مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

تر څو پورې به مونږ د جنګ او جګړې ، فتنه او فساد په سمندر کې ډوب يو؟

ع.شريف زاد

 

 د افغا نستان د ملي سولې سلا کار فالوده په خوب ويني. ښا غلئ سپانتا اوس واېې چې د پاکستان پوځ په سوله کې له مونږ سره بايد مرسته وکړي. يو سړئ چا په کلي کې نه پريښود خو هغه ويل چې خر مې د خان کره وتړه. هره لوبه چې وي پوهه او ادب، اخلاق او دسپلين ، سړيتوب او انسا نيت هغه څه دې چې سړي ته د پښيمانئ خبره نه پريږدي او نه سړي ور باندې شرميږي. مونږ نه پوهيږو چې سپانتا يو وخت د المان د اخن په سيمه کې له شعله يانو سره کته او پورته منډې وهلي او اوس په کوم کريدت دى د ملي مسايلوسلاکار شوى فکر کوم دادوهم مخدوم رهين دى چې په ډيره مکرجنه خپلې هيلې په مظلوم ملت کې په ډير مهارت مخ ته بياېې د کرزي په حکومت کې ډير دارنګه کسان شته په تيره بيا هغه کمونستان چې اوس هم د برژنيف ډول او ډبنک ته اتڼ کوي.ښاغلي رنګين هم په همدې توګه د ملت په مقدراتو کې ډير دخيل دى او پاکستاني پوځ ده داخبره کړې ده.
شرم نه دى چې اوس د پاکستان له اى اس اى نه په سوله راوستلو کې مرسته غواړي. د بې بې سۍ دې هم کور وران شي هر کاسه ليس او کاسه پاک سره مرکې لري او هر څوک د همدې شبکې څخه داډول ښيي چې ګواکې په افغانستان کې يو څه دى ډير داسې کسان راغله او لاړ . زيات شمير دومره بې وخته مشهوره شول چې خبره ېې د قا نع په اصطلاح د فسبوک د لغړيانو څخه هم تيريږي. ګټه ېې د خلکو، هېواد، فرهنګ، او ملي منافعو لپاره څه ده؟ هېڅ يوازې لاپې او شاپې!
 .دلته يوازې پر بي بي باندې د انتقاد خبره نه ده بلکې په هغه برخه کې ده چېرې چې زيات شمير انسانان په بشپړه دموکراسي، ازادي او خپلواکي معتقد دي چې داخبره بيا د انګلستان يا د انګريزانو ناپوهو پا چيانو کورنۍ پورې هم تړلې ده چې هېڅ وخت کې بي بي سۍ په دغه کورنۍ خبرې نه کوي او هغو ته ډير خواږه القاب راباسي دوى په دې برخه کې تر اوسه پورې بې له لاس وهنې شيطانت او منافقت د نړۍ له نورو ولسونو سره بل څه کړي دي؟
 اصلي خبره پاتې نه شي چې سپانتا هم د افغا نستان په ملي داعېې کې بوخت دى خو په دې نه پوهيږي چې پا کستان له افغانستان سره له کوم وخت چې کمونستان په سيمه کې مينځ ته راغله څه کړي دى او کله چې يو پوځ د يوه ولس ټولې اجتماعي، سياسي، اقتصادي او مدني برخې له منځه يوسي او د قبرستان خولې ته ېې برابر کړي نو څنګه امکان لري چې بيا په سوله کې ورسره مرسته وکړى؟ښکاري چې داد فر نه يو دپلومات دى او نه د يوې ژرندې ساتونکئ دده پوهه د افغانستان د لانجې او پېچلي بحران څخه ډيره ټيټه ده .داد فر د هر قوم او قبيلې لپاره د منلو وړ سري نه دى هسې په خپل خره سپور دى نوموړئ د افغانستان د خلکو لپاره داوسني حکومت او اداره څه ډول تعريفوي ايا دغه حکومت موډل ليري او که نه؟او که هسې د شګو څلئ دى . چې وارنيږي او بيرته له سر ه رغول کيږي.که مونږ په رښتيا سره يورښتينې حکومت يو چې د خلکو څخه جوړ شوى وي نو بيا د پاکستان پوځ ته ولې منتظر پاتې شو ؟ .
د دادفر سوله د کرزي تړون ليک ته پاتې کيږي او هيڅوک نه پوهېږي چې د ترون په ګېډه کې څه دى؟ کرزى د ناندريو په نغري ناست دى . څوک ورته غاښونه چيچي او څوک بيا وايي چې هله ژر شي تړون لاس ليک کړي ځکه که داکار ونه کړى نو بيا به مونږ له اقتصادي ستونزو سر مخامخ شو او له ولېږې به ټول مړه شو. په نړۍ کې تر اوسه پورې داسې يوه عمليه نه ده ليدل شوې چې د حل لاره ونه لري.
رنګين داد فرسپينتا او بي بي سۍ ګنګس دي کيداى شي چې په بل سوچ کې وى. دا فغانستان سوله په لمړي سر کې په خپله د افغانانوپه تاريخي مسوليت پورې اړه لري. بيا د نړۍ په سوله غوښتونکو هېوادونو پورې چې واقعا د افغانستان په ولس ېې زړه سوځي.د رنګين کوم کار رنګين ته ورته دى همدا چې وايي:\" دپاکستان حکومت هغه اعلان ته منتظر يو،چې ووايي، دپاکستان لپاره سوله دا فغانستان لپاره سوله ده. \"
سوله هېڅوخت کې دروغجن سياست نه غواړي، توره تياره ور سره ملګرې نه ده. د بل حکومت د پوځ کارنه دى. د ګاونډي په کار کې که ښه وي او يا بد لاس وهنه نه کوي. ډير داسې نور شيان شته چې مخه ېې بايد ونيول شي او د خپل ملت ملي منافع ته د احترام په سترګه وګوري.د هر افغان هويت، حق، خپلواکي او مدني ژوند ته اهميت قايل شي ځکه د زور يارانه امکان نه لري.
په درناوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery