغان ولسمشر حامدکرزي د ګيلې په ډول وويل چې نوموړی همدې شمال ټلوال په کابل کې تر ارګ پورې را ورساوو، د عبدالله دا خبره خو له ده سره ټول افغانان مني خو افغانان يي د احسان په ډول نه مني بلکه د غلامۍ او غلامې ډلې په څير د شمال ټلوالې دا ادعا په سلو کې سل سمه ده او ټول يي ورسره مني، ځکه افغانان په يوې خبرې سخت پوه دي او هغه داده چې شمال ټلوالې پر افغانستان په دوه زرم کال کې د امريکې تر تيري وروسته د امريکې د ځمکنيو پوځونو رول ادا کړ، او په ډيره سپين سترګۍ يي وژل شوي مشر رباني او ژونديو مشرانو، مارشال فهيم، عبدالله، قانوني،خليلي، محقق، ضيا مسعود او............. نورو پر طالبانو د کلسټر بمونو له غورځول کيدو خوند واخيست، که په دې بريدونو کې يوازې طالبان وژل شوي وای بيا به هم موږ ويلي وی چې ځه خو ددوی دواړو تر منځ ستونزه وه هرڅه چې و بلا ورپسې، خو په دې بمونو کې ډير کورونه هم ړنګ شو، ډيرې کورنۍ تر نن پورې د وير په ټغیر کيناستې او ډيرې کورنۍ نن هم د خپلو بچيانو له سخت فراق او درده رنځ وړي.
په يو هيواد کې د بهرنۍ مداخلې لپاره د ځمکني پوځ په رول کې د شمال ټلوالې شتون ډيرو ته ډيرې پوښتنې را ولاړې کړي دي، ځکه شمال ټلواله چې اوس ځانونه سياست ته ژمن بولي په تيرو لسو کلونو کې تر ټولو ډير واک، وزارت خونې، ولايتونه، رياستونه، معينيتونه او لوړې څوکۍ د دوی په واک کې وې او اوس هم د دوی په امان الله ګذر کې دومره زور شته چې په خپل زور په ډيرو ولايتونو کې واليان او امنيه قومندانان ګماري.
په کابل کې که چيرې هم لوړه ودانۍ وګورې دوه څيزونه به هر افغان په ذهن کې ګرځي يو يا به د شمال ټلوالې د کم ژمن کس وي او يا به هم ځمکه دوی غصب کړي وي او په کوم بل پيسه دار به يي خرڅه کړي وي چې همداسې هم ده او ډير وارې دا ډول کړنې په ثبوت رسيدلي دي، يو څوک چې د خپل ورور د وژنې لپاره د پرديو لپاره د ځمکني پوځ رول لوبولای شي او د يوې ميرمنې له کونډتون څخه خوند اخيستلای شي هغوی ته هيڅ کار اسانه نه دی.
په تيرو څو ورځو کې دوی پالې رسنۍ تر ډيره د عبدالله د کور مخې ته خځه وي او له هغه ځايه د نوموړي له خولې د امنيتي تړون، بګرام د بنديانو او......په اړه راپورونه خپروې، عبدالله پکې ولاړ وي، خو په پرونۍ ناسته کې يو پښتون يا ازبک، يا تاجک او بل پورته نشو چې د ملي اجندا په نوم په جوړه شوې ناسته کې ولې ټولې ژبې په پام کې نه دي نيول شوي، حال دا چې شمال ټلواله ځان افغانستان شموله بولي، خو خپاره شوي بروشرونه او معلومات يي ټول په دري و او د بلې ژبې هيڅ څرک پکې نه لګيده، تر دې مخکې به ددوی دښمن يوازې پښتون و خو اوس چې دوستم د ښاغلي اشرف غني څنګ ته دريدلی دی نو ازبک هم ورته يو ډول نه سړي ښکاري، حال دا چې ټول شموله ډلې او د ملت جوړونې فکر بيا دا ډول اصول نه مني.
په ټول افغانستان کې يوه ولسوالۍ څو وزارتونه لري، لسګونو رياستونه او ولايتونه ورسره دي، دوی بيا هم ګيله من دي او تل کرزي داړې جينګوي چې موږ خو په حق نه يو رسيدلي، ډير وارې له امريکايانو او بهرنيانو سره پټې ناستې کوي او د افغانستان د تجزيي، فدرالي نظام، افغانيت د نه منلو او په پيژندپاڼو کې د اسلاميت د نه ور زياتيدو ډنډورې د همدې شمال ټلوالې له ادرسه پورته شوې.
په مزار کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د وژل شويو ايراني جاسوسانو په نوم د ابومسلم خراساني واټ د همدې شمال ټلوالې د يو بريتور عطا له لوري د ايراني جاسوسانو په نوم شو، دوی ځکه دا کار کوي چې په تيرو لسو کلونو کې دوی هم زور پيدا کړی او هم زر ، يو لوري ته بهرنيو سفارتونو ته ور روږدي شوي دي او بل لوري ته هم په خپلو سيمو کې يو ډول نه يو ډول لږ تر لږه نفوذ لري ځکه تر ډيره په دوی پسې ولاړ خلک پر ملي يو والي افغانیت او اسلاميت دومره باوري نه دي،لکه څومره چې په مکر،هيلې او فريب باندې باور لري.
په افغانستان کې په تيرو لسو کلونو کې که چيرې هم د کابل ادارې يو ډول نه يو ډول ملي حرکت ته زړه ښه کړی وي، يا چيرې معجزه شوي وي او د نن په څير کرزي ۳۶۰ درجې تغير کړی و او ملت ته سپينې خبرې کوي همدې ډلې تل سبوتاژ کړې، سوله همدوی سبوتاژ کړې، د بګرام له زندان څخه د بنديانو خوشې کول همدوی سبوتاژ کوي، په غوربند کې د ملکي وګړو پړه د همدوی ژمن والي بصیرسالنګی نه مني او شته مطرح نيکتايي پوشه څيره عبدالله يي له امريکې پرته افغانستان نه مني، ځکه دی په دې پوه دی چې د امريکې په نشتون کې يي ځای کولاب يا هم ايران او روس دی.
زه ډير وارې کله هم که د افغانستان د راتلونکې په اړه فکر کوم په لومړي سر کې خو په تيرو جهادي تنظيمونو کې راته وړ کس نه ښکاري که بيا چيرې ډير کم پيدا شي يو ډول منزوي شوی وي او دې منزوي کيدو کرار کرار د سياست له مداره ویستی وي، علت يي دا دی هغه چې پر افغانيت، اسلاميت،ازادي او بشريت باور لري، له دې ډول نړۍ والو او ملي قصابانو سره يي ژوند ناشونی وي.
پوهيږۍ همدغه چې نن په ټاکنو باوري دي، غواړي ټاکنې وکړي، عبدالله ارګ ته راشي، پادشاه شي، ولسمشر شي، راج وچلوي، پرون همدوی تر ټولو ډير کابل کنډواله کړ، په ارګ کې به د ښار سپي هم نه تکيه کيدل، په هغو سيمو کې چې له ۲۰۰۱ کال وړاندې طالبان حاکم و که کله به هم د دوی په اصطلاح د مقاومت له سيمو څوک راغلل بس دعا به يي دا وه چې خدای دې د دوی سيمې هم ژر طالب ته په لاس کې ورکړي، ځکه طالب تيری کونکی نه و، غل نه و نورې يي چې هر ډول ستونزې درلودې دوی پوه او خدای يي، زه يي ننګه نکوم کيدای شي سهوې به وې غلطۍ به وې افراط او تفريط به شوی وي خو په ټول کې ولس ترې خوښ و او ولس په شپږو کلونو کې د امنيت، خونديتوب احساس وکړ او نن هم په ډيرو سياسي ناستو او ګرديو ميزونو کې د هغه وخت امنيت د يوې بیلګې په توګه ياديږي.
شمال ټلوالې او نورو د دوی خپلو خپلوانو اتيا زره کابليان و وژل خو نن دوی په ډيرو تصميم نيونو کې د رايي،وتو او خبرې حق لري خو نور او په ځانګړي ډول طالب يا د طالب په نوم بندي د آزاد ژوند حق هم نلري، دا ځکه چې طالب اتيا زره کسان نه و وژلي، يا هم په بند خونه کې شته بندي دومره ستر قصاب نه دی لکه دوی چې دي.
اوس اوس خبر شوی يم بهرنيان عبدالله ته پوره چانس ورکوي، امريکا يي د فاحشې زوی بولي خو که بيا هم ملت باور وکړي او له عبدالله يا عبدالله رنګو د وطن سمون وغواړي او د سياف په وروستيو خبرو باور وکړي او ورسره ودريږي ډاډ درکوم چې وطن به يو وار بيا د تباهۍ پر لوري ولاړ شي.
خپله ليکنه د يو پوه په خبره پای ته رسوم: وايي يو وخت کې يو نوی زيږیدلی ماشوم لږ را ځوانکی شو نو تل به يي ویل چې زه که چيرې زده کړې وکړم، سياست او قدرت ته مې لاس ورسيږي، ټوله نړۍ به جوړه کړم،چې لږ را زلمی شو بيا وچې ته شو يانې خپله وچه لکه آسيا، اروپا، امريکا به جوړوم چې را غټ شو په سړو او تودو پوه شو، وايي نه بايد خپل هيواد جوړ کړم، چې زده کړې يي خلاصې کړې لږ نور هم پوه شو بيا ويل نه بايد خپل ولايت جوړ کړم، خو چې لږ د پوخ عمر شو ويل يي نه بايد خپله ولسوالۍ او کلی جوړ کړم، دا هم نشو بيا يي ويل بايد کور مې جوړ کړم، خو په سوچونو کې يي سر سپين شو او په کور کې په بستر پريوت او خوځيدای نشوای، نو يي له ځان سره وويل، غټه غلطي مې کړې وه بايد په لومړي سر کې مې ځان جوړ کړی وی.
پای