مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اشرف غني که زلمی رسول ...؟

    
 لیکوال: جلال عثماني
 د ولسمشرۍ درېیم ځلي ټاکنې یوه نوي پړاو ته داخلیږي . د یکشنبې په ورځ د ډاکټر اشرف غني احمدزي استعفا او د ولسمشر لخوا تر اوسه پورې د استعفا د رد خبرې هغو ګونګوسو ته د واقعیت جامه ور واغوسته، چې ولسمشر غواړي په راتلونکې دوره کې یو ضعیف او بې ارادې شخص د چارو واګې په لاس کې واخلي، نپوهیږم چې د ولسمشر ددې تصمیم تر شا به د حکمت کومه فلسفه پرته وي؛ خو یو تعبیر ترینه دا هم راوتلی شي، چې اوسنی ولسمشر غواړي په یو نه یو ډول په راتلونکي نظام کې خپل واک او نفوذ په همدې بڼه وساتي، لکه څنګه چې دی.
یعنې نوم به د زلمي رسول وي، او پرېکړې به دده وي.
سړی نپوهیږي چې په یو ډیموکراتیک نظام کې، چې د قانون له مخې د هر چا مسوولیتونه پکې مشخص وي او هر څوک په رسمي چوکاټ کې خپل مسوولیتونه ادا کوي، د ښاغلي کرزي دا خوب به ریښتیا شي او که همداسې به خوب پاتې شي.
زه فکر کووم ، چې کیدی شي ، زلمی رسول به د هغه په چارو کې د کرزي د لاسوهنې یا تشبس مخنیوی ونکړي او یا به یې ونشي کړی؛ خو ایا دا به دده ( زلمي رسول) راتلونکو دوو مرستیالانو ته ـ چې په اغلب ګمان به با نفوذه جنګسالاران وي ـ هم د منلو وړ وي، چې یو ګوښه شوی ولسمشر دې، د نظام په امورو کې مداخله وکړي ؟ زما په نظر هیڅکله نه ... ځکه چې ښاغلي کرزي ددومره چالاکۍ سره سره بیا هم ونه شو کړای، چې د احمدضیا مسعود او مارشال فهیم، په څېر، د خپلو بې سواده مرستیالانو، خپل سرۍ مهار کړي، نو بیچاره زلمی رسول به د کوم اعجاز له مخې دا کار وکړی شي.
د ولسمشر د نیږدې همکارانو د خولې خبره ده، چې په رسمي مجلسونو کې ښاغلی کرزی د زلمي رسول پر ځای د هغه د تشریفاتو رﺉیس ښاغلي حمید صدیق ته د بهرنیو چارو د وزیر خطاب کوي؛ نو کله چې یو وزیر د وزارت پر مهال، د یو عادي رییس سره د صلاحیتونو په تبکیک کې ستونزه ولري ، څنګه کیدی شي، چې هغه دې یو داسې هیواد، چې په ستونزو او کړاوونو کې تر مرۍ ډوب دی، په سالمه توګه رهبري کړي.
بله دا هم ویل کیږي، چې څو ځله ولسمشر له زلمي رسول څخه په کلکه غوښتنه کړې ، چې له ترخو اوبو ( شرابو ) سره بایکاټ وکړي، خو دده ځواب داوي \" رئیس صاحب هر امرت قبول دارم، ولی این کار از توان من بیرون است \"
نو که ووایو، چې د ښاغلي رسول وړتیاوې او د ضعف ټکي له ولسمشره پټ دي، دا به د ځان غولول وي او که دا تمه ولرو ، چې زلمی رسول به په راتلونکي کې د عطا او یا ورته د کوم بل یو جنګسالار مرستیال مخه ونیولی شي، دابه هم یو سوء قضاوت وي.
له بله پلوه په مطرحو پښتنو نوماندانو ، کې د ډاکټر اشرف غني نوم د هر چا په ژبه دی او د انټرنټ په مجازي نړۍ کې څومره چې زه ورسره سروکار لرم، د ځوانې تعلیم یافته طبقې یو ایډیال شخصیت دی. د ښاغلي احمدزي څخه د پراخ ملاتړ څخه دا جوتیږي، چې د ښاغلي رسول د زعامت په صورت کې، د راتلونکو بلقوه ګواښونو درک او ارزونه کوم ستونزمن کارنه دی، په ځانګړي ډول د پښتنو لپاره ، چې نیږدې یوه نیمه لسیزه کیږي، چې په یو او بل نوم، کړول کیږي؛ خو د ژړا او اوښکو وچولو سړی نلري .
د ښاغلي احمدزي مخالفین د بحث په پیل کې دا خبره کوي، چې هغه د افغانستان د دود او دستور سره بلدتیا نلري، د خپلې ټولنې سره د چلند هنر ندی زده ، ممکن پخوا زه هم په همدې فکر وم ؛ ولې که چیرته څوک له ده سره د یو ځل ناستې تجربه ولري او پدې اړه یې وپوښتي، ممکن د خپل دود او دستور او د پښتني ټولنې د پیژندګلوۍ په اړه ترې ډېر څه زده کړي. په پغمان کې د یوې غونډې پر مهال ، چې د احمدزیو د قوم د سپین ږیرو او مشرانو سره یې درلوده، د پښتنو دودونه او نرخ په هر اړخیز ډول تشریح کړل، چې زما په ګډون د غونډې ټول ګډونوال یې هک پک کړل، باور وکړﺉ ، له هغې ورځې راپدیخوا دده په اړه زما ډېرې پوښتنې ځواب شوېدي .
ددې ترڅنګ ښاغلی احمدزی یو نړیوال اکاډمیک شخصیت دی، د ستونزو سره ، علمي او عملي مبارزه کوي، چې زما په نظر د اوسني سیاسي میدان ټول لوبغاړي لدې وړتیا څخه بې برخې دي.
ښاغلي احمدزي ته څو سپارښتنې :
۱ ـ ښاغلی احمدزی باید تر هر څه د مخه د خدای ج او د ملت په ملاتړ تکیه وکړي .
۲ـ روان دود باید بدل کړي، چې د ولسمشر مرستیالان دې حتما د جنګسالارانو او جنایت کارانو له جملې څخه وي، هغه باید د تاجکو او ازبکو له قومونو څخه نخبه شخصیتونه د خپل لومړي او دوهم مرستیال په توګه غوره کړي، د مثال په توګه له ازبکانو څخه ( ستار سیرت) او دې ته ورته علمي شخصیت له تاجکو څخه .
۳ـ له هزاره وو څخه دې د مرستیالۍ لپاره څوک نه غوره کوي؛ ځکه چې هغوی د محقق له توافق پرته هیڅکله هم په خپل عهد وفا نکوي او پدې خو ټول پوهیږو، چې محقق د عبدالله ملاتړی دی، که له هغه تیر شي، حتما به د زلمي رسول څخه ملاتړ کوي.
۴ـ له خپل ولس سره باید لا زیات په نرمي او شفقت چلند وکړي، ځکه د افغانانو په وجود د تورې زخم ډېر ژر رغیږي، خو د ژبې زخم یې هیڅ درمل نلري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery